الحاج الها م الدېن قېا م

شاعران
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

{slide=مور}

دچا مور ،دچاميرمن ده،دچا خورده
دچاخواښي،دچانياده،دچا ترورده

دهرچاسره رشتې ته ېې بيل نوم دی
دچاښکينه ياورينداره،دچالورده

خوترټولو ښائېسته دمينې ډک نوم
په نومونوکې ډيرښکلی نوم دمور ده

انسانان دخدای، اشرف المخلوقات دي
خوانسان ته دشرف منبع شعور ده

انسان وروسته له خلقته شعور اخلي
داغاز نقطه دمور د غيږې ،کور ده

دمور غيږه دژوند هغه مدرسه ده
چه هرچا پکې موندلی دژوند لورده

ددنياکړه وړه دمور له غيږې کيږي
دمور غيږه کې پروت دومره قوي زورده

دمور غيږه سرچينه د مدنيت ده
دئ دمور له غيږې هرې خواته خپورده

که ېې سل وارې مکې ته په شايوسي
دمورحق پدې ادا ندی، لا پور ده

هرانسان ته ېې ،دمور دعا په کار دي
چا چې مور ته بد کتلي مخ ېي تور ده

په هرچا دخپلې مور خدمت لازم دی
چې دخپلې مور خدمت،خيرالامور ده

زه قيام دمور په پښو کې جنت وينم
نو دمور خدمت مې تل دژوند دستور ده

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

{/slide}{slide=قهرمان سربازه}
ته زمونږوياړیی،ميړنيه ،قهرمان سربازه
تاپه ميړانه په ګونډوکړل،دښمنان سربازه

تادوطن دښمن ته داسې دروندګوزارورکړئ
چې پنجابيانوته ګوشته شوه ګورستان سربازه
الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=ښځه}
ښځه مورده،ښځه خورده
ښځه ترور،ښځه ننګورده
 
ښځه موردبشريت ده
څوک ئې ځوی دی،څوک ئې لورده
 
دبشردبقارازدی
ګهواره ئې دشعورده
 
سرچينه دمحبت ده
ښځه لوړدمينی شورده
 
دهرکوربله ډيوه ده
پرې روښانه هريوکورده
 
لکه لمرښکلي ځلاده
چې رڼائې په هرلورده
 
دټول ژوندښکلی ملګری
دميړه دمټو زور ده
 
دادښځې برکت دی
چې پرې داجهان سمسورده
 
که داښکلئ موجودنه وي
نوبياداجهان نسکورده
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
8.03.2013
دښځونړيواله ورځ

{/slide}{slide=درقيب انصاف !}
د١٣٩١کال ددولسموټولګيودفارغانودکانکورپه ازموينه کې ددرغليوپه اړوند مې خپل يوپخوانی شعر
رايادشو٠سره لدې چې زمونږمشران له يوه سره داوريدو غوږونه ،نلري خوبياهم مونږبه ژاړو اودوې دې راپوری خاندي،

درقيب انصاف

داسې خو څـوک نکړي مشره ،هيردې خپل وګړي کړل
خپل دې ټول پردي کــړل،رقيبان دې خپل ملګري کړل

ودې کــــــــــړل پخپله مشره،بل څوک ملامت نـه د ي
خپل دې کـــړل کمزوري مشره،دوې دې پياوړي کړل

هرڅه چور رقيب کـــــړل خوتهمت مشره په مونږ کوې
دوې زمونږ دکــــــــورا وکهول ،هرڅه دړې وړې کـــړل

ګــــوره رقيبان مشــــــره،کنځلې مو نيکو تـه کــــــړي
دلتــه اوس پــــــــــرديو خپل نيکونــه نــوموړي کـــړل

دوې د درغليو مشره،نـــــوئ ريکارډ ټينګ کــــــــړلو
دوې په شيطانت کـــــــــې،شيطانان هم پورړي کـــــړل

کـــــړه يي ننداره مشـــــره،انصاف تـــــه درقيب ګـــوره
خپل يي ټول پوره کړل،دولس يي ټول نيمګړي کـــړل

واوره دقيـــام مشـــره،ولــــس په ځــــــــان راټول کانده
جګې ېې شملي وي څوک چه خپل ولس سرلوړي کړل

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
٦دلو١٣٨٩

{/slide}{slide=کټوازيه!}
وې اصيل ځوی دوطن کټوازيه!
وې پخپل ولس مين کټوازيه!

دوطن په کړاوهرووځت کړيدلې
دولس په درد،دردمن کټوازيه!

هرارمان دې سپين،سپيڅلئ افغاني وو
خواوس ولاړې،ارمانجن کټوازيه!

مونږبه ټول درته دعاکووملګريه!
چې جنت دې شه مسکن کټوازيه!

ستانيمګړي ارمانونه به پوره کړو
زه قيام يم درته،ژمن کټوازيه!

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
10.02.2013

{/slide}{slide=سنګسار}
ماټول خپله په ځان کړي،پرې اقرارکړم
نارواده چې خپل پړه ،په بل وربارکړم

چې په  خپله مې دځان سره،بدکړي
ددې بدوپه تور ،ولې ؟توراغيارکړم

چې دځان اوشتوټول واک مې  يارته ورکړو
په پرديوله هرڅه سره ،خرڅ يارګړم

مامې خپل اختيارديارپه واک کې ورکړو
زه دياراختيار،پخپله بې اختيارکړم

چې مې خپل يار درقيب  په پله،پل کيښود
اوس به څنګه زه پردي ،دځان په لارکړم

زه ديارپه انتخاب کې ،ملامت يم
خپله ګرم يم،څه ګيله به له روزګارکړم

زه منکرخلکودخپلوکړو،وړونه يم
خپله پړه منم،دپړې څرګنداظهارکړم

چې کرې هغه به رېبې ،دامتل دی
له بوکاڼې به،څه تمه د انار کړم

دغروراندازمې هرچاته،معلوم وو
خوکچه يارمې دخواروځېنې خوارکړم

خلکوراشئ،کاڼي راوړئ په لاسوکې
زه قيام پخپل ځان ،حکم دسنګسارکړم

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی

{/slide}{slide=داختردعا}
تيره چې روژه شي،نواخترراشي
کور ته له سفره ،مسافر راشي
 
مونږبه اختر،هله اختر وبولو
بيرته چې په خولا،ټول مرور راشي
 
دادتورتمونوديوان،سروخوري
تورې شپې سباشي،روڼ سهرراشي
 
يو ورورچې بل ورور،په غېږکې ونيسي
داسې وخت په مونږه،بختور راشي
 
وخاندي اخترته، خوشالي وکړي
مورته چې ورک ځوی،دزړګي سرراشي
 
يوځای دقيام  سره،لاس پورته کړئ
داسې يوا ختردې خدايه ! ژرراشي
 
الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=دمورغېږه ټوله مينه}
جوړپدې دنياجنت دی،دمورغېږه
دخدای رحم وشفقت دی،دمورغېږه

دنيا واړه دمورغېږه کې،پرته ده
ګهواره دبشريت ده،دمورغېږه

انسانيت دمورله غېږې،شروع کيږي
سرچينه دبشريت ده،دمور غېږه

محبت دمورپه غېږه کې،زده کيږي
مدرسه دمحبت ده،دمور غېږه

دمور مينه کې ريااوتذويرنشته
سرترپايه صداقت دی،دمورغېږه

دمورغېږه درازونو،ګنجينه ده
خزانه دلوړحکمت ده،دمورغېږه

دمورغېږه کې نفرت اوکرکه نشته
ډکه واړه دالفت ده،دمورغېږه

په للوللوکې رازدنصيحت شته
ښه اغازدنصيحت دی،دمورغېږه

دژوندکړه وړه ،ټول همدلته شروع کيږي
ښه ټاکونکې دقسمت  ده،دمورغېږه

دشاهانوپه دربارکې،موندل نه شي
کوم دربار چې دعزت دی،دمور غېږه

په دنياکې نعمتونه دخدای ،ډيري
خوترټولو خوږنعمت دی،دمور غېږه

په دنياکې ئې مثال اوساری نشته
دومره ډکه دلذت ده، دمور غېږه

دمورغېږه ټوله مينه ،مينه مينه
ټوله مينه ،ټول رغبت ده،دمور غېږه

زه قيام ئې دستايلونه ،عاجزيم
دومره لوړ نوم دصفت ده،دمورغېږه

الحاج الهام لدين قيام
والدورف/جرمنی

{/slide}{slide=دنارنج ګله}
تاچې له ازله ځان ته سپين ،دسولې رنګ واخيست
بغض اونفرت زړه کې،ستادښمن ذليل بې ننګ واخيست

ستادباغ  حريم ته ئې،دجنګ  داورلمبې راوړې
ستاغمخورمالياردنارنج ګله،درنه جنګ واخيست

سرو،سپينواوتورو،وارپه وار ،په چور راودانګل
چارانه په يو نوم،چا په بل نوم،خپل قلنګ واخيست

مونږته ددوستئ په نامه راغلل،دښمنان زمونږ
واک رانه پرديو،په ټګيو اونيرنګ  واخيست

څوک دتروريزم،څوک ددين په پلمه مونږ وژني
چاهم رانه ژبه،چاکلتور او چا فرهنګ واخيست

ستادبڼ چوپړته به مونږ واړه،په اتڼ در ځو
ائ دنارنج ګله!که دسولې ږغ ،غورځنګ واخيست

زه قيام به هله سيل ته درشم ،دنارنج ګله
ستادماليارغچ مو،که بچيانوله پرنګ واخيست

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
04.04.2012

{/slide}{slide=!ای پرديو !}

 دامريکائي وحشيانوپه ناولولاسونوټولووژل شووشهيدانواوپه خاصه توګه دکندهاردپنجوائي
ولسوالۍ کې ددي ليونيووحشيانوپه چټلولاسونووژل شووشهيدانو ته ئي ډالۍ کوم ٠

!ای پرديو !

تاسې خوپرديو! ټول په زور دلته راغلي ئې
تاسي وسله وال غله ئې،په چوردلته راغلي ئې

تاسوخودسولې په نوم ،مونږ ته جنګ راوړی دی
تاسوموکور وسوو،تک سور اور دلته راغلي ئې

تاسومونږته غم،ماتم او وير،  واړه راوړي دي
بل څه مو پلمه کړل، په ترور دلته راغلي ئې

تاسې ددوستی په نوم راغلي،دښمني کوئ
ځان ته دوستان وايې، په نيت تور دلته راغلي ئې

ډيرپه ځان مغرورئې،خومونږ هرمغرور مات کړیدی
مات به موغرورشي،ډير مغرور دلته راغلي ئې

مات ګوډبه ځئ بيرته،روغ له دې ځايه وتل نه شته
پټ به لکه غله ځئ، اوس په شور دلته راغلي ئې

زه قيام،پرديو!  تل لعنت  په هغه  چا وايم
تاسو چې دکوم چا ،په دستور دلته راغلي ئې

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

{/slide}{slide=دمينې ننګ}
سترګې رانه ګرانې،ستادسترګوسره جنګ غواړي
ساز رانه غوږونه ،ګرانې ستادبنګړو شرنګ غواړي

شنډې مې سوالګرې دي،دسروشنډوسوالونه کړي
غواړي خيراتونه،ستادسرو شنډو قلنګ غواړي

ډک دميوخم که په سر واړوم،لاتږی يم
تنده مې دشنډو،ستا دشنډويوجام بنګ غواړي

مخ مې په وهلو ستا دتور وزلفو روږدی دی
بيا ګرانې له مانه ،ستادتوروزلفو شړنګ غواړي

زړه مې دپاريس له خوشبويو ځنی موړ شويدی
ګرانې ستا دزلفو خوندور بوی دلونګ غواړي

ژبې نه مې حمد او ثناپاتې ،ستا دعا کوي
ستا دکرکې ډک دزړه بازار،له خدايه ړنګ غواړي

ته پکې اوسيږې، دزړه کور کې مې يوازې يې
زړه مې ګرانې پاتې ژوند، يوازې ستا ترڅنګ غواړي

ما په ټول احساس ګرانې، دمينې لار نيولي ده
عقل، احساس دواړه مې،دمينې يوغورځنګ غواړي

تامې عقل،فکر،هوش او زړه ځان سره وړي دي
ساته يې په مينه ،قيام دومره له تا ننګ غواړي

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

09.05.2011

{/slide}{slide=غيرتي ولس}

مونږ هم لکه نورانسانان،ساه لرو،نفس لرو

مينه لرو زړوکې،احساسات لرو،هوس لرو

 

مونږته دهوس ترڅنګ،مولاغيرت راکړیدی

مونږه افغانان يو،په غيرت سمبال ولس لرو

 

مونږ خدای له ازله،د ذلت په ورځ پيدانه يو

خدای پيدا ازاديو،دازاد ژوند بندوبس لرو

 

مونږته خدای په زړوکې، دوطن مينه راکړیده

زړو کې دوطن مينه پريمانه، هريو کس لرو

 

مونږد وطن لارکې له ژوندتير،په سرو لوبې کړو

ډکې هدېرې مو شهيدان ،دوياړ ادرس لرو

 

واواره د قيام غليمه !مونږ بېوسه خلک نه يو

تيريو له سرو په وطن ،دومره دکړو وس لرو

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمنی

18.08.2011

کال ١٣٩٠

داسد ٢٨

{/slide}{slide=دلته که راځې اختره}

داسې ګړۍ نشته چې په مونږ باندې،بمبارنه شته

دلته که راځې اختره! راشه که دې ډار نه شته

 

مرګ به قبلوې اختره ! دلته که رتلل غواړې

ستا خپله مرزي ده،که راځې زمونږ انکارنه شته

 

څوک به دې له ځان سره اختره،يرغمل بوزي

دلته غله حکومت کوي،دبل چا کوم اختيار نه شته

 

نيت  که دراتلولرې ! اختره تنهامه راځه

لاروکې جنګونه دي، له جنګه خالي لارنه شته

 

راشه دمشرانوکره،دوې ته لږعزت راوړه

اوس پکې درنښت نشته،عزت نشته،وقارنه شته

 

واړه لکه غله په چورلګيادي،دازمونږمشران

هريوئې دځان غم خوري،دخلکوخدمتګارنه شته

 

دوی په ولسونودپردوپه زور،حکومت کوي

خپله په ولس کې ددوی،هيڅ ډول همکارنه شته

 

دوی دولس منځکې ،دشيطان په څېررټلي دي

نه مني ددوی ولس،په دوی دچااعتبارنه شته

 

مونږته که راځې اختره ! سوله په سوغات راوړه

واوره د قيام اختره ! بل څه موپه کار نه شته

 

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني

 

{/slide}{slide=د پيغور شپې ورځې}

 

زمونږګران هيوادته دپرديوسله والودراتګ په مناسبت

 
زمونږ په کـــــــور توپان راغلی ټول د خړو ډک وو
ټول وران ويجاړ وو هر يو کونج يې د تيتړو ډک وو

ډېری ټپيان وو او داﻻن مو ﻻد مړو ډک وو
ﻻ د اسمان زړګی تش نه وو د لوخـــــړو ډک وو

چې د يو بل توپان څــــپې مو په وران کور راغلې
پردۍ لښکرې مو کاله ته بيا په زور راغلـــــــې

ورانو کوڅو ته مو د غلو غدۍ په چور راغلې
قيام ته بيا خدايه شپې ورځې د پيغور راغلې
   

الحاج الهام الدين قيام

 

 

{/slide}{slide=بيابه رڼاراشي}

بيابه رڼاراشي
 
شپه به خدای سبا کړي،خامخا به سحروبريښي
تيربه داتورتم شي ،بيا به څريکه دلمر وبريښي
 
دادخدای وعده ده،چې زحمت پسې راحت راځي
داخفګان به تيرشي،بيابه دلته اختر وبريښي
 
زمونږ ماته بيړۍ به،دطوفان له څپو تېره شي
بيابه دساحل په لوري،لار او ګودروبريښي
 
هرځای به رڼاشي ،دهرڅه پته به ولګي
بد به له ښو بيل شي،دهرڅه  به جوهروبريښي
 
اوس خوهرشيطان په ځان،دشيخ لباس اغوستئ دی
څيرې به ماسکونه شي،دوخت کوډګر به وبريښي
 
اوس که توره شپه ده، نظر نه لګي،سبا به شي
ورورته به پخپل ډز،دورور تکسورپرهروبريښي
 
ورورچې ورورته ګوته په ماشه،سنګرنيولی دی
هرورورته به خپل سنګر،دبل چا سنګر وبريښي
 
اوس که له يوبله مروردي،سره جوړ به شي
يوافغان به بل ته،دځان ليچ او وزر وبريښي
 
ورک به شي دجنګ قاصد،شيطان به هم مختوری شي
خپل منځکې به ټول هيواوال،يار اوياور وبريښي
 
تېر به سره هېرکړي،وروربه ورورپه غيږکې ونيسي
وروربه دخپل ورورپه څنګ کې،بيرته سرلوړوبريښي
 
ورکه به جګړه شي،خدای به سوله په مونږ راولي
ورځ به داختر په څېر شي،شپه به قدر وبريښي
 
اوس که دسيالانوپه قطارکې،افغان سيال نه دی
دا افغان به بيرته،دهر سيال برابر وبريښي
 
اوس چې دوخت تورې،سيلۍ وړی بيدرکه دی
بيرته به قيامه،درک ستا ددلبر وبريښي
 
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
10.09.2011

شپه به خدای سبا کړي،خامخا به سحروبريښيتيربه داتورتم شي ،بيا به څريکه دلمر وبريښي
دادخدای وعده ده،چې زحمت پسې راحت راځيداخفګان به تيرشي،بيابه دلته اختر وبريښي
زمونږ ماته بيړۍ به،دطوفان له څپو تېره شيبيابه دساحل په لوري،لار او ګودروبريښي
هرځای به رڼاشي ،دهرڅه پته به ولګيبد به له ښو بيل شي،دهرڅه  به جوهروبريښي
اوس خوهرشيطان په ځان،دشيخ لباس اغوستئ دیڅيرې به ماسکونه شي،دوخت کوډګر به وبريښي
اوس که توره شپه ده، نظر نه لګي،سبا به شيورورته به پخپل ډز،دورور تکسورپرهروبريښي
ورورچې ورورته ګوته په ماشه،سنګرنيولی دیهرورورته به خپل سنګر،دبل چا سنګر وبريښي
اوس که له يوبله مروردي،سره جوړ به شييوافغان به بل ته،دځان ليچ او وزر وبريښي
ورک به شي دجنګ قاصد،شيطان به هم مختوری شيخپل منځکې به ټول هيواوال،يار اوياور وبريښي
تېر به سره هېرکړي،وروربه ورورپه غيږکې ونيسيوروربه دخپل ورورپه څنګ کې،بيرته سرلوړوبريښي
ورکه به جګړه شي،خدای به سوله په مونږ راوليورځ به داختر په څېر شي،شپه به قدر وبريښي
اوس که دسيالانوپه قطارکې،افغان سيال نه دیدا افغان به بيرته،دهر سيال برابر وبريښي
اوس چې دوخت تورې،سيلۍ وړی بيدرکه دیبيرته به قيامه،درک ستا ددلبر وبريښي
الحاج الهام الدين قياموالدورف/جرمنی10.09.2011

{/slide}{slide=دربار}
خوار ذليل دبل نوکروي،ځينوته واکدارښکاري
غوږکې يې لښتۍ دبل غلام وي،خوبادارښکاري

نوم ېي ددربار وي،پکې واړه غلامان اوسي
دادغلامانو کور،له باندې لوی دبار ښکاري

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
12.09.2011

{/slide}{slide=دابه څه اختر وي؟}
دابه څه اختروي،چې ديارترڅنګه،يار نه وي
يار ديار ليدوته،ورغلی په تلوار نه وي

ټول خپلوان يوځای نه وي،خوښي نه وي،خندا نه وي
لويو وړو،نراوښځو يوځای جوړ بنډار نه وي

ډول نه وي،چمبه نه وي،سندرې او چک چک نه وي
سازپکې رباب نه وي،سورڼۍ نه وي،سه تار نه وي

تللي وي له کلي ځوانان، جنګ ته بيول شوی وي
شور نه وي ،غورزي نه وي، اتڼ ته جوړ قطار نه وي

نجونو په نکريزو،ښکلي پښې لاسونه سره نه وي
پيغلو له خوښۍ په غاړو، سورد ګلو هار نه وي

خويندې هديره کې دشهيد ورور په سر وير کوي
پروت خالي ګودروي، پکې جوړ پيغلو ميندار نه وي  

هرځای دشهيد ماشومان ،وږي ،ببر سر ګرځي
ژوندکوي دپلار په هيله ،خلاص يې انتظار نه وي

نه وي چې خوښي ورسره،دا اختربه څه کوو؟
داسې له غم ډک اختر به هيڅ دچا په کار نه وي

غم مو اوس قيامه هميشه ، دخوښۍ برخه شوه
داسې خوښي نه شته چې دغم ،پکې اثار نه وي

دابه څه اختر وي؟

دابه څه اختروي،چې ديارترڅنګه،يار نه وي
يار ديار ليدوته،ورغلی په تلوار نه وي

ټول خپلوان يوځای نه وي،خوښي نه وي،خندا نه وي
لويو وړو،نراوښځو يوځای جوړ بنډار نه وي

ډول نه وي،چمبه نه وي،سندرې او چک چک نه وي
سازپکې رباب نه وي،سورڼۍ نه وي،سه تار نه وي

تللي وي له کلي ځوانان، جنګ ته بيول شوی وي
شور نه وي ،غورزي نه وي، اتڼ ته جوړ قطار نه وي

نجونو په نکريزو،ښکلي پښې لاسونه سره نه وي
پيغلو له خوښۍ په غاړو، سورد ګلو هار نه وي

خويندې هديره کې دشهيد ورور په سر وير کوي
پروت خالي ګودروي، پکې جوړ پيغلو ميندار نه وي  

هرځای دشهيد ماشومان ،وږي ،ببر سر ګرځي
ژوندکوي دپلار په هيله ،خلاص يې انتظار نه وي

نه وي چې خوښي ورسره،دا اختربه څه کوو؟
داسې له غم ډک اختر به هيڅ دچا په کار نه وي

غم مو اوس قيامه هميشه ، دخوښۍ برخه شوه
داسې خوښي نه شته چې دغم ،پکې اثار نه وي
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی

{/slide}{slide=مــــه راځــــه اختــره}
مــــه راځــــه اختــره  ستــــاراتلو ته  موتلـــوار نشته
دلته اوس په مونږکې،ستاڅوک تږی دديدارنشته

هـــــــرسړی په ويراخـــــته دی،تاته ېــــې درپـــام نـه دی
ستـــاراتـــګ ترې هېردی،نوريي تاته انتظارنـشـــتـه

بيا هم که راځــــې اخـــتــره! تــش لاس دلـتــه مه راځــــه
دابـــه دچـــــا نه مــنـــې چې دلــتـــه،جنــګســـالار نشـــته

هېــــرنکــــــــړې اختره ! که راځې دســـولې خيــــــر راوړه
مـــونـږدســــولې وږي يو ،دسولې له مونږخوار نشــته

راوړه هغــــه څــــه اخـتــــره کو م چې دلته نشـــتـه نـــــــور
دلته عدالت نشته، قــــــانــون نشته، ســـــرکارنشــتــه

مــــونــږته که ته ســــــوله،عدالت اوقـــــانــون نه راوړې
نيغ ورځه غټانـــــو ته ،ولس کـــــې دې بيــــا يــارنشــته

واوره دقيـــــام اختــــــره ! دامـــــطلــب  به يــاد ســـــاتې
مــــــــــــه راځه يوازې، د يــــــوازې راتــــګ لار نشتـــه

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=(ای يتيمه !}
پـه تــن لــــــــــوڅ پـه خيټه وږيـه!لاتــرڅـــوپـورې بـه ژاړې؟
لاترڅوبه دمورغيېږکې،پروت يې پلاربه له مورغـواړې؟

خـــيـرکــه ووړيې خـــدای راوړې،رابيدارشــــه ژړاپـريـږده
په ژړاکــــې ګټــه نـه شتـه،کـــه ټــول ژوند وهــې بوغـــارې

لــه ژړاکــــړه سترګــــې پاکــــې،دژړاعـــــادت نــورپـريـږده
له حالاتو ځان خبرکـړه،چې داجــنګ جـګـــړي چــــاراوړې

له مورکۍ پوښتنه وکړه،چې دپـلارقـاتل مې څــــوک دی
پـلاردچـاترهوس جـارشوو،داداستان به لـــه مـور واورې

غـــداران بــه درمـعلــوم شــي،تــورنيتـونـه به رســواشــــي
هغه راز به درمعلوم شي،چې پرې شول سرونه خـــــــاورې

درمعلـوم به شي ظلمـونه،درمعلــوم به خپل مشــران شــي
درمعلومـه بـه دې مـورشـــي،چې څه تيردي په دې خـوارې

درمعلوم به قـاتــلان شـي،درمعلـوم بـه يې اغـــراض شــي
درمعلوم به دپلارمرګ شي،که پرې ژاړې که پرې وياړې

دخپل پلارقاتلان ګــــوره،ستادپـــلارپه ويـنــو مست دي
لــه مستۍ کـــاڼه ړانـــده دي،نه فـــــــريـاداوري نه زيــاړې

لــه دوی تمــه دڅـه مــکــړه،دوی به تـاتـه څـــه درنـــکــــړی
که له سترګــودې داوښکـــوپه ځــای،وينـې وهــــــي داری

دوی ايمان په پيسو راوړ،اوس له هريو قارون جــــوړدی
دوی پيسوته سجدې کاندي ،کــه ډالــر وي ياکــلــــدارې

دقــيام واوره يتيـمـه ! دقـاتـــل په دربــــــــــــــــــــا ر ورشــه
په هــــوس يې لعنت وايه،په مـــخ تو کــــــــــړه ورتـه لاړې


الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني

{/slide}{slide=(بې خوندي}
خپل قسمت مې هم سپيره دی
په روزګارکې هم خوندنه شته
له رقيب مې دښمن جوړدی
خوپه يار کې هم خوند نه شته

يارانې  بازاري  شوی
مينه نه شته،وفانه شته
يارديارپه سرسوداکړي
دې بازارکې هم خوند نه شته

خپل پردي واړه بدل دي
اشنايان نا اشنا ښکاري
دهرچارفتاربدل دی
په کردارکې يې خوند نه شته

ميخانه بدله ښکاري
ساقي هم بدل ښکاريږي
پيالې هم بدلې ښکاري
په خمار کې يې خوند نه شته

نه محفل دخوند محفل دی
نه مستي دخوند مستي ده
رندان هم واړه بدل دي
په بنډار کې يې خوند نه شته

زه قيام په دې باوريم
چې اخلاص دخوندو،مورده
چې په نيت کې اخلاص نه وي
په هيڅ کار کې هم خوند نه شته
الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني

{/slide}{slide=(څلوريځه(دپت اسره}
مونږه افغانان هم انسانان يو وينې سرې لرو
مونږهم پخپل ژوندکې،اميدونه اواسرې لرو

دازمونږاسره ده چې،په پت کې به خپل ژوندکوو
ژوندچې وي بې پته،مونږ له ژونده تمه پرې لرو

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمنی
12.07.2011

{/slide}{slide=بافغان}
که پښتون، که هزاره دی که تا جک دی
که ترکمن دی، که بلوڅ دی،که ازبک دی
چارایماق،نورستانی،که براهوی دی
ددی خاورې ، هریوقوم له ویاړه ډک دی

ګډوطن دټولوګران افغانستان دی
ددی خاورې،دهرقوم بچئ افغان دی

هریوقوم دبل قوم وروردی،واړه یو موټی ملت دی
ګډېې کور،ګډېې وطن دی ،ګډېې ویاړ،ګډېې عزت دی
ګډېې ژونددی،ګډېې مرګ دی،ګډېې غم دی، ګډېې ویردی
ګټې ګډې،تاوان ګډ دی، قسمت ګډ،ګډېې تقدیردی
ګډه لار،ګډېې منزل دی،ګډهدف، ګډېې کاروان دی
ددی خاورې،دهر قوم بچئ افغان دی

دکابل، که دغزني، که دبامیان دی
دلوګر،دپکتیا، که د بغلان دی
دوردګویا دغور یا دایکندي دی
دننګرهار،دپکتیکا،که دپروان دی
ددې خاورې دهر ځای بچئ افغان دی

دکونړیاکاپیسایا دبادغیس دی
دفاریاب یا دفراه یاسمنګان دی
دهلمند یا دهرات یا کندهاردی
که دبلخ که دتخار یا بدخشان دی
ددې خاورې دهرځای بچئ افغان دی

دنیمروز یا سرپل یاد کندزدی
دزابل دی یا دخوست یا نورستان دی
دپنجشیر یا ارزګان یا جوزجان دی
که دلردی،که دبر،که د لغمان دی
ددې خاورې دهرځای بچئ افغان دی

افغانان دي سره وروڼه،یودبل سکنی وروردی
ددوی هرڅه سره ګډدي،ګډغرور، ګډېې پیغوردی
ګډیې تیردی،ګډ یې حال دی،مستقبل یې سره ګډ دی
څوک چې دوی بیلول غواړي، شرمیدلی،مخ یې توردی

یودبل لیچ اووزردی،واړه یو وجود ،یوځان دی
ددې خاورې دهرقوم بچئ افغان دی

داوطن دې تل ژوندی وي، تل ازاد دې داملت وي
دقومونو پخپل منځ کې دې تل ،مینه محبت وي
ولسونه دې ابا دوي، ورپه برخه دې وحدت وي
دښمنان دې ټول بربادوي، ورپه برخه دې زلت وي

دقیام خدای ته دا سوال دی، دایې هیله دا ارمان دی
ددې خاورې ،دهر قوم بچئ، افغان دی

الحاج الهام الدین قیام
والدورف/جرمني
۴/۰۰//۲/۰۲

{/slide}{slide=بيننګانو!}
تاسو ځانته سوله غواړئ،مونږته مدام جنګ غواړئ
خپل وطن اباد غواړئ،زمونږه وطن ړنګ غواړئ

تاسوخوننګ نه پيژنئ،مونږخوپه ننګ ژوندکوو
تاسونوبيا ولې؟ مونږدځان په څېر بي ننګ غواړئ

تاسودښمنان زمونږدښکلي فرهنګ ولې يي؟
تاسوپه مونږ ولې راتپل دخپل فرهنګ غواړئ؟

واورئ دقيام، بيننګو! دا ارمان به ګورته وړئ
تاسو که غيور افغانان هم،د ځان په رنګ غواړئ

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

{/slide}{slide=غزل}
په اخلاص دخدای دربارته،چاتړلئ که نيت نه دی
هسې ټنډې لګول دي،سجدې هيڅ عبادت نه دی

عبادت که په رياوي،دثواب په ځای عذاب دی
دريا په سجدوهيڅوخت،چاګټلئ جنت نه دی

دزمزم پاکواوبوکې،که ټول ژوند غسلونه وکړي
خوپدې اوبو پاک کړی،چاتورداغ دتهمت نه دی

دقدرت خاوندان واړه، په زورهسې عزت غواړي
چې له ډاره يې عزت وي، اهانت دی عزت نه دی

که تاجدار لښتۍ په غوږکړي، دچا شاه دچا غلام شي
په دربارکې يې زلت دې خدای ورکړی شوکت نه دی

دچا پښو کې زولنې د ي،په لاسوکې يې ولچک دي
که ارمان يې انساني دی،جيل عزت دی زلت نه دی

چه دنوروشته په زور خوري،حرام ځانته حلال بولي
داقيامه حراميان دي، خدای پرې کړی رحمت نه دی



الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
09.06.2011

{/slide}{slide=دقلم وصيت}
ماچې دجنګ قصې ،قلم سره شريکې کړلې
زړګۍ ېې وچاودو،له خولې ېې وينو څريکې کړلې

په خپلووينويې،په سپن کاغذ،سره خط وليکل
دادانسان،دښمن انسان ته يې،ښه غټ وليکل

وې يې انسانه ! ته له مينې،خدای انسان پيداکړې
ته يې اشرف المخلوقات،دټول جهان پيداکړې

دډيرې مينې نه،نوم خدای درته "انسان"درکړو
تاته يې عقل،فکر ګوره ښه پريمان در کړو

خدای ژبه درکړه،اوقدرت يې دبيان درکړو
ضمير يې درکړو،ګوره!تاته يې وجدان درکړو

وې يې انسانه! اوس له تانه انسانيت هير شوئ
چې خدای درکړئ،اوس له تانه شرافت هيرشوئ

!وې يې انسانه
ماخو کوم پړانګ ليدلئ ندئ چې پړانګان وژني)
داسې زمرۍ نشته انسانه، چې زمريان وژني

داسې مارنشته چې راپورته شي،بل مار وژني
نه کوم خامارشته،چې پخپل لاس بل خامار وژني

داسې غوايې نشته،چې بل غوايې په ښکر وژني
نه داسې خرشته،په لګته، چې بل خر وژني

نه کوم ګيدړ شته،چې دخپل غار ګيدړان وژني
نه کوم خنځير شته،چې پخپله خپل بچيان وژني

داته انسان يې ای انسانه ،چې انسان وژنې
ته! ليونئ يې،چې خپل وروڼه خپل بچيان وژنې

ته پردي نه وژنې،خپلوان وژنې،دوستان وژنې
ته خپل ضمير وژنې انسانه!خپل وجدان وژنې

!غوږشه انسانه څوخبرې،دقلم واوره
!ښه ورته ځير شه،دقلم وصيت، ښه سم واوره

!په خپلوکړو،وړو دې انسانه بياکتنه وکړه
!ته دې دخپلو تيروتنو،ارزونه وکړه

!په انسانيت او شرافت،له سره ژوند وکړه
(!لکه قيام داپاتې ژوند دې،نور په خوندوکړه

مادقلم ليکنه ولوسته،حيا راغله
لکه ښکنلئ ماشوم،کيناستم ژړاغله

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

{/slide}{slide=د مينې شهيد}
مه مې مينځئ خلکو چې وژلی مې خپل يار يمه
زه ګـــورئ شهيد يم ، ځــــم جنت ته ورپه ﻻر يمه

زه بــــه په جنت کــــې خــــــپل قاتل ته انتظاريمه
غواړم يــــې جنت کـــې زه د خپل يار طلبګار يمه

دا مې دی وصيت خلکو نادان يار ته مې ووايئ
ما د مــــينې پـــور، پـــوره ادا ندی قرضدار يمه

رادې شـــي جنت تـــه ﻻ دمينـــــې پــــوروړی يم
بيا که رانه ژوند غواړي ، هرڅه منم تيار يمه

وي که د خدای امر ، چې زما قاتل دوزخ ته وړيځم
ورسره هلته ، خوښ په څنګ کې د نګار يمه

پوه يې کړئ چې بې له ياره ، زه جنت کې نه اوسم
زه په قوم پښتون يم ټينګ وﻻړ مې په ګفتار يمه

يار چې په کې نه وي نو به دا جنت ، جنت نه وي
ېل چــــې لــــه يار اوسم زه له دې جنت بېزار يمه

يار غـــــواړم لـــه خدايه ډېر يــې تږی د ديدار يمه
زه قــــيام خپل يار ته ﻻ تــــر اوســــه وفـــادار يمه

الحاج الهام الدين قيام ،
والدورف _ جرمني

{/slide}{slide=مور}
دچام مور ،دچاميرمن ده،دچا خورده
دچاخواښي،دچانياده،دچا ترورده

دهرچاسره رشتې ته ېې بيل نوم دی
دچاښکينه ياورينداره،دچالورده

خوترټولو ښائېسته دمينې ډک نوم
په نومونوکې ډيرښکلی نوم دمور ده

انسانان دخدای، اشرف المخلوقات دي
خوانسان ته دشرف منبع شعور ده

انسان وروسته له خلقته شعور اخلي
داغاز نقطه دمور د غيږې ،کور ده

دمور غيږه دژوند هغه مدرسه ده
چه هرچا پکې موندلی دژوند لورده

ددنياکړه وړه دمور له غيږې کيږي
دمور غيږه کې پروت دومره قوي زورده

دمور غيږه سرچينه د مدنيت ده
دئ دمور له غيږې هرې خواته خپورده

که ېې سل وارې مکې ته په شايوسي
دمورحق پدې ادا ندی، لا پور ده

هرانسان ته ېې ،دمور دعا په کار دي
چا چې مور ته بد کتلي مخ ېي تور ده

په هرچا دخپلې مور خدمت لازم دی
چې دخپلې مور خدمت،خيرالامور ده

زه قيام دمور په پښو کې جنت وينم
نو دمور خدمت مې تل دژوند دستور ده

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

{/slide}{slide=دګناهونوکفاره}
فیصله مې دتقدیر ده،څه چاره ده
چې له ګران وطن مې،لیرې ګوزاره ده

زه بې ساه،دلته راوړی زمانې یم
ساه مې،ګران وطنه!لاهم ستاکره ده

دلته اوسم،مینه هلته رانه پاتې
لاهملته،دوطن په کور،دیره ده

چې مې ځان دخپلې ساه سره یوځای شي
ګران وطنه !لاخوهیله راسره ده

! زه چې لیرې له تااوسمه وطنه
له ژوندون مې جوړه شوی،مسخره ده

دغرورلښکر مې،دلته ماتي وکړه
له شهید غیرت مې،ډکه هدیره ده

دویاړونو، جنازې مې پکې اوسي
دلته ژوندمې،دویاړونومقبره ده

نورقیام ته،دلته ژوندکې ثواب نشته
دلته ژوند،دګناهونو، کفاره ده

الحاج الهام الدین قیام

اوالدورف/جرمني

{/slide}{slide=ګران افغانستان}

نه فرهاديم،نه مجنون،نه ادم خان يم
نه يوسف،نه فتح خان،نه مومن خان يم

زه مين دچا په تورو سترګو نه يم
خو په خپل وطن مين يمه،افغان يم

دسروشنډو ،تورو زلفو عاشق نه يم
زه عاشق مې په خپل،ګران افغانستان يم

ځما ساه ده،ځمازړه دئ،ځماځان دی
ځماوياړ،ځماضمير،ځماوجدان دی

ځمامينه،ځماعزت، ځماغروردی
ځماعقل،ځماسوچ،ځما ارمان دی

له پلرو،نيکوراپاتې،په ميراث دئ
اوس مې برخه،دسپيڅلي ټينګ ايمان دی

خړه خاوره ېې،له زروښائسته ده
ګران وطن مې په دنيا،جنت نشان دی

داوطن دې خدايه تل ترتل ژوندئ وي
دقيام دسترګوتور، افغانستان دی

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=د مینې شعار}
لاترڅوبه ،په شا وړو دکرکې بار بيا
راشئ پورته کړو،دمينې خوږشعاربيا

دنفرت له خزان ،واړه کډې بارکړو
ټول دمينې په لار ورشو،تربهاربيا

دورورۍ اومينې،ښکلی دود رواج کړو
له ځان ليرې کړو،نفرت او انزجار بيا

کرکې مونږته،غټ تورتم کورته راوړی
چه په مينه داتورتم کړو،روڼ سهاربيا

کرکې واړه،دمرګونو په لار بوتلو
خو په مينه به پيداکړو،دژوند لاربيا

مينه خوږنعمت دخدای،کرکه غضب ده
خدای دې نکړي،په غضب مونږ ګرفتاربيا

چه څوک مينه ګناه وبولي،ګناه ده
له مونږمکړې خدايه،داګناه تکراربيا

چه د مينې په ثواب مونږ ،ټول خبرشو
نوپه کرکه به ځان نکړو،ګنهګاربيا

زه قيام به تل دمينې غزل وايم
چه په مينه څنګ ته راولمه ،ياربيا

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

{/slide}{slide=سپرليه!}
خدای دې راولي په مونږ دخوښۍ کال بيا
چه نه جنګ وي،نه جګړه وي،نه جنجال بيا

ته سپرليه دلته ديرش کاله ،رانغلې
زمونږ واخله پس له ديرش کاله احوال بيا

دلته بيا له خوښۍ ډک، سپرليه راشه
چه ځوانان اوځوانی ګډزانګي په ټال بيا

دخوښيو زولۍ ډکه، مونږ ته راوړه
چه پرې مونږه خفه زړونه کړو، خوشال بيا

که راځې سپرليه، داسې سوله راوړه
چه راټول شي په خپل کور،ټول هيوادوال بيا

چه داوران،ويجاړوطن،بيرته ودان کړو
چه دسيالوسره کړو،ځانونه سيال بيا

دوحدت لاسونه بيا يو بل ته ور کړو
چه دښمن ته ورپه برخه کړو ،زوال بيا

چه ټول ګډ په وړاندې ولاړشو،ترمنزله
چه همت ته مو حيران شي،نړيوال بيا

دقيام دزړه ډير ستر ارمان دی ،خدايه
چه په برخه دافغان شي،استقلال بيا

الحاج الهام الدين قيام

والدورف/جرمني
دنوروز ورځ کال ١٣٩٠

{/slide}{slide=سپرلۍ نه ده}
ساړه ولاړو،هواښه شوه،وخت بهاردئ
ونې شنې شوې،غوټۍ ګل شوې،جوړسينګاردئ
خوپه خوارولس ،سپرلۍ راغلئ نه دئ
دلته جنګ دئ،دلته مرګ دئ،دلته ډاردئ

سپرلۍ هغه دی چه زړونه پکې خوښ شي
دخفګان نه ډک ،سرونه پکې خوښ شي
دولس مړې ارزوګانې،راژوندئ شي
غمځپلي ولسونه پکې خوښ شي
چه ېې ډکه له خوښيو زولۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي دی،سپرلۍ نه ده

په مونږ شپه او ورځ،بمونه راوريږي
له اسمانه سره تندرونه را وريږي
لکه مونږبه پکې وسوزي سپرلۍهم
دباران په ځای ،اورونه راوريږي
دلته چا دخوښۍ مخ ليدلۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي ده،سپرلۍ نه ده

دلته جنګ دئ،په وطن موسوراوربل دئ
اوس نو خوښه دسپرلي،اختيار ېې خپل دئ
که راځې سوله دې هم ،ځان سره راوړي
که يوازې راغۍ ،بيا ېې نو ازل دئ
دقيام پيغام ،يو څوک سپرلي ته وروړئ
چه هيڅوک له دې ځای روغ وتلۍ نه ده
هسې نوم ېې دسپرلي ده،سپرلۍ نه ده

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=وصيت .}
.وامې وره وصيت لورې،قلم دې خپل زيور جوړکړه
مينه په قلم کړه ،خپل قلم دزړګي سر جوړ کړه

نورېې وخت تير شوی ،په ټوپکو توره نه کيږي
توره په قلم وکړه، ترې توپه او ستينګر جوړ کړه

دلته رواجونو کې ،دخويندوبرخې خوارې دي
حق دې دقلم په زور، دوروڼو برابر جوړ کړه

مات کړه درواج بوتان، لورجانې بوتشکنه شه
ته دې له قلمه بوتشکن، تيره تبر جوړ کړه

ځان له مينځيتوبه ،دقلم په زور ازاد کړه ته
ځانته دې ژوندون لورې، پخپله دبشر جوړ کړه

بيادې لورې خپل قلم ،جګ پاس په اوربل وټومبه
ځان په قلم ښکلی کړه، په ځای ېې دګل وټومبه

يا ترې جوړاميل کړه،زنګوه ېې خپله غاړه کې
ياد قيام واوره،خپل قلم په کا کل وټومبه

الحاج الهام الدين قيام
دمارچ ٨ کال٢٠١١
دښځودپيوستون نړيواله ورځ

{/slide}{slide=افغان وژني}
چه انسان خپله ،دښمن دانسان جوړ شي
هسې نوم یی دانسان وي،شيطان جوړشي

تا اشرف المخلوقات پيدادي خدايه
وروسته ولې ترې خونخواره ليوان جوړشي

انسان ګوره چه په خپل لاس انسان وژني
زاړه وژني،ځوانان وژني،کوچنيان وژني

دانسان نوم ورته نه ښايي، نورخدايه
څوک چه پلاروژني،موروژني اوځان وژني

زړونه ندي،هسې کاڼي دي سينوکې
چه په خوب ويده معصوم ،ماشومان وژني

څه ګيله به له کافر،ددين دښمن کړم
مسلمان ورورمې،خپل ورورمسلمان وژني

څوک ځانونه ستا ددين پتنګان بولي
ستا رضاته ستا ددين ،عاشقان وژني

لويه خدايه مونږ عاجز بندګان ستا يو
دلته ستا په نوم څوک ستا بندګان وژني

داسلام په نوم دښمن داسلام،جوړدي
دوی په هرځای کې ،پيرو دقران وژني

خدايه خپل مو دپردو مزدوران جوړشول
مونږپه خپلودپردو اجيران وژ ني

اوس قيام ته دومره پته لګي خدايه
که کافرکه مسلمان دئ،افغان ژني

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

{/slide}{slide=سر چپه خيالونه}
موږ وې يوروپ کې به شپې ورځې ، ښې په خوند تيروو
مـــاړه په خيټه ، پټ په تن ، خوښ به خــــــپل ژوند تيروو


خـــو زمــــوږ دا خــــيالـــونــه دومـــــــره ســـرچـــــــپه وختل
لکــــه بنديان په جـــــېل کــې ناست ، مـــــودې د بند تيرو

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=دجګړوپلرونه}
مشره بيادې واک ته دولس قاتلا ن راوستل
خپل څنګ ته دې دواړه دورانۍ اتلان راوستل

مونږ له جګړو ستړې مشره،سوله امنيت غواړو
تا بيرته ميدان ته،دجګړو قاصدان راوستل

مونږ دمرورو وروڼوبيا په خولا کول غواړو
دې کارته دې مشره،دجنګونو پلاران راوستل

تا خودولس ارزو دخاوروسره خاورې کړه
تاچه اوس شوراته،درغلګر وکيلان راوستل

نه جوړيږي خپل منځکې دنيا یی ننداره کوي
تاسو دملت کورته سوچه ليونيان راوستل

لایی شوراجوړه نه ده،عدل و انصاف نه مني
تاسو ولسي جرګې ټول زورواکان راوستل

واوره دقيام مشره،خپل ځان دې په غم واړوو
ځان ته دې پخپله دلستوڼي ماران راوستل

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=تلوارکړه}
له روزګاره ګيله مکړه،ځانته جوړ خپله روزګارکړه
شاوخواته دې نظرکړه،بيادې خپله پيدالار کړه

په ګيلو کې ګټه نشته،پخپل ځان دې فکر ساته
دوخت پيښوته سم ځيرشه،ترينه خپله ځان هوښيارکړه

څوک راغلي چه دوستان يو،خوکړه وړه یی ددښمن دي
په دوستۍ یی غلط نه شې،دخپل ځان دښمن یی شمار کړه

دښمنانو پريکړه کړی،غوږشه ځان پوه کړه افغانه
اوس دې خاوره درنه ويشې،لږراويښ شه ځان بيدارکړه

دوی يوڅه واېې بل څه کړي،په دوستۍ کې دښمني کړي
لراوبر افغانه يو شه،نقشې شنډې داغيار کړه

دخپل ورورسره په په خولاشه،خپلمنځي شخړې دې پريږده
ځانځانۍ کې دې تاوان دی،ګډ دښمن ته ځان تيار کړه

زه قيام درباندې ږغ کړم،دهرقوم سړيه واوره!!!
دافغان په نوم راټول شه،ډيروخت نلرې تلوارکړه !!!!!

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=دمحتسب زياړې}
لامــوړشوې دجــــانــان پـه ديدار نـه وم
لا پـه غيــږه کـــې تـود شوئ ديار نـه وم


زه پــه غـــلا ديــار ديـــدن تــه وم راغلې
لا لــه ډاره لـــــړزيـــدمـــه،قــــرار نـه وم


لاديارسره دسترګوپه جنګ بوخت وم
لا د ســرو شـنډو شـــرابــو خمار نـه وم


محتسب خواته په چيغو سر ته راغئ
خبـــر شــــــوې لــه اذ انــه سهار نـه وم


زه قيام دمحتسب په زياړوخــوښ و م
چې ليدلې دخپل يــار ظالم پلارنه وم

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=زه افغان يم}
زه هيڅکله چــا خپـل کــــــړئ پـه زور نه يم
زه افغان يم په مرګ خوښ په پيغور،نه يم

لــه ازلــه خــــداي ازاد يم پيداکړئ
زيږولې دزلت په ورځ مور نه يم

زه دجنګ په اورکې سوئ لوغړن يم
خو په زورکې يم غښتلئ ،کمزور نه يم

دوطن په لارکې مرګ ته لبيک وايم
په دې لاره کې زه کم له منصور نه يم

دنړۍ پهلوانان په غيږه راشي
وارپه وار يي څملوم ،لا نسکور نه يم

زه دزغم په ورځ پيدا يم فرياد نکړم
درقيب په څير زه روږدې په شورنه يم

که ظالم په جنګ راغلې زما کورته
له سرتيرېم خوتيرشوئ له کور نه يم

رقيبان مې دپرديوپه زور وياړي
زه پخپل زورمطمين يم،مغرورنه يم

رقيبان مې واړه غورې په پردوکړي
زه مې فخر په ملت کړم،منفور نه يم

دپردو دلاسه کور راته سور اوردئ
دومره وايم چه بښونکئ دپور نه يم

درقيب مې خپله خوښه چه څه وايي
زه دسولې طرفدار ،دترور نه يم

زه قيام په دې وياړېږم چه افغان يم
پدي نوم کې مې لويي ده،پرې ووړنه يم

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide=درقيب انصاف}
داسې خو څـوک نکړي مشره ،هيردې خپل وګړي کړل
خپل دې ټول پردي کــړل،رقيبان دې خپل ملګري کړل

ودې کــــــــــړل پخپله مشره،بل څوک ملامت نـه د ي
خپل دې کـــړل کمزوري مشره،دوې دې پياوړي کړل

هرڅه چور رقيب کـــــړل خوتهمت مشره په مونږ کوې
دوې زمونږ دکــــــــورا وکهول ،هرڅه دړې وړې کـــړل

ګــــوره رقيبان مشــــــره،کنځلې مو نيکو تـه کــــــړي
دلتــه اوس پــــــــــرديو خپل نيکونــه نــوموړي کـــړل

دوې د درغليو مشره،نـــــوئ ريکارډ ټينګ کــــــــړلو
دوې په شيطانت کـــــــــې،شيطانان هم پورړي کـــــړل

کـــــړه يي ننداره مشـــــره،انصاف تـــــه درقيب ګـــوره
خپل يي ټول پوره کړل،دولس يي ټول نيمګړي کـــړل

واوره دقيـــام مشـــره،ولــــس په ځــــــــان راټول کانده
جګې ېې شملي وي څوک چه خپل ولس سرلوړي کړل

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

{/slide}{slide=دټول کلي خفګان}
داسې ورخ هيڅ نه وي،چه دکلي يو کوروران نه وي
غم نه وي ماتم نه وي،دټول کلي خفګان نه وي

دلته څوک راغلي،دوی زمونږ دبچو ښکار کوي
دوی ترسول نه کوي،ښه سم مرګونئ وار کوي
کله په راکيټ کله په تو پ،په مونږ ګوزار کوي
نه شرميږي دوی،بلکه په دي کار افتخار کوي
نه پوهيږم خدايه،داوحشيان به انسانان نه وي
غم نه وي ماتم نه وي،دټول کلي خفګان نه وي

بل پردئ راغلئ،ځان زمونږه مشروروربولي
اوس ځان ميلمه نه بولي،ځان سم شريک د کوربولي
مونږه کشري وروڼه خو،هريو دځان مزدوربولي
دئ چه هرڅه وواېې،په کړوېې مونږ مجبوربولي
نه شته داسې وخت چه،دده لاس زمونږ ګريوان نه وي
غم نه وي ماتم نه وي،دټول کلي خفګان نه وي

ورک شول جوسونه،ټول قبرونه له وطن جوړ شول
دازمونږدکلي ځوانان ،واړه قبرکن جوړشول
خلک موپه خپل منځکې،ديواوبل دښمن جوړشول
کونډې شوې بيشماره،يتيمان پلتن پلتن جوړشول
داسې ورځ وي کمه ،چه رامړه مو چا ځوانان نه وي
غم نه وي ماتم نه وي،دټول کلي خفګان نه وي

کله به وي خدايه،چه مو بيا ولس په ځان راشې
بياوطن ته بيرته ،دوطن اصيل بچيان راشې
کښېني دجرګوپه ټغر، بيا هغه مشران راشې
سوله،ارامي او هوساېي په هر افغان راشي
بيا به زياتې پاتي،دقيام دزړه ارمان نه وي
جنګ نه وي جګړه نه وي،داکلي مونوروران نه وي

الحاج الهام الدين قيام

{/slide}{slide= په مينه مينه}
مينــــــــه پــه اغــــزو نشي په ګلــــــــو شي
مه ستايه بدرنګ ، ستايل د ښکلو شي
مه ستايه بيا سرې شونډې که نه خاندي
ســرې شــونډې خندا کــې د ستايلو شي
مــه يې بولــــه ګل ،که خولــه يې پټه وي
ګل شي ، چــې غوټۍ په غوړيدلو شي
مــــه ستايــه شراب کـــه سر تړلــــــي وي
شـــي چې له بند خلاص نو د څښلو شي
مــــه پټوئ مـــونږ نه ښايستونــــه نــور
مينه خــــو ښايست تــه په کتلــــــو شي
مينـــــه کـــــې ښايست د زړه خـــــــــبره ده
خوښ چې شي د زړه ، نو د غوښتلو شي
زاغ او بلبل تک تــــور الــــوتونکـــي دي
مينـــــه په زاغ نشـــــــي په بلبلــــو شــي
سر کـــــې چې د مينــــې خــــــمار کېنوي
بې خمــــــاره سر د مـــــاتــــولـــــــــــو شي
مينه چــــــې په مينه نه کــړي زړه نه دی
زړه چـــې شي بـــې مينې د ايستلو شي
نه پېژني غم ، زړو کــــې خوښي راشي
يـــــو مين چـــې بل ته په خندلــــــو شي
مينه کــــــې خندا او ژړا دواړه شتـــــه
مينه د خدای ، خدای ته په ژړلو شي
مينه کې چې ﻻس په دعا پورته شي
اوښکې شي جاري په بهيدلو شي
مينه ده نعمت ، کرکه غضب د خدای
واخله کــــوم چې ستا د خوښولو شي
کــــور ته مــــــــرور په مينه راولـــــئ
مينه کـــــې تير بد ، په هيرولـو شي
مينـــــه په پردو نشي په خپلـــو شي
خپل چې شي په مينه د منلـــو شي
پرېږدئ چــــې نفرت له نفرتو وشي
مينــــه به د مينــــــې په ګاللــو شي
زه قيام د مينې په نــوم ژوند کوم
ژوند خلکو د مينې په پاللو شي

الحاج الهام الدين قيام ، جرمني

{/slide}{slide= غزل}
راشه تصوره د جانان خیالونه راوله
ماته تنهایی کی دغه شان خیالونه راوله

دښته دزړګی می وچکالۍ دومره ځپلی ده
یو واری خو راشه د باران خیالونه راوله


ستا به ګلی یاد یا به دی هیر یم پدی پوه نه یم
ما ته دومره ګران لکه ځان خیالونه راوله

یا باد د نسیمه یو خبر می د زړګی یوسه
دا به دی وی تل په ما احسان خیالونه راوله

ستا په یادونو می غم ورک شی بله لارنه لرم
څومره مزه کوی خزان کی ګلستان خیالونه راوله

وچی شونډی ګرځمه دلبره په پري ملک کی
ته چی چیرته یی درنه قربان خیالونه راوله

سر می درنه ځار شه دنازونو دی لوګی شمه
ته هم شه په ما لږ مهربان خیالونه راوله

روح می شی تازه ستا په تصویر چی سترګی ولګوم
احساس د محبته په (حیران)خیالونه راوله

{/slide}{slide= د خپلو مټو زور وژنو}
مونږه دپردو منو ، يو ورور پـــه خپل لاس ورور وژنو
يا پردی راپـريـږدو ، پری غمخور مشر د کـــور وژنـــــو
يـا ټو پک راواخـلـو خپــل اولاد د سـتـرګـو تـور وژنـو
ځا ن وژنــــو، افغا ن وژنــــو، د خپلــو مــټو زور وژنــو

ځان مسلـمــان بـولــو ، خــو امـــت د پـيـغــمــبر وژنــو
مونږه د پــردو پـــــه لـــمســه خپــل د قــوم رهبر وژنـو
مونږه پــردی نــــه وژنــو‏، د مــور د زړګــې سر وژنو
مـــور وژنــو ،مونږ خور وژنــو، ميړونــه خپـل ټبر وژنو

واورې د قــيــام خلکــو د پـلار نـيــکه غــرور وژنو
ځان وژنـــو، افغان وژنــــو، د خپلــو مــټو زور وژنـــــو

الحاج الهام الدين قيام جرمنی

{/slide}{slide= نور موخلاس له دغه شر   کړه}
خدایـه ســــوال کــــومه تاته، چې ماړه زمــــوږ مشران کــــړه
خدایه دوی چې هرڅه غوړی، ته یی ښه ډیر ورپریمان کـــړه
خدایه  ښی شتمنی ورکــــړه، دوی دهــــرڅه خــــاوندان کـــړه
دپیسو ډیــــر ارمانجن دی، ورپــــوره د دوی آرمــــان کــــړه
اوس خو هریو میلیونردی، خدایـه  هــــریو میلیــــاردر کـــړه
یا پری رحم وکړه خــــدایه مــــړی سترګــــی ورته ورکـــړه
یا نور غرق دا قارونان کړه، شتمنی یــــی ورپه ســــر کـــړه
دوی ژوندی په ځمکه ښخ کړه، نور موخلاس له دغه شر کړه
الحاج الهام الدين ((قيام)) جرمنی
15-11-2010

{/slide}{slide=راشئ ډالر پرېږدو}
مونږ ارام ملت وو ، خــدايـــه چـــا مـــونږ راببر کــړلــــو
مونږ وو خير غوښتونکي ، خدايه چا اخته په شر کړلو
مونږ ډارول نه کــړل ، خدايـــه چا مونږ دهشتګر کړلــو
مونږ بنسټپال نه وو ، خدايــه چا مونږ بنيادګر کړلــــو
مونږ ورانکاري نه وو ، خدايه چا مونږ ويرانګر کړلــو
وو د مينـــې وروڼـــه ، چــا لـــه يـــوه بل مـــرور کـــړلــــو
وژنو اوس يو بل ، دا کوم شيطان مونږ ګر په سخر کړلو
دا جادو د چا وه ، چې له ژوند يـــې ﻻس په سر کړلـــو
* * * * * * * * *
هر څه څنګه پېښ شول ، دغه سوال ځوابول غــــــواړي
چـــــا ورانکاري وروزل ، دا څوک وو پېژندل غــــــواړي
دوست دی که دښمن دی ، د دوی کړه وړه ارزول غواړي
چــــا شيطانت کـــــړی ، د شيطان مـــــخ تورول غـــواړي
* * * * * * * * *
داســـــې مالـــوميږي ، چې دا هر څه غټ شيطان کـــړي
غټــــه مرسته دوی سره ، دې کار کې پاکستان کــړي
دا د ولس کار نه دی ، دا بد کـــوم بد انسان کــــړي
ټولې توطئـــــــې وې ، دا دښمنو د افغـــــان کـــړي
* * * * * * * * *
زور و د ډالـــر ، خــــدايږو خراب زور د ډالــر کــــــړو مونږ
کور دې ډالر وران کړې ، دوی دښمن د خپل ټبر کړو مونږ
واورئ د قــــيام ، چـــې دې ډالـــــرو در په در کـــــړو مونږ
راشئ ډالــــر پرېږدو ، د ورورۍ ﻻس سره ورکـــــړو مونږ
ووځو لـــــه تيارو نه ، خپل ځــــانونـــــه منور کـــــــړو مونږ
بس کړو ورور وژنه ، نور د سولې ټينګ سنګر کړو مونږ
ټول په جرګه کښينو ، انتخاب ځان ته رهبر کــــړو مونږ
راولـــــو قانون ، د خـــــودسريو ټول ټغـــــر کــــــــړو مونږ
واړه په اتفاق شو ، وطن خلاص له اشغالګر کړو مونږ
ټينګې ملاوې وتړو ، اباد سمې او غــــــر کــــــــړو مونږ
کاڼـــــي يې لعلونـــــه ، د وطن خـــاوره سره زر کړو مونږ
هــــر يو هېــــوادوال ته ،انساني ژوند برابر کـــــړو مونږ

{/slide}{slide=مکاره}
څه ګناه څه مې قصور وو، خدای دپـــــــاره
چه ارام ژوندون ځما شوو،ناقــــــــــــــــراره

مادزړه په کورکې ځای دمينې ورکــــــــــــړو
دي ځما دزړګي خونه کړه ويجـــــــــــــــــــاړه

دي دمينې په اکټو په ځان مين کــــــــــــــړم
خبر نه وم چه به دومره وي مکــــــــــــــــــــاره
دخپل مخ ښکلئ تصوير ېې پکې مات کړو
چه ېې ماته کړه ځما دزړه هنــــــــــــــــــداره

زه قيام ساده تر اوسه پرې پوه نه شـــوم
چه په څه ېې رانه بيله کړلـــــــــــــــــــه لاره

الحاج الهام الدين قيام
والدورف، جرمني

{/slide}{slide=سپينه واوره}

خدايه څومره ښکلي ښکا ري،په غرو واوره تکه سپينه
ځمکې سپين بخمــــــل اغوستئ،تښنوي دزړونو مينه
ونوسپين کالـــــي اغوستــــي،په زړه پورې منظره ده
هره ونه لکـــــــــــه ناوي ښکاري،ښکلــــــي مرغلينه
خدايه ته خومهربان ېې،داســــــــی واوره په مونږ وکړه
چه مــو تور زړونه راسپين کړي،چــــه نور نه تويوو وينه
زه قيام درته زارئ کړم،خدايه سپــــــين کړه تور نيتونه
مونږه ټول سره په خولا کړه،له امـــــــــــــو تر اباسينه
الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمني

{/slide}{slide=د چور مېرمن}
راغلـــه د اور په پلمــــــه ، کيناسته د کور مېرمن شوه
دا بيا زموږ د دسترخوان ، هم مو د شکور مېرمن شوه
دا ميرات مړي مـــو د ټول واک او دستور مېرمن شوه
د کـــور مــيړونه ګواښوي دومــــره د زور مېرمـن شوه
*******************
اوس مــو کالـــه کـــې د پلمــو په سر ناندرۍ جوړوي
هره خــــبره شــــور ته وړي ، ډېره د شــور مېرمــن شوه
اوس يې د اور لـــمبې په ﻻس کې دي پرې لوبې کوي
موﻻ دې خير کړي راته ، دا خو د سره اور مېرمن شوه
قـــــيامــــه پام کـــــــوه لږ خــــــــيال دې د بانډې وساتــه
اوس دې بانډې درچور کوي چې دا چور مېرمن شوه

الحاج الهام الدين قيام ، والدورف _ جرمني

{/slide}{slide=فداېې}
یاره جداېې کې دې فکرونو سوداېې کړمه
زه نور له ژوندونه لاس په سر ستا جداېې کړمه
بیا به چا ته واېې چه دبل په بم الوتئ دئ
واوره دقیام ګرانې خپل ځان به فداېې کړمه
الحاج الهام الدین قیام

والدورف،جرمنې
١٨٠١١٠٢٠١٠

{/slide}