يوځل بيا د بيان د ازادۍ پر مخ څپېړه!!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شکران خالد

په هېواد کې هرسړى د بيان د ازادۍ نارې سورې وهي، هر څوک چې هره خبره ښکته پورته کوي نو په خوند سره د بيان ازادۍ او بشرحقوقو نوم اخلي او هرڅه چې کوي همدا دوه نومونه يې د دفاع لپاره يادوي.اوس چې د کانديدانو بازار هم ښه ګرم دى او راتلونکيو ټاکنو ته هم د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي بيا هم ډېرى کانديدان همدا شعارونه ورکوي.پنځه کاله وړاندې کرزي صيب هم همدا چغې وهلې او تر اوسه په وياړ سره وايي چې په هېواد کې يې د بيان ازادي راوستې او رواج کړې يې ده، خو! زه دلته يوه پوښتنه کوم چې ايا په هېواد کې د بيان ازادي شته، يا د بيان ازادي او بشرحقوق په عمل کې پلي شوي او کنه؟ ښايي د ټولو ځواب نه وي ځکه چې هر سړى يې په لسګونو بېلګې لري، له صمدروحاني نه نيولې تر څانګې اماج،اجمل نقشبندي او محمديار پورې څومره خلک د بيان ازادۍ وخوړل او څومره خلک يې ورټل.اوس چې ټاکنې يو حساس پړاو ته رسېدلي بيا هم حامد کرزى او پلويان يې د بيان له ازادۍ څخه منکر دي او له سره د بيان ازادۍ فلسفه مني نه!!!.هره ورځ څومره ژورنالېستان او ليکوالان له ګواښ سره مخ کېږي او مخ دي، هره ورځ په لسګونو خلک ګواښل کېږي او پر لسګونو مرۍ د زور او جبر چړې اېښودل کېږي.نن هم کرزي او پلويانو يې د بيان ازادۍ پرمخ يوه بله څپېړه ورکړه، نن يې بيا د بيان ازادۍ دا تنکى مخ په خپلو پنجو سور واړاوه، د خپل بدرنګ او د ملت په وينو د سور لاس نښې يې په کې د تل لپاره په دې موخه پرېښوې چې تاريخ يې په خپلې سپينې او حسينې پاڼې کې ورپسې وليکي.نن يې بيا په ډېر جوش سره د ژورنالېزم پرمخ يوه داسې څپېړه ورکړه چې د ژورنالېزم مخ يې که غوڅ کړى نه دى نو دردولى خو يې دى، نن د کرزي مصلحتونو او د کرزي اېتلافونو يوځل بيا ژورنالېزم وګواښه او يوځل بيا يې ادب ته په سپکه وکتل او خپل تور بدرنګ لاس يې د ژورنالېزم پر سپينې پرښتې اوچت کړ.هو نن په جلال اباد کې له ننګرهار ولايت څخه خپرېدونکې نړۍ اونيزې خبريال د کرزي پلويانو په دې موخه د هغه په ملاتړ په جوړه شوې غونډه کې وواهه او له غونډې يې وايسته چې په غونډه کې يې نړۍ اونيزه وېشله چې د کرزي د سيالانو او يو شمېر نورو کانديدانو اعلانونه پرې چاپ شوي وو، اعلانونه د هرې رسنۍ قانوني حق دى او هېڅوک په چا بنديز نه شي لګولاى، خو دا نالوستي، د ملت ... او ... په ژورنالېزم او قانون څه پوهېږي.ښايي (( يرغل )) به يې په دې موخه د نړۍ اونيزې له وېشلو منع کړى وي چې اوس ملت هوښيار شوى او چېرته چې د پوهاند ډاکټر اشرف غني احمدزي انځور وي هلته بيا کرزى نه چليږي په هغې غونډه کې خو ټول شعوري نه و بلکې د ډوډۍ او موادو په نوم راغوښتل شوي و، نو د اشرف غني د پوسټر په ليدو سره بل يې د هيچا هم نه منله او کرزى خو په تېره اداره کې ټولو خلکو وپېژانده چې بې له وژنو يې نور هېڅ هم رانه وړل، پر ځاى ددې چې خلکو ته کار پيداکړي، امنيت يې ور خراب کړ چې د کار پرځاى اوس هر سړى په خپل کور کې پيرې کوي.تاسې يوازې په ننګرهار حساب مه کوئ تاسو د هلمند،زابل، فراه، کندهار، ارزګان او نورو پوښتنو ولايتونو حال وګورئ او بيا کرزى ورسره پرتله کړئ.چاچې په تېره اداره کې کرزى ليدلى وي نو هغه هېڅکله نه غواړي چې هغه ته رايه ورکړي بلکې هرڅوک اوس کوښښ کوي چې يو بديل رامنځته کړي، په غونډو او ډوډۍ ورکولو اوس څوک نه غوليږي ډېر خلک اوس له مجبوريته هم دا کار کوي خو چې د رايې ورکونې راشي ورځ نو پته به ولګي.اوس چې دوى دا حالت ګوري نو زورېږي او مجبور دي چې څه وکړي، په دې وخت کې دوى په خپل واک کې نه وي ځکه دخلکو احساسات چې ګوري نو پرې اوربل شي او په دې پوهېږي چې کرزى يې بايلي نو له قهره پرې خبره نه کېږي.خو يرغل ته وايم (( اين هم مېګذره )) نه به بيا دوى وخت وي او نه به بيا غريب او مظلوم وهل کېږي او ټکول کېږي، ستا وهل يو شهامت دى ته يو اتل يې او دوى د يو بايلونکي حيث لري پام چې هېڅکله هم نا اميده نه شې.زه له نړيوالې ټولنې غواړم چې د ژورنالېستانو ژوند ته پوره پاملرنه وکړي او په کلکه يې دفاع او د يرغل پوښتنه وکړي.او له ټولو ژورنالېستانو غواړم چې په يو اواز اويو اتفاق له خپلو ژورنالېستانو دفاع وکړي اونور د ژورنالېستان له سره دا تور او بدرنګ لاسونه لرې کړي.په هېواد کې د يو رښتيني ازاد او واقعي ژورنالېزم په هيله

څپېړه!!!شکران خالدپه هېواد کې هرسړى د بيان