پښتونستان د اوباما دکړنلاری اصلی کلیدی موضو

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مقالی لیکونکوو :

سن بورکی – له لندن

یما امید - له کابل

پول هریس - له واشنګټن

سید شاه - له اسلام آباد

ګیتن چمبر لین – له دهلی ( ابزرور)

سرچینی : ګاردین دفبروری پنځلسم کال ( ۲۰۰۹)

ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سید حسام (مل)

پرتی غرنی سیمی افغانستان او پاکستان سره غاړه په غاړه کوي ، داهغه سیمی دی کوم چی د اسلامی تروریستانو دپاره په یو ښه مرکزی هډه او ځالی اغوښتی دی ،چی په دغه سیمو کی جنګیالی آزادانه په تګ اوراتګ کی دی اود طالبانوجنګیالی اوجګړه مارانو پکی روزل کیږی ، پس د اوباما دپاره د افغانستان اود پاکستان د سوال حل ځانګړی لمړیتوب غوره کړی اود اوباما د لمړیو دندو څخه شمیرل کیږی ، مګر ایا دا به ممکن وی چی د پښتنو په پلرنی او اصلی ټاټوبي او وطن کی دغه روان جګړه آرام شی او اوباما ته په ویتنام وانوړی
تیره اونی ماښامی د پاکستان په ختیځ د لاهور ښار دزړه په مینځ کی د کوکاس کافی رستورانت په پاسنی پوړ کی دافغانستان اوپاکستان دپاره داوباما د ځانګړی استاذی ډیر آرام او چوپ کیناستل سړی ته د یوی لویې پیښی د مینځ راتلو نښی په سترګو کول .
په نوموړی محله اوناحیه کی دکوم خطر احساس نه کیده ، دژمی په دی وروستی تود ماښامی کی هوا هم ډیر ښه وه اوهغه لا څه چی د نوموړی ساحی منظری او لرلید هم په زړه پوری وه ، او د رستورانت د څلورخواوی امنیت هم ډیر ټینګ نیول شوی وه ، (۶۷) کلن ریچارد هولبروک د خپل میز له شا څخه په یو دیپلوماتیک آرام روحیه او جست سره پخپل همسفراداری ملګرو باندی غږ وکړ او وپوښتل چی په نړی کی ډیر خطری ځای به چیری وی ؟ باندی د پادشاهی جومات لویوالی اوهم د لاهور د کلا عظمت او ابهت ته وګوری چی دواړه له (۳۰۰) کاله زیات تاریخی قدامت لری ، هغه په پوره پاملرنی اود دیپلوماتیک تعرفاتو سره د خپل میز په شاوخواکی لاهوری سیاست پوهان ، لیکوالان ، دبشر دحقوقو فعالین ، ژورنالستان او لیبرالان ددوستانه اوملګرتیا مرکی او خبرو اترو دپاره رابللی وه .
هغه نه يواځی دکوری (ګریل) د مزه دار کباب څخه چی دلاهور د شتمنو خلکو ځانګړی خوراک دی خوند نه اخیستلو بلکه هغه یوه خاصه غوښتنه هم درلوده ، چی هغه غوښتنه یی دال (پیتی) وه کوم چی د جنوبی اسیا دخلکو یو ځانګړی فقیرانه خواړه دی ، چی ددی ډول عزیز او محترمومیلمنود پاره داسی خواړه د ډوډی د میز په سر نه ایښودل کیږی اوحتا ددال نوم په مینوکی هم نه لیکل کیږی په (۱۹۹۰) کال کی هول بروک ته د بالکان د جګړی په پای کی کوم چی هغه بی له کوم اثتسنا خپل لاره تعقیبول د مذاکره کونکی له طرفه د بلدوزر نوم یا لقب ورکړشو، په هرصورت دهغه غوښتنه هم دعمل جامه واغوند اولاهوری دال اماده اودهغه دمیز دډوډی په سرکیښودل شو .

نن شپه هول بروک به د پالم په هوایی قرارګاه کی دنوی ډهلی ملکی هوایی ډګر ته نژدی تم شي ، او دا به دهغه د ملکی هوایی سفراخرنی تم ځای وی اوله دغه ځایه څخه نوموړی سیاسي استاذی به د سوات قلمرو ته کوم چی د افغانستان له دننه څخه د پاکستان د اباسین تر سیند پوری غزیدلی دی لاره پیدا کړی ،هغه ځای چی د ترور سره په جګړه کی دبحران د قوس په نقطه کی سره ښکیل منطقه ده مخامخ به شی ، چی په ساده لغت سره دافغانستان او پاکستان تر مینځ سیمه یعنی پښتونستان دی چی بی له کوم شک او شبهه د اوباما د نوی ټیم د خارجی پالیسی د لمړیتوبونوڅخه یو لوی سر خوږونکی موضوع او کلیدی مساله به وی .
په دی سیمه کی د هری ورځی په تیریدو سره حالات لا پسی خړ پړ کیږی ، د امریکی د نظامی ستاف یو غړی ښاغلی ادمیرال میک مولین ژورنالستانو ته دهمدی میاشتی په لمړی ورځو په یو خبری مصاحبه کی داسی وویل : هول بروک دسیمی د حالاتو د تحلیل په اړین دی نتیجی ته رسیدلی چی دغه روان جګړه او له هغی څخه مینځ ته راغلی ستونزی دعراق د جګړی او وضعی په پرتله ډیر پیچلی او سخت جګړه دی .
لمړی : سیمیز وضع او حالات – د (۲۰۰۶) کال راهیسی کوم چی په دی سیمه باندی تیری او حمله شوی ،او له افغانستان څخه دامریکی دمخکنی رټل شوی ایتلاف ملګری یعنی طالبان پر دغه سیمه باندی خپل تسلط او کنترول تر لاسه کړی اوهم د افغانستان د حکومت واک د هیواد په سهیلی او ختیځ ولایاتو اوعلاقو کی سسته کړی او یا له مینځه وړی دی ،له بلی خوا څخه د بریتانیا د باندنیو چاری سکرتر داوید میلماند تیره اونی په یو خبری ناسته کی داسی څرګند کړ چی : ځنی پوه اوتجربه لرونکی جنرالان او دامنیت ځنی کارمندان د خپل اهدافو دسرته رسولو دپاره کله ناکله مجبوریږی چی دمقابل خوا سره په بند او بست لاس پوری کړی ، ځکه چی افغانی موجوده نظامی قوتونه بی د (۷۳۰۰۰) ناتو قوتونو څخه دښمن سره د مقابلی او دجګړی توان نه لری ، افغانی دولت تر اوږو پوری په اداری فساد غرق دی ، دخپل د تسلط په ساحو کی خپل اوتوریتی او نفوذ دلاسه ورکړی داوپیوم د تولید کچه لوړ تللی دی او ددولت زور نه رسیږی چی خپل ستونزی حل کړی .مخامخ د پاکستان په سرحدی سیموکی په عوض ددی چی پرله پسی دوامدار عملیاتونه د دښمن پر ضد صورت ومومی اوهغوی شا ته وتمبول شی خپل توان دلاسه ورکړی کوم چی په نوموړی سیموکی اسلامی جګړه ماران او د القاعدی ګڼ شمیر منسوبین اودهغو پلویان سره آزادانه په تګ او راتګ کی دی .
دوم د منطقی وضع او حالات : د افغانستان ، پاکستان او هندوستان تر مینځ اړیکی او مناسبات له اوله راهیسی کم رنګه او بی خوند وه اولا تراوسه خړ اوپړ دی ، هندوستان او پاکستان له هغه وخته چی سره بیل شوی اود بریتانیا د استعمار له منګلو څخه آزاد شوی په ټولو مسایلو کی سره موافق نه دی اما دهند او د افغانستان مناسبات تل ګرم او دوستانه پاتی شوی اودواړه هیوادونه هم افغانستان اوهم هندوستان د پاکستان سره خپل کینه او خصومت ښکاره کړی دی .
په پای کی دنړی د حالاتو په نظر کی نیولو سره افغانستان او پاکستان تر مینځ سیمه یا په ځانګړی ډول سره هغه ساحه او ځمکی چی هلته د پښتنو د ګڼ قومونو مشترک کور اوپلرنی ټاټوبی دی اود سرحدی سیمو په دواړه غاړو کی سره میشت شوی دی نن د افراطی اسلامی نړیوال جګړه مارانو دپاره په یو خوندی اوپیاوړی مرکزی هډه بدله شوی ، داهغه یادونه او تذکر دی کوم چی اطلاعاتی سرچینی ابزرور ته په ډاګه کړی دی ، د غربی قبایلی سیمی او د نیمه آزاد منطقی مشر کله چی د القاعدی د تریننګ له هغه کمپ څخه کوم چی دپاکستان په اړخ کی د ننه لکه دیو خط په څیر موقیعت لری لیدنه کول ورته جوته شو چی په دی کمپ کی دالقاعدی ترینران څرنګه خپل جګړه مارو ته د اورګادی له مینځه وړل اود الوتکی د غورځولو تکتیکونه ور زده کوی او هم د انګریزانو د اژانسونو دخبر له مخی دوی یعنی د القاعده ډلی ټپلی هر کال تر (۳۰) قبایلی لوړ پوړی پاکستانی اشخاصو د له مینځه وړلو دپاره پلانونه جوړی کوم چی په سیمه کی د قدرت او دنفوذ خاوندان دی ، اوهم په نوموړی کمپ کی یو شمیر طالبان هم دجنګ د تکتیکونو له زده کړی څخه افغانستان ته دجګړی دپاره لیږل کیږی چی د افغانی اود ناتو دقوتونو سره وجنګیږی، نو ددی پورتنی یادونو څخه دی ځای ته رسیږو چی په دی له خوفه ډک منطقی ته هول بروک را لیږل شوی چی ددی پیچلی او له خوفه ډک سیمی وضعی ته بدلون ورکړی د هغه د حل لاری پیدا کړی اوحالات نورمال خواته واړوی او سوله برقرار کړی نو که چیری هول بروک دا توانای لری لانا وخته شوی نه دی له کابله دکشمکش او د سولی له مرکز څخه حکمت کرزی وویل :که چیری دوی یعنی د هول بروک سره ګډ موظف غړی هییت د موجوده ستونزو سره صحیح ټکل وکړی او خپل نه ستړی کیدونکی هلی ځلی تر سره کړی اود پرابلمونوپه ټول اړخونه ځان وپوهوی ، هغوی کولای شی چی دحل لاره ورته پیدا کړی ، ځکه چی هول بروک په یواځنی سروبه نشی کړی چی نوموړی پرابلمونه حل کړی نو دهمدی موضوع په نظر کی نیولو سره ،اوباما وپتیله چی دپرابلمونو دحل دپاره یو قوی اوکاری ټیم چی په هغه کی نوی اوزړی څیری شامل وی وټاکل چی د افغانستان –پاکستان موضوع دامریکی دستراتیژیکی سرخط په رعایت سره وڅیړی او ورته د حل لاری پیدا کړی ،او د نړی په سطح سره هیلری کلنتون د امریکی ددولت خارجه وزیره هم د افغانستان – پاکستان دپرابلمونوپه له مینځه وړلو او حلولو کی به ونډه اخلی او خپله بین المللی فعالیتونه به تر سره کړی .
هول بروک په منطقه کی به دیو سیاسي کارپوه او ماهر په صفت په سیاسي مسایلو باندی به کار وکړی ،دوید پتریوس به د نظامی چاری مسولیت پرغاړه واخلی کوم چی دعراق دجګړی د نسبی حل څخه یو څه ویاړنی تر لاسه کړی خپل تجربی په په کار واچوی اوخاماخا به په دی لټه کی هم وی چی دافغانستان دلانجی د حل ویاړنی هم تر لاسه کړی ، نوموړی جنرال په دی ښه پوهیږی چی هغه په منطقه کی دیو لوی ټبریا په سیمه کی دپښتنو دقومونو سره مخامخ دی کوم چی د ناموثقو منابعو څخه هغوی د جګړی اورته لمن وهی ، اود متمردینو او سرکشوددولت ضد قوتونو سره پوره مرستی کوی ، دادجنرال پتریوس د ستراتیژیکی دندی یو له خورا اساسی برخی څخه دی چی ددی موضوع سره څه ډول ټکل باید وکړی ، همدارنګه نوموړی جنرال د افغانستان د ګاونډیانو په اړه کوم چی کله نا کله د هغه هیوادونوله پلو څخه جنګیا لی افغانستان خواته د خراب کاری دپاره اوړی هم ژور فکر وکړی .
یو انګلیسی دیپلومات داسی څرګندونه وکړ : چی موجوده وضع او موجود پیچلی پرابلمونه سړی دی ته مجبوروی چی په تیر ټاکلی اهدافو باندی له سره کتنه وکړی او یا داچی نوی طرح وړاندی کړی ، امریکایان دپرابلمونو سره ډیر لوڅ ټکل کوی ،دمتحده ایالاتو ددفاع وزیررابرت ګیتس په یو خبری ناسته کی وویل ځمونږ هدف دا نه دی چی په افغانستان کی یو اسیایی مرکزی سالون جوړ کړو بلکه مونږ غواړو چی یو لیبرال ، دیموکراتیک ، بریالی او پیاوړی افغانستان جوړ کړو او کم تر کمه نوموړی هیواد له دغه بیرته پاتیوالی څخه وباسو . مونږ باورلرو چی په نوموړی هیواد به لکه د سکنداناوی هیواد په څیر کوم چی موهلته خوښی اودیموکراسی مینځ ته راوړ دلته به هم همغه شان وضع راوړو او افغانستان له دی حالت څخه وباسو دا هغه څرګندونی وه چی سټیب کوهن د واشنګټن دبروکنګ د سیاسی تحقیقاتو د انستیوت له مرکز څخه په یو خبری ناسته کی په ډاګه کړ .
په افغانستان کی لمړیتوب په اوسنی شرایطو کی یواځی او يواځی ټیکاو او ملت جوړونه دی ،دا هغه څرګندونه دیوغړی سیتRand corporation thinktank دی چید جونس له خوا بیان شواوهغه دکابل د ستراتیژیک مطالعاتو په مرکز کی ولی والله رحمانی ته وویل ترڅو چی تاسی یو ښه حکومت ونه لری چی دموکراسی پلی کړی هیڅکله به یو مستحکم او برقرارافغانستان ونه لري ،اویا داچی ستاسی په وطن کی به ټیکاو رانشي .
هول بروک د( پوهیدو اواوریدو) دخپل سفر په لمړی ګام کی باید پوه شی چی پاکستان یعنی څه ؟ یاهغه چی سوات ته سفر کوی یعنی هغه سیمی ته چی میلیتانت وژل کیږی ، یا چی تیره چهارشنبه کوم چی په پیښورکی د پاکستان په سرحدی ښار کی د ولایتی پارلمان یوغړی دسرک د غاړی دبمب په چاودنه کی خپل ژوند دلاسه ورکړ ،هغه یواځنی انتخابی سیاسی سړی چی د همدی روانی جګړی قربانی شواوپه عین ورځ طالبان په کابل کی دیو حکومتی وزارت پر تعمیر با ندی اته ځان وژونکی حمله تر سره کړ چی دهغه په نتیجه کی (۲۸) بی ګناه خلک خپل ژوند دلاسه ورکړ ، او افغانی حکومت ددی پیښی د ملامتی پړی د پاکستان د د ولت پر غاړه واچول ، دا مو باید په یاد وساتی چی هول بروک کوم چی پاکستان کی د ځنو مسولو کړیو سره خبری کړی وه هغه اوس بیخی پوهیږی چی پاکستان څه وایی او څه غواړی ، له بل طرفه په لاهور کی محسن یو ورځ پاڼی چاپونکی داسی څرکندونه وکړ : هول بروک که غواړی چی د خپل دشا پیټی اوبار ددی سیمی له مینځ څخه په کراره تیر کړی هغه باید دیو ځل دپاره د لاهور مذهبی ثابت ښار وپیژنی ، هغه باید په دی ځان وپوهوی چی د پادشاهی جومات بنسټ چا ایښی او چا جوړ کړی دی، همدارنګه محسن پخپل خبرو کی زیاتوی او هغه داچی هول بروک باید ددی سیمی دخلکو درواجونو اود تاریخ په هکله هم باید یو څه معلومات تر لاسه کړی زه په دی پوهیږم چی هول بروک دهمدی ډول معلوماتو د لاس ته راوړو په لټه کی دی بی له دی چی څه ووایی ، نورو په دی باورباندی دی چی دهول بروک ذهن اولړ لید باید ددی توان ولری چی پر یولړ مسایلو باندی کوم چی دهغو په اړه دزیاتو معلوماتو د لاس ته راوړلو ضرورت لیدل کیږی یو څه رڼایی واچوی او موضوع لوڅ وڅیړی نه لکه د بوش د اداری د پالیسی په شان کوم چی د هندوستان سره ځان په عاطفی ډول سره ټړلی وه دا هغه یادونه دی چی سید اکرام شیګل یوسیاسی مفسر په پاکستان کی هغه سړی ته چی دهولبرک د امنیتی چاری مسولیت پرغاړه درلود په یوه ناسته کی ورته په لنډ ډول توضیح کړ اودا یی هم زیاته کړ چی په رښتیا سره مونږ یوی خواته څرخول شوی یا ګوښه شوی یو دیادونی وړدی چی له (۲۰۰۱)څخه را په دی خوا امریکا
هرکال تقریبًا نژدی یوبیلون ډالر د پاکستان سره نظامی مرستی کوی بی له دی چی د نوموړی مبلغ ارزش تر لاسه کړی ،اود بلی خوا څخه د امریکایی مقاماتو سره دا اندیښنه او تشوش هم موجود دی چی دپاکستان دامنیتی او اطلاعاتی ځنی لوړ پوړی چارواکی د طالبانو له ځنو ډلو ټپلو سره هم مادی اومعنوی مرسته کوی .
هندوستان څو واری پاکستان په دی تورن کړی او ویلی دی چی دلته په هندوستان کی بی له کوم خیال پردازی اویا خبری جوړونه ټولو ته جوته دی چی پاکستان د افغانستان په ټولونارامیوکی لوی لاس لری،دا څرګندونه یو پخوانی هندی دیپلومات په یو MK Bhadrakumar
خبری ناسته کی څرګند کړ ، هغه زیاته کړ چی احیاناً که چیری امریکا د پاکستان پر ځنی پټ معاملی باندی سترکی هم پټی کړی پاکستان هیڅکله نه غواړی چی طالبان دلاسه ورکړی اما پاکستان دهندوستان دغه تورونه ردوی ، هغه هندوستان او افغانستان په دی تورنوی چی دغه دواړه هیوادونه د خپل قونسلګری مامورینو په مرسته سره دبلوچستان جدای طلبانو ته هم پیسی ورکوی اوهم هغوی هڅوی چی له پاکستانه بیل شی ،اوله بله طرفه د پاکستان بل لوی اندیښنه اوتشویش په دی کی دی چی هندوستان ولی د افغانستان په بازسازی کی سرکونه جوړوی او یا دافغانستان دپارلمان دپاره پخپل لګښت نوی تعمیر او مقر جوړوی، دا هغه مطلب دی چی جونس د امریکی درندکورپریشن له موسیسی څخه په ډاګه کړ .
تر دی ځایه د پورتنی تذکراتو په پام کی نیوو سره باید ووایو چی ښاغلی هولبروک دپښتنو دغه نارام سیمی ته کوم چی سرتمبه او یو ډنډه پښتون قومونه میشته دی د هلیکوپترپه واسطه سره د وزیرستان د پاسه یا د جنګیالی دزلزلی دمرکز دپاسه هوایی سفر تر سره کړ اوپرون هغه په رڼو سترګو سره وچ لوړ او ژوری غرونه رغونه ولیدل چی د امریکی بی پیلوته طیاری کله نا کله بمونه غورځوی لکه چی پرون د همدی بی پیلوت امریکای طیاری د میزایل په ویشتلو سره (۲۰) طالبان خپل ژوند دلاسه ورکړل ،او یو کور هم بلکل وران اوویجاړ شو هغه ځای چی د اوباما استاذی دهغه دپاسه الوتنه کول ، هولبروک دخیبر دپاسه د یو څه معلوماتو دلاسته راوړو په مقصد کوم چی دافغانستان دپاره د ایتلافی قواوو د اکمالاتولوی لار ه دی او په دی نژدی وختونو کی د دښمن تر حملی لاندی راغلی وه تم شو او له مسولو قوماندانانو څخه پوښتنی درویجنی وکړ ، سیمیز مفسرین داسی څرګندونه وکړ چی نه دپاکستان جمهور ریس اصف زرداری اونه هم دپاکستان لمړی وزیر یوسف ګیلانی هغه وخت چی هولبروک هغه دواړه په اسلام آباد کی ولیدل او سره ملاقات وکړ له ځانه همرنګه جرات او شهامت هیڅ ونه ښودل .پس له هغه هولبروک لاهورته لاړاودپاکستان دپخوانی صدراعظم نواز شریف سره ملاقات وکړ اود ماښامنی په میلمستیا کی هغه دامریکی دتیرغلط سیاست په اړه هول بروک ته خپل نظر وړاندی کړ اودامریکی پرسیاست نیوکی وکړ .
وروسته له هغه هولبروک په کنګلووهلی او واورو پوښلی کابل په لور وخوځید ، هوا یو څه ترږمی اوهم یو څه ټیټ وه چی د ملاقات او د روغبړ په پروسه باندی هم بی تاثیر پاتی نه شو ، هغه کابل اوهغه هیواد کوم چی د هولبروک دسفر مقصد دلویو ستونزو او دخنډونودپیژندلو مسله په مینځ کی وه چی ددی ژوری ستونزی دحل لاره باید ولټول شی ، او د اوباما د کاری ټیم باور په دی کی دی چی دموجوده پرابلمونو دزیږی اود مینځ ته راتلو لمړی مسول شخص پخپله جمهور ریس کرزی دی ، اوله همدی کبله ددواړو هیوادو مناسبات له هغه ورځی چی څوتنه افغانی قومی رهبران امریکی ته سفر کړی یو څه اندازه خړ اوپړ شوی اوحامد کرزی لږ څه مشوش او ناراضی ښکاری ځکه چی اوباما پخپله دکرزی په ادرس ویلی چی:
پرښاغلی حامد کرزی باندی ډډ لګول بی ځای اوغیر موثر دی ، هیلری کلینتون دهغه حکومت دمخدره موادو مافیایی دولت ونومول .
په هر صورت هولبروک تیره پنجشنبه کابل ته ورسید اوتر پرونه پوری دافغان له جمهور ریس سره ونه کتل ، کابل ارام وه ا و هوا یو لږ څه ساړه وه ،اوپه هیواد کی دروسانو دوتلو دورځی دشلم کلیزی په مناسبت عمومی رخصتی وه اوخلک دخپل کورنی سره خپل د رخصتی ورځ تیرول .
اوباما دافغانستان دحالاتو دښه کیدو په اړین مخکی وعده سپارلی وه چی هغه به افغانستان ته نوراضافی نظامی قوت به تر(۳۰) زره سپاهیان لیږی چی ددی شمیر له جملی څخه به یو څه تعداد مخکی د پسرلی له راتګ څخه به هیواد ته ورسیږی، دامریکی دمصونیت اود امنیت داداری یوغړی ښاغلی ناګیل په واشنګټن کی په یو خبری ناسته کی خپل باور داسی ښکاره کړ چی په افغانستان کی به د امریکایی سپاهیانو شمیر تر سلوزرو ته به ورسیږی ، .
په افغانستان کی ډیر عاجل او لمړنی اقدام دوینو د تویدو له مخنیوی څخه عبارت دی ، نود همدی عاجل اقدام دسرته رسولو د پاره (۳۰) زره اضافی امریکایی سپاهیان د تورنیکیت (دا یو طبی لغت دی چی د ټپی غړی دوینی ددریدلو په مقصد دزخم دموقیعت څخه په یو څه لږ مسافت باندی فیتی تړل کیږی چی له ټپ څخه نور وینه رانشی ) په صفت به د وینودتویدو څخه به مخنیوی وکړی ، که اوباما ددوهم ځل دپاره بیا هم د امریکی د جمهور ریس په حیث پاتی شی نو په هغه صورت په بغداد کی به یواځی څو تنه امریکایی سرتیری د امریکی د سفارت د امن د برقرارولو د پاره به پاتی شی او تر هغه وخته به په افغانستان کی په لس هاوزره امریکایی سربازان میشته وی یو بله مسله د افغانستان راتلونکی انتخابات دی کوم چی دهغه نیټه بیرته ولویویدل او ډیر ممکن دی چی داوباما ستونزی د حامد کرزی سره تر هغه وخته یکطرفه اوحل شی ، یعنی ممکن دی چی کرزی پخپل اجراتو کی سمون راوړی اوبیا د جمهور ریس چوکی تر لاسه کړی چی دا پخپله به د تعجب وړ مسله وګڼل شی اویا دا چی کوم بل شخص دهیواد واک به تر لاسه کړی ،دا هغه څرګندونی وه چی( ناګل ) وړاندی وینه وکړ .
په اروپا کی دکرزی دبیا ټاکنی موضوع چندان ګرم نه دی سلطان احمد (بهین) دافغانستان دباندنیو چاری دوزارت نطاق اوویونکی داسی خوشبینی ښکاره کړ چی د امریکی میلمه استاذی افغانی حکومت او محترم کرزی صیب ته خاطر جمعی ورکړ چی تاسی په ارامه سره خپل وظایف مخ ته بوزی دامریکی دولت خپل حمایت له تاسی څخه نه سپموی ، په هرصورت ځنی سیمیزو ددی ملاقات په اړین خپل علایق او نګرانی وښودل اوهغه دا چی ممکن دا راغلی استاذی به له مونږ سره یوڅه وکړی مګر (۳۴) کلن دوکاندار کریم خان وویل دا خلک ځی او راځی ، اوه کاله کیږی چی طالبان مونږه وژنی .
‎ د کابل ټکسی دریور بشیر خان وویل :

امریکایان به هم زمونږ وطن پریږدی او ځی به ،لکه چی روسانو ونشو کړی چی زمونږ په وطن کی پاتی شي ، نوڅنګه به امریکایان پاتی شی.؟
مخکی د اوباما له راتګ داروپا عام اولس په افغانستان کی د جګړی د ختمیدو دپاره خپل پلوی ښکاره کول اود سپینی ماڼی ستراتیژستان په دی باور وه چی د افغانستان جګړه نسبت عراق جګړی ته یو څه ضعیف ډیر سخت او شدید نه دی نوله همدی کبله انتخاباتی حوزی ډیر ګرم او دهغه پلویان خوشحال معلومیدل ، اوداسی څرګندونه کول چی د عراق جګړه یو پلوی ډول جګړه دی حال داچی په افغانستان او پاکستان کی القاعده په رښتیا سره میشته اوجنګیږی .نوپه دی بنیاد سره امریکایان دی ته هڅوول کیږی چی ښه جنګ وکړی یعنی امریکایان دښه جنګ کولو ضرورت وینی او دلته سره له هغه چی د ۹/۱۱ له پیښی څخه وروسته په زرهاو اسلامی افراطی ډلی لا پسی میشته شو اویا داچی دلته زروی سلاح هم په سترګو کیږی مګر بیاهم ددی امید واری لیدل کیږی چی په منطقه کی خطر مینځ ته را نشی ، اما په دی شرط چی اروپایی ایتلاف خپل هوډ وساتی اوهغه تر سره کړی دا هغه مطلب وه چی ښاغلی کوهن را څرګند کړ .
په پای کی د نوی دهلی په لور هغه ځای ته کوم چی دهولبروک دیپلوماتیک اتموسفیر د بمبی د نومبر په میاشت کی د تروریستیک حملی په نظر کی نیولو سره يوڅه بی خونده وه او دهولبروک کوربه د بمبی د پیښی له کبله چی (۱۷۹)مړی پرځای پریښودغمګین اوخپه وه،اودهندوستان او پاکستان ددواړو اتمی بټی لرونکی هیوادونولانجی د کشمیر پر سر له (۲۰۰۱) نه تر (۲۰۰۲) پوری خراب او په دی ورځوکی لاپسی خړپړشوی اودا ځکه چی هندوستان دبمبی په دری ورځنی کلا بند پیښه کی پاکستان مسول ګڼی اوداسی ادعا کوی چی په دی پیښه کی د پاکستان لاس وه . له بلی خوا څخه د بی،جی پی سیاسی مفسر داسی وړاندی وینه کوی چی دهولبروک هیلی به له هندوستانه داوی چی دخپل مناسباتو په اندازه او پیمانه کی چی د افغانستان سره لری د پاکستان د تشویش دلری کولو دپاره یو څه کمی راوړی ، اوددی مسلی د رعایت پر بنیاد دامریکی اړیکی به دهلی سره لا ښه شی ،هندیانو دراغلی میلمه خبری په ارامی سره واوریدل او هولبروک هم له دغه دیپلوماتیک اتموسفیر څخه یو څه شی به تر لاسه کړی وی ، ولی بیا هم دخبرو اترو فضا نظر دبلدوزر له غږه ډیر ارامه وه . دپښتون قوم ویش :هغه به کوم ملت یا قوم وی چی دقومی او اتینیکی ژبنی ،او ملی ارزشونو له پلوه یو شان وی ؟ ځواب :پښتونستان .
پښتانه چی د هغه نفوس په اوسنی وخت کی له (۴۰) میلونو څخه زیاته او له سهیل ختیځ افغانستان څخه نیولی تر د پاکستان مرکز ( جمع هغه اجتماعات کوم چی په ښارونوکی لکه کراچی،او په خارج کی لکه په بریتانیا کی) پوری میشته دی او د سار مورتیمردیورنډ دخط په ایستلو سره چی په کال (۱۸۹۳) کی وکاږل شو یعنی هغه وخت چی د افغانستان شاهی دولت دهندی بریتانوی استعماری دولت تر لاس لاندی وه پښتانه یی سر بیل کړ .
دپشتون قوم دخپل هویت او پیژندګلوی دپاره په نولسم پیړی کی وروسته له ډیر خونړی جګړو په دی بریالی شو چی د لمړی ځل دپاره په افغانستان کی خپل ډیر با عظمته دولت جوړکړی او خپل موجودیت نړی ته ور وپیژنی .
دپښتنو په کلتور کی تل جنګ او جګړی نه وی دوی کی مینه ، شعر ،ګلبازی ، او نور شه رسم اورواجونه هم لیدل کیږی . د تیراستعمار په دوران کی دتعلیم او زده کړ ی په اړه چندان پاملرنه نه کیدل او پښتانه ته د تعلیم او د زده کړی شرایط نه میسریدل نو په دی بنیاد د افراطی اسلامی ډلی په مینځ راتلو اودهغو میشته کیدل په سیمه کی دا زمینه مساعده شو چی په پښتنو کی افراطی اسلامی ډلی ټپلی نفوذ پیدا کړی او افراطیت خواته یی را کش کړی .
دپښتون نړی : په نړی کی د پښتنو مجموعی نفوس په تخمینی ډول (۴۲) میلون منل شوی ،او دهغوی زیاته شمیر په ننی معاصر افغانستان کی میشته اوله افغانستانه ځان بولی ،.*داسی روایت دی چی د پښتنو دټبر ریښی له افګانا
څخه منشا اخیستی . King saul of Isreal

او ډیری نوری کارپوهان او محقیقان د پښتنو ریشه یا مبدا مخکینی اریانا پوری تړی

کوم چی له شماله یا له غربه دلته میشته شوی دی *پښتانه اکثراً سنی مذهب دی * د پښتنو زیات نفوس په کراچی کی میشته دی *د پښتنو په کلتور کی پښتونولی یو له ډیر مهم خوی او رواج څخه شمیرل کیږی په هغه کی مهمان نوازی . ننګ ، ناموس ساتنه ، عفوه ، اتفاق ، غچ اخیستنه اوجرګه شامل دی . ختم