د پیښور د پښتنو پولیسو ویاړنې؟؟؟ د خان عبدالغفار خان د خاطراتو څخه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبید الله نادر

یوه ورځ د پولیسو موټر جیل ته راغی ، چې له څلورو خواوو څخه دننه په پردو پو ښلی وو ،زما په پښو کې زولنې او په لاسو کې می هتکړۍ وي ، او تر غاړه می طوق وو ،د جیل په تنګو او لنډو جامو کې ، ما ته ځان عجیب و غریب ښکاریده ، خدای پوهیږي خلکو ته به لا څنګه ښکاریدم ،خو خیر، د یو پرده دار میرمن په شان یې په موټر کې کښېنولم ،دریا خان جیل ته یې روان کړم

،چې مونږ څنګه ورسیدو اور ګادۍ تللی وو ، شپه می پر ستیشن تیره کړه ،پولیسو نه زه د خبرو له پاره چاته پریښودلم ،او نه یې څوک نژدې ماته پریښودل ،نور خو لا نور د لاسونو هتکړۍ یې هم را څخه لیری نه کړې ،عجیبه دا وه چې دا پولیس ټول پښتانه راسره ول ، نو د پولیس انچارچ نادر خان خو لا زمونږ د کلي وو ،او په ( ډیکا یټ) په نوم مشهور وو ، په دا بله ورځ یې زه په اور ګاډي کې ، د نوکرانو په ډبي کې کښېنولم ،په لاره کې چې به ګادۍ پر کوم تم ځای (ستیشن) تم شو دومره سخته پهره به، په ما باندی وه ،چې ګوندی دا ټول خلک ماته د لیدلو په نیت را نژدې نه شي ، مونږ چې (غازی اګهاټ) ته ورسیدو ،هلته چې کوم پولیس زما د تسلیمیدو د پاره راغلی وو ، د هغو انچارچ مسوول یو هندو وو، چې زه یې د یو پښتانه انچارچ د پولیسو څخه تسلیم کړم ،هغه زما لمړی د لاسو هتکړۍ خلاصی کړې ،وروسته یې راته وویل : راځه په ستیشن کې یو ګړۍ وګرځه ، زه ورسره روان شوم ، چې ګورم د شا له خوا زمونږ هغه کلیوال پښتون پولیس افسر نادر خان په منډه منډه راپسي راغی ،هندو افسر ته یې وویل: دا.....دا....دا... څه کوې تا خو زما کور ړنګ کړو ،هندو پولیس افسر په ځواب کې ورته وویل :اوس دی زمونږ په حفاظت کې دی ،د ده ټول مسوولیت زما په غاړه دي ،ورځه ولاړ سه ته ولي دومره خپل فکر خرابوې ،

 

د خان عبدالغفار خان د خاطراتو څخه

 

 

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

معلومات د فیسبوک د ملګرو او پاڼو څخه