په نړۍ کې درې ډوله غله شتون لري

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسيې انقلابي لیکوال ماکسیم ګورکي ۱۰۵ کاله دمخه لیکلي ول چې په نړۍ کې درې ډوله غله شتون لري!

  1. معمولي غله
  2. سیاسي غله
  3. مذهبي غله

 

  1. معمولي غله هغه کسان دي چې د خپلې ګېډې د مړولو دپاره ستاسې پیسې، بکس، جیب، ګاڼې او ستاسې د کور سامان او وسایل غلا کوي.
  2. سیاسي غله هغه کسان دي چې:
  • ستاسې راتلونکې،
  • هيلې، رویاګانې،
  • کار ، ژوند، حق،
  • حقوق، لاس ته راوړنې،
  • زده کړې ،
  • وړتیاوې،
  • اعتبار،
  • پت،
  • ملي پانګې او ان ستاسې ماليې له تاسې غلا کوي.
  • تاسې په تیارو او بدمرغۍ کې ساتې...

 

  1. مذهبي غله هغه کسان دي چې :
  • ستاسې دغه ښکلې نړۍ ،
  • ستاسې د فکر کولو جرئت،
  • ستاسې علم او پوهه،
  • ستاسې عقل او هوښیاري،
  • ستاسې خوښي او خوشحالي،
  • ستاسې بدني او اروايي روغتیا،
  • ستاسې مال او شتمني،
  • او هرڅه...نور غلا کوي

ددې تر څنګ ځنې څيزونه پر تاسې په ډېره لوړه بیه پلوري. لکه:

  • دین
  • جنت
  • خرافات
  • جهل
  • غم
  • خپګان
  • ویرجنتوب
  • پريشاني او ......

مذهبي غله په تېر ایستونکوخبرو تاسې ته جنت او حورې ښايي او دروغ وايي، تاسې په بې پتې، بې وزلۍ، بدمرغۍ او مصیبت کې ساتي!

په زړه پورې توپير دلته دی چې:

  • معمولي غله تاسې غوره کوي
  • خو تاسې سیاسي غله غوره کوئ.
  • په همدې ډول تاسې مذهبي غله غوره کوئ

هغوی ته درناوی کوئ او سترتیا ورکوئ...!

یو بل لوی توپیر دادی چې معمولي غله د پولیسو له لورې څارل کېږي، شکنجه او وهل کېږي او زندان ته اچول کېږي، لاسونه او پښې يې له ښي او کيڼ اړخه غوڅوي، تحقیرېږي...! خو سیاسي او مذهبي غله دواړه د قانون او پولیسو له لوري ساتل او ملاتړ کېږي، لوړې څوکۍ او مقامونه تر لاسه کوي، تل د زور خبرې او ستم کوي او له تاسې غوښتنې هم لري....!

 

د لیکوالانو په انجمن کې د روسيې د نامتو لیکوال ماکسیم ګورکي وینا! ۱۹۱۶رکال مسکو

پښتو ژبې ته اړونکی عبدالملک پرهیز