د بریدونو او جرمونو د مخنیوي اسانه او ارزانه لار

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
په دې کې شک نشته چې د هیواد د دښمنانو، تروریستانو، مافیایي ډلو، جنګسالارانو، مفسدینو، غلو، لوټمارو او نورو جنایتکارو له لاسه زموږ د هیوادوالو ژوند تریخ دی او د دوی له امله هیڅ چېرې ان په خپلو کلیو، کورونو او سیمو کې هم ځانونه خوندي نه ګڼي او هره شیبه د یو برید یا جنایت د پېښدو وېره او اندېښنه لري، مګر د دې چاره ډېره اسانه ده
.
اسانه په دې ده چې زموږ هیوادوال که له هغو شمېرو سره چې د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان کړي دي په اړیکه کې شي او همېشه له دوی سره همکار واوسي، نو باور دی چې نه به د برید وېره وي او نه به هم د کوم جنایت د پېښېدو اندېښنه، بلکې ژوند به یې په ډاډ او خوښۍ تېرېږي. د دې همکار او کار ښېګڼه داده چې ستاسو هویت هیچاته نه معلومېږي او نه هم څوک خبرېږي چې تاسو احوال ورکړی دی.
مګر د دې باوجود هم زموږ هیوادوال په ډېرو مواردو کې لټي او تنبلي کوي او دغه لټي او بې غوري له خپل ژوند سره د لوبې او بېباکۍ په مانا دی، ځکه دا معلومداره خبره ده چې که موږ پر وخت اقدام ونه کړو او مشکوکو مواردو په اړه امنیتي او دفاعي ځواکونه، یا کشفي ارګانونه په جریان کې نه کړو، نو حتما به خدای مکړه د یو برید یا ناوړه پېښې قرباني شو او یا ممکن خدای مکړه زموږ د کورنۍ غړي د دې قرباني شي.
نو د دې لپاره دا باید د یو مسوولیت په توګه ومنو او کله چې پوهېږو چې زموږ په خوا او شا کې مشکوک کسان موجود دي، نو ژر تر ژره باید اړوند ارګانونه په جریان کې کړو او په دې ډول د دوی تهدید، خطر او جنایت د تل لپاره دفعه کړو، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په څو شیبو کې اړوندې سیمې ته چې موږ یې خبر ورکوو، ځان رسوي او هر څه تر مدیریت لاندې راولي. داسې مدیریت چې هیچاته په کې زیان نه اوړي، یوازې مشکوک کسان په نښه کوي، یا یې نیسي او یا یې هم له منځه وړي.
نو که غواړۍ چې ژوند مو هم بې اندېښنې او هم بې خطره وي، نو مشکوکو مواردو باندې سترګې مه پټوئ، غفلت او تنبلي مه کوئ، ژر تر ژره امنیتي او کشفي ارګانونو ته په هغه اړه معلومات ورکړئ.