افغان ښځو د جمهوریت پراخ ملاتړ وکړ

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
د نورو کلونو په پرتله په ټاکنو کې سږ کال د ښځو ګډون پراخ و. په تېرو ټاکنو کې به د ښځو ګډون کم رنګه وو او څنګه به چې د دوی ګډون کم رنګه وو همغه شان به ښځو ته هم زیات کار نه کېده، مګر دا ځلي ټاکنې له یوې خوا د افغانستان د بقا او له بل لوري د جمهوریت د ملاتړ ټاکنې وې او په همدې خاطر افغان ښځو چې د دوی ټول حقونه په جمهوریت کې خوندي دي پراخ ملاتړ وکړ
.
د هیواد اساسي قانون د افغان ښځې او نارینه حقونه او مکلفیتونه واضح کړي دي او ښځو ته یې د دې حق ورکړی چې د قانون په چوکاټ کې له خپلو فردي ازادیو او حقونو څخه معقوله استفاده وکړي. په همدې اساس ښځې هم د رایې ورکولو حق لري او په همدې خاطر د تلې په شپږمه نېټه دوی را ووتلې او د خپلې خوښې نوماندانو ته یې خپلې رایې ورکړې.
له دې څخه معلومېږي چې په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو په وضعیت کې ښه والی راغلی دی او په همدې خاطر نن سبا ښځې د خپل ځان استازیتوب کوي او همدارنګه د جمهوریت پراخ ملاتړ د دوی د ویښتیار ژوندۍ نمونه ده.
په ټاکنو کې د ښځو ګډون سږ کال په دې زیات ووچې په تېرو پنځو کلونو کې ښاغلي محمد اشرف غني د نورو کارونو تر څنګ د ښځو لپاره هم زیات کارونه تر سره کړل. د هیواد په دولتي ادارو  کې او لوړې څوکۍ یې ورته وسپارلې چې تر څو دوی د هیواد او ځان لپاره ترې ګټه واخلي .
په افغاني ټولنه کې د ښځو حقونه زیات تر پښو لاندې شوي دي.  دلته د ښځو هغه حقونه چې د اسلام مقدس دين ورته ورکړي دي حتا هغه حقونه هم دوی ته نه ورکول کېدل. په افغاني ټولنه کې له اسلام څخه خپلو دودونو ته زیات ارزښت او لومړي توب ورکول کېږي. او همدا یې لامل ده چې زمونږه ټولنه پرمختګ نشي کولی. له نارینه څخه هم د ښځو تعلیم په یوه ټولنه کې زیات بدلون راوړلی شي. ځکه چې همدغه ښځه ده خپل وړوکی ماشوم رالویوي او که چېرته یوه مور تعلیم ولري هغه تر بلې بې تعلیمې ښځې خپل اولاد ته ښه روزنه او پالنه ورکولی شي. او که چېرته په یوه ټولنه کې یوه ښځه هم تعلیم ولري هغه ټولنه ډېر ژر پرمختګ کولی شي.
باور دی چې د ولسمشر غني د راتلونکو برنامو او ملاتړ له امله به افغان مېرمنې نورې هم ښې وځلېږي او د خپل هیواد او ټولنې په خدمت کې به له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه کار وکړي.