ټولنيزه هوساينه _Social welfare

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهاند محمد بشير دوديال

بیوزله خلک او بیوزله ټولنه، یعنې هغه خلک چې د ژوند حد اقل اړتیاوې هم ورته مهیا نه وي. له بیوزلي خلاص خلک، یعنې هغه خلک چې بیوزله نه وي. خوټولنيزه هوساينه یعنې هغه آپتیمم حالت چې د وګړو زیاتره مادی او معنوی ضرورتونه پوره وي. د هوسا ټولنو برخلاف؛ بیوزله ټولنی او بیوزله خلک له راز راز رواني، ټولنیزو، فزیکی، اخلاقی،جسمی او نورو ستونزواو مفاسدو سره لاس او ګریوان

وي . له همد امله د اسلام ستر پیغمبر  سرورکائینات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  دعا کوله چې یاالله له فقر او کُفر څخه پنا غواړم. وایی کله یې چې یوه ورځ دا دُعا وکړه، یوه اصحابی مبارک ورڅخه وپوښتل: یارسول الله آیا فقر او کفر یودي؟

مبارک ورته وفرمایل: هو بیشکه چې دواړه سره یو دي.

د راشده خلفاوو په دوران کې چې اسلامي ټولنې استقرار موندلی و، عمرانی چارو ته پاملرنه وشوه. ورو ورو دغه عروج دومره وځلید چې له شام او فرات نیولی تر قسطنطنیې، اندلیس او ډیرو اسلامی واکمنیو پورې پراخ شو. لومړني حیرانوونکی کشفیات او تخنیکونه لکه ساعت، ذات الحلق، پیل اشکانی، اهرم مرکب او نور همدا وخت رامنځته شول.په ریاضیاتو، فزیکاتو،نجوم او هندسه کې زبردست پرمختګونه وشول. دغه مهال اسلامی ټولنی د غوره فرهنګی او اخلاقی سجایاوو لرونکی او د عدالت مرکزونه وو.

خو ګورو چې په فقر کی ټول منکرات دي، لکه غلا، دوکه، غیبت، وژنې، بُهتان، احتکار، ذلت...

دمحبوب پیغمبر له پورته مبارک ارشاد څخه ښکاری چې داسلام مبارک دین د عزت دین دی، نه د ذلت. د اسلام دمبارکو لارښوونو څخه یوه دا هم ده چې : تر ضعیف مومن څخه پیاوړی غوره دی او له ټیټ لاس څخه لوړ !

دلته منظور له لوږې او فقر څخه د خلاصې اسلامی ټولنې هدف دی او له لوړ لاس څخه موخه ښه اقتصاد لرل دي. کله چې فقر نه وي، نو تعلیم، اخلاق، عبادات، روامعاملات، عدالت او هرهغه نیک اعمال او صفات به وي چې اسلام یې امر کړی دی.

نه یواځې د اسلام مبارک دین، بلکې غربی پوهانو هم د سالم فرد، سالمې روزنی، د  ټولنیزو ناخوالو، ظلم، جګړې او تاوتریخوالی د مخنیوی په خاطر او د انسانی کرامت  د ساتنی او د انسان پرسر د کرم دتاج د پاتې کیدو او د فردی عزت د حفاظت په موخه اقتصادي پرمختیا ته پاملرنه وکړه. د صدر اسلام په دور کې هم د کانالونوکیندنو، دبندونو او باغونو جوړولو او تجارتی لارو او کاروانسرایونو جوړولو ته  دهمدې فلسفې له مخې پاملرنه شوی وه، خو له بده مرغه اوس د یوشمیر هیوادو  وګړي له راز راز ټولنیزو بدمرغیوسره مخامخ دی.

هغو هیوادو او هوښیارو ملتونو چې ذلت ته ماتې ورکړه او ځان یې عزت ته ورساو، د دنیا او آخرت سوبه یې ګټلې ده. په دی کی یو هم د یوې ټولنې رفاه او د خلکو هوساینه ده.

هوساینه د حکومتی پروګرامونو او هېوادونو په انکشافي اهدافو کې د نورو اهدافو تر څنګ يو هدف دى. دا د یوه ښه او انسانی ژوند معیار دی. هوساينه نسبي بڼه لري. هوساينه  دټولنيز ژوند په معیار  سره ښودل کېداى شي، يعنې په يوه بڼه بايد دغه ټولنيز  يا جمعي معيار په نښه شي.  هوساينه او رفاه يو اخلاقي  مفهوم هم لرلاى شي، چې ارزشي قضاوت پورې اړه لري ، خو اقتصادي اړخ يې دادى چې ايا لاندنۍ ټولنيزې اړتيا وې  څومره ترسترګو کېږي :

  • غذایي مصئونیت او دفزیولوژیکی اړتیاوو مهیاوالی؛
  • د وګړي امنیت او درناوی؛
  • عامه خدماتو ته  دټولنې د وګړو لاسرسي.
  • د کورنو ډول ، د پاکو اوبو شتون ، د ژوندد منځنى عمر اندازه
  • فردي ازادي او ډیرشمیر نور.

دتولنیزی هوساینې تابع یا social welfare function هغه تابع دی چې اقتصادپوهان یې په پام کې نیسی.  دا د ټولنې د موخو ښودونکى ده، چې په هغو سره ټولنيزه هوساينه د هغو شکلونو او بڼو ديوه تابع په توګه  چې سرچينې ورته تخصيص کېږي،  ښودل کېږي.  ښاغلی Bergson . H د شلمې پېړۍ نامتو فيلسوف) ۱۸۵۹ -  ١٩٤١  م.)  وايي چې د ټولنيزې هوساينې تابع د ټولنې د وګړو  لپاره، د مطلوبيت د پوره والي له مخې ښودل کېږي،  خو د دې ترڅنګ يو شمېر نور متحولين  هم راتلاى شي.  د افغانستان په شان یوه پرمختيايي هېواد ته ډېره مهمه ده چې هوساينه  ( رفاه ) او د رفاه تابع په پام کې ولري.  د دې لپاره يوشمېر معيارونه په لاندې توګه د ي:

الف) که چېرې د ټولنې وګړي A وضعيت  تر B غوره وبولي، نو د ټولنيزې رفاه د تابع په واسطه  همدغه A حالت منل کېږي او د پاريتو اصل تحقق مومي؛

ب ) ټولنيزه پوهه او عقلانيت بېلابېلو بديلو او الترناتيفو امکاناتو کې هغه تر ټولو غوره خوښوي او هغه دوى ته مهيا کوي؛

ج ) ديکتاتوري موجوده نه وي، هيڅ يو وګړى د بل د رجحان  مخه نه نيسي،  يو وګړى په بل کوم څه نه تحميل کوي او استبداد پکې نه  وي.  له دې پرته ډېر داسې معيارونه چې انساني اومنطقي وي او ممکن د هغو  لېست کول دلته ډیر ځای ونیسي.

 د دغو معیارونو شتون يو د خوښې وړ وضعيت دى چې له بحران څخه لرې وي، کافی خواړه، تعلیم، د بيو ډېر ښه تعادلي حالت يا له هغه څخه ډېر لږ ښکته یاپورته واقع کېدل، سوداګري، اقتصادي  فعاليتونه يو ثبات لرونکی او سوله ییزتګلورى چې د خلکو د اندېښنې وړ نه وي.

د دغو معیارونو مجموعې ته د ژوند عمومي کچه (living standard)  هم وایي، چې د يوې ټولنې د ټولو وګړو  د ژوند ښودنه کوي.   د بېلګې په توګه  دغه  معیار دسړى سر ملي ناخالص عايد اويا هم د ټول ملي مجموعې توليد يا هم په ټولنه کې د اجناسو  او خدماتو د مصرف  له مجموعې څخه ترلاسه کېږي او دغه هره يوه اندازه له يوې ټولنې تر بلې توپير کوي، يعنې نسبي بڼه لري.  د ژوند د کچې د معلومولو په خاطر د مقداري شاخصونو(انډکسونو) ترڅنګ يو شمېر غير مقداري مشخصې هم شته .  د بېلګې په توګه  هرو زرو تنو ته د شخصي موټرو، تیلفون ، تلويزيون، يخچال، دکالیو مینځلو ماشین او نورو ضروری اجناسو مهيا والى يې مقدار ي مشخصه ده ،  خو روغتیا، مطبوعات ، دفرهنګی او تعلیمی مرکزونو او خدماتو توسعه، دزده کړو  درجه او د پوهې کچه يې يوه غير مقداري مشخصه ده . دې ته quality of life  هم ويل کېږي، چې د يوه وګړي يا کورنۍ د عايد  اندازې  متناسب  سنجول کیږي.  د ژوند د کچې په سنجش کې د يوه وګړي يا کورنۍ د اجناسو او خدماتو د مصرف ترڅنګ د دوى د ( استراحت )  مصرف هم په پام کې نيول کېږي.  پرمختللى ټولنې اوس هڅې کوي چې د ژوند کچه د ټولو کورنيو ترمنځ سره نژدې  کړي.  دولتونه دغې موخې ته د ټولنيزې  پاليسي د يوې برخې په توګه ګوري.  په دغې موخې کې داسې برخې هم  راځي چې اندازه کول يې ستونزمن  دى لکه د چاپيريال  ساتنې معيار، د ملي امنيت درجه ، دغوره چاپيريال کيفيت، فردي مصؤنيت،  اقتصادي، سياسي او ټولنيزه  ازادي او داسې نور.  دا ټول نه لمس کېدونکي ارزښتونه دي، خو د ژوند د کچې او کيفيت لپاره مهم دى.

په يوه ټولنه کې د وګړو  د مطلوبيت د هوساينې يا رفاه او ټولنيزې هوساينې ترمنځ یوه رابطه موجوده ده. هرکله چې وګړي ځان له رفاه بی برخی احساس کړی، کله چې دوی بیعدالتی وګوری، کله چی محرومیت مسلط شی، ټولنه ثبات له لاسه ورکوی، فرد یا وګړی له ستونزو څخه د وتلو په خاطر آن یو شمیر ناوړه حالاتو لکه روحی عدم تعادل، ناامیدی، مخدراتو ته پناوروړلو، نورو نارواچارو لکه ځان وژنې او ډیرو منفی پدیدو ته مخ اړوی.

د دې لپاره چې بیرته ټولنیز ثبات ترلاسه او  ولس ته هیلې او ژوند ته امیدواری پیدا کړو، باید اقتصادی بیارغاونې ته لومړیتوب ورکړو.  اوسنی وخت کې افغانستان کې بیوزلی نژدی د نیمایی ولس لمن نیولی ده، په تیره بیا د ارزګان، هلمند، دکندهار اطرافونه، د ننګرهار اوغزنی لرې پرتې سیمې په دې ناوړه حالت او ناهیلییو اخته دي.

حیرانوونکی دا ده چې نه یواځې افغانستان، بلکې ډیر شمیر نور بیوزله هیوادونه هم د فوق العاده قوی اقتصادی پوتانسیل لرونکی دی. د معاصر اقتصاد نامتو څیرې (بوکانان) بیبځایه نه و ویلی چی : غوره به وی چې د وروسته پاتې ټولنو د بیوزلی په ځای د هغوی په ثروتونو فکر وکړو!

همداسې ده :

د افغانستان دجنوب  د درې ولایتونو( هلمند، کندهار او فراه) ځمکی د افغانستان د اوسنی نفوس درې واره نور زیات نفوس یعنی ۹۰ میلیونه وګړو ته غلې- دانې برابرولای شی( که له سیندونو او خاوری یې ګټه پورته شي)، دافغانستان د معادنو  ارزښت څو تریلیونه ډالره اټکل شوی دی او انرژکی منابع یې دومره دی چې له کفاف پرته یې صادرولای هم شی.  افغانستان د لیتیوم، وسپنې، مس او قیمتی ډبرو لکه لاجبر، زمرد، لعل او دې ته ورتو ذخایرو لرونکی دی. د امریکی د متحده ایالاتو پلټنو وښوده چې د افغانستان لیتیم د بولویا تر هیواد څخه هم زیات دی. دغه قیمتی ماده افغانستان څخه  داسې هیواد جوړولای شی، لکه نفتو چې سعودی ته اقتصادی ګټه رسولی ده. له دې پرته د افغانستان اقلیمی منابع او  ستراتیژیک  ارزښت هم تر ټولو اوچت دی.

دا ولس به هله ټولنیزی هوساینی او د عزت ژوند ته ورسیږی چې اقتصادی بیا رغاونه ورته ډالۍ کړو. دا د منور قشر او تعلیم یافته ځوان نسل دنده ده چې دا چاره راسمه کړي.