‎کمال ناصر اصولي مو افتخارات ساتلي !

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

‎لیکنه  : پښتنه کلیواله
‎د ولسي جرګې په پنځلسمه ، او شپاړسمه دوره کې ولسونو ولسي جرګې ته له مختلفو ولایتونو استازي راولېږل ، تر څو د قوانینو په تصویب او د ولس د ستونزو په حل کې کار وکړي ‌‌‌‌‌‌ډېر استازي په دې کړنه بریالي نه شول یعنې د ولس د پاره مثبت نه وه ځکه چې یو شمېر په شخصي تجارتونو بوخت شول، یو شمېر د قومونو په اختلافاتو بوخت شول، یو شمېر د سیمې د استخباراتو په اشارو د دولت په وړاندې ائتلافونه جوړ کړل تر څو موجوده نظام ړنګ کړي


‎خو یو څو د ګوتو په شمار وکیلان هم پکې وه چې د ولس د پاره یې یو څه ناڅه خدمت وکړ ، 
‎د ولسي جرګې تر ټولو پیاوړي او مخکښ وکیل کمال ناصر اصولي ځان یو رښتینی افغان او وکیل ثابت کړ. 
‎اصولي ولس ته ووې چې زه به ستاسو شمله اوچته ساتم او د کار معیار به مې شعار نه بلکې عمل وي .
‎ولسي جرګې ته په راتګ سره اصولي صیب د خدمت لړۍ پيل کړه، او په قوي ارادې سره وتوانېد چې په خپلو ژمنو عمل وکړي .
‎اصولي صیب چې د ولسي جرګې تر ټولو ځوان وکیل وه طعبآ چې سیاسي تجارب یې هم ‌‌‌‌‌‌ډېر پاخه نه وه خو د عمل عظم یې ‌‌‌‌‌‌ډېر پياوړی وو ځکه چې با ارادې ځوان وه ، خبرې یې د عمل سره خوښېدلې 
‎دا یو حقیقت دی چې په تېره  دوره کې یعنې په پنځلسمه  دوره کې پښتنو داسې یو استازی نه درلوده چې د پښتون قوم مدافع شي ، خو په شپاړسمه دوره کې د اصولي صیب په بریا سره د پښتنو دا تشه ‌‌‌‌‌‌ډکه شوه .
‎اصولي صیب اووه کاله وکالت وکړ خو د اوو کلنو وکالت یوه ورځ یې هم د شخصي ګټو په خاطر ضایع نه کړه چې دلته یې د خدمتونو او کارنامو مهمې برخې تاسو سره شریکومه .
‎لومړۍ_
‎انور سادات د سر پل وکیل ، په تالار کې یې وویل چې پښتانه بېکلتوره دي، او هېواد کې د ټولو بدبختیو عاملین همدا پښتانه دي .
‎هیچا ددې خبرې په ځواب کې غبرګون ونه ښود خو اصولي صیب له ‌‌‌‌‌‌ډېر قهر څخه په انور سادات ګذار وکړ او ترهغې یې دا موضوع کراره نه کړه چې انور سادات یې بښنې غوښتنې ته مجبور کړ .
‎دوهمه_ ځوانان به در په دره د وزارتونو او د وکیلانو کورونو ته ولاړ وه چې کار ورته برابر شي خو هیچا یې پوښتنه نه کوله خو ولسي جرګې ته د اصولي صیب په راتګ د ځوانانو پر مخ د هیلو دروازې پرانستل شوې تر درې سوو ‌‌‌‌‌‌ډېر ځوانانو ته یې کاري فرصتوته برابر کړل چې دا لړۍ دا اووه کېږي روانه ده .
‎دریم _ د افغانستان د ټولو قومونو او بیا په تېره بیا د لویې پکتیا ځوانانو ته بهر کې د لوړو زده کړو چانس نه برابرېده ، خو د اصولي صیب په پر مټ د ځوانانو دا خوبونه په حقیقت بدل شول موږ ګورو چې هره میاشت لسګونه ځوانان بهر ته د لوړو زده کړو د پاره ځي.
‎څلورم_ د خوست پوهنتون د طب پوهنځي ته د څوارلسو خویندو شاملېدل او ټولنې ته ددوی د خدمت وړاندې کول هم د اصولي صیب له کارونو څخه دي. 
‎پنځم _ په تېرو څو کلونو کې د یو شمېر پردیپالو کړیو له خوا هویتي مسایلو ته لمن وهل کېده هڅه کېده چې په پېژند پاڼو کې د افغان کلیمه ونه لیکل شي تر ټولو مخکښ وکیل اصولي صیب وو چې ددې کړیو په وړاندې ودرېد او بالاخره دا کړۍ یې په خپلو هڅو کې ناکامې کړلې .
‎شپږم _ ځينو پلورل شویو کړیو وخت ناوخت یې د ‌‌‌‌‌‌ډېورند کرښې په مورد بحثونه د ولسي جرګې په تالار کې را پورته کولې  ،حتی ځينو به دا جرآت کولو او ویل به یې چې ‌‌‌‌‌‌ډېورند کرښه باید ومنل شي خو اصولي صیب ددې خلکو څخه ‌‌‌‌‌‌ډېر په مېړانه دا جرآت یې ترې واخیست او دا یې ورته په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړه چې افغانستان د مېړنیو قومونو هېواد دی هیچاته به ددې هېواد په سر د معاملې اجازه ورنکړي.
‎اووم_
‎د کمال ناصر
‎ اصولي په وړاندیز د افغانستان د موسس نوم احمد شاه بابا عکس باید په ټولو دولتي ادارو کې  نصب(   ولگول شي )  شي.
‎ګټې
‎ یې دا دي چې د افغانستان اصلي بنسټګر به د افغانانو په یادونو کې د تل لپاره ژوندی پاتې وي.
‎او بل دا چې د هر چا د انځورونو د نصب به مخنیوی شوی وي.
‎چې دا کار د جمهوري ریاست لخواهم ومنل شو  دا موضوع دا ٧ كاله د اصولي لخوا تعقيب او ولسمشر ته وليژل شوه 
‎چې راتلونکي کې به عملي ویاړ ولرو.

‎اتم: دا چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د ځان څخه سترې سرښېندنې پریښي سید اکبر خان ببرک هغه څوک وو چې جګړو یې نوم هېر کړی وه د لومړي ځل لپاره په شپاړسمه دوره کې د ولسي جرګې په اساس تقنیني اسنادو کې د اصولي صیب په وړاندیز ځای ونیوه، دنښانونو او م‌‌‌‌‌‌ډالونو قانون کې یې د ملي یووالي په نوم م‌‌‌‌‌‌ډال پېشنهاد شو.

‎نهم: د نجات څلی یو د هغو تاریخي ارزښتونو څخه دی چې د تورتم نه د افغانستان د خلاصون ثبوت دی ، لومړی ځل لپاره د اصولي صیب لخوا دا نظر مطرح شو چې د وخت د اطلاعاتو او کلتور وزیر یې مخنیوی کاوه همغه وزیر حتی د همدغې مخ نیوي لرلو له وجهې ولسي جرګې ته راوغوښتل شو ، بیا وروسته چې د سقاو زوی قبر د هغوی د طرفدارانو لخوا جوړ شو د افغانستان د تاریخ د منځه وړلو هلې ځلې پيل شولې ، چې اصولي صیب په مېړانه د نورو وکیلانو سره ناسته وکړه ، او بیا د وکیلانو سره یو ځای افغان مشران را ټول او د اصولي صیب نظر یې تایید کړ او د نجات څلي عملي کار پيل شو اقتصادي مرستې ته بیا مختلفو خلکو را ودانګل . 
‎لسم_ خوست ولایت ته د ټولې اقتصادي، انکشافي، بیارغونې، او ‌‌‌‌‌‌ډېر امکانات د اصولي صیب پرمټ راوړل شوي دي 
‎بنآ اصولي صیب هغه څوک دی چې د افغانستان او د افغانانو د تاریخ د را ژوندي ساتلو لپاره یې کار کړی .  د سیاسونو او وکیلانو ترمنځ د کړنو په اساس باید ویښ ځوانان توپير وکړي.
‎د خوست درنو ولسونو کې غواړئ چې د افغانستان په کچه ملي استازی ولرئ نو ښاغلي کمال ناصر اصولي ته رایه ورکړئ تر څو په ملي کچه استازی په ولسي جرګه کې ولرئ.