ملي دفاع وزارت کې د فساد ضد مبارزه

ټولنیز
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

فساد هغه بدنامه اومنفوره پديده چې له بده مرغه په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان نوم ورسره تړل شوی وو، ځکه د پراخ اداري فساد له امله اکثره ادارې نه یوازې فاسدې بلکې فلج شوې هم وې، چې د ادارو منابع او مرسته شوې پیسې د موثر لګولو پرځای شخصي جیبونو ته تلې او حیف او میل کېدې.د ملي یووالي حکومت له جوړېدو دمخه زیات فساد په امنیتي او دفاعي سکتور او ارګانونو کې وو، ځکه د نړیوالو مرستو زیاته برخه همدغو بنسټونو ته ځانګړې شوې وې. په تېرو درې کالو کې د ادارو د اصلاح کولو او فساد ضد مبارزې په برخه کې د ملي یووالي حکومت د

عملي کوښښونو له برکته افغانستان ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لرلې چې په ملي او بین المللي کچه محسوس وې. د ملي یووالي حکومت جوړېدو له لومړیو څخه جمهوررئیس غني ملي دفاع وزارت کې اصلاحاتو ته ډېر پام وکړ، ځکه چې اداري او مالي فساد د امنیتي او دفاعي ځواکونود روحیې د کمزوري کولو او د دوی د تلفاتو د زیاتوالي اصلي لامل وو.جمهوررئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روحیې او انګېزې ورکولو او د دوی د وړتیاو او  روزنې د لوړېدو او تلفاتو د مخنیوي په موخه په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو برخې ته پاملرنه وکړه، ځکه د دوی وضعیت  په هېواد کې د امنیت په ښه والي مستقیم اغېز درلود.په امنيتي سکتور کې د فساد کمول او د هغه د ناوړو پایلود مخنیوی لپاره، په تېرو درې کلونو کې د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې د اداري فساد د کمولو لپاره پراخې هڅې شوي او حکومت پدې برخه کې مهمې لاسته راوړنې لري، ځکه د سرتېرو اعاشه، خواړه او درمل تر پخوا د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شوي دي.ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو بهیر د لا چټکتیا په موخه د دغه وزارت په مشرۍ"د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي بورډ" جوړ کړ. د فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون او نورې کمېټې جوړې شوې، د بېلګې په توګه د اداري فساد قضایاو تعقیب او تفتیش کمېټه، چې د فساد پروړاندې مبارزه کې یې لاندې لاسته راوړنې درلودې: په تېرو درې کلونو کې له وظیفوي صلاحیتونو څخه ناوړه استفاده، رشوت، د اسنادو جعل او اختلاس ۱۲۵ دوسيې له مقدماتي ارزونې وروسته  اداري فساد سره د مبارزې څارنوالیو او د لوی څارنوالۍ د درندو جرمونو عدلي او قضایي مرکز ته سپارل شوې دي. همدارنګه  د ځینو جنرالانو دوسيې  د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې ته لیږدول شوې دي.په قضايي او عدلي ادارو کې د فساد قضیو تعقیب سیستم منځته راغلی دی، ترڅو ټولې قضیې په عدلي او قضایي ادارو کې په منظم ډول تعقیب شي. اداري فساد سره د مبارزې او تعقیب خپلواکه کمېټه او د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسیون په ۱۳۹۴ کال کې د اداري فساد پرضد د مبارزې عالي اداره جوړه شوه او  د مدني ټولنې  بنسټونوسره ښې کاري اړیکې رامنځ ته شوې دي. اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د ملي دفاع وزارت او د لوی څارنوالۍ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شوی. د دې ترڅنګ د ملي دفاع وزارت په قراردادونو کې پام وړ شفافیت او اصلاحات رامنځته شوي دي. د ملي دفاع وزارت رهبري ځوانه او مسلکي شوې، د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق شوی، د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې تر پخوا ښې شوې، په عصري وسایلو او وسلو سنبال شوي او له همدې امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په عالي مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي.