د استاد ګلزمان لنډ ژوندلیک

ژوندلیک
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

                 دودیال

ارواښاد استاد گل زمان په ۱۳۱۶ ل.= ۱۹۳۷م. کال کې د خوست د اوسنی ولایت دعلیخیلو د ولسوالی د "چینه  " کلی سیمه کې نړۍ ته سترګی پرانیستی  او وروسته بیا په ۱۳۴۳ل. کال کابل ته راغی. هغه له ځلمیتوب څخه ټنګ- ټکور سره مینه لرله ، په څوارلس کلنۍ کې یې  له خپلو دوو مشرانو وروڼو؛ امان الله  او مشعل سره په خپله سیمه کی هنری فعالیتونه  پیل کړل.

مشرانو ورڼو یی یوه طبله  او بل باجه(هارمونیه) غږوله. په دې ډول سره  د دوی  هنری ډله پوره وه. کله یې چې راډیو ته مراجعه وکړه، دخپل ښه استعداد له مخې ومنل شو. په کابل راډیو کې  یې لومړنی ثبت شوی محلی سندره داسی ده:

آی ! غونډې  منډې – دا تورې زلفې جوړی که په ټنډې – له باغه ګلان راوړه

وروسته ترهغه یی دافغانستان په راډیو او تلویزیون کې تر ۸۵۰پورې سندری ثبت او ضبط شوی دي. په ملی تلویزیون کې یې همدا اوس ۸۰سندرې شته. له ثبت شویو سندرو سره یی ټولی ۲۰۰۰سندری ویلی دی. یعنی ټولی د رادیو ارشیف کی نشته، بلکی تر نیمایی لږ کمی یی د ثبت او ضبط په بڼه لرو.

استاد گل زمان  په ۱۳۶۱ل. کال کې په سندرو ویلو کې دوهمه درجه جایزه ترلاسه کړه او په ۱۳۶۲ل. کال یی دسندرو په کمپوز کولو او طرز جوړلو کی دوهمه درجه  هنری جایزه ترلاسه کړی ده. د رادیو افغانستان ټولو هنرمندانو ورته ډیر درناوی درلود. زیاتره یی د شاګردی حیثیت لری او د دوی زیات شمیر سندری یی کمپوز کړی دی. له پخوانیو هنرمندانو برعلاوه؛ نوي نسل هنرمندانو ته هم  ډیر ګران  و  او ورته درناوی یې درلود. آریانا سعید څه موده وړاند ی د خپل فیسبوک په پاڼه باندې داسې لیکلی و : " یاد استاد گل زمان تا ابد از طریق آهنگ و خدماتش در موسیقی ، زنده خواهد ماند".

اوس یی د هنری فعالیت شپیته کاله کیږی. دغه موده کې یی زموږ د ملی فوکلور او ولسی سندرو په ژوندی ساتلوکی  ډیر  زیار ګاللی دی. هغه د افغانی ملی  کلتور او فرهنګ دمعرفی  او بهرنیو هیوادو کی د کنسرت ورکولو په موخه د افغانستان نورو هنرمندانو سره ډیر  بهرنی سفرونه کړی و.   نوموړی د چمبې( دایری) په برخه کی یواځنی هنرمند بلل کیږي، اما د هارمونیی استاد یی هم بولي. غږ یی ډیر سندریز او زړه ښکونکی و او حماسی سندرو کې بی جوړی و.

د ده د وینا له مخې:  نوموړی د ځوانی په عمر، د سیمی څو مشرانو کابل راډیو ته معرفی کړ. هغه وخت یی ورور ورسره باجه غږوله، وروسته یی ورور وفات شو. نوموړی یوه خاطره کې ویلی و چې زموږ معاش هغه وخت  ۶۰۰ افغانی و. لومړنی بهرنی سفر یی تاجکستان او بیا ازبکستان ته و. وروسته یې هندوستان، ایران، پولند، روسیی، منګولیا او آلمان  ته  هم رسمی سفرونه کړی دی، چې له غوره مډالونو او ستاینلیکونو سره راستون شوی و. دهیواد دننه یی دسروزرو، سپینو زرو او ژیړو(برنج)  مډالونه ترلاسه کړی دی. دکوزې پښتونخا دپښتنو او بلوڅو د اوسیدو بیلابیلو سیمو کې ګرځیدلی لکه:

وزیرستان، واڼه،  دیر اسماعیلخان، کوهاټ، کُرمه، کوټه، سوات او د خټکو علاقه. دافغانستان تقریباً ټولو ولایتونو ته تللی او خلکو یی ډیر ټود هرکلی کړی دی.

دموسیقی په برخه کې یې ټول ۴۱شاګردان روزلی دی. دهیواد دننه هنرمندانو څخه برعلاوه یې، د کوزې پښتونخوا هنرمندانو؛ میرمن ګلنار بیګم او هدایت الله ته یې هم کمپوز کړی دی. ده له محمددین زاخیل سره په راډیو کی د دیری او حجری مجلس هم تنظیم کړ. "دطاووس بڼکه" رادیویی پروګرام  پروډیو سری هم کړی ده.

د ده یوه محلی خوږه سندره داسی ده:

شنه شنه دی خالونه

خیالی اوربل دی  جوړ کړه ولونه ولونه

ځان درسره جوړکړه – دچم ژڼي توتیان  نجونه بلبلی ...

د کاکړی غاړی یوه بیلګه یی دا ده:

توره شپه ده، توره خونه

شین خالی نده  معلومه

توره شپه به خدای سبا کړی

شین خالی به خدای پیدا کړی

دغه سندره یی د هر افغان په ژبه ده:

دا وطن ودان وطن دا د هر افغان وطن

دا پرمونږه ګران وطن

خاوره د غیرت ده زلزلی لری توفان لری –غرونو کی بازان لری

دا پرمونږه ګران وطن

 

ارواښاد استاد ګلزمان لس کاله مخکی د ملا په درد اخته شو، ترطبی جراجی اوعملیات څخه وروسته لږ څه روغ شو، خو بیا یی د لویدو له امله پښه ماته شوه، نو ځکه وروستیو کلونو کی په لکړه ګرځید. استاد پنځه ویشت کاله مخکی د حج فریضه ادا کړی وه، تل به یی لمونځ کاو او جومات ته به ته. په ولس کی یی ډیر محبوبیت درلود، هیڅوک ورڅخه بده خاطره نه لری، یو بی آزاره ، متواضع او په ملی فرهنګ سمبال شخص و. استاد ګلزمان په وروستیو کې ناروغ و، د جمعی په ورځ چې د۱۴۰۰ل. کال د کب د میاشتی له شپږمی سره برابره وه، په کابل کی د۸۴کالو په عمر وفات شو(انالله وانا الیه راجعون). پاک پروردګار دی فردوس جنت ورته نصیب کړی.