توره بډه

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

س . سېلنی

توره بډه

زه پوهېږم لار اوږده ده

ترومږۍ ده دربله شپه ده

لا مزلونه دي منزل ته

واټنونه دي لا پاتې

لالهانده پښې یبله تلې

یو ورک لاری پردېسى یم

نه پوهېږم زه به څوک یم

چې له ځانه مې پردی یم

نه د چا د پېژندو شوم

نه د چا پېژندگلوی یم

چې پوښتنه ترېنه کېږي

نه خو داسې څوک کتی شم

نه یو څرک د روڼې سترگې

لرې لوري نه ليدی شم

داسې توره تبۍ  شپه کې

سپین و تور سره ورک کېږي

داسې تکه توره شپه ده

چې دېوان نه لیدل کېږي

په دې تپې تېارې شپه کې

نه ابلیس پېژندل کېږي

نه پېریان تر سترگوکېږي

په كږلیچو کې رهي یم

نه په شا شم بېرته تللی

نه  مزل شم پرېښودلی

لالهاند  ستړی ستومانه

چېرې درومم

نه پوهېږم