علم او پوهه ‏‎

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

که دې شوق د آلوتو وي علم زده کړه

که آسمان ته د ختو وي علم زده کړه‎

که له جهل او له خواریو وتل غواړې

چې خاوند د تدبیرو شې علم زده کړه

وړندې سترګې دې رڼا شي علم زده کړې

چې دې ژوند ډک له مانا شي علم زده کړه

تیارې څمڅې شي رڼا، شي لوی ښارونه

ژوند دې ډک له سپین رڼا شي علم زده کړه

د بې علمو دنیا توره لکه څاه ده

څو له تورې څاه راووځې علم زده کړه

ناپوهان کور ته راوړي مدام غمونه

له هر غم چې په امان شې علم زده کړه

د ګړنګ او لار توپیر د سترګو کار دی

چې دې سترګې شي رڼا ځه علم زده کړه

د چل وټو په هټې به تل تېر وځې

چې ځان خلاص له هر نیرنګ کړې علم زده کړه

علم تابه له تور خاورو را بهر کړي

آلوتل که د باز غواړې علم زده کړه‏

علم بل څه نه دی دا د ژوند اوبه دي

چې دې ژوند ټول ابد شي علم زده کړه

له دې خومه یو څو ډک جامونه واخله

څو دنیا دې رنګينه شي علم زده کړه

د ساقي په ښکلا لا به نور مين شې

غبرګې سترګې دې روښان شي علم زده کړه

علم پوهه ،علم عقل او سمون دی

چې له سیال سره دې سیال شې علم زده کړه

څوک په علم چې سمبال وي په لار سم ځي

تیز په سترګو د شاهین شې علم زده کړه

ناپوهي ډاراو وحشت دی په تیرو کې

له وحشته څو بهر شې علم زده کړه

چې د ژوند د ټول رازونو غوټې خلاص کړې ‏

د هر راز کلي به ستا شي علم زده کړه

د مغزو دنده د علم اخیستل دي

سر به هله ستا په کار شي علم زده کړه

هسې ګوډی دی چې سا په بدن نه وي

چې دې سر د سم انسان شي علم زده کړه

علم پوله د حیوان او د انسان ده

چې په ډله د انسان شې علم زده کړه

بېړۍ درومي پر اوبو د علم له زوره

چې مزل دې پر څپو شي علم زده کړه