تر داره

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

څه چې څښلې ما د سترگو په پیالو کې

هغه څښلی دې تا کله په جامو کې

 

هسې تش ځانته میخور وایې چې زه یم

په یو جام باندې بې هوش شي میکدو کې

 

محبت، محبت وایې، مجنون نه یې

هسې ځان شمیري قطار د لیونو کې

 

نه یاغې یې نه باغې یې په خپل عشق کې

هسې بند یې په ناکارو سنتو کې

 

ای نصرته ځم په عشق کې مې تر داره نور بند نه یم په رکوع اوپه سجدو کې

 

۰۳.۰۱.۲۰۲۰

وایله

دنمارک