رقص

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

پتنګان د ډیوې عشق کې لولپه وي

د سپرلي وږمو ته ګل په ډنډر ناڅي

کرامت د انګور نه بولې نو څه دي

چې ساقي په لاس کې جام و ساغر ناڅي

هسې ډوب یم د خیالونو نندارتون کې

چار چاپېر راڅخه ټول بحروبر ناڅي

ځمکه لاندې په لړزه رامالومیږي

پاس اسمان کې راته ستوري، قمر ناڅي

توند بادونه، توپانونه به په لار وي

تورې وریځې چې د غرونو پر سر ناڅي

ښادي مه ګوره د هغه ملت ژوند کې

چې ملا ورته په ستیژ د ممبر ناڅي

د یو داسې ملک، وطن په لټه ګرځم

چې وګړي یې ماښام و سهر ناڅي

تګ مه نه شي د هغه محفل له منځه

چې جوړه راسره یوځای دلبر ناڅي

مازیګر مې د هغو نجونو یادیږي

چې لا هم يې منګوټي په ګودر ناڅي

ژوندون څه دی د یو څو شېبو فرصت دی

سبا هر څه د نیستۍ پر محور ناڅي

د دې خوب تعبیر به څوک راته تفسیر کړي

هندوکش سره پامیر او سپينغر ناڅي

د هغه جشن په تمه، هیله پایم

چې ځوانان پکې د لرو د بر ناڅي

سرلوڅ مرادزی