چوکۍ

د اونۍ شعر
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یرویس نجیبي 

شرپسند ناموس پریدي چوکۍ ګټي
په سرونو قدم ږدي چوکۍ ګټي
منم شراب ګناه ده خو ملا صیب
د قاتل ګناه بښي چوکۍ ګټي


یوې سپږې لپاره پوستین سوځي
عجیبه نه ده مفني? چوکۍ ګټي
د غرو دي که د سمې واکمنان دي
د مظلومو وینې سکي چوکۍ ګټي
ما په تا ' تا په ما وژني جهاد کړي
لور په لاس ځوانان ریبي چوکۍ ګټي
په روبلو په کلدارو په ډالرو
عقیده او سوګند خوري چوکۍ ګټي
میرویسه دواړه ورونه جنتیان دي
یو شهید بل یی غازي چوکۍ ګټي