دسولې ملي مشورتي جرګه دپریکړه لیک په لوستلو پای ته ورسیده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
دسولې ملي مشورتي جرګه نن پاى ته ورسيده دافغانستان دسولي دملي مشورتي جرګې پاى ته رسيدونکي غونډه د قران عظيم الشان د څو آيتونو په لوستلو سره پيل شوه . وروسته د سولې دملي مشورتي جرګې له رييس استادبرهان الدين رباني څخه غوښتنه وشوه چې دجرګې دکار په باب خبرې وکړي . استاد رباني د خبرو په پيل کې وويل دجرګې وروستۍ ورځ ده خو دهميشني سولې دتامينولو په خاطر دې بايد هلې ځلې دوام ومومي . ده زياته کړه دجرګي ټولو غړو ټينګار وکړ
چې بايد جرګه يو لنډ مهال او نمايشي حرکت نه وي ، بلکې دخداى ( ج ) په وړاندې او دخلکو دامنيت اونيکمرغي دتامينولو لپاره دملت او تاريخ په وړاندې يوه ژمنه وي . استاد رباني وويل دملتونو وياړديوبل په لمنځه وړلو اود شخړو او لانجو په رامنځته کولو کې نه بلکي دسولې نيکمرغۍ سوکالۍ پرمختګ او پراختيا دملتونو وياړنې دي . دجرګې رييس څرګنده کړه چې زموږ ملت په څو لسيزو کې زياتي ستونزي وګاللي . او اوس هم په جګړه او دهغې په مصيبتونو کې اخته دي . چې البته موږ افغانان د هغو په رامنځته کولو کې ونډه لرو خو د توطيي لاسونه له پيل څخه نه بلکي دجهاد دبرياليتوب په درشل کې زموږ دهيواد په لور وغزيدل ،اوپرې يې نه ښودل چې زموږ ملت دخپلو برياليتوبونو او وياړنو خوند وڅکي . او په بيلابيلو تبليغاتو سره يې مجاهدين بدنامه کړل او اوس هم هغو ټولې ستونزي چې وينو يي دهيواد له دننه څخه نه بلکي له بهر څخه په موږ باندې ټپل کيږي . ده ټينګار وکړ چې بايد خپل يو والې پياوړي کړو چې له بهرني لاسونه لنډ کړاى شي . او په دې نازک پړاو کې بايد له خپل خداى او ملت سره ژمنه وکړو . چې دسولې دتامينولو په لاره کې هراړخيزي هلې ځلې کوو . پروفيسر رباني څرګنده کړه چې نړيوالې ټولنې پرون له تروريزم سره دمقابلې په خاطر ائتلاف وکړ . اوس نشي کولي چې په افغانستان کې دسولې په خاطر نړيوال ائتلاف جوړ کړي او په دې لاره کې له موږ سره همکاري وکړي . ده دنړيوالې ټولنې، اسلامي هيوادونو په تيره بيا سعودي عربستان او په ځانګړې توګه دخادم ال حرمين شريفين او د ترکيې ايران ، پاکستان او هند له هيوادونو او دنورو هيوادونو له مرستو څخه په قدرداني سره له دوي څخه وغوښتل چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي . برهان الدين رباني دخپلو خبرو په دوام وويل له خپلو طالب ورونو څخه غواړو چې راشي او له يوبل سره لاسونه ورکړو ، خپلې وسلې دې پر ځمکه کيږدي ، جګړه بس ده راشي ستاسو شرعي غوښتنې زموږ غوښتنې دي راشي په خپلو کې تفاهم وکړو . ده دوړانديز په ډول وويل چې افغان اتل بچيان ( مجاهدين ) په بيلابيلو نومونو له پوځي او اداري برخو څخه لري کړي شول او په کورونو کې کيښنول شول . چې بايد په دې باب نوى نظر وشي . او بايد دوى هير نه کړي شي او ډاډ لرم چې دهيواد جمهور رييس او دهغه مرستيالان دغې مسئلې ته متوجه دي
دسولی ملی مشورتی جرګی دپریکړه لیک بشپړ متن
نن دجرګی په دریمه ورځ دسولې دملي مشورتي جرګي پريکړه ليک دجرګي دمرستيال مولوي قيام الدين کشاف او دولسي جرګي دغړي عبدالستار درزابي له خوا په پښتو او دري ژبو ولوستل شو چې په دې شرحه دي . دسولې دملي مشورتي جرګې پريکړه ليک دسولي ملي مشورتي جرګه چې دملي شورا په دواړومجلسونوکې دملت داستازو ، دولايتي شوراګانو دغړو ، د رنو عالمانو ، قومي مشرانو ، دمدني ټولنې داستازو په ايران او پاکستان کې دميشتو افغان مهاجرينو او دنورو قشرونو داستازو په ګډون دافغانستان دبيلابيلو قشرونو د يوزرو شپږ سوو تنو په شتون چې په ديارلسو کته ګوريو کې تنظيم او رابلل شوي و په اوسنيو نا امنيو دلاس بري او په هيواد کې ددايمي سولې دتامينولو دلارو چارو دلټولو په لاره کې دسلا مشورو لپاره دپروفيسر برهان الدين رباني په مشرۍ جوړه شوه دسولې دملي مشورتيجرګي غړو په تيرو دريو ورځو کې له طرحه شوي اجندا سره سم دکاري کميټو په بيلابيلو غونډو او په عمومي غونډه کې هراړخيزي خبري وکړي او په دغو مواردو کې موافقي ته ورسيدل . موږ دسولې دملي مشورتي جرګي برخه وال په خپلو ديني اوملي مکلفيتونو په پوهيدو او ددې په پام کي نيولو سره چې سوله زموږ يوه اړتيا ده او ددي ملت د ټولو وګړو اړتيا ده ، دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دژمنې اونوښت له امله چې په هيواد کې دجګړو او وينو توييدو دبندولو او له سوله ئيزي لارې هميشنۍ سولې ته د رسيدو لپاره له ملت سره دسلا مشوري پربنسټ جوړه شوه هراړخيز ملاتړ کوو ، موږ په هيواد کې دهميشني سولې او دهراړخيزي سوکالۍ ته درسيدو لپاره دافغانستان دمسلمانو خلکو دزغم او قربانيو قدرداني کوو . دافغانستان خلک دهيواد دملي او بنسټيزو مرکزونو په بيا جوړولو کې دنړيوالي ټولنې په تيره بيا دامريکا دمتحده ايالاتو هراړخيز ملاتړ ته په درنه سترګه ګورو او دهغوى د پراخو او اغيزمنو بنسټيزو همکاريو ددوام غوښتنه کوو . موږ دهغو اقداماتو او نوښتونو دملاتړ لپاره چې زموږ جګړه ځپلې هيوادکې دهميشني سولي سبب کيږي داسلامي هيوادونو په تيره بيا د سعودي عربستان دباچا خادم الحرمين الشريفين او دترکيې دکلکو هلوځلو له امله قدرداني کوو . او دهغو ى دلازياتو همکاريو ددوام ، چټګټيا او پراختيا غوښتونکي يو موږ دسولې دملي مشورتي جرګي برخه وال دغه موارد تصويب کړي او دافغانستان له اسلامي جمهوري دولت او په جګړه کې له ښکيل لورې څخه هيله کوو چې دهغو په تطبيق کې صادقانه سملاسي او ملموس اقدام وکړي . هميشني سولې ته درسيدو لپاره مفاهمه خبرې او موافقه . موږ دسولې دملي مشورتي جرګي برخه وال په جګړه کې له ټولو ښکيلو اړخونو څخه غواړو چې داسلام دمقدس دين له لارښوونو سره سم دجګړي او ورور وژنې دبندولو او هميشني سولې ته درسيدو لپاره دافغانستان دخلکو غږ او غوښتنې هرکلي ووايي اودمفاهمې او خبرو لاره غوره کړي دا د ټولو افغانانو ترمنځ دسولې اوپخلاينې نوښت دي او په هيڅ ډول نړيوال افراطي عناصر اونړيوالې تروريستي شبکي پکې نه شامليږي . ٢_ دولت دې بايد دسولې دملي مشورتي جرګي دپريکړو په پام کې نيولو سره دسولې دبهير دپيل لپاره يو هراړخيز پروګرام جوړ او ديوې ملي او دايمي ستراتيژي په توګه دسولې دتامينولو لپاره هلې حلې اعلام کړي . ٣_ دسولي هلې ځلې بايد دنظام برياوي او دهغو قانوني ارزښتونه تر پوښتني لاندې ونه نيسي او په هيواد کې ديو نوى بحران سبب نه شي . ٤_ هميشني سولې ته درسيدو په صورت کې د ټولو ښکيلو اړخونو هراړخيزي او صادقانه ژمني يو حتمي کار دي موږ د جرګې برخه وال غوښتنه کوو چې دافغانستان دخلکو او دجرګي دبرخه والو دغوښتنو او د دغې جرګې د پريکړو درناوي وکړي او په جدي او صادقانه ډول دهغو په عملي کولو اقدام وکړي . له دې پرته به د جرګي تاريخي ارزښت ته زيان ورسيږي . _ ٥_ موږ له ټولو ښکيلو اړخونو څخه غوښتنه کوو چې له هغو مخکنيو شرطونو څخه چې دخبرو اومفاهمې پيل ته رسيدل ناممکن کوي ډډه وکړي او د تفاهم دپيل کولو لپاره دې رغنده دريځونه او نرمښت وکاروي اوخپل ښه نيت څرګند کړي . ٦_ قومي سيمه ئيزو ژبنيو سمتي ، تنظيمي ، مذهبي او سياسي مسئلو ته د لمنې وهلو مخنيوي چې دملي يو والې دزيانمن کيدو سبب کيږي دښکيلو لورو په کاري لومړيتوبونو کې ځاى ورکړي شي . ٧_ داقتصادي بنسټ دپياوړتيا ، دبشري منابعو او دهيواد دبنسټونو دپراختيا او پياوړتيا په لاره کې د پانګې اچونې دزمينو برابرول دکار اوکسب دزميني دبرابرولو ، دبې وزلي دکمښت اوداسلامي او عمومي تعليماتو د ظرفيتونو د لوړولو په مقصد ددولت دپروګرامونو په سر کې ځاى ورکړي شي . له خوابدو سره د خبرو دچوکات جوړول ٨_ موږ دافغانستان له دولت او په هيواد کې له ميشتو نړيوالو ځواکونو څخه غوښتنه کوو چې دښه نيت په توګه دې دهغو کسانو دازادي په باب چې دناسمو راپورونو او دنورو نه ثابت شويو تورونو له مخې په بيلابيلو جيلونو کې شپې سبا کوي جدي او سملاسي اقدام وکړي . دولت دې بايد له نړيوالې ټولنې سره په تفاهم کې له تور لست څخه د مخالفينو دنومونو د حذف په باب بيړني اقدام وکړي . دولت او نړيوال ځواکونه دې بايد دهغو کسانو امنيت اومصونيت چې دسولې له بهير سره يوځاى کيږي تامين او تضمين کړي . او خوندي ژوندانه ته دهغوى دستنيدو زمينه دي برابره کړي . او له نړيوالو او افغان ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه کيږي چې له بي ځايه نيونو او په خپل سر له کورونو له لټولو او داستوګنو دساحو له بمباري څخه چې دملکي خلکو دسر دزيان سبب کيږي په کلکه ډډه وکړي . دولت دې بايد په افغانستان کې د ميشت نړيوالو ځواکونو دپوځي عملياتو درهبري اوهمغږي د مسووليت د ترلاسه کولو لپاره جدي اقدامات وکړي . وسله وال ناراضيان دې بايد له تاوتريخوالې او هغو ټولو فعاليتونو څخه چې د ګرانو هيوادوالو د وژنې او دبنسټونو دويجاړتيا سبب کيږي ډډه وکړي او له تروريستي شبکوسره دې خپلې اړيکې وشلوي . له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کيږي چې دافغانستان دامنيتي ځواکونو په سمبالولو روزنې او پياوړتيا کې جدي اقدامات اوهمکاري وکړي چې دغه ځواکونه په دې بريالي شي چې دخپلو خلکو او هيواد دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه واخلي . موږ له نړيوالې ټولنې څخه داوږدمهالو ژمنو غوښتونکي يو ، چې افغانستان بيا دسيمه ئيزو سياليو او شخړو په ډګر بدل نه شي . او دبهرنيو لاسوهنو مخه ونيول شي . چې دسيمه ئيزو همکاريو د پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړي . موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې دافغانستان داسلامي جمهوريت په مشرۍ دسولې دبهير بشپړ ملاتړوکړي . دولت دې دخلکو په همکاري دښې حکومت والي دشرايطو دبرابرولو ، دکار اهل ته دکار دسپارلو ، داداري او اخلاقي فساد پرخلاف دمبارزي دهيواد په کچه د ځمکې د غاصبينو پرخلاف اقدام وکړي . دغه اقدامات په دولت باندې دخلکو اعتمار اوباور زياتوي او له دولت سره دملت په نږدي کولو او دسولې دبهير دبرياليتوب لپاره کليدي رول لوبوي . دافغانستان خلک په خپل هيواد کې دعادلانه سولې غوښتونکي دي چې په هغې کې دښځو او ماشومانو په ګډون دهيواد ټولو اتباعو حق په پام کې نيول شوي دي . د ټولنيز عدالت دتامينولو په مقصد جرګه ټينګارکوي چې قوانين دي دهيواد په ټولو اتباعو باندې يوخيل تطبيق شي . موږ ددغې جرګې برخه وال له درنو عالمانو او دصوتي چاپي او تصويري رسنيو له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې دجوماتونو له منبرونو او د ډله ييزو اطلاعاتو له نورو وسايلو څخه دسولې دتبليغولو او له تاوتريخوالې څخه دلاس اخستلو لپاره مسوولانه او رسالت مندانه استفاده وکړي . ١٠_ موږ ددغې جرګې برخه وال دخپلو ټولو ديندارو خلکو څخه غوښتنه کوو چې له دولت سره يوځاى چې د هيواد داوسنيو نااراميو د بندولو لپاره لاسونه يوبل ته ورکړي او دهغو دبرياليتوبونو په لاره کې دې هلې ځلې وکړي . دولت دې بايد دخلکو په همکاري دامنيت دتامينولو لپاره ټول لازم تدبيرونه ونيسي او دورانکارو او تروريستي فعاليتونو مخه ونيسي . له ناراضيانو سره دخبرو لپاره دميکانيزم جوړول ١١_ ددغې جرګې د سلا مشورو د عملي کولو او په هيواد کې دسولې دبهير د پرمخ بيولو لپاره دې يو واکمن کميسيون يا دسولې عالي شورا جوړه شي . دغه مرکز دې د زماني په تيريدو سره ولايتي ، ولسواليو او سيمه ئيزي نمايندګي جوړي او پراخه کړي . چې په ترکيب کې يي زړه سواندوورونو خويندودرنو عالمانو ، دقوم دمشرانو او دملي شورا له دواړو مجلسونو څخه ديو تن استازي په ګډون مصلح شخصيتونه او هغه مخالفين چې له جګړې څخه يې لاس اخستي وي شامل شي . دغه شورا دې بايد دبنديانو داحوالو د څيړنې او دهغوى د خلاصون او عادي ژوندانه ته د هغوى دستنولو لپاره يوه خاصه کميټه جوړه کړي . ١٢_ موږ ددغې جرګې برخه وال ژمنه کوو چې دسولې دپيغام راوړونکو په توګه خپلو سيمو ته د ستنيدو په لاره کې ددغې جرګي دسولې پيغام خپلو خلکو ته ورسوو او په دې لاره کې دسيمه ئيزو ادارو عالمانو ، دقوم دمشرانو او د ښځو او نارينه و په همکاري هراړخيزي هلې ځلې وکړو . تر څو دسولې په تامينولو کې خپل ملي او هيوادني پور اداکړو . ١٣_ دسولې دملي مشورتي جرګي له پريکړه ليک سره د نړيوالې ټولنې دملاتړ د ترلاسه کولو لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت مکلفيت لري چې هغه د کابل دکنفرانس په اجنداکې شامل کړي . ١٤_ دولت دې بايد دهغه ميکانيزم له لارې چې جوړيږي دسولې دپروګرام د پرمخ بيولو په باب په پرله پسي او شفاف ډول خلکو ته خبر ورکړي . ١٥_ دسولې دستراتيژۍ او عمل دپروګرام د تدوين او عملي کولو لپاره د جرګې اته ويشت ګونې سپارښتونه ددغه پريکړه ليک مل دي . ١٦_ دسولي دملي مشورتي جرګي په پاى کې دافغانستان دمسلمان ملت په استازيتوب د غزې په تړانګه کې دفلسطين له مظلومو او بې وزلو خلکو سره دبشر دوستانه مرستو په کاروان په نړيوالو اوبو کې د اسرائيلو درژيم وحشيانه بريد چې دلسګونو تنو دمرګ ژوبلې سبب شو په کلکه وغندل شو او د قربانيانو له کورنيو او ټپيانو سره همدردي څرګنده شوه . او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه قربانيانو ته دفردوس جنت هيله وشوه . دملګرو ملتو له سازمان او له نړيوالې ټولنې څخه په کلکه غوښتنه کيږي چې دغزې د تړانګې ظالمانه کلابندي پاى ته ورسوي . ومن الله التوفيق . وروسته دولسي جرګې غړي استادعبدالرب رسول سياف د شورا ، سولې ، اخوت ، دوستي او ورور ولي په اړوند داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي ( ص) ځينې احاديث ولوستل او تفسير او ترجمه يې کړل . دغه راز استاد سياف دامنيت او سولې په وړاندې دملت او دولت د دندو اومکلفيتونو او د ظلم په وړاندې د مقابلې په اړوند څرګندونې وکړي . ده طالبانو ته په خطاب کې وويل مسلمان ته په کار نه دى چې بل مسلمان ته ښکنځل وکړي او سپکاوي يې وکړي او بد رد ورته ووايي او زياتوم چې ديو مسلمان وينه ، مال او هر څه په بل مسلمان حرام دي . وروسته دسولې دملي مشورتي جرګې رييس په لڼډو خبرو کې ددغې جرګي له جوړونکو او چارواکو او دغه راز له امنيتي ځواکونو څخه چې په تيرو دريو ورځو کي يې دجرګي دجوړولو په سيمه او په ټول کابل کې دامنيت په تامينولو کې جدي هلې حلې کړي دي قدرداني وکړه . استاد رباني دغه راز په تيرو وختونوکې دافغان ښځو د اتلوليو په يادونې سره دهيواد په اوسنيو شرايطو کې ددوي رول اغيزمن وباله اوزياته يي کړه . چې دسولې دملي مشورتي جرګې دمرستيال مولوي قيام الدين کشاف په وړانديز يوه ډله خويندي اوميندي د طالبانو له خويندو اوميندو سره د خبرو او مفاهمې په مقصد استوو . وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي خپله وينا واوروله اوويې ويل خوښ يم چې له دريو ورځو غور او خبرو وروسته ملت په هغه انتظار سره چې له تاسو څخه يې درلود ستاسو دلورې يي دسولې پيغام ترلاسه کړ زه او دملت ټول وګړي د دغې ملي مجلس نتيجې ته سترګي په لاره و . حامدکرزي زياته کړه چې ستاسو پريکړه ليک هراړخيز بشپړ او برحق و ، زموږ ناراضي ورونه بايد له سولې سره يوځاى شي او له دغه فرصت څخه چې ستاسو له خوا برابر شو استفاده وکړي او په هيوادکې سوله تامين کړي . جمهور رييس وويل تاسو له حکومت څخه دچارو داصلاحاتو غوښتنه وکړه چې پرځاى کار دي تاسو غږ وکړ چې ځينې کسان له موجب پرته بنديان دي اوبايد ازاد شي . پرځاى خبره مو وکړه او ډير ژر ازاديږي . دغه راز تاسو د نړۍ په تيره بيا له سعودي عربستان ، د حرمين الشريفين له خادم ، ترکيې او نورو هيوادونو دهمکماريو څخه مننه وکړه چې دا يو پرځاى کار و او په لنډه توګه ستاسو پريکړه ليک د حکومت لپاره يوه لارښوونه ده او دهغه په تطبيقولومکلف يو او په دې کار اقدام کوو حامدکرزي دخوابدو ورونو د پخلاينې او جذب په خاطر په تيرو پنځو کلونوکې د حضرت صبغت الله مجددي د هڅو او هاند يادونه وکړه او ويې ويل دحضرت صاحب د هڅو او هاند له امله په زرګونو تنو طالبانو او د حزب اسلامي غړو له جګړې څخه لاس واخيست چې دده د هڅو او هاند له امله قدر داني کوو . جمهور رييس دخپلو خبرو په دوام وويل تاسو د ځينو هيوادونو د مرستو يادونه او قدرداني وکړه چې پرځاى خبره مو وکړه اوزياتوم چې جاپان هم له هغو هيوادونوڅخه دي چې په افغانستان کي دسولي له ټينګښت سره مينه لري . او دراتلونکو پنځو کلونو لپاره يې دپنځو ملياردو ډالرو مرستي ژمنه کړې ده . او دغه راز دترکيې حکومت هم دافغانانو د سولې د ملي مشورتي جرګي له خوا د اعلاميو له صادرولو سره خپل ملاتړ څرګند کړي دي . حامدکرزي د سولې دملي مشورتي جرګې له جوړونکو او مسوولينو څخه په قدرداني سره د طالبانو له خويندو اوميندو سره د خبرو په مقصد ديوي ډلې خويندو او ميندو داستولو په باب د مولوي کشاف د وړانديز هرکلي وکړ او ويې ويل دايو ښه اقدام دي او له شک پرته زموږ خويندې اوميندې به اغيزمن رول ولوبوي . جمهور رييس له طالبانو او دحزب اسلامي له ناراضي غړو څخه وغوښتل چې له دغه فرصت څخه استفاده وکړي راشي او په ګډه هيواد سمسور او ودان کړو . حامدکرزي دخپلو خبرو په پاى کې وويل موږ اوس دسولې دملي مشورتي جرګې له لارښوونو سره سم عمل کوو او انشا الله هدف ته به ورسيږو . جرګه د شيخ محمد اصف محسني له خوا ددعايې په لوستلو سره پاى ته ورسيده . دسولې ملي مشورتي جرګه دخلکو ديو زرو شپږ سوه تنو استازو دولتي چارواکو دجهاد دمشرانو د پارلمان دغړو او دمدني ټولنې داستازو په ګډون دچارشنبې په ورځ په هيواد کې دسولې او امنيت دتامينولو او په ناامنيو د برياليتوب او دجګړې دبندولو د لارو چارو دموندلو په مقصد جوړه شوې وه او نن مازيګر پاى ته ورسيده،پای (ر،ن) .