"یوپه بل موسره وژني ..."

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د ليکوال او څېړونکي شېريحيا سره مرکه
ښاغلی شېر يحیاپه ۱۹۵۷ د نومبر په مياشت کي د کندهار ښار په  ( ګنج ) کي زېږېدلی دی ، لومړنۍ زده کړي يې په تيمورشاهي ښوونځی او وروسته يې تر دوولسمه په ميرويس نيکه لېسه کي درس ويلی دی .

لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځی د تاريخ په څانګه کي د لوړو زده کړو تر فراغت وروسته د هغه مهال لويديځ  المان ته مهاجر سو او د فرايډريخ الکساندر په پوهنتون کي د نړيوالو حقوقو، تاريخ او اقتصاد په برخو کي د ماسټرۍ تر کچي زده کړي وکړې ، نوموړي وايي چي څلور مياشتي يې د دوکتورا ترلاسه کولو لپاره کار وکړ ، څنګه چي کورنۍ يې په پاکستان کي د هجرت شپې تېرولې دې حالت کارته مجبوره کړ او د دوکتورا ترلاسه کولو چانس ترې واخيست .
د روس پر وړاندي افغان جهاد پر مهال يې په جرمني کي په پنځو ژبو د خپلواکۍ وږمه په نوم يوه خپرونه چاپوله ، وروسته يې رڼا په نوم جريدې تر څنګ د سپين غر په نوم د کتاب خپرندويه ټولنه خلاصه کړه او يو شمېر بېلابېلو پښتو کتابونو د چاپ او خپراوي تر څنګ يې په سلګونو پښتو څېړنيزي ليکني او له نورو ژبو د افغانستان په اړه مهمي مقالې پښتو ته راژباړلي دي .
نوموړی همطبعه خو حساس دی ، په افغانستان کي جګړه د پردو جګړه بولي ، نوموړي تر دې مرکې مخکي د لراوبر سره په اوږدو ټيلفوني خبرو کي تر ټولو ډېر ټينګار پر دې خبره کاوه چي موږ بايد هڅي وکړو چي ملي پوليس او اردو پوه کړو چي طالبان مو وروڼه دي او طالبان پوه کړو چي ملي اردو او ملي پوليس مه ولئ ، داهم ستاسي غوندي ددې خاوري بچيان دي .

نوموړی په افغانستان کي د ايتلاف او ناټوشتون اشغال بولي او وايي چي دافغانستان د اوسنۍ ادارې د کړنو سره هم مخالفت لري . نوموړی د خپلي مېرمني او درو اولادونو سره د المان په جنوب کي اوسيږي .

د لراوبر ويبپاڼي د المان د څانګي همکار له ښاغلي شېريحیا سره د افغانستان د کړکېچ په ځانګړې توګه د وروستيو بدلونونو په اړه يوه تفصيلي مرکه کړې ده ، ستاسو پام ورته را اړوو .

لراوبر : څه وخت پخوا د افغانستان ـ پاکستان له پاره د امریکا خاص استازي  ښاغلي ریچارډ هولبروک و یوې آلمانی ورځپاڼي ته وویل چي :« که موږ په ۱۹۹۵ کال په بوزنیا کي یو قوي مرکزي دولت منځ ته راوړی وای نوجګړه به په هغه هیواد کي هیڅ وخت نه وای ختمه سوې . افغانستان هم د بوزنیا په څېر دی ، هلته د فرانسې په شان یوقوي مرکزي دولت نسته نو ځکه موږ ولایتونو ته زیات حقوق ورکړه.په افغانستان کي هم باید داسي وسي .» ، له دې څخه د نوموړي مقصد څه دی ؟ او آیا دی دا حق لري چي زموږ په چارو کي داسي څرګنده مداخله  وکړي ؟              
شېریحیا :  هولبروک په دې ښه خبر دی چي د افغانستان په تاریخ کي موږ د تیمورشاه تر وفات وروسته بیا د عبدالرحمان خان تر پاچا کېدو پوري ، د مرکزي دولت د عدم او یا ضعف له وجي د تقریبآ اتیا کالو په اوږدو کي داخلي جنګ او یا هغه ته مشابه حالت لاره ، نو زه فکر نه کوم چي ښاغلي هولبروک دي د افغانستان له تاریخه ناخبره وي ، ځکه دي دده د وینا مطابق د پنځوسو کالو راهیسي له افغانستان سره سر و کار لري او بل دا چي دا یوازي دده نظر نه بلکه د جورج بوش ـ باراک اوباما د حکومتونو د هغه منظم پلان یوه برخه ده چي د افغانستان د تباهی له پاره يې د عملي  کولوهڅي رواني دي . که تاسو د انګلیس د خارجه وزیر ښاغلي ډيويډملیبنډ د درو میاشتو مخکي څرګندوني د « نیو سټېټمنټ » له مجلې او یا هم د هغه د څو ورځو مخکي خورا اوږده مقاله په یوه نیورکی مجلې کي او همدارنګه  په افغانستان کي د امریکایي قومندان جنرال مک کرسټل تآکید پر همدغه خبره په نظر کي ونیسۍ نو په وضاحت څرګندیږي چي خبره له څه قراره ده .
د ښاغلي هولبروک دا څرګندوني په ښکاره توګه د حقوق بین الدول او نورو ټولو نړیوالو موازینو خلاف دي او امریکایان په هیڅ ډول زموږ په چارو کي د لاسوني حق نه لري ، حکومت جوړونه خو لا هلته پرېږده ! زه وایم چي ښه به لا دا وي چي که موږ  د ملګرو ملتو د امنیت له شورا څخه دا وپوښتو چي امریکایان ، ناټو او ددوی انډیوالان ، په کوم حق زموږ په هیواد کي حضور لري؟
لراوبر: رشتیا هم دده د مارچ د میاشتي څرګندونو په پښتنو کي دډېر سخت عکس العمل سبب سوې دی ....
شېریحیا : هو .... دده څرګندوني په حقیقت کي ۶۰ میلیونو پښتنو ته یو ډول د جنګ اعلان وو ، که څه هم د امریکا سفارت په کابل کي ډیري هڅي وکړې چي وښیي چي د ښاغلي هولبروک مقصد بل څه وو خو موږ په خبره پوه سوو، موږ په دې هم پوه سوو چي د امریکایانو په امر تورو انګرېزیانو یاني پنجابیانو هغه وخت د طالبانو د مشرانو په نیولو پېل وکړ چي دوی پوه سوه چي کرزی ، ملا برادر او حکمتیار د سولي د اعادې له پاره په صداقت مخ په وړاندي ځي . ما ته داسي ښکاري چي افغانان لکه چي د غرب په دې دوه سره لوبه پوه سوي دي چي ...
لراوبر: مقصد مو له دوه سره لوبي څخه څه دی ؟
شېریحیا  :  مقصد مي هغه خواشینې لوبه چي امریکایان يې د ډیمکراسۍ ، آبادی ، افغانستان سره دمرستی ... تر عنوان لاندی له ۹ کالو راهیسي کوي . یاني دوی د پاکستان د نظامي استخباراتو په مرسته طالبان او د حکومت نور مخالفین تمویل او تسلیح کوي او بیا يې افغانستان ته د جنګ له پاره لیږي ددې له پاره چي د راتلونکي اصلي مقاومت ملا مخکي له مخکي لا  ور ماته کړي نو استعماري هیوادونه خپل دوښمنان پخپله تسلیح او تمویلوي ، دوی وایي چي « بې ثباته یې کړه چي با ثباته یې کړې !» او ددې کار یو جانبي تاثیر د مرکزي دولت  تضعیف او محوه کول  دي چي هغه بیا په خپل وار یو سیاسي او اقتصادي تشتت او اړودوړ رامنځته کوي . دا د امریکا او ناټو د اوږد مهالو پلانونو له جملې څخه دي چي په تیوریکي لحاظ له تقریبآ  ۳۰ کالو راهیسي او په عملي توګه د ۲۰۰۱ د سپټمبر د ۱۱  د ښــکرورو  درواغــو وروسته  او په خاصه کړه  په ۲۰۰۲  کال کي  د « کرونبرګ » د خبرو اترو وروسته پېل سو .ددې خبرو اترو مشرتوب د المان د هغه وخت خارجه وزیر، یوشکا فیشر پر غاړه لاره . یوازي د افغانستان له پاره نه بلکه د ټوله منځني ختیځ له پاره د امریکا او ناټو دا پلانونه چي د امریکایي میچل  د راپور مطابق د الماني برتلسمن بنسټ په همکاري مخ په وړاندي درومي ، حکومتونه باید لومړی ضعیف او بیا له منځه یووړه سي تر څو په سیمه کي سرحدي پولي له سره کش او حتا نوی دولتونه ، د مثال په توګه لوي بلوچستان ، لوی کردستان او یا لوی اردن او نور را منځ ته سي .او دا همهغه د « غټ منځني ختیځ  »پلان دي ، چي د مدیترانې له شرقي سواحلو څخه پیل او د هندوستان تر لوېدیځو پولو رسیږي .او د رونالډ اسموس او کینیټ پولک « غټ منځنی ختیځ »  او یا ددوی په قول د تشنج نیمه کړی ، خو لا د شمالي افریقا څخه پیل بیا تر مصر او له اسراییلو څخه نیولي بیا تر پارس تر خلیج ، افغانستان ، پاکستان ، ټوله قفقاز او منځنی اسیا په بر کي نیسي ، چي ټوله به د امریکا یوه ستره مستعمره وي .  
لراوبر:  یاني تاسو وایاست چي هغه کسان چي زموږ د دوستی خبري کوي او د بشر د حقوقو نارې سورې وهي همهغه کسان زموږ په تباهی پسې دي او زموږ  د پښو خاوري کاږي ؟
شېریحیا :  څوک وایي چي په سیاست کي دوستي سته . سیاست دوست اودښمن نه پېژني ، سیاست ګټي پېژني ! امریکایان او د ناټو هیوادونه په افغانستان کي د خپلو ګټو له پاره راغلي دي . دا ډیمکراسي ، د تروریزم سره جګړه ، د بشر حقوق  او دښځو ازادي ... هسي پروپاګنډ دی . زه په دې ټکی ایمان لرم چي زموږ اولس له خواږه خوبه راویښ او په دې ترخه سیاسی واقعیت واقف دی چي د دوی هیواد د تیرو دوو سوو کلونو په څېر  او  د دیرشو کالو په جریان کي یو ځل بیا د یوې بلي جیوپولټیکي لوبي قرباني دی چي موږ ته بېله زیانه بله هیڅ نتیجه نه لري : د ستر اولسي جهاد په دوران کي مو هیواد خرابه ، یو نیم میلیون خلګ مو شهیدان ، لس ـ دوولس میلیونه یاني زموږ د نفوس نیمایي خلګ مو یا په داخل او تر هیواد دباندي تیښتي ته اړ سوه ، شوروي مات سو، زموږ یې په څه ؟ کمونیزم له منځه ولاړ موږ ته یې څه ګټه ورسېدل ؟ سور سپی ولاړی او تور سپی راغلی ! د شوروي له اسارته مو ځان وژغوره خو د داخلي شورویانو د اسارت کړی تر اوسه پوري زموږ پر لاسو او پښو او مغزو نه دي را تاو سوي ؟ پاکستان او سعودیانو د اسلام او مسلماني په نامه  همهغه نا اعلان سوي جنګ زموږ پر اولس نه دي تحمیل کړي؟ امریکا او انډیوالان یې د پخواني شوروي په څېر د یوي درواغجني ادعا مطابق  افغانستان ته نه  دي راغلي ؟  هغه بې عدالتي او لوږه چي د شورویانو د اشغال په وخت کي وه کوم فرق پکښي راغلی دئ ؟ لوبه همهغه پخوانی ده خو لوبغاړي یې نوی دي ! د سره او تور استعمار په منځ کي فرق نسته . امریکایانو پرون زموږ له هیواده سو استفاده وکړه او خپل ستر رقیب یې زموږ په لاس مات او چي خپل هدف یې تر لاسه کړ نو یې افغانستان « زموږ اسلامي وروڼو » ته وسپاره  . دې اسلامي وروڼو « ایران ، پاکستان او سعودیانو » هغه جنایتونه وکړه چي موږ پر روسانو شکر وکیښ !! هغه کسان څه سول چي ویل به یې چي له مراکشه تر اندونیزیا پوري ټول یو  اسلامي هیواد دئ! خو له مراکشه تر اندونیزیا پوري  ولي نه پرون او نه نن ، نه چا د افغانانو په حمایت یو ږغ پورته کړ، او نه زموږ د کونډو او یتیمانو له پاره یوه اوښکه توی کړه ؟  کلونه وروسته بیا همهغه   فاسد یهود بریژینسکي چي د جیمي کارټر د امنیتي چارو مشاور وو او اوس د بارک اوباما له پاره همدغه وظیفه اجرا کوي او پر افغانستان باندي د روسا نو د یرغل اصلي مشوق وو او وروسته په یوه  مصاحبه کي وویل چي « ما د روسانو د کور و شا ته غول پټ کړه »  او په یوه بل ځای کی یې بیا ویلي وه چي طبعاً موږ امریکایانو روسان افغانستان ته نه دي راغوښتي خو موږ  دا امکانات زیات کړه چي روسان دا یرغل وکړي . اوس بیا راغلی دي چي د چین او یا روسیې او هندوستان او یا درو سرو پر ضد بیا له افغانستان څخه د جهاد او اسلام په نامه سو استفاده وکړي .
لراوبر:  ستاسو په فکر دا د افغانستان ستراتژیک اهمیت دی چي نه دوستان او نه دښمنان موږ پر ارامه پرېږدي ؟
شېریحیا : که څوک له فضا څخه د هندوستان نیمي قارې ته وګوري نو یوه ستره او بګه ډبرینه کاسه به وویني چي له درو خواو څخه په ډبرو احاطه او کښتنۍ برخه یې په سمندر کي غوټه سوې ده  . ددې بګي کاسې یو توکرکی اوښتی دی او هغه د خیبر دره ده . او دغه جغرافیایي تصادف  د پښتون او افغان اولس برخلیک د اوو زرو کالو راهیسي  ټاکلی دی . یاني د طبیعت دغه ملنډي ددې باعث سویدي چي هر څوک چي د هندوستان د افسانوي سرو زرو  او شتمنیو په  تصاحب  پسې وه باید د پښتنو له خاوري  تېر سوی وای .  په اوسني عصر کي بیا د افغانانو هیواد و مرکزي اسیا ته د تېرېدو دروازه ده . د افغانانو په لاس د روسانو ماتي په مرکزي اسیا کي د قدرت یوه خلا منځ ته راوړه چی لوی هیوادونه یې د ډکولو په لټه کي دي . یاني چین او روسیه له یوې خوا او اروپایان او امریکایان له بلي خوا . افغانستان د ایکو او سارک هیوادونو او همدارنګه خلیج او چین تر منځ د پله حیثیت لري ، مرکزي اسیا ، جنوبي اسیا او منځنی ختیځ سره نښلوي . دچین او ایران سره د هغه ‌ګډي پولي او د هغه جغرافیایي موقعیت د لومړي ځل له پاره د ناټو قواو ته دا امکان ورکوي چي د الوتکو په واسطه پنځه اټمي هیوادونه تهدید کړي . د افغانستان سوق الجیشي اهمیت او جغرافیایي موقعیت په باره کي د انګلستان د جیوپولیټک پلار، هالفورډ مک کینډر لیکلي وه چی « دا هیواد د تاریخ د زړه (روسیې ) او د هندوستان د نیمي وچي تر منځ پروت دی او دا اهمیت دده د جغرافیایي موقعیت په برکت او د مهمو لارو د تقاتع له وجهي دی . دا هیواد د سمندري قوتو او مځکني ځواکونو تر منڅ سرحدي سیمه ده چي  دغه قوتونه  په دې سیمه کي د یو او بل مقابله کوي .» خلاصه هر څه چي په افغانستان کي واقع کیږي ټوله نړۍ متآثره کوي .اوس نو دا زموږ دافغانانو کار دی چي د خپل هیواد ددې ستراتژیک اهمیته څخه څنګه ګټه اخلو.
لراوبر: ... نو زموږ اصلي دښمن څوک دئ ؟ که ستاسو څخه هم زموږ په شاني د کلاوې سرورک دئ ؟
شېر یحیا : د کلاوې سر خو د دوسوو کالو راهیسي پیدا دئ ! که تاسو زما سره پر دې موافق یاست چي دا اوسني جګړه ، پنځمه جګړه ده ، نو چا پر موږ افغانانو څلور مستقیمي او یوه غیرمستقیمه جګړه تحمیل کړه ؟ پر نیویارک او واشنګټن باندي د سپټمبر د یوولسمي د حملو اصلي عاملین څوک دي ؟ دا په رشتیا د بن لادن په نامه یوه سړي او هغه هم د افغانستان له غرو څخه دا قوت لاره چي د ټولي نړۍ غښتلي هوايي ځواک دي د ساعتونو له پاره شنډ کړي ؟ څوک د نړۍ و خلګو ته د مرغانو د والګي ، د سرکوزي د والګي  او یا د هوا د توتېدو ښکرور درواغ وایي ؟ (خیر دئ که د بي بي سي په اوړو کي شګه سي ! ) ، د اوسني مالي ستونځي عامل څه دئ ؟ څوک د خپلي درواغجني او یو له  بل سره پیل سوي میډیا له لاري وایي چي تېل په لږېدو دي ؟ او که  یې سره را ټوله کړم نو په نړۍ واله سطحه د لوږي ، بېسوادۍ او جګړې اصلي مسؤلین څوک دي ؟ دا همهغه  انګلو ـــ هالینډي سود خوره او فاسده ، په اوسني وخت کي نامرئي ،امپراتوري ده چي د خپلو بانکونو له لاري پر لویو او کوچنیو هیوادونو باندي حکمراني کوي  او د تقریباً تیرو څلویښتو کالو راهیسي ، د امریکا د اقتصاد او په دې توګه ددوی د حکومت ، اختیار اخیستی دئ ! د والسټریټ څخه نیولې بیا د امریکا د مرکزي بانک یاني فیډ پوري ، نړیوال وجهي سندوخ ، جهاني بانک ، د اتلانتیک د دواړو غاړو وسلې جوړولو کمپنیو پوري ... هر څه د دوی دي .هغه حیثیت چي پخواني یونان روم ته لاره ، همهغه حیثیت د غي نامرئي امپراتورۍ امریکا ته موندلی دئ په  دې توپیر چي اختیارات د امریکا  نه دي !!
ښایي همدغه دلیل به ؤ چي  څه وخت پخوا د انګلیس لوېشتکۍ ملکې ، خپله خوله تر غوږو سره کش کړه ، او اورېدونکی په دې تمه ؤ چي دا به اوس څه ګلان وپاشي ، وویل : « د انګلیس امپراتوري اوس هم موجوده ده (.....) د انګلیس د کامنویلټ پولو ها خوا ته لا هم !» .
په راتلونکو ۲۵ ــ ۳۰  کلونو کي به درې هیوادونه ، په ظاهره د امریکا خو په باطن کي ددغي امپراتورې په مقابل کي ، د ډیرو سرسختو رقیبانو په بڼه ســرونه راپورته کړي : هنــد ، چیـن او روسیـه . دوی درې سره د « بریک هیوادونو » او شانګهای همکارې شورا غړي دي . امریکایان په دې هڅه کي دي چي دا درې سره هیوادونه د اسلامي بنستپالو په مټ کمزوري او یا حتا محوه کړي ، ځکه چي دوی درې سره په خپلو هیوادونو کي یا خو ګڼ اسلامي لږکي لري او یا د « مرکزي اسیا د بالکان » ګاونډیان دي : هند د  « ازاد !! » کشمیر له لاري ، چین د چیني ترکستان له خوا او روسیه د بریژینسکي په قول ، د مرکزي اسیا د بالکان له لاري . افغانستان ، له بده مرغه داسي هیواد دی چي ددغو درو سرو سیمو سره ګډي پولي او یا عملاً ګډ وېش لري .      
لراوبر:  ستاسو نظر څه دی ، چي څه باید وکړو ؟
شېریحیا :  موږ باید د ټولو خواوو سره وږغیږو .
لراوبر:  هدف مو روسیه او چین دي ؟
شېریحیا : د شانګاهی د همکاری شورا به مناسب ټکی وي ، ځکه چي د افغانستان په مسئله کي راښکېل ډېر هیوادونه  په بر کي نیسي .
لراوبر: یو خو دا خبره ده چي روسیه او چین یې تر ټولو مهم هیوادونه دي او بل دا چي پر ټولو هغو جنایتونو سربیره چي روسانو زموږ په هیواد کي کړید ی تاسو دا وړاندیز کوی ؟
شېریحیا : که موږ پرون د روسانو سره جنګېدو هغه یوازي او یوازي د افغانستان د ملي منافعو د تحفظ په خاطر اوکه نن ددوی سره خبري کوو نو  په همدغه منظور، زموږ خارجي سیاست په ډېر بد ډول یوبغله په ناټو او امریکایانو پسي نښتی دی، چي موږ باید حتماً هغه ته تعادل ورکړو. نړۍ یو قطبي نده لکه د امریکا او اروپایانو پروپاګنډ چي د طوطیانو په شاني موږ ته وایي . دنیا څو قطبي ده امریکا او ناټو مقابل قطب ، که زموږ زړه غواړي ، او که نه همدغه د شانګهای د همکاری شورا ده . د روسانو سره دښمنۍ ته ادامه ورکول نه زموږ په ګټه ده او نه ددوی . موږ باید په منطقوي لحاظ هم خپل سیاست ته تعادل ورکړو ، یاني د هند او ایران سره زموږ حسنه روابط ، د پاکستان او سعودي شوم نفوذ په مقابل کي ، د افغانستان له پاره حیاتي اهمیت لري . ما مخکي پر دې ټکي خبري وکړې چي افغانستان  په یوروایشیا کي موقعیت لري او زموږ ملي ګټي نه په اروپا او نه په امریکا کي دي . زه یو قدم مخ ته ځم او وایم که امریکایان  او اروپایان خپل اوسنی تمام عیار فرعوني سیاست ته بنسټي تغییر ور نه کړي نو ټوله اسلامي هیوادونه به د روسیې او چین یاني د شانګهای د همکاری له شورا سره د امریکا پر ضد لاس یو کړي او هغه وخت به بیا د اروپا له پاره ، بېله انګلستان څخه ، د تصمیم وخت راورسېږي چي دوی د یوې مفلسي ، ظالمي او جنګرې امریکا سره ځي او که به دوي د یورو اشیا سره یو ځای کیږي چي اروپا يې طبعي برخه ده .
اوس به ښایي چي یو څه روښانه سوي وي چي موږ په سیاسي لحاظ هغسي لکه امریکایان چي وایي بېچاره او لاس تړلی نه یو، موږ فقط  یوې نسبي سولي ته اړ یو .
لراوبر: رشتیا د سولي په باره کي به وږغیږو. تاسو د خپلو هغو فعالیتونو په برخه کي چي د سولي د اعادې له پاره  د ځینو انډیوالانو په مرسته پیلوی څه ووایاست .
شېریحیا : د سږ عیسوي کال د جنوری په میاشت کي د لندن د کنفرانس دا پرېکړه وه چي ددولت له مخالفینو سره به خبري کیږي او د افغانستان معضلې ته به د خبرو له لاري یوه د حل لار مونده کیږي .  تر دغه تړون لاندي لاسلیکونه به په ښه توکه وچ سوي لا نه وه چي امریکایانو له هغه سره مقاطعه وکړه . د طالبانو مشران يې د پاکستانیانو په لاس ونیول . حکمتیار او دده ګوند ته یې سپکي سپوري وویلې  او په  حامد کرزي پسي یې بېځایه او له واقعته لیري تبلیغات پېل کړه .
موږ په  دې توګه خپل اولس یاني د افغاني ټولني خاموش اکثریت که پښتون ، تاجک ، ازبک هزاره ، ترکمن ، بلوڅ او نور ، دې ته متوجه کوو او رابولو یې چي موږ د حامد کرزي  ، حکمتیار او عبدالغني برادر له هلو ځلو څخه د سولي د اعادې له پاره ، د زړه له کومي حمایت کوو . د عبدالغني برادر او دده د ملګرو سملاسي خوشي کول غواړو! . موږ د قطب الدین هلال وروستیوڅرګندونو ته هرکلی وایو  او د افغاني اغلو دودونو سره سم پر ټولو هیوادوالو ږغ کوو ، چي خپلي وړې او لویي خوابدی او ګیلې یوې خوا ته پرېږدي او د افغانستان د نجات له پاره لاسونه سره یو کړي  تر څو دوست او دښمن سره بېل سي ، یاني هغه  طالب چي په رشتیا د هیواد د نجات له پاره را پورته سویدی ، د امریکایانو تر قومندې لاندي د طالب په نامه له هغو شیطانانو او جنایتکارانو څخه بیل سي چي بېګناه افغانان د ناټو او امریکایانو سره په رقابت وژني .
د افغاني ټولني پر ټولو ملي قوتونو ، که مذهبي دي او که دنیوي ، پر ملایانو صاحبانو، علما کرامو ، د مکتب پر شاګردانو ، محصلینو ، پر دولتي مامورینو ، که ملکي که نظامي او که د اوسني او یا پخواني رژیمونو وي ، که کیڼ دي او که ښی لاسي، د ازادۍ د جنګ پر رښتینو مجاهدینو ، هغه طالبان چي په رښتیا د افغانستان بچیان او د امریکا او پنجاب په امر خپل وروڼه او خویندي نه وژني ، دوکاندارانو ، بزګرانو، ښځو او نارینه ګانو ، خلاصه د افغاني ټولني پر ټولو اقشارو او همدارنګه د سوات ، کهاټ او ملکنډ ، بنیر ، باجوړ ، وزیرستان ، کاکړستان پر زمرو ، پر خان صاحب محمودخان اڅکزي ، پر خان صاحب اسفند یار ولي ، خان لالا، د کوږک زمري دي د مرګ هېر سي ، د پښت د سپېڅلي کهول پر هر فرد ، که نر وي او که ښځه دا ږغ کوو چي د طالبانو په نامه هغه شیطانان چي د انګرېز او امریکا په ټونګ او د پنجابیانو په بېدریغه همکاري د بېلتون د تش په نامه لیکي دواړو خواو ته د پښتون مسلمان اولس ویني تویوي ، له خپلو سیمو وباسئ ! او هیچا ته دا اجازه ور نه کړي چي زموږ له خاوري څخه د خپلو سیاسي هدفونو له پاره ګټه واخلي !  که هند او پاکستان ، عرب او اسرائیل ، چیچینیان او روسان ، امریکایان او اسلامي « تروریسټان؟! » ، ایرانیان او سعودیان ... یو له بل سره ستونځي لري نو د هغه د حل ځای زموږ هیواد یاني لوی افغانستان نه دئ ! دوی دي خپل مشکلات په خپلو هیوادونو کي حل کړي او زموږ له خاوري څخه  دي ووځي !!
زموږ په اند په اوسني وخت کي که څوک ددغو استعمارچیانو سره په وسله جنګیږي نو په حقیقت کي دوی ته مشروعیت ورکوي . خو که د مثال په توګه زموږ خلګ په ټاکونو کي برخه وانخلي او یا اوه زره  انسانان کوڅو او بازارونو ته راووځي او ددغو ظالمانو او جنایتکارانو پر ضد خپل ږغ را پورته کړي ، نو بیا به « نړیوالوالي ټولني » ته د اغوستلو پرتوګ و نه مونده سي او مشروعیت به ئې له منځه ولاړ سي ! په سیمه کي ډېر بګي او ستري اووښتني را رواني او د پنجاب منافق رژیم پر ماتېدو دئ ، نو ځکه  موږ باید خپل اولسي ــ جنګي قوت وژغورو ، خپل باروت وچ او وسلې مو پټي وساتئ ! .    
یو په بل مو سره وژني ، وایي خپل یو ، غلیمان دي !
لراوبر یحیا صاحب ستاسو څخه مننه .
دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
Skype : yatimak