د رسنیو له نظره ، واشنګتن ته دافغان ولسمشردسفر مهم اهداف

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

دافغانستان ولسمشر حامد کرزی د دامريکا دمتحده ايالاتو دجمهوررييس بارک اوباما په بلنه د يوه جګپوړې دولتي هيئت په مشرۍ د يو څلور ورځني رسمي سفر په مقصد  واشنګټن ته روان شو دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزی به له امريکا څخه دسفر په بهير کې له جمهور رييس بارک اوباما، د بهرنيو چارو

له وزيرې هيلري کلنټن، ددفاع له وزير رابرت ګيټس، دسنا مجلس له مشرتابه، سناتور جان کيری او له نوروجګپوړو امريکايي چارواکو سره خبرې اترې وکړي په د غو خبرو کې د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس او د امريکا د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د افغانستان او امريکا د ستراتيژيکو اوپه سيمه اييزو او بهرنيو بیلو بیلو برخو کې په همکاريو ، په افغانستان کې د امنيت په ټينګښت، دبيا ادغام، اقتصادي پرمختګ، کرڼيز پرمختګ، د بشري ځواکونو پياوړتيا، د عامې روغتيا د حالت په ښه والي، ښې حکومت والۍ، د قانون په حاکميت، د ښځو د حقوقو او ټولنيزو مسائلواو نورو اړونده موضوعاتو چې ددواړو هېوادونو په همکاريو پورې اړه لري په تفصيل سره خبرې اترې وشي.
سیاسی کارپوهان پدې اند دي چې ښايي امریکا ته د ولسمشر سفر په دوه مهمو موضوعاتو لکه دسولی دراتک  په اړه له طالبانوسره خبري او دافغان ولسمشر او امریکا تر مینځ دښو اړیکو بیا رغولو باندی را وڅرخیږې.
سوال دلته پیدا کیږی چې واشنګټن ته د ولسمشر دغه سفر به تر کومه حده ګټور او یادې موخې به پکې تر کومه بریده تر لاسه شي. که څه  داسې کوم افغان به نه وي چې په هیواد کی د سولې او روغې جوړې له خبرو سره مخالفت وکړي، ځکه نور له جنګ جګړو او ورانیونه دافغانستان خلګ ستړی شوي دي، خویو شمیر کورني او بهرني چارواکي اوسمهال له طالبانو سره خبرې د افغانستان په ګټه نه بولي، ځکه ښآیي ګټې یې په خطر کې وي، چې دغه کار ولسمشر له طالبانو سره د خبرو کولو په برخه کې له یو لړ ننګونو سره مخ کړیدی. بل پلو ولسمشر ته نږدې کړۍ هم نه غواړي چې له طالبانو او حزب اسلامي سره د روغې جوړې خبرې د تر سره شي، چې دغه کار هم بیلابیل عوامل لري.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور پر اساس چې د ولسمشر دواړه مرستیالان محمد قسیم فهیم او کریم خلیلي له طالبانو سره د روغې جوړې له خبرو سره مخالفت ښيي، ورځپاڼه د دوی له قوله لیکي چې که د طالبانو پښه د حکومت په دننه کې شریکه شي ښايي ولسمشر کرزی ووژل شي.
یو شمیر امریکاي چارواکي هم اوس له طالبانو سره د خبرو وخت نه بولي او وايي طالبان له یو لوري یو موټی ندي اوښایي خبرې کول ورسره کومه د پام وړ پایله ونلري، او بله داچې طالبان ورځ تر بلې پیاوړي کیږی اوله ۲۰۰۴ راهیسې یې ډېر پرمختګونه کړي او پدې باور دی چې لوبه ګټي، نو ځکه هم د خبرو دپاره زړه نه ښه کوي
بله مهمه خبره چې ولسمشر به پرې د واشنګټن په سفر کې له اوباما سره خبرې کوي، هغه د ښاغلي اوباما او کرزي تر منځ د خرابه شویو اړیکو بیرته رغول دي. اوس نو ښاغلی کرزی غواړي چې د واشنګټن په دغه سفر کې په دواړه موضوعاتو باندې د امریکا له ولسمشر اوباما سرې خبرې وکړي، چې د روانې میاشتې د سولې جرګه هم په همدې موخه وځنډول شوه، چې ښایي له اوباما سره پرې سلا مشورې وکړي، او د جرګې د تر سره کیدو او له طالبانو سره د خبرو په موخه د امریکا ملا تړ له ځان سره ولري.
واشنګټن پوسټ  د باوری منابعو په حواله لیکلی دی چی په افغانستان کی د امریکایی سفیر ( جنرال کارل آیکن بري ) او همدلته د امریکایی پوځ او ناټو د لوی قوماندان ( جنرال سټنلی مک کریسټل ) تر منځ د افغانستان په سر اختلافونه پیدا سوي دي . دا اختلافونه خصوصأ په دوو برخو کی ډیر شدید دي چی هغه د افغانستان د جګړې کړنلاره او د حامد کرزي سره د واشنګټن د اړیکو لورﺉ دی .
سفیر ( یعنی آیکن بري ) د کریسټل د دې تګلاری سخت مخالف دی چی د افغان کلیوالو د وسلوال کولو او د طالبانو سره د هغوی د جنګولو لپاره دې نوری ډیری پیسې مصرف سی . د کریسټل سره د ده بل اختلاف په دې کی دی چی هغه وایی د کندهار لپاره دې ډیر جنریټرونه او ډیزل رانیول سی تر څو برق ورکړو ، خو سفیر بیا وایی چی دا یې قطعأ چاره نه ده بلکی اساسی او دایمی چاره یې باید وسنجول سی چی هغه د بریښنا جوړولو د بندونو پروژه ده . بل دا چی سفیر د خپلی وظیفې تر څنګ غواړی چی د ناټو ملکی استاځی هم سی خو جنرال کریسټل د دې کار مخالفت او ممانعت کوی . راپور وایی چی یو جنرال د ۱۳۰۰۰۰ پوځیانو مشري کوی حال دا چی بل جنرال د ۳۶۰ دیپلوماتانو مشري کوی چی دا شمیر به ډیر ژر څه باندی ۱۰۰۰ کسو ته جګ سی .
د حامد کرزي په ارتباط د دواړو اختلاف دا دی چی جنرال کریسټل پر هغه لږ انتقادونه او د هغه ډیر صفتونه کوی خصوصأ د هغه ناسکه ورور احمد ولی کرزﺉ پر ګران دی ، حال دا چی سفیر ( جنرال آیکن بري ) بیا د حامد کرزي پر حکومت سخت او مخامخ انتقادونه کوی او د فساد او بی کفایتۍ په هکله یې څرګندونی ډیری توندی دي .
ورځپاڼه لیکی چی دغه دواړه جنرالان سبا واشنګټن ته روان دي تر څو په سپینه ماڼۍ کی د خپل مشر ( اوباما ) اوامر واوری چی د حامد کرزي سره به ټوله پر یوه میز هدایتونه واخلی او اختلافونه به حلوی .
د سیاټل ټایمز ورځپاڼه د شنبې د ورځی په گڼی کی لیکی چی د ملی امنیت د شورا یوه نامعلوم غړي په دې تازه شپو ورځو کی پر خارجه وزیری هیلری کلینټن باندی یوه انتقادي تبصره کړې وه او ویلي یې وه چی هغه د افغانستان په باب کوم ستراتیژیک نظر او پیشنهاد نه لری خو د نهو یا لسو داسی کارونه یو لیست ورسره لری چی هغه باید عملی سي.
ورځپاڼه لیکی په داسی حال کی چی د افغانستان جمهوریس حامد کرزی په دغه هفته کی په واشنگټن کی گام ایږدی نو خارجه وزیره به داسی یوه هیواد ته د کې دو نکو کارونو لیست وړاندي کړی چی ډېرو زیاتو پوهانو د هغه په باب نظریات ورکړي دي مگر چندانی چا نه دي ویلي چی هغه باید کوم ټاکلي کارونه وکړي.
د دوشنبې څخه د جمعې تر ورځی پوری دغو غونډو کی به دواړه خواوي دا فرصت پیدا کړي چی د لازمو اقداماتو دپاره پر عملی لاروچارو باندي توافق ترلاسه کړی.
کله چی کرزي د تیر نومبر په میاشت کی خپله د جمهوری ریاست دوهمه دوره پیل کړه نو هغه وویل چی د ده حکومت به درې کارونه کوی. امنیت، سیمه ایزه همکاري او وده او انکشاف به بهتروی.
د سیاټل ټایمز ورځپاڼه لیکلی دی چی: کرزي د متحده ایالاتو د ډېر زیات فشار په وجه څلورم کار هم ورسهر زیات کړ چی هغه د اداري فساد سره مبارزه ده ، خو دا هیڅ وخت د هغه د داخلی اجندا یوه مهمه برخه نه وه.
کرزي د ډېره وخته ویلي دي چی بین المللی قراردادیانو، ماهرانو او سلاکارانو ته ډېری لوړي تنخواگانی ورکولی کیږی او دا پخپله د اداری فساد یو شکل دی او کله چی پر اداری فساد باندی بحث کیږی نو دغی مسلې ته هم باید توجه وسی.
ورځپاڼه وایی پرمختگ د ښاغلي کرزي پرله پسې او ټینگی توجه ته ضرورت لری او دغه راز د اوباما حکومت هم باید ټینگه ملا ورسره وتړی.
که امریکا مالی مرسته ونه کړي نو په هغه هیواد کی یې نفوذ هم له منځه ځی. که له افغانستلان سره مالي مرستی کیږی نو باید چی د هغه هیواد د خپلو مربوطو وزارتونو پر لاس توزېع سی
ورځپاڼه وایی که په افغانستان کی حکومتی سیستم بهتر نه سی او اداری فساد له منځه ولاړ نه سی نو چی بین المللی ټولنه له هغه هیواد سره مرسته وکړي او که یې ونه کړي په راتلونکو له دوو څخه تر دریو نسلونو پوری به څوک د اقتصادی ودي مخ ونه وینی
که حکومتی سسټم بهتر نه سی نو د امریکا قواویی د راتلونکي کال د جولای په میاشت کی له هغه هیواد څخه په راوتلو پیل نه سی کولای. که افغانان غواړی چی د خپل راتلونکي مسولیت په خپله غاړه واخلی نو باید چی خپله حکومتی اداره بهتره کړی
د سیاټل ټایمز ورځپاڼه وایی جنرال ډېویډ پیټریوس په کال ٢٠٠٦ کی دا خبره ډېره پر ځای وکړه چی د یاغیانو پر ضد د عملیاتو لومړنی هدف دا دی چی په افغانستان کی یو موثر حکومت ټینگ سی
د واشنګټن پوسټ او( ای بی سی نیوز) یوه نوی سروی ښیي چې یو ځل بیا اکثره امریکایان له دغې جګړه سره مخالف دی
د سروی په سلو ۵۲ ګډون والو ویلي، چې د غه شخړه په جنګ دو نه ارزي. دغه سروی ښیي چې امریکایانو هغسې چې په تیر ډيسمبر کې یي د افغانستان د جګړې په اړه د اوباما د نوی ستراتیژی ملاتړ کړی وو، نور نو ملاتړ نه کوي
ورځپاڼه لیکي کرزی به د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له اوباما سره وګوري چې د ورځپاڼې په وینا دا کتنه واشنګټن ته د کرزي د سفر اساسي برخه ده
په دغه څلور ورځنی سفر کی به له کرزی او د هغه د کابینی له غړو څخه په ښکاره ملاتړ څرګند شی او په خصوصی کتنه کې به اوباما له افغانستان سره د امریکا پر دوامداره شراکت ټینګار وکړي
د چارواکو په وینا دا به یو اوږد مهاله شراکت وي، چې د ۲۰۱۱ کال په جولای له دی هیواده د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، له افغانستان سره ټینګیږی
واشنګټن پوسټ لیکي، امریکایي چارواکو دا منلې چې کرزی د ځواکونو د ایستلو مهال ویش یوڅه ویرولی دی، خو اوباما نیت لري چې له هغه سره د غونډې ډيره برخه داوږد مهاله اړیکو پر سر خبرو ته وقف کړی، هغه اړیکي چې په چوکاټ کې به یي ځواکونه ډير لږ خو ډیپلوماتیکي اړیکي او اقتصادي مرستې به په کې پراخې وي
د ورځپاڼې په وینا د ا نه ده روښانه چې له ښاغلي کرزي سره د چلند په برخه کې د اوباما دا نوی مقررات به وکړای شي دغه اړیکي چې له ډير مودې راهیسي پیچلې دی، ښه کړی او که نه؟
خو د اوباما له دغه دستورالعمل سره سره چې له افغان ولسمشر به په ښکاره ملاتړ کیږي، په ادارې کې د ننه د پالیسی په اړه ژور اختلافات په خپل حال پاتې دي
په دې کې په افغانستان کې هغه لوړ رتبه امریکايي چارواکي هم شامل دي، چې د حکومت او د هغو اساسي امنیتي اصلاحاتو د را وستو په برخه کې یي د کرزي پر ژمنو شک څرګند کړی، چې د امریکا د ماموریت لپاره ډير حیاتي دی
واشنګټن پوسټ لیکي په وروستیو میاشتو کې د ضدو نقیضو څرګندونو یو علت مستقیما د ولسمشر د څرګندونو نتیجه ده
د پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش خلاف د اوباما ادارې له کرزي سره خپلې اړیکي پر خصوصي راوبطو نه بلکه له هغې وړاندې پر پراخې ډیپلوماسي متمرکز کړی دی
هغه همداشان تېرکال په مني کې د افغانستان د جګړې په اړه د سپیني ماڼۍ د ستراتیژی په بیا کتنه کې د یوه مناسب شریک په توګه د ولسمشر کرزي پر وړتیا شک څرګند کړی وو
خو د واشنګټن پوسټ په وینا اوباما اوس غواړي چې اداره یي دغه ضد ونقیضی څرګندونې یوی خواته پریږدی او په دی اړه یوګډ دریځ غوره کړی.پای رحمت اله روان