دجګړې تبلیغ ودروۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدآصف خواتی
ښایي ډیرپدې عقیده وي چې دویښ وجدان خاوند دجګړې اوغچ اخیستنې  دتبلیغ سره پردی دۍ اوهغه یوناوړه کارګڼي ۰ په رښتیا سره ډیر لږلیدل شوې  چې څوک ، کومه سیاسي ډله یا دولت نیغ په نیغه دجګړې اوتاوتریخوالي تبلیغ وکړي خوجګړې ته دخپلوعقیدتي باورونو، فکري اسارت اوهژمونیستي سیاستونوتراغیز لاندې
داسې دلیلونه اوشعارونه وړاندې کوي چې دجګړې تداوم ، دجګړې اوغچ اخیستنې توجیه ته لاره پرانیزي  ۰
دسارې په توګه د( ۸ صبح ) په نامه دکابل څخه په خپریدونکې ورځپاڼه کې دً طالبان سزاوارمجازات یا مکافات؟ ً لیکنه ده چې په ځینوویب پاڼوکې دیوه په زړه پورې مطلب یا خبر په ډول هم نشرشوې ده اوهغې وهڅولم چې پدې اړه څوکرښې ولیکم ۰
دنوموړې لیکنې محتوی پدې څرخیږي چې دطالبانو سره هیڅ ډول جوړجاړی ونشي داځکه چې هغوی سولې ته لیوال نه دي اوپه یولړجنایتونویې لاس پورې کړی دۍ۰ دلیکنې لیکوال داسې پوښتنې لکه دطالبانودبریدونوقربانیانو ته څه امتیازورکړل شي یا دبامیانو دبت برخلیک به څرنګه شي ؟ مطرح کړې دي ۰څرنګه چې لیکوال دطالبانوسره دجوړجاړي مخالف دۍ مانایې داده چې دهغوی دبشپړدمنڅه ورلوپورې بایدجګړې ته دوام ورکړل شي هغه جګړه چې غوڅ اکثریت قربانیان یې ملکي افغانان دي ۰ پردې بنسټ دطالبانوڅخه دغچ اخیستنې په نامه بایدبیګناه ملکي هیوادوال قرباني اوووژل شي ۰ موږدطالبانووروسته افغانستان کې دطالبانودځپلوپه نامه  دبیشماره زړه بوګنوکو پيښولکه دشینډنډ دعزیزآباددکلي ،دکندهاردژیړې ولسوالۍ ، ارزګان ، کنړ، پکتیکا ، کاپیسا، کندز اودهیواد په نوروسیموکې دبیګناه افغانانودډله ییزو وژنوشاهدان یو۰ پدې کې هیڅ شک نشته چې په وروستیو څه کم څلورولسسیزو کې مختلفوحکومتونو، سیاسي  اوپوځي کړیوداسې جنایتونه کړې دي اونن مهال هم دوام لري چې قلم یې دلیکلوڅخه عاجزدۍ چې طالبان اوداوسني حکومت نورمخالفین اوهمداراز اوسنۍ واکمنې ډلې پدې جنایتونوتورنې دي۰ دلیکنې دلیکوال دادعا پربنسټ چې دبامیانو دتاریخې مجسمودویجاړولوله امله چې طالبان دسزا وړدي هیڅوک دهغې څخه سترګې نشي پټولای ، آیا هغه زرګونه تاریخې آثار چې دکابل دموزیم نه  ورک شول دهغوی عاملان دسزا وړنه دي ؟ آیا هغه ډلوچې کابل په کنډواله واړاوه، دهیواد پیاوړی وسله وال پوځ یې منحل اودهغې ټولې درنې اوسپکې وسلې اونورتجهیزات یې دشخصي مال په څير دپيښورپه بازارونوکې خرڅ اودشپیتوزرونه زیات کابلیان چې زموږدګران هیواد دتولوقامونواوتبرونواستازي پکې ووژل شول دسزا وړنه دي ؟ اوولې دادبشردحقوقومدعي دهغې په اړه چوپه خوله دۍ اوڅه نه وایي ؟
زما له نظره درسنیو،روڼ اندواودقلم اونظردخاوندانو دسترتنویري رسالت  سربیره دا مسؤلیت هم لري چې دجګړې اوتاوتریخوالي دفرهنګ خلاف خپل قلمونه وکاروي ، خلک دوستۍ اوورورګلوۍ ، ګډسوله ییز ژوند ته راوبولي اودسولې مخکښان وي نه داچې دسولې اوجوړجاړي دهڅوپرضددجنګسالارانواوجګړه مارانوپه چوپړکې ودریږي ۰ هغه ډله لیکوال ، څیړونکي اورسنۍ چې دافغانستان دکشالې حل دجګړې اوزورزیاتي اووسله والې لارې ویني دایوخوب ، خیال اوجنون دۍ ۰ آیا ددې ډول تفکرخاوندان  دروانې اوږدې بې ثباتۍ ، جنګ جګړو، افغان وژنې اوورانولو  نه دې ستړې شوي اوپدې کړیدلي ولس چې ددوومیلیونوزیات شهیدان یې ورکړل زړه نه سوزي چې دمخالفینوسره جوړجاړي ته ورسیږو اوهیوادته موسوله اوټیکاوراشي۰ هغه جګړه چې پدې میړني ولس تپل شوې ده  داددې ولس جګړه نه وه اونه ده بلکه داهغه تپل شوې جګړه ده چې موږدنورودایدیالوژیواوسیالیوپه خاطر وجنګیدواوجنګیږو۰ پرون  زموږلیکوال دخپلوعقیدتي باورونو، فکري اسارت اوسازماني تړاوونوپربنسټ دتاوتریخوالي اوجګړود مبلغانوپه رول کې راڅرګندشوواونن هم دپخواپه شان بیله دې چې دپرون څخه زده کړه کړې وي دپرون په څیر عمل کوي چې دخواشینی وړتریخ حقیقت دۍ۰ افغان ولس دواک اوځواک دخاوندانونه غواړي چې په هیوادکې دسولې دټينګښت په موخه خپلې هلې ځلې غښتلې اوپیاوړي کړي اودقلم اونظرله خاوندانو اودډله ییزورسنیوله چلونکونه هیله لري چې دسولې اوپوهاوي دمخکښانورول ولوبوي اودجګړې اوتاوتریخوالي خلاف تبلیغاتي کمپاین دهغوی دفعالیت اصلي اومرکزي ټکی واوړي ۰هغوی چې دخپلوایدیالوژیکي باورونواوفکري اسارت له  امله دمخالفانوسره دجوړجاړي سره مخالفت کوي ،دمخالفینودبشپړځپلوپلویان دي اودتقابل اومخامختیاپراړتیا ټینګارکوي په واقعیت کې په بل شوي اور غوړي تویوي چې دادجګړې لپاره تبلیغ دۍ ۰ دوی که دخپل ولس نیکمرغي اوددې اوږدې غمیزې پای غواړي ، ولس ، زمانه اوویښ وجدان ددوی نه غواړي چې دجګړې تبلیغ ودروي  ۰
پای