دسارک دغړو هیوادونوپه شپاړسمه غونډه کی دافغانستان ونډه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
د اسياد جنو ب دسيمه ييزو همکاريو دسا زمان د غړو هيوادو نو د مشرانو شپاړسمه غونډه د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي په ګډ ون نن د بو تان په پايتخت تيمپو په ښار کې په کار پيل و کړ . دغه دوه ورځنى غونډه د سمسور او نيکمر غه جنو بي اسيا په لور تر شعار لاندې د بو تان دصدراعظم جګمي واى تنلى په وينا سره پرا نيستل شوه . 
دسارک د غړو هيوادونو مشرا نو او ګډون کوونکو هيئتو نو ته د ښه راغلاست د ويلو اود سارک غوندې د اصلي موضوع په توګه د ژوندا نه دچاپيريال سا تنې اواقليمي بدلو نونو د موضوع دټا کنې لپاره د بو تان دپيشنهاد د منلو له ا مله په مننې سره وويل موږ دې ته اړ تيا لرو چې په ډله ييزه تو ګه دسيمې او نړۍ په کچه د ژوندا نه د چاپيريال سا تنې لپاره هلې ځلې و کړو او له دې لارې د خپلو هيوادو نو را تلونکى تضمين کړو. . ده دغه را ز وويل چې زموږ سيمه د ترو ريزم له ګواښ سره مخا مخه ده موږ بايد ددغې پديدې د له منځه وړلو لپاره خپلې هلې ځلې منسجمې او په ګډه عملي اقدا مات و کړو . په دې غونډه کې د افغا نستان جمهور رييس حامد کرزي ترو ريزم ، نشه يي توکي ،بنسټ پالنه او سا زمان مو ندلى جرمو نه داسې ګوا ښونه و بلل چې دسارک غړي هيوادونه ورسره مخا مخ دي اود خپلو خبرو په دوام يې څرګنده کړه چې دسارک سا زمان ديو ګټور چوکاټ په تو ګه کولاى شي له دغو ګواښونو سره زموږ د مقا بلې ځوا کمني يو موټى کړي . د هيواد جمهور رييس زيا ته کړه په کا بل ،اسلا م ا باد، ممبئ او نورو ځايونو کې په تيرودوو کلونو کې ترو رستي بريدو نه ښيي چې ترو ريزم زموږ په سيمه کې دځاى د موندلو لپاره خپلو هلوځلو ته د وام ورکوي او زموږ دټولنو د بې ثباته کولو په مقصد خپلو هدفونو ته درسيدو لپاره په بې شرمانه ډول کو ښښ کوي جمهور رييس زيا ته کړه ترو ريزم په يوه سيمه کې محدوده شوې نه ده بلکې زموږ هيوادونه په زيا تيدو نکي ډول د هغه له ورا نيو او زيا نونو له خطر سره مخا مخ دي . د افغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس دغه را ز وويل مادسارک په غونډه کې په خپلې پخوا نۍ وينا کې دې حقيقت ته ستاسو د پاملرنې غوښتنه و کړه چې ترو ريزم او افراطيت زموږ دسيمې دسو لې اونيکمرغۍ په وړا ندې ستر ګواښ دى او څر ګنده مې کړه چې په غو څه توګه د تروريزم د ما تولو او شنډ ولوپه خاطر موږ بايد خپل اختلا فو نه يوې خوا ته پريږدو او ترهغه وخته پورې چې موږ دې هيلې ته ونه رسيږو زموږ ټولنې به د ترو ريزم د بريدو نو په خطر کې پا تې شي . جمهوررييس د خپلو خبرو په دوام زيا ته کړه : له دې ا مله زه ټينګار کوم چې موږ ټول بايد د تروريزم له ټولو ډولو نو سره په مبارزه کې غوڅ هود ښکاره کړو . زه باورلرم چې دسارک دسيمه ييز سا زمان ميثاق د تروريزم د مخنيوي په خا طر زموږ له هيواد و نو څخه د ترو ريزم د له منځه وړلو په لاره کې د سيمه ييزې عملي همکارۍ لپاره ډير ښه سکو برا بر کړى دى خوموږ په تر هغه وخته پورې خپلو دغو هدفو نو ته ونه رسيږو چى له استثنا او ملاحظې پرته د سارک ټول غړي هيوادو نه ژمنه وکړي چې له خپلې خاورې څخه په مستقيم او غيرمستقيم ډول ترو ريزم ته د استفادې ا جازه نه ورکوي او ورته د وسله وال کيدو ،روزنې اوپناه ورکولو زمينې نه برا بر وي . جمهور رييس دغه را ز ټينګار و کړ چې ما په وار وار خبردارى ورکړى دى چې د تروريزم سر کښه اور هيڅ محدوديت نه پيژني او ټول ورڅخه زيا نمن کيږي د افغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د خپلو خبرو په بله برخه کې د ملي رو غې جوړې او بيا اد غام د پرو ګرام دبيا نولو په ترڅ کې وويل: د افغا نستان خلک چې په تيرو ديرشو کلونو کې د جګړې او ترو ريزم له پلوه زيا ت کړاونه ګاللي دي ،دسو لې غو ښتوونکي دي دخلکو ددغې هيلې دپوره کولو په خا طر د افغا نستان دولت د ملي رو غې جوړې اوبيا ادغام پرو ګرام پيل کړى دى ترڅو مخالفين د وسلو پريښودلو ، طبيعي ژوندا نه ته دستنيدو، د اساسي قا نون منلو اود خپل هيواد دبيا رغا ونې په خا طر هلوځلو ته وهڅوي حامد کرزي په دې بيان سره چې زموږ د هيوادو نو سوله ، امنيت اونيکمرغۍ نورو هيوادو نو ته فرصتو نه برا بروي وويل: با امنه او باثباته افغا نستان دسيمې دټولو هيوادونو په ګټه دى او په همدې مقصد موږ دملي رو غې جوړې اوبيا اد غام په لاره کې دګاونډيو هيوادو نو اوسيمه ييزو همکارا نو د ملا تړ غو ښتنه کوو . په دوام د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رييس د اسيا جنو ب او مرکزي اسيا ترمنځ د ارتباط دپله په تو ګه د افغا نستان ارزښت اواغيزمنتوب په بيا نولو سره وويل: سيمه ييزې همکارۍ په سيمه کې د سولې اوثبات دټينګښت په مقصد د افغانستان د هلوځلو بنسټ جوړوي اوپه همدې مقصد افغا نستان په تيرو اتو کلو نو کې خپل سړ کو نه او لويې لارې بيا رغا ولي اوجوړې کړي دي . موږ نه يوا زې هلې ځلې کوو دغه لارې ښې کړو بلکې هلې ځلې هم کوو داوسپنې پټلۍ د جوړولو له لارې افغانستان له ګاونډيو اود سيمې له هيوادو نو سره ونښلوو چې دغه هلې ځلې د سيمې دتولو هيوادو نو په ګټه دي د افغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس دخپلو خبرو په دوام زيا ته کړه : زه باور لرم چې د اسيا د جنوب د ا زادې سو دا ګرۍ موافقه ليک اودسارک د تجارتي خد متو نو موافقه ليک به په سيمه کې د همکارۍ لپاره زيا تي اسانتيا وې برا برې کړي په نننى غونډه کې د هند صدراعظم ، د مالديف جمهور رييس ،دسريلا نکا جمهور رييس ، د نيپال صدراعظم، دپاکستان صدراعظم اود بنګله ديش صدراعطمې هم وينا وې و کړې اودسارک سا زمان د پيا وړ تيا او په بيلا بيلو برخو کې دهمکاريو دپرا ختيا په لاره کې خپل پيشنهادونه او نظر يې او پرو ګرا مو نه طرحه کړل دغه را ز په نننى غونډه کې دسارک د پرمختيا يي صندوق دايمي سکر تريت پرا نيستل شو چې ددغه صندوق له لارې به د تعليمي، تجارتي اوددموکراتيکو مرکزو نو د پيا وړ تيا په برخو کې له غړو هيوادو نو سره مرستې او همکاري وشي ، هندو ستان خپله نوي مليونه ډالره ونډه دسارک پرمختيايي صندوق ته ورکړه او برسيره پردې دغه صندوق ته يې نور سل مليونه ډالره هم ورکړل دغه راز په دې غونډه کې دسارک دغونډو رياست له سريلا نکا څخه بو تان ته ورکړ شو دياد ونې وړ ده چې دسارک شپاړسمه غونډه دپنجشنبې په ورځ هم دوام کوي دغه راز پريکړه وشوه چې دسارک د مشرا نو را تلونکى غونډه په مالديف کې جوړه شي.