دافغا نستا ن د حالاتوپرسرد نوی محافظه کارانو انشعا ب

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکونکی : دیوید کورن (David Corn).             سرچینی: Mother jones                              
ژباړونکی : پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)           نیټه: داپریل نولسم کال دوه زره لس
---------------------------------------------------                 
همغسی کوم چی  لیزچینی  او ساراپیلین د حامد کرزی په خوا  کی ودرید ل ، دځنی نور  نوی محافظه کاران غوښتنه دا وه  چی دافغانستان درژیم سره با ید مرسته ونشی اونور  دغه رژیم تقویه ونشی!


پروسږکال  د سیپتمبرپه  میاشت کی ، کله چی ښاغلی  اوباما  د متحده ایالاتو   جمهور ریس دافغانستان په  اړین پخپل  ستراتیژیک پالیسی باندی غوراو کتنه کول، د نوی محافظه کارانو
( دنوی محافظه کارانو دهویت اودهغو دپالیسی دپیژندنی د دپاره دغه ویب سایتونوته باید مراجعه وشی :defender_of_the_path.pdf,TribLIVE.com,AlterME   ).info
درهبری غړی هریو [بل کریستول،  روبرت کاګان، داوید فرم،توماس دونیلی ، دانیل پلاتکا،  جان پودهورتس  اوځنی نور] سره غونډه وکړل اوښاغلی اوباما ته یو سر خلاص لیک واستول اوله هغه څخه  په دغه سرخلاص لیک کی غوښتنه شوی وه چی د افغانستان د جګړی په نظامی  رهبری  اویا لیدرشفی کی بدلون راولی، اوهم دجګړی مالی لګښتونه باید زیات کړی اود نورو مرستندویو منابعوپه لټه کی دی و شی.
دبوش دمعاون دیکچینی لور لیزچینی
نوموړی لیک کوم چی ساراپیلین اوکارل روب هم لاس لیک کړی وه د نوموړی لیک  په متن کی د تیروکلنوغلطی اواشتباه ګانی پوره  ټکول شوی اوورباندی نیوکی شوی وه( نوی محافظه  کارانواودهغوی متحد ین په دی سر خلاص لیک کی اوباما ته د یو سګنال اواخطاریه په بڼه یادونه کړی وه اوهغه داچی:که تا سی دافغانستان دجګړی ددوام دپاره له هیڅ ډول هلی ځلی څخه ډډه نه کویی اود نوموړی جګړی دپاره لازم لوژیستکی اوما لی  مرستی  جاری ساتی مونږ ستاسی ترشا دریږو ،اوغیر له هغه  مونږ دهر ډول بل پالیسی سره مخا لف یاستو، نوپه دی بنیاد نوی محافظه کاران خپل بنیادی اندیښنی په لیږل شوی لیک کی داوبا ما سره شریکه کړل . )    د امریکی متحده ایالات نه د یو غایی هدف په څیر دخپل ضد شورش په  ستراتیژی کی تعهد کړی  وه بلکه  داسی  پتلی  یا انګیرلی وه چی طالبان ته باید هرومروما تی ورکړی ،نو د همدی مطلب له   مخی  افغانستان  ته  د جګړی  د پاره  په لسګونوزروسپاهیان ولیږل شوواو  داسی  هم  یادونه وشو  چی  د سپاهیانو دلیږلو لړی به  د نوموړی هدف دترلاسه کولو دپاره به جاری وی . دامریکی د هیواد هغه با نفوذ ډلی ټپلی کوم چی پرعراق باندی  جګړه  وټپل  همغه کسان وه چی پر افغانستان باندی دبوش اداره ولمسول چی نظامی یرغل وکړی .  

                  په هرصورت اوس وضع او حالات  بل شانته ښکاری  او ډیری  تفاوتونه لیدل کیږی ، یعنی  کم  تر کمه  دزمانی  بعد له نظره  داسی حالت په سترګو  کیږی  چی سړی کولای شی پر اوبا ما با ندی نظر و دی ته  چی د هغه او د حامد کرزی  د افغانستان  جمهور ریس  تر مینځ په دی  یوه نیم هفته کی  اړیکی  خړ  پړ شوی دی نیوکی وکړی .دهمدی حالت په نظر کی نیولوسره دواړه یعنی ساراپیلین اولیزچینی د جمهوری خواها نو دحزب په جنوبی  حوزه کی دهغه پارټی د لیډر شفی په کنفرانس کی  د اوباما  پر اداری باندی له قهره  ډ که  وینا وی وکړلی کوم چی داوبامااداره د کرزی دتخریب پسی په اصطلاح لاس پوری کړی دی .             پلین پخپل خطابه کی په ډیر لوړ آوازسره وویله :  داوباما اداره ځمونږ نژدی دوستان  له مونږه خوابده  او  پردی ګرځوی،  دغه  اداره د  افغانستان  جمهور ریس حامد کرزی دهغه وروستی  عکس العمل  له  با بته  چی  په دی ورځو کی تر سره  کړی  وه   په  ډیر کمزور دلیل او حیرانونکی برخورد  سره تهدید اویا د هغه سپکاوی  وکړل  همدارنګه  لیزچینی  هم پخپل وارسره داوباماداداری چلن دحامد کرزی په وړاندی وغندل اوله هغه څخه پوره شکایت وکړلی.

سارا پیلین      
د سارا پیلین نیوکی داوباما پردوکتورین باندی:
ساراپیلین  نن  وروسته  له غرمی  پراوبا ما باندی خپل له قهره ډک  نیوکی  کوم  چی  په جنوبی حوزی دجمهوریخواهانو دلیډرشف په کنفرانس کی وینا کوله تر سره کړه چی دهغه دوینا ځنی عمده ټکی په لاندی  ډول  سره  په ذکر رسوو : [مونږ داوباما داداری دخارجی سیاست له مضمون اومحتوی څخه  داسی   تر لاسه کړ ،  چه هغوی ځمونږ د ښمنان نازی اوځمونږ پلویان له مونږه شړی او یا یی  له مونږه بیګانه ګرځوی ، د هغه اداره پر کیوبا باندی د لګید لی اقتصا دی بندیزونو طنا بونه سستوی اودهغه  په اړخ  کی  چاویز  چی دهندوراس د  د یموکراسی پرضد  فعالیت  کوی  پرځای  یی  نه کیښنوی  ، هغوی نه غواړی چی د چین  دولت د بشر د حقوقو میثاق پلی کړی اودا ځکه چی :مونږ پوهیږو چی هغوی څه وای او څه کوی ،:هغوی یعنی د اوباما اداره پر  شمالی   کوریا   ،   په   طلای ستورو،  پر بیسکیتونو(خوږی) او د سودان  پرجمهورریس باندی ټومنی (سست) بندیزونه لګوی ، هغوی ایرانی ملایانو ته لیک واستول ، مګر ا یا دوی د دی توان لری چی دایران په زرغون جنبش (جنبش سبز) اود ایرانی ښځو دآزادی په اړین څه ووایی ؟
هغه یعنی جمهورریس اوباما دټولوهستوی کارپوها نو سره په غونډه کی دیو سازمان ورکونکی ، دیو پارت ټایم سناتور او بالاخره د جمهوری ریاست دیو کاندید په څیردنده ترسره کړ،بی له دی چی دایران او دشمالی کوریا داتومی بټیو پر ضد یو څه لاسته راونیتر لاسه کړی .
نوموړی اداره په عین وخت کی لکه چی می مخکی وویل ځمونږ پلویان اوځمونږ ملګری له مونږه خوا بد کړ ،خصوصاً دافغانستان جمهور ریس ښاغلی  حامد کرزی دهغه وروستی وینا  له کبله  چی خپل واکنش ښوولی وه ،دهغه سپکاوی وکړچی ټولو ته حیرانونکی وه ،اودبلی خواڅخه په منځنی ختیځ کی ځمونږ پر ډیر نژدی دوست او پلوی اسرایل دهغه جزیی منطقوی، منطقه بندی پرسیا ست باندی  شدیداً نیوکی وکړ اوله مونږ یی خفه کړ .
یوڅوک که اوسی چی جمهورریس پوه کړی چی بیت المقد سدشخړی دهوارولو لاره نه دی ، اسرایل زمونږ دوست دی ، زمونږ  د زما نی حساس نګران  کونکی موضوع  دشمالی کوریا قضیه دی کوم چی په اتومی سلاح باندی سمبال دی اویا ایران کوم چی غواړی اتومی سلاح تر لاسه کړی .
هوکی مونږ  کولای  شو  چی  خپل د شمنا ن  د  خپل دوستا نو  فرما نبرداری  اوعلنی  نیوکی ته  را وبولو هوکی مونږ هغه څه نشو کولای کوم چی له دوی څخه را پاتی  دی او لازم  بریښی  چی که یو څوک جمهور ریس پوه کړی     ]ا                                                                                                       لیزچینی په ډاګه سره شکایت وکړه: چی داوباما اداره ځمونږ متحدین اودوستان له مونږ څخه بیلوی نوموړی اداره په ډیر ناځوانمردی سره دافغانستان جمهورریس حامد کرزی دهغه وروستنی عکس العمل  په ښکاره  کولو  سره کوم چی هغه دافغانستان د انتخاباتی  کمیسیون دغړو په وړاندی کړی وه  تهد ید وی  اووچی سپکی ورته وایی .لیز زیاته کړه :                  که چیری په افغانستان کی مونږ دبریالتوب هیله لرو ، نو په هغه صورت کی دافغانستان د جمهور ریس ښاغلی  حامد کرزی   ملا تړ ته ضرورت لرو، حال داچی کرزی اوس د سپینی ماڼی  دواکدارانو له خوا په  ډیر ناوړی بڼی سره تهدید اوتحقیر کیږی ، هغوی هرورځ هغه  ته  سپک   او سپیری  وای   او له (۳۶) ساعتونو  څخه  را په  دی خوا حتی د  هغه له دوستی او  ملګرتیا  څخه  هم انکار کوی .  ما کله چی په مینځنی ختیز کی کار  کاوه  اوهلته می مشغولتیا درلوده ، نوعربا نو یو متل درلود اوداسی ویل ( د ا مریکا یا نوسره  ملګرتیا  له هغی نه هم ډیرخطر ناک دی که هغوی ځمونږ دښمنن وی ) زه ډیر ډاریږم چی دا متل داوباما دواکداری په وخت کی دعمل جامه وانغوندی اوافغانان مونږ ته په د ښمنان وا نوړی.          تبلیغات :                                             نه پیلین اونه هم چینی له کرزی څخه کوم چی دهغه اداره په فساد او په پراخ بی کفایتی سره تورن شوی دی ځا نونه لری نه ساتی . اودا ځکه چی یواځی څو ورځی وړاندی حامد کرزی په یوه حیرانونکی اعلامی سره اعلام اوڅرګند کړ، چی دپروسږکال وړی دافغانستان د  جمهوری  ریا ست  په انتخا با تو  کی  چی هرڅومره تخلف او تقلب شوی دهغه عامل اویا عاملین خارجیان او ملګرو ملتونه دی نه دهغه اداره  او یا  د هغه  متحد ین .  هغه همدارنګه دافغان د قانونګذاری په حواله سره زیاته  کړ، که چیری پرما  با ندی له د با ندی څخه  فشار زیات شی نوپه هغه صورت کی به مجبوراً د طالبانو سره به یو ځای شم ، وروسته له هغه چی د کرزی د دی وینا خبره  سپینی ماڼی ته ورسید ،  د سپینی  ماڼی مطبوعاتی   سکرتر ښاغلی  رابرت ګیبس په یو مطبوعاتی وینا کی په ډاګه وویل چی حامد کرزی نه ځمونږ متحد اونه هم یو با اعتبار شریک او یا پارتنر دی .     په هر صورت کله چی په  سپینه ماڼی  کی دکرزی دخبروهنګامه خپورشو، پیلین او چینی په دی فکرکی سره ولویدل ،چی باید له کرزی څخه ملا تړ وکړی ،هغوی سره داسی اندیښنی  اواستدلال پیداشوی وه  چی د  اوبا ما  اداره   اوس  په دی کړکیجنو شرایطو کی به  د دی توان او مهارت  ونه  لری   چی  د افغانستان د جمهورریس حامد کرزی سره له سره  خپل اړیکی سمی کړی ( لاکن ولیدل شو چی سپینی ماڼی دڅو ورځو په تیریدو سره په پوره لفاظی اومهارت دکرزی سره خپل اړیکی بیرته اعاده کړ )چی البته اوس دغه ستونزی یو څه را کمه شوی هم دی،ایا  د دوی  یعنی  د ساراپیلین  او لیزچینی  د خبرو او تبصرو  څخه د  کرزی د راپیدا شوی    پرابلمونو   په  اړین  داسی  نه ښکاری چی نوی محافظه کاران په تزلزل کی نه وی ولویدلی ؟   دونیلی (Donnelly)  دامریکی ددفاعی مطالعاتو دڅانګی مدیر د پورتنی سوال په ځواب کی وایی چی نه چندان دقیق اوموثق!  هغه داسی  یادونه  کوی چی  د نوی محافظه کارانو ځنی حلقی  د موضوع  په ارتباط  سره متفاوت برخورد   اونژدیوالی  لری   ( ډیری ایدیولوژیک پلوو نوی محافظه کارانو  شکایت کوی چی دولت له حده زیات خپل مخالفینو  او دښمنانو سره  مهربان  او خپل متحد ینو  سره بدغونی او نامهربان چلن لری چی کرزی هم یو له دوی څخه دی .)هغه وایی اوداسی اشاره کوی چی  زه ډیر اند یښمن  یم  چی   کرزی دبریتانیا اودهند سره یو ډول  کرغیړن  اړیکی به ولری ، برخلاف دهغه  چی پیلین  او چینی غواړی کرزی د  لست  په   ښکتنی  برخه کی ددولت له خوا د نه تهدید شوی دپلویانو دنمونی په  څیرځای   پرځای   کړی .  «زه نه غواړم چی د کرزی په هویت سره وپیژندل شم» .      دونیلی(Donnelly)وایی : نوی محافظه کاران په شمول د خپله یی دهغه نوی محافظه کارانو له ډلی څخه دی چی د اوباما له اداری  څخه دکرزی سره دهغه اداری د چلن په اړین عملی پوښتنی کوی،لکه هسی چی دافغانستان سیاسی ماهرانوپوښتنی کوی چی ولی دکرزی په لاس دهغه اداره نسکور اوبیکاره شو؟ د هغه  بد یل اوعوضی به څوک وی ؟ هغه ممکن چی پخپل کارونوکی نیمګړتیاوی ولری؟اویاداچی هغه په اوسنی شرایطو کی کوم بد یل هم نه لری ؟      دغه نوی محافظه کاران په دی نظر دی چی متحده ایالات د کرزی دلاس عصا  یا لکړ دی اوداهم سره نه غواړی چی په عمومی بڼه هغه وهڅوی اویا هغه غښتلی کړی .                        ماکس بوټ(Max boot) د با ند نیواړیکو همکارچی د دونیلی  په عوض  په  کارګمارل شوی داسی ټینګارکوی : هیڅوک  دا  ادعا نه لری چی کرزی  خورا  یو غښتلی  اوکارفهم رهبر دی  ،پوښتنه دلته دادی چی تاسی کرزی څنګه په کار اچوی ؟ دلته ډیری پاک طنیت نوی محافظه کاران موجود دی چی د کرزی دپرابلمونو په اړین هغه دوه ګانګی یا بیلتون چی ددوی په مینځ کی پیدا شوی هغه ته هیڅ اهمیت نه ورکوی ، اویا اصلاً پرهغه باندی فکر نه کوی ، بلکه داسی انګیرنه لری چی د افغانستان په دغه پیچلی حالاتو کی څرنګه باید دهغه هیواد درهبری سره دیو ښه مدیریت په رابطه مرسته وشی .
«دانیلی پلیتکا دامریکی د  خارجی اود دفاعی سیاست مسول مدیر » داسی وایی زه په شرط تاسی ته وایم که چیری تاسی هلته لاړ شی  او د نقیضی اصلی خطوط له نژدی څخه ملاحظه کړی نوتاسی ته به دا باورپیدا شی چی دحزبی خطوط څخه وتل عبث او غیر منظم کار دی .    رابرت کاګان (Robert Kagan) په کارنیګی بنیاد کی دنړیوال سولی کارپوه او لوړ مقام په یوه طعنه آمیز ایمل کی داسی وړاندیز کړی وه      « هیڅوک با ید د نوی محافظه کارانو  په اجماع کی دځای درلودلوپه انتظارکی اووسی،  اودا ځکه چی دسازمان مدیره هییت مونږ ته په  دی  برخه  کی  لا تر اوسه  کوم  روښانه دستورالعمل نه دی راکړی ،نو په هم دلیل دی چی تا سی په دی سازمان کی ګډوډی ګوری» هرڅومره زر چی زه  په  موضوع با ندی پوه شم نو هغه  وخت  کولی  شم  چی په یو ټاکلی خط باندی ګام پورته کړم .
په هرصورت  داسی په نظر رسی چی دنوی محافظه کارانو ځنی غړی داوباما سره  په کرزی باندی دهغه اساسی اولمړنیو اتهاماتو په لګولو سره موافقی ته رسیدلی وی  ،  لاکن دهغو ډیری په همدی پیچلی حالاتو کی غواړی چی باید اداره دولت ته وسپارل شی .               دیوید فورم (David Frum) د دبلیو جورج بوش د د فتر پخوانی خطابه  لیکونکی  داسی یادونه کوی : حامد کرزی یو پرابلم زیږونکی شخص دی ،هغه له شاوخواڅخه د خپل مفسدو اورشتخوروخپلوانوپه محاصره کی دی اودهغه لاس  په  ولایاتو کی د  یو ښه  حاکم  اوفرمان ورکونکی په صفت ډیر زر قطع کیږی . مګر هغه  (دیوید فورم)  زیا ته  کړ،  چی  کرزی پښتون دی یعنی دافغانستان  د یو لوی اتینیکی ګروپ څخه ،  د  افغانستان ننی اردو اودهغه رهبران اکثراً تاجکان دی ، نو په دی بنیاد که چیری کرزی لری شی  ( یا لری کړ شی ) نو په هغه صورت کی داتینیکی ګروپونو ترمینځ به دناوړی اختلافاتو شرایط مساعد اوافغانستان ته به نور اضافی ستونزی پیدا شی چی وضع به لا پسی پیچلی شی . همدارنګه فورم زیاته کړ : زه نه پوهیږم چی ددی پوښتنی ځواب به څه وی ، اوزه کوم دور نما  اویا کوم  نښه  یا لړلید نه وینم چی خلک به څرنګه تصمیم نیسی اود ډیر بدو نه بد ټاکی .                             دپیلین اود چینی خطابی  حزبی اوریدونکو ته هیڅ  کوم   زړه ګرمونکی  د قیق نکتی  نه درلود اوداوریدونکوله خوا په یو ډول دلسردی سره بدرقه شو ،دخبرو اودمذاکرو په ردوبد لو کی دعربانوله  یوه بله  ضرب المثل څخه  هم یادونه وشو اوهغه داچی  عربانو وایی: « ځما د دښمن ، د ښمن  ماته دوست دی »  په   هر صورت  د دانیلی  ګذارش  یو څه لږ  سیاسی محتوی درلود کوم چی د نوی محافظه کارا نو دیو څه  تشوش  سبب وګرځید او هغه داچی د جنرال  مک کرستل  څخه ملاتړ دکرزی څخه ملا تړ دی چی اصلاُ هغوی دا نه غواړی .     د اوباما داداری سره دکرزی د موجوده موقف  په نظر کی نیولو سره شاته پایډل وهل ، شا ید چی په دی نژدی راتولونکی وختونوکی د کوم قوی برهان  اود لیل سره مل نه   وی  ،  مګر دافغانی  رهبر  سره لاستونزی  حل نه دی  او لاپسی بحث  او  منازعی  ته  ضرورت  لید ل کیږی .                                              اوحتا زه  پخپله  غواړم  چی  د نوی محافظه کارانو نګرانی له مینځه ویسم  او خبری  سره به سپینی کړو ، البته دسا زمان د مدیره هییت دهدایاتو به رڼا کی .                                       *********************   پای