غل

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالسلام اندړ

دکور خاوندعادت درلود چي دشپې به يې تر ناوخته پوري له انډيوالانواويارانو سره بانډار کاوو، کله کله به کورته هم نه راته . زلمی زوی به يې هم له خپلو همصنفيانو او ملګرو سر ه ټوله شپه ورک وو، دزلمي په کړو وړو نه پلار خبر وو نه يې هم مور. دکورميرمني به دکور دکارونو له سم سمکي وروسته کوچنی

ماشوم وېده کړ او دشپې تر ناوخته پوري به دميړه او زلمي زوی په انتظار تر هغو ناسته وه ترڅو چې به خوب يوړه.
دپسرلي توره پخه شپه وه، له نري نري باران سره ګړندی باد ملګری وو، سپينو اوتورو اورېځو پورته په آسمان کي وحشتنا کي منظرې اوڅېرې جوړي کړې وې . د دروازې او انګړ ګروپونه هم مړه وو.
دکور خاوند په کرار دروازه خلاصه کړه غلی دغله په شان ورو ورو دخوب کوټې ته ننوت
او ويده شو. ، يوه لحظه وروسته يې ميرمن له خوبه راويښه شوه پخلنځي ته ولاړه ګوري چي څوک آهسته آهسته پوسنېږي ، ښه ځير شوه ، وپوهيده چې څوک په کورکي شته ، غلي ولاړه ميړه يې را پاڅاوو، ورته ويې ويل : سړيه ته وګوره ! چې هغه ځوانميرګ دی ؟ که کوم غل کورته راغلی دی ؟
سړي وويل غل دکومه شو زلمی به وي، را پورته شو چې دهلېزته راووت دسالون په لور وخوځېد يو چا دشا له خوا په يوه درانه شي په سرښه کلک وواهه،سړی ولوېده،خوپه توده وينه کې وو، چټک را پورته شو اوپه غله پسي يې منډه کړه ، غل تلولی شو لاره يې ورکه کړه اومخامخ يې دسالون په لويه کړکۍ ور ودانګل دکړکۍ ښيښه ماته شوه غله آخ کړ او لاندي په مځکه ولوېده،نور چوپتيا شوه . ښځې لادمخه پوليسو ته تليفون کړی وو . هغه وو چې دپولسو دموټر غږ واورېدل شو، ښځي سړي ته وويل : مه وزه چې غل درباندي وار ونه کړي ،هغه دي پوليس هم را راورسېدل .
پوليسو لاري اوکوڅې بندي کړې کور يې محاصره کړ .او انګړ ته ورننوتل که ګوري چي د يوځوان هلک لاس او پښه مات دي، ټول بدن يې ويني ويني دی په مځکه پروت دی .
دکور دخاوند هم سر مات اوپه وينو کي لږند پروت دی .
کله چې ښځه ورغله او ځوان يې وليد نو يې په چغو پيل وکړ ، وۍ خدايه بوره شوم!
هغه د دوی زلمی زوی وو.
وروسته مالومه شوه چې زلمي به ټول وخت په قمار خانو کي قمار واهه .
عبدالسلام اندړ