دښکلی کندهارترزړه بياويني څاڅي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
حبيب الله غمخور
دشهيدي ستارې اڅکزۍد ويرنې په څوبيتو به ئې پيل کړو
کندهار ژاړي ګيله مند دی نن د خپلو بچــو 
دا دپردو په لمسون وژني خپل دپت سرونه
امن يې نسته ګريوان څيري دبل په لمسون

ځيني را وزي فراريږي دعـزت کـورونه
کند هار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل او پردو
چـــي دغيرت خبري ولاړې دازموږ د مغزو
څپې سوې غلي دهلمند او ار غنداب د موجو
څنګه را تيرسود ښمن زمـــوږ تـــر کـورو
سره لدې چي څوسوه کاله  ېخوا دتيمورشاه لخوادافغانستان  پلازمېنه کابل  وټاکل سوبياهم  کندهار په ټوله نړۍ کښي پسله کابل نه  يو مشهور نوم دي . دتاريخ په اوږدوکي کندهار دافغانستان دپلازمېني په توگه له ميرويس نيکه نه تراحمد شاه باباپوري  نړيوال شهرت لري .د افغانستان  دمرکزي حکومت بنسټ اېښو دو نکي لوي احمدشاه بابا دحکمرانۍ په وخت کي دکندهار ښکلی ښار(( ۲۱ ))کاله دافغانستان  پلازمېنه وه اود افغا نستان دمرکزی حکومت بنښټ دتل لپاره په همدي ښکلي ښار کي کښېښودل سوه . له همدې ښارنه دافغان ولس دحاکميت پولي تر ډهلي او اصفهان پوري وغځېدلې، آمو اواټک ئي خپل رودونه وه . ځکه خوتر ۲۷۰ کاله وروسته لا دپټان له نامه څخه   تراوسه دپټان ددښمن په کورکي د پټان دنوم په اورېدو دډارلړزه راځي .
که موږ دخپل هيواد دتاريخ وياړلې پاڼې راواړه ووپدې پاڼوکي کندهاريو ځانگړی ځاي لري ،داپدې معنا نده چي دافغانستان او افغان ولس ټول افتخارات په کندهار پوري تړلې دي ،خوپدې کي هم شک نشته چي په افغانستان کي هر سياسي ،اقتصادي اوفرهنگي غورځنگ اوپردې پاکه خاوره ديرغلگروديرغل په وړاندي دملي حرکت اومقامت  دپيل په مشرانوکښي دکندهاردمشرانو،پوهانواوديني عالمانوونډه محسوسه وه .
د۱۵ پېړۍ راپدې خواکندهارپه افغانستان کي  ديرغلگرواوپرديودتيريوپرخلاف دنه ماتېدونکي سنگرپه نامه شهرت موندلی .
په وروستۍ  سليزه  کي  چي افغانستان دنړيوال زبرځواک دسياليو ميدان وگرځېددانگريزانوانوروتيري کونکوپه وړاندي کندهار تاريخي  رول لوبولی دئ . دميوندعبرتی درس به لاتراوسه دانگرېزانو هير سوی نه وي اودميوندی ملالي غيرتی چيغه به ئي لاپه غوږوکي انگازې کوي  . که په هيوادکي ددموکراسی  لپاره  دمبارز ې خبره کوو،که دمطبوعاتو اوعلم دغوړېدوخبره پر ژبه راوړو،که دشعراوادب دپراختياتاريخ را سپړويادتمدن   اوسياسي غورځنگونواويادولتي حاکمانودغير انساني کړنوپر خلاف دغبرگون په اړوند بحثونه  کوونوکندهارپدې ټولوغورځنگونواووياړلوکارناموکي خپل ځاي لري .
ترټولو وړاندي هيله منديم چي دپورته کرښوپه ليکلو مي کوم تنگ نظره پدې تورن نکړي چي زه يوازي دکندهار صفت کوم اوټول افتخارات په کندهارپوري تړم . نه داسي نده، ترکومه ځايه چي دبحث موضوع پر تاريخي کندهار باندي دبهرنيانواوشاغلي کرزی دحکومتی ځواکونودراتلونکي پوځی عملياتودپيل خبره ده اودبلې خواداځولسيزي داشين کو ړم وطن په سوځېدلي ډاگ بدل سوی اوبدلېږي  ځکه مي پام دکندهار دوياړ لو اوسيدونکوژوند،افتخاراتواوستونزوته  دی  ،کنه ماته ټول افغانستان کندهاردی ،ټول هيوادمي دپلار اونيکه ټاټوۍ ،په تاريخي وياړنو ئي وياړم  اوپه افتخارسره ئې دهري لوېښتي نوم پر خوله راوړم .
دا درې لسيزي  اوپه ځانگړې توگه دطالبانودحاکميت تر ړنگېدووروسته  ددولت دبهرنيو پلويانو اودهغوي دمخالفينو دپوځی حملو،ځان وژنواومينونودانفجار ونو شاهد دی ،پدې ولايت کي ترهلمند وروسته  يوه ورځ هم عاموخلکو دارامی گوله نده په خوله کړې .تل ئي دډار اوتشويش  په شرايطوکي ژوندکړي په هرکورکي دويرکمبله هواره ده ،دلته خندانشته ټول ژاړي  .
ددې تاريخي ښار هر ماشوم اوهر مور،نارينه اوښځه دشپې يوازي ويني  اومرگونه په خوب ويني .
ددغو وډارونکو تبلېغاتوتر پيل وروسته مادتليفون په مټ ديودوست  ما شوم  نه  پوښتنه وکړه ، زويه په کندهارکي څه حال دی ؟هغه په ماشومانه ژبه راته وويل :کاکا بد حال دی ، نه مکتب ته تلاي سو ،که ولاړ سوطالبان مو وژنی اوکه  په بازارکي وگرځواوناببره  دامريکا يانو ټانگ ته ورنږدې سوهغوي مو وژنې ،دهري غوټی خره اوبايسکل څخه ډارېروچي راباندي پټاو نسي ،ټوله ورځ په کور اويازيرخانه کي ناست يو.
خوپلارئي بياراته وويل :ياره ټول کندهار بېله دکرزی له خپلوانو نه پرېشانه دي ، چي داټک سي فکر کوو چي دامريکايانو اوطالبانو جنگ پيل سو،داچي طياره آسمان ته پورته شي په زړه مو يو خداي خبردی دشپې خوب نسته ،بېرېږوچي څوک موپه کور راننوزي ،خداي دي پر کفر داسي حال نه راولي لکه پر موږ چي راغلی  .
دادی دايوه نيمه مياشت دسرپه ورېښتانو ځړېږو! حيران پاته يو،ددې وړو ماشومانواوښځوسره کومي خواته ولاړ سو؟له ارغنداب ،پنجوايي ،دالې اونوروسيموزيات کورنۍ ښارته راکډه سوې ،يوه کوټه په ډيروپيسونه پيداکېږي ،داچي داخلک څه خوري اوڅه کوي يوخداي پري خبردی.هغه چي دهلمند نه راوتښتېدل دلته ئي چاپوښتنه ونکړه نو موږ کومي خواته ولاړ سو؟ وايي زياتي کورنۍ چي داڅوکاله پخواله هلمند نه کابل ته تښتېدلي تر اوسه فقر کوی اوياخپل اولادونه خرڅوي تر څودانورپه وساتي .د دغه خبرواورېدوته به دکوم وجدان خاوند ځان ټينگ کړي؟ ايادابه پر حق خبره نه وي چي ووايو دبېوزله انسان په وړاندي  ټول ځان واکان اوحاکمان کاڼه اوړانده سي . دبشردحقوقوداعلامې پلي کوونکي اوانسانيت مدافعان  پدغو وختوکي چي پريوبېچاره ولس ددولتي واک پر سرجگړه  اويادزبرځواکولخوايوڅوک يا ډله   دبرچې په زور دحاکم په نامه تپل کيږي بلې خواته مخ واړووي  تر څودهغوي اوازونه اوفرياد وانه وري  .
دائې رښتياويلي چي بده ورځ ورورنلري .
رښتيا خبره اوپر ځاي سوال دادی چي چارواکي ،بهرنيان  ،ددولت سيالان يامخالفين  اودهغوي  ملاتړې  بايد خلکوته جواب ته پيداکړي ،چي دوي پر کومه ولاړسي ؟؟؟؟؟؟ اودعام ولس گناه څه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ددې ټولووياړنو اوتاريخي ارزښت  سره هر پردی چي په افغانستان کي دحاکميت اوسياسي تاثيراتوامکانات پيداکړی نوترهر څه وړاندي ئي دښکلي کندهارويرانۍ اودې غيرتي ولس پريشانۍ اوزورونې  ته ملاتړلې ده . زه دتيرو څولسيزوپر غميزه اوس ځکه نه ږغېږم چي ليکنه رانه اوږدېږي ،بيله هغه هم زما نږدې دوستان دبېلگې په توگه ددعوت دعلمی مجلې او دعوت مشهوري ويب پاڼي مشر ښاغلی محمد طارق بزگر کله کله په کنايه کي راته گوت څنډنه کوي چي اوږدې ليکنې کوم ، کنه هغه جفاچي  له نوروسيمواوپه ځانگړې توگه له  کندهار اوددي ولايت له تاريخ سره سوې دنړۍ په نوروسيموکښي ئي ساری لږ ترسترگوکېږي .
بلې !که ددې ورستيولسيزوناخوالواوناندريوته نظر واچوو له بدمرغه يوه لوېښت هم په امن کي نه ده پاته سوې .
دتاريخي معلوماتواوسترگوليدلي حال له مخې تيرو دولتونوچي  به کله پر يوه سيمه باندي چي ددوي په مقابل کښي ئي بغاوت کړی وو اوياددوي دحاکميت په وړاندي ئي خپله ناخوښی دوسلې په استعمال څرگندوله ناببره پوځی حمله کول .داچي ددې حملې تلفات به څومره ول دابيله خبره ده ،وايي په جنگ کي حلوانه وېشل کېږي . مگرپدې ورستيوکښي چي کله امريکا اودناټو ځواکونه  ددولت دمخالفينوپر خلاف دالقاعدې اوتروريستا نو دجرړودايستلوپه نامه  پوځی عمليات پيلوی څو اونۍ څۀ چي څو مياشتي وړاندي ددې عملياتو دتابيه نيولو تبليغات پيلوی .داکار دلومړۍ ځل لپاره په هلمند کي دلومړيو اوبيا دوهمو عملياتوترپيل وړاندي وسواو پدغه لړکي ئي په شمال کښي هم دپوځی عملياتودپيل خبري کولې خوله نيکه مرغه هغه ته اړتيا پيدانسوه.
دهلمند وروستی عملياتوکي  چي ۱۵زره بهرنيو پوځيانواوڅوسوه افغان عسکرو برخه درلوده څو اونۍ په دې سيمه کي تر طالبانوزيات عام وگړي وزرول  سول اوله کوره ئې بې کوره کړل،دالقاعدې دکوم چا دنيولو اويابې ځايه کولوخبر خوموتر غوږنسو. مگربل مقابل دهلمندوالوميندو،خويندواوماشومانوچيغي اوکرږی تر آسمان پوري ورسېدلې ،په زرهاو کورنۍ له خپل ټاټوبي نه فراراوتېښتې ته اړسول  . ښاغلی کرزی همدا يوه خبر کول چي بهرنيانو وعد راکړې ملکي وگړوته کوم زيان نه رسېږي  ،داچي هغۀ زيان څه ته وايي  موږ پر نه پوهېږ و .په پښتوکي يومتل دی وايي سل ئي مړه کړه دی ئي لابدی نه بولي .
ددې ټولواته کلنوترخو اوناوړه تجريبوسره دهلمندپه وړاندي دعملياتودپيل  نه شل ورځي وروسته دفبروري پر ۲۷ مه يوه امريکايي چارواکي اعلان وکړ چي امریکا غواړي  د روان کال په وروستيوکې دافغانستان په سوېلي ولايت کندهارکې دطالبانو پرخلاف  پوځی عمليات پيل کړي  . تردې  وړاندې هم ناټو ځواکونو ويلي وو چې ښايي د هلمند عمليات د افغانستان نورو سيمو ته وغځول شي، او د دوی په وينا د مارجې روان عمليات په کندهار کې د کېدونکو پوځي عملياتو پيلامه ده.
دمارچ پر ۱۴ مه  په افغانستان کي دناټوعمومي قومندان جنرال مک کريسټل  دډله ايزورسنيوسره په خبروکي  دمارجې له عملياتو وروسته په کندهارکي د اميد په نامه دنوو عملياتولپاره دچمتووالي اعلان وکړ. اوهمدا ډول  دناټوملکی  استازی مارک سيډول ، هم په  دکندهار کي دعملياتو په هکله  خبرې وکړې .
ترهغه وروسته ښاغلی کرزی هم له امريکايي جنرال د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کرسټل  او په افغانستان کې د ناټوملکي استازى مارک سېدول هم ملگري وه داپريل پر څلرمه کندهارته ولاړ . په کندهارکي دهغه ولايت دغيرتي مشرانوله  کلکې گوتنيونې سره مخامخ سوچي په نوروولايتوکښي ئي دداسي گوتڅنډنواونيوکو ساری نه ليدل کېږي ،کله چي دهغوي دپوښتنوپه وړاندي  بې جوابه پاته شو، نو سمدواره ئي داخبره رامنځته کړه اودغونډې پر برخوالوئي ږغ وکړ «نن سبا په کندهار کې د پراخو عملیاتو خبرې کېږي .تاسو له دې درکه اندېښنه لرئ؟ » هغوی په ځواب کې په یوه ږغ  وویل : «هو»
کرزي وویل : «ښه که تاسي اندېښمن یاست ، دلته به عملیات تر هغو نه ترسره کېږي چې ستاسو خوښه نه وي .»
ښاغلي کرزی  همداراز وویل چې ترعملیاتو وړاندې به له مشرانو سره سلا مشورې وکړي . والله عالم ،خداي خبر چي کرزی به دعملياتودپيل مشوره  له هغه قوم سره کوي  کوم چي په طبعي شکل دهر ډول عملياتوسره مخالف دی  ،ځکه دولت ددې جوگه نه دی چي دعام ولس دايمي امنيت وساتلاسي . ځکه خودگونډي زيات شمېربرخوالوورته وويل چي موږ تاته دزه احوال اورښتيانسو ويلاي .
که ښاغلی کرزی صاحب داخبرې په مسوليت کوي بيانودعملياتوتر پيل شپږمياشتي وړاندي ددې ډارونکو خبرو اړتيا څه وه ؟ خوپه عمل کي داسي نده ،پرېکړه دوي دواړي خواوي (ښاغلی کرزی اوبهرنيان )دپردي شاته کوي مگردعام ولس په وړاندي دټولودولتي نورمونوخلاف  بياښاغلي کرزي  بېچاره ولس ته وايي ((نن سبا په کندهار کې د پراخو عملیاتو خبرې کېږي))داپه حقيقت کي پدې  معنا هم ده چي وايي (( ږېره زما واک ئي وملا .)) که داصادقانه خبري هم وي  ولس ته دمنلو وړ ځکه ندي چي ديوه خپلواک هيواد مشرچي دهمدې خبروپه غونډه کي امريکا اوټولي نړۍ ته غاښونه چيچې داسي خبري نه کوي . يو وخت يوه روسي عالم په يوه علمی کنفرانس کي وويل :کله چي سياست اوپراتيفي شي له نيمگړتياواوناکامی سره مخامخ کېږي  .متاسفانه همدا اوس دنړيوالوځواکونولخوادافغانستان دمسلې دحل په وړاندي سياست نړيواله اوپراتيفي لوبه  گرځېدلې ده ،ځکه ئې پايلي نه معلومېږي  .
داچي ولي بهرنيو ځواکونوپوځی قوماندانانودکرزی په خبره پر خپل سرپه کندهارکي دپوځی عملياتودپيل خبري  کړې اوپد ې کښي ددوي موخه څه ده ؟کله اوڅه ډول پوځی عمليات به پيلېږي؟ اوپه رښتيابه له خلکوسره مشوره وسي په وروستی برخه کي به پرې وږغېږو. ومن الله التوفيق