دبل دګناه په ویلو دخپل ځان ګناهوی نه کمیږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

نن می دسپرغی په با اعتماده اوبا اعتباره ویب سایټ کی دښاغلی معلم صاحب زرغون شاه په قلم په هر لحاظ له معنی او مفهومه ډکه ډیره په زړه پوری او دلچسپه لیکنه ولوستله،او باور وکړی چی خوند می ور ځینی واخیست اوزه دمحترم معلم صاحب دوینا په تائید په دی باوریم  تر ځوچی دافغانستان دخلق دمو کراتک ګوند

اویا دوطن ګوند ټول غړي په خپل نوبت  خپل سرونه وخپلو ګریوانونو ته ټیټ نه کړي او شر فتمندانه دتیرو نا خوالو په باب ولو په هره سطحه وی اعتراف ونه کړي او په ځنګ کی لومړی دافغانستان دخلګو ځخه او ورپسی دحزب دفعالینو ځخه معذرت او بخښنه ونه غواړي ګمان نه کوم چی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند غړی اویا وروسته له هغه دنوموړي حزب ځخه ټولی جلا شوی ډلی دی په دی وتوانیږی چی ددوهم ځل لپاره دی په یوه متحد حزب کی سره یو ځای شی او دافغانستان و خلګو ته دی دخدمت جوګه شي.
دبل دګناهو په ویلو دخپل ځان ګنا هوی ځوک نه شی پټ ولای زمونږ دحزب دغړو لویه اشتباه له اوله تر نن ور ځی پوری همدا خبره ده همیشه تلاش کوو چی مقابل لوری ملامت کړی او په مقابل کی خپل ځانونه دخلګو له قضاوت ځخه پټ وساتی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند په ۴۵ کلن تاریخ کی په اصطلاح ډیری لوړی او ژوری تیري شوی دی چی ددغو لوړو او ژورو اکثریت عاملین الحمد اله ژوندي او روغ رمټ دی ولی متا سفان دیوه دخولی ځخه مو تر نن وانه وریدل چی په خپله اشتباه او تیر وتنه باندی دی اعتراف وکړی او دحزب غړی له خپلی تیر وتنی ځخه په واقعی معنی خبر کړي هریو دخپلو داوږو دمسولیت بار په نورو با ندی اچوي او شپه ورخ لکه دګور چینجیان دیوه اوبل وینی څښي اصلی خبره خو داده اول باید خپله ګناه اوتیروتنه وویله شي او وروسته بیا دنورو ګناهونه بر ملا شی،زما دزړه خبری ټولی ښاغلی معلم صاحب په خپله لیکنه کی په ډیرو ښایسته جملو کی کړي دی زه په دی باب نور ځه ویل او لیکل نه غواړم  فقط هیله لرم چی دښاغلی معلم صاحب لیکنه ټول دحزب غړي په لاندی ډول په پوره غور ولولی،
...........................................................................
تودې ناندرې روانې دي . دا ناندرې په دوه جبهو او ددوو بیلا بیلو ځواکونو ترمنځ روانې دي . یوه جګړه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د متحده اياتونو د دولت ترمنځ او بله جګړه او شخړه د وطن ګوند د بیلابیلو ډولو تر منځ روانه ده. لومړۍ جګړه پر ولسمشر کرزي باندې د امریکا دمتحده ایالاتونو د هغه پرله پسې فشارونو سره تړاو لري چې پر حامد کرزي باندې يې راولي دابهیر د ښاغلي اوباما د ولسمشرۍ د دورې په پیل سره پیل او په افغانستان کې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې يې شدت پیداکړ او اوس ولسي جرګې ته د ټاکنو په درشل او افغانستان ته د اوباما په سفر او دټاکنو کمېسیون ته د حامد کرزي په تندو خبرو سره خپل اوج ته ورسید . خو داسې ښکاري چې دغه ناندرې کونکي پوهيږي ، څه وخت او څنګه غږ پورته کړي اوڅنګه له یوبله امتیاز واخلي او څنګه بیرته سیاسي ترینګړتيا له منځه یوسي او سیاسي فضا نرمه کړي. نتیجه ټولو ولیدله چې په دغه ناندرو کې هغه وخت سړښت راغی کله چې حامدکرزي د انتخاباتو په کمیسیون کې بدلونونه راوستل. اوس موږ وینو چې دواړه خواوې د ټينګې او پایدارې دوستۍ خبرې کوي او دا ډول اختلافات د دوستانو په کار کې عادي خبره بولي. خو د اولسي جرګې د ټاکنو ترپایه به دا ناندرې بیاهم په لږ او زیات شدت سره تکرار شي او دوام وکړي . خو مهمه داده چې دا ناندرې نه ددې سبب شوې چې حامد کرزی دې له واکه لېرې شي او نه ددې سبب شو چې بهرنیان دې کډه په سر او په خپله لاره لاړ شي، یاني هیڅ یو د بشپړې ګډوډۍ تر پولې وړاندې نه ځي.
دا یو ډول سیاسي شوک او تراپۍ ده، چې خلک د سترو تشویشونو سره مخامخوي، هر څوک فکر کوي اوس به يو څه کېږي، څوک خوښ او څوک پريشانه ښکاري او بیا سړښت رامنځ ته کوي . ته به وايې ناورین په لاره دی او بیا هیڅ خبره نه وي او هر څه لکه څنګه چې ول هماغسې پاتې وي.
خو ددوهمې ډلې شخړه او ناندرې یو ډول کرونیک حالت لري یانې د هیلې او رغاوۍ هیڅ څرک په کې نه لیدل کيږي داسې ښکاري چې هره خوا غواړي بل اړخ تر بشپړې نابودۍ تر پولي تعقیب کړي، یانې جګړه د حریف تر بشپړې نابودۍ پورې. د همدغه فکري طرز په نتیجه کې واک د ګوند سیاسي مخالفینو او مذهبي افراطیانو ته ولېږدول شو چې یوازینې انګېزه يې د ګوندي حریف دماتولو او له هغه څخه د غچ اخېستلو بغض او کينېه وه چې دڅو شیبو موقتي خوښۍ يې او د عمر ذلت يې ورپه برخه کړ او په نتيجه کې د یوې پېړۍ نهضت يې پر اوبو لاهو او د مترقي غورځنګ سټه يې له بېخه و ایستله.
اوس چې نه واک شته او نه ګوند ، کوم څه چې پاتې دی هغه همدغه بې پايه ناندرې او ابدي ناندرې او حقارت .څزګنده نه ده څوګ له دې بازاري ناندرو خوښ دی او ګټه يې کړې او څه يې تر لاسه کړي؟ خو ګومان نه کوم چې هیڅ چا دې هم له دې ناندرو او جنجالونو ګټه اخېستې او خوښ وي. ګومان نه کوم پرته له پرله پسې بایللو څه يې تر لاسه کړي وي. په زیات ګومان ټول کسان او ډلې له دې جنجالونو او انترنيتي غندنو ناخوښه اوبې زاره دي، ځکه دغه ناندرې په داسې لاره نه درومي لکه څنګه چې هیله کېږي، یانې د ستونزو دحل، پرمختیا او تکامل په رغنده لاره نه ځي. موږ نه شو کولی تضادونه نفي کړو او یا تضادونه له منځه یوسو. برعکس د تضادونو شتون یوه قانونمنده پدیده ده.
باید ووایم چې تضادونه د ټولنې او طبیعت د تکامل اصلي سرچینه ده ، بې له تضاده پرمختیا نشته . موږ باید د تضادونو شتون د یوې طبیعي پدیدې په توګه ومنو او د هغو له شتون څخه پریشانه نه شو. تضاد د هرې پدیدې په بطن شته او تل به وي .خو هغه څه چې د پریشانۍ وړ دی هغه له تضادونو سره زموږ چلند او برخورد دی . داسې تضادونه نه یوازې په افغاني ټولنه کې شته بلکې په ټولو انساني ټولنو کې شتون لري خو پرمختللي اولسونه د تضادونو د کنترول دپاره له علمي لارو ، مېتودونو او چلندونو کار اخلي او تضادونه په خپله قبضه او کنترول کې راولي او نه یوازې نه پریږدي دغه تضادونه د ټولنې د انقراض او پاشل کېدو سبب شي بلکې ددغه مبارزې په نتیجه کې نووښتونه او پرمختیاوي رامنځ ته کېږي. هغوی د تضادونو ، علتونه او قانونمندۍ رابرسېره کوي او له کړکیچ څخه د وتلو لارې چارې را په ګوته کوي او د ټولنې په ګټه له هغو څخه کار اخلي. یانې د مبارزې هدف ړنګول او ورانول نه بلکې د هغې هدف دا وي چې څرنګه تر نورو ښه، اغېزمن او ګټور واقع شي. خو په تاسف سره زموږ په سیاسي کړیو کې دا پوهه او درایت نه تر سترګو کېږي، که په دغه مبارزه کې څوک زیانمن کېږي او یا له لوړو پوړیو ښکته لویږي نو بیا له هر چا او هر څه غچ اخلي او هر څه ته اور ورته کوي. یانې هدف اول ځان او بیا عمومي ښېګڼه ده . دلته تر ډیره حده لومړی په ځان او پر خپل بري فکر کوي او د ډله ایزو او ټولنیزو ګټو په هکله هډو فکر هم نه کوي او ټولنیز ګټې یوازې په خبرو او انقلابي شعارونو کې تر سترګو کېږي. د ستونزو د حل دپاره علمي لارې چاري او میتودونه نه کارول کېږي او ټولې کړنې په لا شعور کې لکه څنګه چې د حیواني نړۍ ځانګړنه ده، ترسره کېږي. دوی نه پوهېږي چې ددوې د ناسنجول شویو کړنو په نتیجه څوک زیانمن کېږي او څوک ګټه کوي؟ دوی په دې هم نه پوهېږي چې د تېرو او اوسنیو شخړو په نتيجه کې چا ګټه او چا زیان کړی؟ یو شی څرګند دی چې دوی د عقل په ځای د مټو په زوړ ښودلو کې ښه تکړه دي او دوی کولی شي د خپلو په ظاهره اعلان شویو هدفونو خلاف د خپلو همسنګرو او همفکرانو پر شد هر راز روا او ناروا ایتلافونو ته ورګډشي او د یوې نا پایه او بې هدفه جګړې په لور روان دي.
دا کومه نوې لوبه نه ده او نژدې دوه لسیزې زاړه او او نوي لوبغاړي د یو بل په خلاف د چمتووالی په حال کې ول او دې او دغه تاریخ د دسیسو او توطیو تاریخ دی. که په دقیقه توګه وویل شي د ا خ د ګ د خپل جوړیدو له هماغه پیله دا کشمکشونه موجود ول او کله چې یوې ډلې له خپل مقابل لوري سره خپل حساب صاف کړی نو بیا نوي حریفان رامخ ته شوي او په دې ډول نوي ستونزې راپېداشوي او دا بهیر تر ننه همداسې روان دی. خو په زیات تاسف سره تر ننه دغه ډلې دا ګومان کوي چې خپل حریفان به له ډګره وباسي او د تاریخ اتلولي به ددوی په برخه شي. دوی د تاریخ له ترخو تجربو هیڅ زده نه کړل او لا اوس هم د فیلمرغ په خوب ویده دي. نو ځکه سړی په ډاډ سره ویلی شي او دا اټکل کولی شي چې دداسې سیاست پوهانو په شتون او موجودیت کې یوه داسې دښمني هرومرو رامنځ ته کېدونکې وه اوده. اوس هم داسې نښې نښانې نه شته چې دوی دې د یوبل په خلاف له دښمنۍ لاس واخلي او له دغه ترینګړي حالت څخه دې د وتلو رښتني لارې چارې ولټوي. ځنې په دې اند دي که حقیقت ومني او په تیر تاریخ کې خپل مسوولیت ومني او د مسوولیت خپله ونډه په غاړه واخلي او په دې ډول دغه نامعقولې جګړې ته د پای ټکی کېږدي خو دوی په داسې یو کار کې ځان ماتې بخوړلی ويني او د هغې له منلو اوږې سپکوي.
نو ځکه د مسولیت منلو پر ځای د وحشیانه جنګ په لاره ځي. دوی اوس خپلو مخالفینو ته په ډیره ترخه او سپکه ژبه ځواب ورکوي خو که امکان ور برابر شي او وکولی شي د یو محفوظه پټنځای څخه پر خپلو مخالفینو ګوزار وکړي نو ټول انساني، اخلاقي او حقوقي نورمونه تر پښو لاندې کوي او پر خپل مخالف لوري هر ډول ګوزار ځانته مجاز او روا ګڼي او په دغه کار دوی د رضایت او زیاتې خوښۍ احساس هم کوي چې ګنې دښمن يې زیانمن کړی دی. په دې حالت کې سړی ویلی شي چې د وی دجګړې له دوامه خوښ هم ښکاري ، سړی نه پوهیږي چې دوی په نهایت کې څه غواړي؟ دوی د ځنې نا څرګنده هدفونو په لټه کې دي او تر ټولو لوی هدف يې د ځان او د خپلې ګوچنۍ ډلې د ګټو خوندي کول دي. خو په تاسف سره دوی هيڅکله د خپلو کړنو ارزونه نه کوي او نه ویني چې څه يې تر لاسه کړي او څه يې له لاسه ورکړي دي؟ د ګوند تیر تاریخ دا خبره په ډاګه کوي چې د ستونزو په حل کې غیر علمي او نادرسته چلندونو ګوند له یو واحد سازمانه په دوو او بې شمیره ډلو او سازمانونو ویشلی دی او ګوند ، خلکو او وطن ته يې نور بې شمیره ستونزې او کړاونه ور په برخه کړي دي. خو تر ننه هیڅ چا هم خپله ګناه او نیمګړتیا په غاړه نه ده اخیستې ، هره ډله ځان بشپړ او بې عیبه بولي او د ټولو بدبختیو ګناه په بل لوري اچوي. هيڅ څوک چمتو نه دی په دې ناخوالو کې خپل مسولیت ته غاړه کېږدي او په ميړانه ووايي د پېښو دومره مسوولیت زما په غاړه دی او د هغو له امله د خپلو ملګرو او خلکو نه بښنه وغواړي او بیا د تیروتنو علت او دلیلونه څرګند کړي. دوی له یو چا سپينه پرښته جوړوي او له چا تور شیطان. خو واقیعیت دادی چې ټولو په ټاکلو پړاونو کې تېروتنې کړي دي او په ټاکلو پړاونو کې يې ښه کارونه هم کړي دي. باید د ښه او بدو محاسبه موجوده وي او باید وویل شي چا کله سم او ښه کار کړی او کله ناوړه او کله د نه بښلو کار کړی او د همدغه ښه او بدو په ترازوکې د شخصیتونو په اړوند که اړتیا وي قضاوت وشي. اوس ټولو ته په کار ده چې د احساساتو له پړاوه د معقولیت او علمي چلند پړاو ته تیر شي او هر څه د حقایقو په معیار وسنجوي.
باید ووایم چې دوی دې ته متوجه نه دي چې دوې له خپلو دغو لیکنو او دا ډول جګړو سره د خپل ځان او د خپلې کوچنۍ ډلې ګټې هم له خطر سره مخامخوي . داچې دوی له دا ډول چلندونو سره د څه هیله لري؟ دا یو داسې راز دی چې چا ته څرګند نه دی.
دا خو یوه جګړه ده چې ټول ترې خبر دي او هره ورځ موږ د تندو او تیزو لیکنو او ګواښونو شاهدان یو. خو په زړه پورې خبره داده چې ځنې سیاسي کړۍ د مترقي او دموکرتیکو ځواکونو په تیره بیا د ا خ د ګ د ویشل شویو ډلو د یووالي او وحدت خبرې هم کوي او ځانونه د روغې جوړې د سیاست پیروان هم ګڼي. ددوی اوسنی حرکت د هغه سیاست پر بنسټ چې غوره کړی يې دی د وحدت او پيوستون او روغې جوړې د لارې تر ټولو لوی خنډ دی او ددې سیاستونو پر بنسټ ویلی شو چې یووالی او روغه جوړه بیخي نا ممکنه کار دی. یووالی،سوله او روغه جوړه ښه کار او ښه شعار دی. وحدت ، د لوی ګوند جوړول ،سوله ، روغه او جوړه، د تیریدنې ، قربانۍ ، زغم او یو بل ته ددرناوي په پایله کې لاس ته راځي، داسې چې موږ د خپلو شخصي، ګروپي ، ګوندي ګټو پر ځای د وطن او خلکو ګټو ته برتیا ورکړو، پورتني هدفونه له حقیقت څخه د تېښتې، ځان غوښتنې، لويي غوښتنې، پرنورو د برتیا د تر لاسه کولو ، کنځلو او نه زغم په نتیجه کې لاس ته نه راځي. سوله او روغه جوړه او یوموټی کېدل د سالمو او صادقانه او علمي خبرو اترو له لارې تر لاسه کېدی شي نه د کنځلو او سپکو سپورو اونه د یو او بل د سپکولو او کم راوړلو د لارې. که د مترقي او دموکراتیکو ځواکونو د پيوستون بهیر همداسې پرمخ لاړشي او پرهمدغه اساساتو ولاړ وي نو په ډاډ سره ویلی شو چې دوی خپل وخت بیځایه تیروي.
په اخیر کی دښاغلی معلم صاحب زرغون شاه لپاره دښه صحت هیله او ارزو لرم او په دی امید چی همیشه د حزب غړی په داسی ښایسته بیطرفانه لیکلو سره خوشحاله وساتی او په اینده کی دداسی نورو لیکنو په هیله او ارزو یو،وسلام رحمت اله روان