د عبدالسلام اندړ سره پېژندګلوي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
عبدالسلا م د جا ن محمد زو ی په۱۳۳۶ لېږ د لمر يز کا ل کې د غزني ولايت داندړوو لسوا لي داټل د کلي په يو ه بزګره کو ر نۍکې نړ ۍ ته سترګي پرانيستلي.
لومړنۍ او منځنۍ زد ه کړ ي يې د نو مو ړ ې و لسو ا لۍ دسلطا ن شها ب الدين غوري په لېسه کې اودلېسې زد ه کړ ې يې د ښرني علي با با په لېسه کې په ۱۳۵۳لېږدلمريز کال کې له سرته رسولوڅخه وروسته دسيدجماالدين افغان دښوونکو روزنې عالي مو سيسې دپښتوڅانګه کې خپلې زده کړې سرته ورسولې اود کابل ښار په بېلوبېلو منځنيو ښوونځيوکې دښوونکی په توګه د سپېڅلې دندې وياړدرلودلې دی.
له ډېر وړکتوب څخه يې دشعراوليکلوسره مينه درلوده مګرهغه ناورين چې دهغه چا پېريال يې نيولی وواجازه ورنه کړه چې دا استعداددژبې اوادب په چوپړکې وکاروي. مګرله ډېرو کلو وروسته يې بياهغه ويده استعدادوتخڼاوواوپه څوکږووږو،ماتو ګوډو شعرواو ليکنوکې يې دزړه بړاس په مشاعرواورسنيو کې ښکاره کړ او همدارنګه يوه شعري مجموعه يې چاپ ته په لاره ده.
په ۱۳۶۱لېږد لمريز کال کې دقوانينودبدلون پايله کي دکو رنيو چارودوزارت په مربو طا توکې دعسکري دندې ته احضار او ورو سته دڅارندوی دافسر په تو ګه تعد يل درتبې او دلو ړو زد ه کړو لپاره شوروي اتحاد دمسکوپه ښارکې د حقو قوپه څا نګه کې يې د ما سټر ي تر درجې پور ي زدکړ ې بشپړ ي کړې او هيو اد ته له را ستنېد و ورو سته د کورنيو چارو د و زارت د ښوو ني اورو زني دريا ست په مر بو طا تو کي په دنده وګمارل شواودشهيدډاکترنجيب الله دحکومت له سقوط څخه و رو سته دهغوناګوارو شرايطوله کبله دګران وطن پرېښودلوته اړاومها جر شو. د۱۹۹۴ع کال په پا ی کې دسويد ن په ديموکراتيک پاچاهي هېواد مالمو په ښارکې يې د خپلې مېرمنې اوپنځو اولادونو سره يو ځا ی ژو ند غور ه کړ.

دسو يد ني ژ بې، کمپيو تر او د ښوونکو لپاره د يو پيدا ګو ژيک کو رس له لو ستلو نه ورو سته په ۲۰۰۲ع کا ل کې دسو يد ن دمالمو د ښار په لومړ نيواومنځنيو ښوو نځيو کې دپښتو ژبې دښوونکي په توګه د پښتنو پرد ېسو بچيانو ته دمورنۍ ژبې دزده کړ ې سپېڅلي دندې وياړلري.

کانديدان
ولاړدي دافـغـان اصيل بچــيـان کانــديـدان
نـومـونـه يې دي،لوړ په ټول جهان کانديدان
لـه هـــر قــدمــه بــه يـې سـل ځــلــه ځــارېــږ م
بيا که راژونـدی کړ ي،فخر افغان کانديدان
ځـينـي د روس يـادانګــريـز پښوکـې رغـړي
هـم شــتــه دغــلامـانــو غــلامـان کانــديـدان
د نــوشيروان دعـدل چـيغه يـې په خـولـه کې
د لـمـر په څېر روښـانه غــاصـبـان کانــديـدان
حـوضـونـه يـې لــه ویـنـو دخـوارانـو ډک کـړل
بـېــغـمـه پکـې لامـبـي قـــاتـــلان کانــديــدان
دلـتـه مـيـونــدهلته خـيـبـر باندي ناورين دی
راکـېـټ سـره راغـلـي طالـبـان کانــديــدان
څپـې دهلمنـد سـرې شوې، آمو طـغيان کوي
پـه پټــو ستــرګــوګــرزي مـلايـان کانـديـدان
پامير په کوچ، زلزله ده په سپين غره بانـدي
په مست آتڼ ورګډ دي مـزدوران کانديدان
يـو يــو جـنـت ته ، دا نـور ټول دوزخ ته لېږي
د الــهـام ،استخــارې وارثــان کانــديـــدان
زما جـنـتـي خـاوره يـې دوزخ کــړه خوارتــه
قسمت چې راته وېشي دا شېخان کانديدان
داځــيـنـي نــه پـــه خـپـلـه نــه دبــل پــه ويــنـــا
نـه پوهيږي،په خدای دي،لېونيان کانـدیدان
پـه ژبـه ګـونګ،سترګـې ړنــدې،لکـه لـټکـه
څـه غــواړي؟څـه کـوي؟بېـسوادان کانديدان
بـلـرنګـه!کـورکــوڅــه دي لــه چـپـاوه ساتــه
تـيار دي غـنيمـت تــه ،لوټماران کانـديـدان
په خدای په ويښه خوب کې لوی خطر وينمه
خيرکړې،خير!چي راغلي بدماشان کانديدان
وطــن کــي دسـيسـې دي تـوري تـوري ډېــري
مستي کړي په ډالـرو عـشـقبـازان کانـديــدان
لا تــېـره نــــه وي يـــوه غــمــيــزه، بـــلـــه راوړي
دويــنـــو بــهــولـــو ،جـــلادان کانـــديـــدان
عبدالسلام اندړ
۲۰۰۹/۷/۲۲