شين خالۍ نهمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سميع الدين افغاني

زيړګل ته د دوؤ اونيو رخصتي بيا دا فرصت برابر کــــړ چې د پخوا په شــــان د کليوالي ژوند څخه بهرمند شي  او دکليوالوسره راشه درشه ولري ، په غم ،ښادۍ او ورځنۍ ژوند کې دهغوسره کور اوکلی شې او همدارنګه د اکا سره د کــــرنې او مالدارۍ پــــه برخه کې مــــرسته وکــــړي  او خپل د راتلونکی  ژوند د ملګرې شين خالۍ د ارمانو او هيلو د تر سره کـــولو لپاره د هغې په خدمت کې وې

٠
شين خالۍ د زيړ ګل څخه دا هيله لرله چې د هغې د خـــورلنډې زرڅــــانګې په واده کې د هغه د پلار سره نژدې سلاکار اوسی ځکه چې زرڅانګې مشر  ورور ندرلود همدا وجه وه چې د هغه  څخه دا تمه لرله چې هغه به د زرڅانګې د پلارنژدی مرستندوی وی ٠ زيړګل هم دا پتيله وه چې د واده په مراسم او تيارۍ  کې د زرڅانګی دپلار  سره مرسته وکړي ٠

ماښام کله چې زيړګل څاروي د کلا انــــګړ ته راوستل نو په شين خــــالۍ یې غږ وکړ چې څاروې په خپلو ځايو کې وتړي تر څو  د هغو لپاره ازوقه برابره کړي ٠

شين خالۍ او د هغې مور په ګډه څاروې په خپلو ځايو کې وتړل ،زيړ ګل چې د شوتلو پنډ  تر شا او لور يې په لاس کې وه لمړی يې د شوتلــــو پنډ د وچو وښو تر څنګ تــــراوږې ښکــــته کړ او لور يې د ديوال په   د رز کی خښ کړ او بيا يې شوتله د وچو وښو سره ګــــډه کــــړه او د څــارويو مخې ته يې په کافې اندازه واچوله او خپل څادر يې چې  شوتلـــه پکې راوړې وه و څنډه او د کـور  په انګړ کې چې په ګلمونو ، توشکو او کټونوسنبال شوی ؤ کيناست ٠

شين خالۍ په بیړه چاې تيار  اوپه پتنوس کې يې د تورو چايو پياله د مساله دارې ګوړې سره د زيړ ګل مخې ته کيښود ٠
يو څه شيبې وروسته د شين خالۍ پلار او مور هم راغـــله او شين خالۍ د هغو مخــــې ته هم د شنو چايوډکې پيالې کيښودلې ٠
زيړګل د تورو چايو څښکل عادت درلود ،مګــــر د شين خالۍ مور او پلار  دشنو چــــايو څښکل غوره ګنل او ويل به ېې چې د شنوچايوګټې ديرې دی خوشين خالۍ بيا دومره سر پری نه خوږاوه هغې ته که تور چای وه او که شين توپیرنه درلو د ،څـــه چې به تيار وه هغې به نوشجان کوه  خو بيا زيړګل او  د شين خالۍ مور او پلار ته  خپل د خوښې چای عادت ګرځيدلی وه٠

زيړ ګل د چاې اخــــري پياله پــــه سر واړولـــه چې د کــــلې د ملا د الله اکبر  اواز پــــورته شو ټــــولو د جل جلالهو اواز تر خولې وخوت ، زيړ ګل او اکايې شړۍ په اوږه کړه او د جومات په لور روان شول تر څو د ماښام لمونځ په جمعه وکړي، دوې ځان په زرغده جمعې ته  ورسوه ٠

په کــــلې کې د ماښام لمانځه ته د کلــې  اوسیدونکي حتمي جــــومات  ته  راتلل ، په تیره بیا د کلي سپين ګيری اوخوانان ځکه چې  دورځی له خو ا تمـــام دکار او غريبۍ لپاره د کـــلي څخه بهر وتل ، څوک به د بزګرۍ په کارونو بوخت وه ، ځوانان به د تعليم لپاره ښوونځيو ته تلل ، په کلې کې تنها دکور ميرمنې او واړه مـــاشومان پاته کيدل  چـــې په خپلو کې ېـــې راشه درشه لـــرله او هميش ېې بنډار جوړ وه خوددی بنډارو ترڅنګ د کوردکارونو سنبالول ، دجامو پريمځل ، پخلې او نور ډير مصروفتونه  وه  چی د کور ښځو  هم په ډير زحــــمت او کـــړاونوورځنۍچارې  تر سره کولې٠

سبا د زرڅانګې پلا ر، زرڅانګه د شين خالۍ دوی کورته واستوله چې وګوري که زيړ ګل او تره يې په کور وي تر څو د واده په اړه د هغو سره خپل پروګرام شريک کړی ٠

د زرڅانګې کور د شين خالۍ دوی د کور په څو قدمې کې وه پــــدې حساب په کلــې کې د دې  دوؤ کورنیو  تک راتګ  دکلی نورو اوسيدونکو په پرتله ډيره ؤه او ښه مناسبات يې ساتل٠

زرڅانګې  د زیړګل او د هغه د اکا شتون پـــه کورکې خپل پــــلار ته خبر ورکړ ٠هغه هم دځايه پاڅيد ، پګړۍ يې په سر وتړله ، واسکت يې واغــــوست او خپله تور بــخنه شړی يې تـر ځان چار پيره کړ او د زيړګل  دوی د کور په نيت روان شواو هلته په رسيدو د هغو د کور   ور  وټکوه ٠

زيړګل د کلا ور خلاص کړ او د زرڅانګې د پـلار سره يې روغبړ وکــــړ او هغه تــه يې کورته د ننوتلو بلنه ورکړه اودکور په انګړ  کې ورته ځاي برابر کړ٠

زيړګل ، دزېړ ګل اکا ، شين خالۍ او کاکا ناوي هم د هغه هرکلي ته راغله او د هغه په مخامخ لوري   کيناستل ٠
د روغبړ نه وروسته شين خالۍ د چای د جوړولـــو لپاره لاړه او دوي خپل خبري د زرځانګې د واده په اړه پيل کړې ٠
په پيل کې د زيړ ګل اکا د زرڅانګې د پلار څخه داسې وپوښتل ؛
لعل ميره !
څنګه شوه د زمانخان اکا سره مــــو د واده په اړه څه وکـــړل او څه نتجې ته سره رسيدلي ياست ؟
د زرڅانګې پلار ورته پــه جواب کې وويل ٠
اکا ، که رښتيا راباندې وايې معامله خو جوړه ده ، داسې د جنجال  کـــومه خبره  نشته ،زمانخان هم بد سړی ندې، که څه هم د زرڅانګې مور يو څه اضافي بوجونه پر هغو ايښې ؤه، خـــوکله چې زه خبر شوم ما د زرڅانګې مورته قناعت ورکړ ، اصلي خبره خو داده چــــې زرڅـــانګه زموږ يواځينی لور ده ، موږ بل اولاد يا وارث نلرو،اوس که موږ په ځـــوم دا بـې ځايه مصارف وکـــړو نو دهغـــو راتلونکی ژوند به د کړاونو سره مخ شې چی دا خبره ما د زمانخان سره هـــم شریکه کـــړه  اوورته مې وو يل  څه رنګه چې  مو زړه وې، د ا ستاسو خپله معامله ده او زه نــــه غواړم چـــې پدې بـــرخه کې کوم شرط يا بوج درباندې کيږدم ، دبلې خوا د زمانـــخان اکا دې هم کور اباد وې پوه او مشر سړی دی ، هغه زمـا ددي فيصلی څخه مننه وکړه او راته يې وويــــل چې دا زموږ او تاسو د خوښــــی او دوستـــی خبره ده ،ستاسو دی کور اباد وي خو موږ هــــم خپل هوس او ارمان لرو ، زموږ هم دا هيله ده چې زموږ واده او دا خوښی په ښه شان سره تر سره شې ،تاسی تشــــويش مکـــوی مـــو د کلی رسم او رواج نـــه ستر ګې نه شو پټولی هغه څه چې لازمه او زموږ په وس کې پوره وي هغه مـوږ خپله هــم داتکـل  لرو چی زموږ د اولادونو دا خوښې په پوره درنښت تر سره شې ٠

د شين خالۍ مور په اخر د خبرو کې داسې وپوښتل؟
لعل مير ه اکا ، د واده ورخ مو وټاکله  ؟
د زرڅانګې پلار ورته په جواب کې وويل ؛
هو د واده ورځ مو معلومه ده ،  راتلونکې دجمعې په ورخ  که دخداې رضاوې واده د ی ، همدا وجه ده چې  اکـــا ، زيړګل او تـــاسوسره د مشورې لپاره راغـــلی يم ترڅو د واده پـــه تنظيم کې له ما سره برخه واخلۍ٠
په همدي ډول  لعل مير اکا ، زيړګل ،  او دشين خالۍ مور او پلار دواده پروګرام جوړ اودې نتجې ته سره ورسيدل چې د ښځو مراسم دې د زرڅانګې دوۍ په کوراو د نارينه و لپاره د شين خالۍ دوۍ په کورکې خايونه برابر شې او ميلمنو ته د ډوډۍ جوړولو او پخلي کارونه دې هم دلته تر سره شي ٠

کله چې د زرڅانګې پلار د زيړ ګل او دهغو د خپلوانو د همکارۍ وعده تر لاسه کړه نو د هغو نه په خوښۍ سره د خپل کور په لور روان شو ٠
زيړ ګل هم  خپل څادر په اوږه کړ، لور او بيــل يې واخيست اود بـــاغچې پـــه لور روان شـــو ٠هغه  د زمانخان اکا ځوی يا د زرڅانګې کوژدن  ا باسين له وړکتوب څـــخه پيژنده ، هغه به هميش پالاوۍ لنګۍ تړله او جګه شمله به ګرزیده ٠ نو کله چـــې په باغــــچه کـــې په کار بوخت شو دا زمزمه ېې تر خولې شوه ٠
پدې محفل کې نن خوشاله  خوشالي ده
د شمــله  دارهلـک ښـــادي  ده

دزيړ ګل څخه شين خالۍ هيله کړې ؤه چې دزر څانګې واده ته به ښکلې شعر جوړوي چی دا زمزمه د زيړ ګل لپاره ښـه الهــام  ؤه کــوم چې د هغــې پــه واده کــې يــې ډالــې کړي  ، زيړ ګل د هغــې کلېوالې حسن  ، خصلت او همدا ر نګه د واده شپـې  تــه داسې هيله لرله ٠

ناوکۍ څومــره ښه ښکاریږي
په  ناز  همـــــزولې یې  ګډیږي
د هلک  کورپــــرې  ابــــادیږي
په خپل ښایست کې یې خصلت کلیوالي ده
د شملــه دار هلک ښادي  ده

زيړ ګل د هغې ښکلااو حسن ېې داسې تمثيلوه٠

ناوې  ښایسته  لکه د ګل ده
څه د ښایست یې جلوبل  ده
دا خوش بویي یې دسنبل ده
څومره ښایسته د غاړې هاریې طلایي ده
د شملــه  دارهلــــک ښادي  ده

د ا باسين او زرڅانګې  د نيکمرغې لپاره يې داسې هيله لرله ٠

ناوکۍ پـــــل  دی  بخــــتور  شه
شپی دې برات ورځ دې اخترشه
ژوندمــــوروښانه  لکه  لـمر شه
دا زموږ  هیــله ده امید دا مو مرزي ده
د شمله  دارهــــلک ښادي  ده

او په اخر کې ېې دا دوعا هغو ته  د زړه ووتله ٠

ښه اوږد ژوندون مو په نصیب شه
ښاد   مو   هم   لرې   هم   قریب   شه
مینه  مــو ګــــل  اوعندلــــیب  شه
اوسۍ خوشالــه  دا ډ الۍ د افغاني ده
د شمــــله  دار هلک ښـــادي  ده

ما هم دا ښکلې  ملغلري پيل او خوږ ژبو هنرمندانو ته ډالۍ کړه چې د خوښې په مراسمو کې ېې په خپلو خــوږو اوازونو کې  هيــوادوالو ته واوروي چې پوره شعــر ته  په لانــدې ډول ستــاسو توجوه راګرځوم  ٠
ډ الۍ

پدې محفل کې نن خوشاله  خوشالي ده
د شمــله  دارهلـک ښـــادي  ده

ناوکۍ څومــره ښه ښکاریږي
په  ناز  همـــــزولې یې  ګډیږي
د هلک  کورپــــرې  ابــــادیږي
په خپل ښایست کې یې خصلت کلیوالي ده
د شملــه دار هلک ښادي  ده

ناوې  ښایسته  لکه د ګل ده
څه د ښایست یې جلوبل  ده
دا خوش بویي یې دسنبل ده
څومره ښایسته د غاړې هاریې طلایي ده
د شملــه  دارهلــــک ښادي  ده

ناوکۍ پـــــل  دی  بخــــتور  شه
شپی دې برات ورځ دې اخترشه
ژوندمــــوروښانه  لکه  لـمر شه
دا زموږ  هیــله ده امید دا مو مرزي ده
د شمله  دارهــــلک ښادي  ده

ښه اوږد ژوندون مو په نصیب شه
ښاد   مو   هم   لرې   هم   قریب   شه
مینه  مــو ګــــل  اوعندلــــیب  شه
اوسۍ خوشالــه  دا ډ الۍ د افغاني ده
د شمــــله  دار هلک ښـــادي  ده
--------------------------------------
سمیع الدین  افغاني