لیډرشیب دچا شخصی غوښتنه نه ده

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ترټولو لمړی د سپرغی دمسول په اجازه وتاسی محترم شیر احمد وطنوال صاحب ته دسپرغی وانترنیتی پا ڼی ته ښه راغلاست وایم،وتاسو ته که دروسیه په سوچی ،هند اویا دنړی په هر کنج کی اوسیږي د ښه ارامه ژوند هیله او ارزو لرم اوستاسی دښه صحت په هیله یم،ستا لیکنه می ولوستله هغه ځه چی تا دخپل زړه پړاس بللی دي
ستا دخپل زړه خبری دي چی په قلم دی لیکلی دي هغه تا پسی اړه لری او زه تبصره نه ور باندی کوم،ولی یوه شی ته ستا توجه اړه ول غواړم هغه داده چی دسپرغی انترنیټی ویب سایټ دهیچا په پیروی باندی خبری نه کوی یوازنی ویب سایټ دی چی قضاوت یی بیطرفانه او له تعصب او کر کی ځخه پاک دی له همدی وجهی ځخه ده چی ورځ په ور ځ دبيشرفت او انکشاف په حا ل کي دي،خصو صا دهغه چا په باب خویی هيځ هم نه دی ویلی چی ستا دزړه پړاسونه یی ډیر کړي دي او لاره یی در نه ور که کړي ده اودهغه دلیډر ښیب ځخه په ویره کی یاست،یامو تر پښو لاند ی  سور اور بل دي.
یوازی ما دوه مضمونه هغه ځه چی حقیقت او واقیعت ؤ هغه می لیکلی دی اولمړي می دسپرغی دویب سایټ له طریقه  دهیواد والو په وړاندی نشر کړي دی،زه هم ستا په شانی دښاغلی علومی صاحب سره کوم خاص روابط او سیاسی اړیکی نه لرم ، زما اړیکی دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند او ورپسی دوطن دګوند دټولو غړو سره یو شانی دحقیقت او واقیعت پر ویلو بنا او ولاړ ي دی،ولی یوه موضوع غواړم یاده کړم چی ددی حقیقت ځخه باید ځوک سترګی پټي نه کړی هغه ځوک چی نن ورځ دافغانستان په نا امنه شریطو کی دافراطی ګروپونو تر تا ثیر لاندی دحزبی غړو دموقف اودشهیدانو دپاتی شونو دحقه حقوقو ځخه په کلکه دفاع کوی او دعدالت او دموکراسی سنګر یی تود ساتلی دی دستا ینی او دافتخار وړ دي،زه بل کوم هدف نه لرم  یوازنی هدف می هغه ستا دمقالی د اخیرنی برخی ځوجملی دی چی زه یی کټ مټ په لاندی توګه تکراری وړاندی کوم.
((له همدې امله په زغرده ويلاې شو، چې يوازينۍ ايډيالوژي چې زموږ د وطن پکې ګټه ده، هغه ملي ايډيالوژي ده، چې د احمد شاهي (دراني) افغانستان ايډيالوژي يې زړی دی))۰
هر هغه څوک چې خبرو او عمل کې افغان وطن ته وفادار او متعهد وي، د لارښود وړتيا لري۰)) ))
((هغه څوک چې تر ننه پورې د ډاکتر نجيب الله غم ژاړي، داويلاې شم، چې د ډاکتر نجيب الله بې وخته مرګ يوه لويه افغاني-ملي ضايعه وه، هغه چې وايي: سل دې ومره يو دې مه مره)) که ځه هم په دغه هکله شرایط فرق لري او ډیر تغیر یی کړي دي ولی بیا هم زه په کل کی ستاسی سره موافقه لرم.
نه غواړم چی ډیره اوږده تبصیره وکړم ودغه پورته هدف ته رسیدل دحزب دګردو غړو او نورو وطن دوستو افغانانو وکمک او پاملرنی ته اړتیا او ضرورت دي چی باید ویوه اوبل ته داعتماد او اخلاص لاسونه ور کړی،دبیځایه کینو اوپخوانیو تر وخت تیرو خبرو پسی ډیر ونه ګر ځیږو اونه ځانونه ستړي کړو او نه هم کومه خاصه نتجه ور کوي،اوس هغه پخوانی حزب نه دی او په سیاسی لحاظ یی دشرایطو مطابق ډیر تغیر کړي دي، دحزب غړو اوس ښه سیاسی تجارب تر لاسه کړي دی او ددموکراسی په واقعی شکل باندی تر یو حده ښه پوهیږی او دپخوانیو ترخو ناخوالو ځخه یی دعبرت در س اخستي دی او باید یی هم واخلي،هیځوک دحزب پرغړو باندی لیډر شیب په زور او په پتو سترګو نه شی تحمیل کولای،اینده لیډر شیب زما اوستا او دنورو ځو محدودو دحزب دغړو په خوښه باید نه وی،دا اقدام دحزب داکثریت غړو په مستقیمه غښتنه باید تر سره شی که دا محترم علومی صاحب او یا بل ځوک وی په هغه صورت کی هیځوک ځه نه شی ویلای،زما په نظر اوس دغه دلیډر شیب په باب خبری او تبصری تر وخت وړاندی بو لم،په لمړی قدم کی باید دیوه واحد ګوند په جوړیدو باندی فکر او کار وشی او په دغه هکله چی دا اوس کومی هلی ځلی جریان لری باید دحزب ټولی غړی هغه ته لبیک ووایی او په دغه لاره کی دمشکلاتو دحل په لارو چارو باندی فکر وکړي،غوره او سازنده پیشنهادونه باید مطرح شي، دحزب لیډر شیب چی دهر چا په لاس کی وی هغه باید دسته جمعی تصمیم وی نه فردی ،ګروپی اویا قومی،او په دغه لاره کی زمونږ قضاوت باید دهر نوع تعصب او کینو ځخه پاک وی او دحزب دټولو واقیعاتو دمسولیت باید دتعصب پربنیاد یوازی په ځو مشخصو او محدودو اشخاصو باندی وانه چول شی،خپل دوستان او دښمنان باید وپیژنو،هرځه باید په پوره حوصله او ارامو اعصابو تحلیل او در ک کړو،دزړه پړاسونه باید په موقع او مناسب وخت او ځای کی خالی کړو هغه متل دی چی تر اوبو دمخه باید خپلی پښي لو ځی نه کړو.وسلام رحمت اله روان