څوک ښه ملي او سیاسي ليډر شیپ کېدی شي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زه نه څارنوال،نه مدافع وکيل او نه هم قاضي يم۰

دا يو څو ټکي چې مې لاندې ليکلي دي( هغه د خيال محمد استاد سندره د زړه بړاس دی) زما خپل فکر دی،ماپخپله ليکلي او فرمايشي ليکنه نه ده۰او نه هم د خداې فضل دی زه د ښاغلي علومي

او دهغه د  ډلې ټپلې سره کوم تړاو يا اشنايي لرم۰

يوازې د علومي او د مسعود او یوشمیر پرچميانو ګډ فوټو مې ليدلی دی، چې ګوندې د کابل د امنيت؟ په خاطر د يوه ميز په شا او خوا را ټول شوي او په نقشې باندې کارکوي۰

په دې وروستېو کی مې په سپرغۍ ويب سايټ کې ولوستل چې نوموړی ښاغلی بيا غواړي په ډېره سپين سترګۍ سره دبوټانو سره يو ځای د خلکو په سترګو ورننوزي او ځان په خلکو وروتپي۰

ددې د پاره چې ددې ښاغلي د تېرو کړو وړو يو څه سپيناوی مو کړی وي، لاندې څو پوښتنې مطرح کوم۰

۱-آيا هغه څوک چې پرون په خیانت تورن دی کولاې شي، د کړيدلي ملت له پاره ملي لارښود شي؟

۲-آيا هغوې چی پرون يې د جمعيتي- ستم سره لاس يو کړی او افغان ملت يې د تنظيمي جګړو سره تنور ته وغورځاوه، اوس به د خدمت مصدر شي؟

۳-آيا هغه چا چې د سقاوي غلو سره د وطن په لوټ او تالان کې د بوجۍ خوله نيولې وه، او نن يې سپين کالي اغوستي، د خلکو له خوا وبښل شي او د منلو وړ دي؟

۴-آيا په وطن کې قحط الرجال دی چې بياهماغه ناملي عناصر د پردېو د ناملي اډيالوژېو سره زموږ په اوږو کېنول کيږي؟

۵-آيا علومي افغان منلی ليډر کېداې شي؟

۶-په پاې کې کېڼ اړخه او ښۍ اړخه ايډيلوژۍ زموږ د وطن د زخمونو ملهم کېداې شي؟

 

دا چې زه خپله ځان ته مخاطب يم۰نو زيار به وکړم، چې پورته پوښتنو ته ځواب ووايم:

۱-زه دا منم چې په سياست کې د تل لپاره دښمنان او دوستان نه وي۰هر سياستوال د خپلو ګټو د زاويې د ليد له مخې د يوه لنډ وخت لپاره د خپل سياسي حريف سره ډله ټپله (ايتيلاف) جوړوي۰

خو ددې ايتيلاف جوړول بايد د وطن د ملي ګټو په ضد نه وي،د خاورې دتماميت، خپلواکي او د خلکو په زيان نه وي۰

او هغه څوک چې په يوه داسې عمل لاس پورې کړي چې په نتيجه کې يې نتيجه داسې وي، لکه زموږ کړېدلی وطن چې پرې نن اخته دی۰عاملين يې په ملي خاينت تورن بللی شو او د لازمو جزاوو وړ

دي۰

زه د علومي او ډلې ټپلې په هکله خبرې کوم۰

نوموړی په ۱۹۹۲ کال د وطن ګوند غړی او اردو افسر وؤ،ګوندي دسيپلين يې مات کړ او او د عسکري تحليف خلاف عمل يې وکړ۰افغان دښمنه عنصر سره يې لاس يو کړ۰چا چې د افغان د نامه سره حساس&# 1610;ت درلود،د وطن د تجزيې خوبونه يې ليدل او پاتې شونو يې لا اوس هم ددغه ناوړه هڅو ځخه لاس نه دی اخيستی۰

دافغان دښمنو د ايتيلاف په نتيجه کې موږ څه ونه ليدل، چې قلم يې په ذکرکولو کولو عاجزدی۰

۰د علومي کړنې که د هرې زاويې څخه وکتل شي:

-هغه ګوندي دسيپلين په نظر کې ونه نيوه،د ګوندي ليډرشيپ د لارښوونو پاملرنه يې ونه کړه او ايډيالوژيکي دښمن ته تسليم شو۰

-هغه د اردو افسر ؤ، د خاورې د تماميت او د وطن د خپلواکۍ د ننګې په خاطر يې سوګند کړی ؤ،هغه دا سوګند مات کړ۰

-او که هغه موږ يو عادي سړی وبولو،په ۱۹۹۲ کال کې هغه ماشوم نه ؤ، د خپل عمل د نتايجو سنجش يې کولاې شو۰ هغه چې وايي: د قانون څخه بې خبري د مجرم د جرم په سزا کې کموالی نه راولي۰خو دی &# 1583; وخت د ټولو قوانينو څخه خبر ؤ۰

ددغو پورته يادو شوو ټکو څخه داسې نتيجه اخيستل کيږي:

ښاغلی علومي ښه پوهېده چې د نظار شورا او په سر کې يې مسعودد افغانستان وراني او تباهي غواړي او يوازينۍ موخه يې د وطن تجزيه ده۰خو بيا هم ورسره يو ځاې شو، چې نتيحه يې موږ ټولو و&# 1604;يده

تر اوسه په وطن کې داسې يوه قانوني افغانشموله مرجع نه شته ،چې ډول خلکو ته براﺉت ورکړي۰

په دې اساس ښاغلي علومي او امثالهم ته په ملي خیانت تورن ويلاې شو

نو له دې کبله نوموړی ښاغلی ددې کړېدلي ملت ملي لارښود کېداې نه شي۰ آزموده را آزمودن خطا ست۰

۰۲-دا چې په مخکيني ځواب کې مې وويل،چې ددې نا مقدسه ايتيلاف په نتيجه کې په کړېدلي ملت څه راغلل او اوس هم داد بې عدالتېو لړۍ روانه ده۰

دا په واک او په پيسو مين ښاغلی نن هم په خپلو تېرو کړو پښیمانه نه دی، دلته او هلته دی خپله او دده ډنډورچيان او پلويان وطن ته د خمت کولو ډبره په سينه وهي او ۱۹۹۲ کال د نظار شورا   6;امقدس اتحاد يو په ځاې کار بولي۰

ځواب دادی، که نوموړی جنرال صاحب پخپلو د ۱۹۹۲ کال کړنو پښېمانه نه شي،او د ملت څخه بښنه ونه غواړي او د نظار شورا سره ونه شلوي، نو دا د واک او پيسو لېونی۰

او که دی وايي چې، پيسې او واک يې په کار نه دي او خلکو ته خدمت کول غواړي۰نو دا بيا لوي درواغ دي۰ځکه د خپل ځان په خدمت؟ کې وازمايه۰نو بيا دده ځاې د روانی ناروغیو په روغتون کې دی، چې د روحي ناروغېو ډ اکټر ته مراجعه وکړي۰ځکه د خدمت د مصدر کېدو تمه ترې نه کيږي۰

۳-روان صاحب د علومي صاحب د دفاع له پاره ليکي، چې په ۱۹۹۲ کال کې ښاغلي جنرال ډېر ملګري د نظاريانو د منګولو څخه خلاص کړي دي۰

زه په دې کې هېڅ شک او ترديد نه وينم، کېداې شي، چې داسې کوم کار به شوی وي۰

خو دا يو پلان شوی کار ؤ۰

ددې لپاره چې د ښاغلي علومي په ګناهونو يو څه سړې اوبه وشيندل شي، او ورنه خوابدي ملګري خوشاله کړي،مسعود او ډلې يې انسانان تښتول او برمته کول يې، او دا چې د جنرال صاحب د

واسطه کېدو وروسته يې خوشې کول، داددې له پاره چې د جنرال صاحب اتورېته لوړه کړي۰

هغه چا چې يو ځل د خاورې په تماميت او د وطن په خپلواکۍ سوداګري وکړه او ترېنه خوند يې واخېست، هغه ورځ ليری نه ده، که موقع په لاس ورغله داسې ناوړه عمل به بيا وکړي۰نو

داسې يو سړی؟ د بښلو او منلو وړ نه دی۰

۴-دا چې په کړېدلي وطن کې په افغان ملت باندې کوم غوبل روان دی، او بهرني هيوادونه مستقيمه لاس وهنه کوي، وطن پاله عناصرو ته ډېره ګرانه ده، چې منسجم شي۰

ځنې يې د بنسټ پالو له خوا د کافر په نامه د پاکستان او ايران په لمسون او ځنې نور يې د ناټو له خوا د طالب په نامه د شمالي ټلوالې په لمسون له منځه ځي۰

په وطن کې قحط الرجال نه شته، د ليدرشيپ وړ خلک شته۰ خو يوه واقعآ داسې يوه سياسي غورځنګ ته چې ملي-افغاني ايډيالوژي ولري، چې نه پکې کمونيزم او اخوانيت ځاې ولري، نه شته۰

۵-علومي ، زما په فکر که د هغه د تېرو کالو بيوګرافۍ ته ځير شو، د ليډرشيپ وړتيا نه لري۰ چې په پورتنېو ځوابونو کې مې پوره تشرېح ورکړه۰

۶-دا زموږ د وخت يو تريخ واقعيت دی، چې کېڼه او ښۍ ايډيالوژۍ د افغان وطن د ملي خپلواکۍ او د خاورې د تماميت په زيان تمامې شوي دي۰

که موږ په وطن کې کېڼ اړخه او اخوان اړخه تحريکونو ته وګورو، د هغوې د فعاليت نتيجه د وطن وراني او ويجاړي ده۰ دا دواړه مفکورې د بهر نه راغلي دي۰

کېڼ اړخه حرکت د شوروي سره په نژدې تماس کې ؤ، د شوروي په اشاره يې کارونه کول۰ دا چې دمخه مې وويل په سياست کې همېشني دوستان او دښمنان وجود نه لري۰ نو همدې روسي

(د شوروي وارثه) استخباراتو مسعود او د وطن ګوند با اقتداره غړي ( علومي، عظيمي، وکيل، بريالی،۰۰۰)د نجيب په وړاندې سره يو کړل، چې ددې يو کېدو نتيجه د افغان ملت په ګټه نه بلکه

د نوموړي هيواد په ګټه ، کوم چا چې د يوه څخه د پنجشير کاغذي قهرمان (پروتوکولي مجاهد) او د نورو څخه د لستوڼي ماران جوړ کړي ؤ، تمام شوه۰

اوس که څه هم روسيه په دننه کې غير کمونيستي سياست لري، خو دا چې د ړنګ شوي شوروي وارثه ده ، نو په بهرني سياست کې يې هماغه د شوروي د وخت اړېکې پاتې شوي دي۰

د مذهبي ګوندونو سره د پاکستان ، ايران او سعودی خواخوږي زياته ده۰له هماغه اکمالات او تقويه کيږي۰او نه غواړي چې وطن مو ارام شي۰

له همدې امله په زغرده ويلاې شو، چې يوازينۍ ايډيالوژي چې زموږ د وطن پکې ګټه ده، هغه ملي ايډيالوژي ده، چې د احمد شاهي (دراني) افغانستان ايډيالوژي يې زړی دی۰

هر هغه څوک چې خبرو او عمل کې افغان وطن ته وفادار او متعهد وي، د لارښود وړتيا لري۰

هغه څوک چې تر ننه پورې د ډاکتر نجيب الله غم ژاړي، داويلاې شم، چې د ډاکتر نجيب الله بې وخته مرګ يوه لويه افغاني-ملي ضايعه وه، هغه چې وايي: سل دې ومره يو دې مه مره۰

خو که هر څومره هۍ هۍ وکړو او وژاړو ، هغه ژوندی کيږي نه۰

هغه د شاعر کلام دی:

د ورخ تېرې اوبه بېرته نه جاروزي نه جاروزي تېر ساعت په بېرته بيا

تېر ساعت په مثال مړی د لحد دی مړی چادی ژوندی کړی په ژړا

ژړا بس دی، د وطن د ژغورنې له پاره لاسونه سره ورکړۍ- د خلقي او اخواني، تور او سپين، زرغون او سره خبرې پرېږدو د يوه داسې سياسي تحريک جوړول په کاردي،

چې بهرنۍ ايډيالوژۍ په کې ځاې ونه لري۰ او دا يې شعار وي:

 

د ډيلي تخت هيرومه چې را ياد کړم زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه



شيراحمد وطنوال سوچي- روسيه

Nederst på formularen

 

{0}

Denne meddelelse er for bred i forhold til skærmen. Vis fuld meddelelse