ملی او دموکراتیک ځواکونه او د هغوی مسولیتونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

حکيم روان
زمونږ ګران او تاريخی هيواد افغانستان د اوږدو مودو را هيسې د پراخو اقتصادی ، ټولنيزو ، سياسی او کلتوری بدلونونو او اوښتنو په درشل کې دی . د يوې پيړۍ نه په زياته موده کې افغانی ټولنه ددې بدلونونو زيږيدو ته سترګې په لاره وه . که څه هم په دې لور کې څوڅو ځلې لومړنی ګامونه پورته شوی خو رنګارنګ داخلی او خارجی عواملو د

دې بدلونونو په وړاندې خونړی غبرګونونه له ځانه ښودلی ، او په جبر او زورواکۍ سره يې د بدلونونو زيږيدل تر ننه ځنډولی دی . له دې امله ده چې نه يواځې زمونږ د ټولنې ، بلکې د ټولې سيمې لمن تباه کوونکی بحران را نغښتی ده . زمونږ لرغونی هيواد د سيمې �
�و ټولې آسيا د خوځيدونکی زړه حيثيت لری او د سيمې متحرک شريانونه ددې ځواکمن زړه له ولو او ريښو څخه منشأ اخلی . ناڅاپی نه ده چې د افغانستان ستونځو او اړتياؤ د سيمې او نړۍ د ستونزو او اړتياؤ سره په ارګانيک ډول پيوند موندلی دی .
له دې امله مونږ پر نړيوالو غږ کوو : غواړی چې نړۍ مو له کړکيچ او نا امنۍ نه خلاصه ووينی ؟؟؟ نو د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړی ، څو د داخلی ترقی ضد او پرمختګ ضد ځواکونو او د هغو د خارجې ملاتړو د ارادې پر خلاف ، په خپل هيواد کې د خپل واک خاوندان شی ، او د ااقتصادی ، ټولنيز ، سياسی او کلتوری ژوند په برخو کې د پيړيو را هيسې ځنډيدلی ګټور او حياتی بدلونونه په واقعيت واړوی . زمونږ ګران هيواد افغانستان د نړيوالو سياسی لوبو قربانی دی ، د بنسټ پالنې نننی دښمنان ، پرون د بنسټپالنې او تروريسم ملاتړی او مشوقين وو او هغوی ته يې د آزادی او دين د دفاع د اتلانو خط�
�ب کاوه . اوس چې د هغو تر پښو لاندې زمونږ هيواد غوبل شو ، نړيواله ټولنه په سر کې د امريکا متحده آيالات ، ددې تراژيدی د شريکانو په توګه بايد د خپلو سياستونو تلافی وکړی او خپله انسانی او اخلاقی دنده وبولی څو د افغانستان په بيا جوړولو کې بيلې منته برخه واخلی . نړيواله ټولنه مسؤليت لری ، هغه وينې څښونکی مافيا مهار کړی چې د جهادی او طالبی ناورين نه وروسته يې زمونږ د خلکو ستونۍ نيولی دی . زمونږ پر تاريخی هيواد افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو او متحدينو له بريد سره يو ځای لويديځې مافيا د افغانستان او سيمې د سازمانی جناياتو د شبکو سره لاس يو کړ او ا
وس دا اتحاد د افغانستان ، سيمې او نړی له پاره په مرګونی ګواښ تبديل شوی دی .
مونږ وايو ، غواړی چې په خپلو هيوادو او د پرتمينو پلازمينو په کوڅو کې مو امن تأمين شی ؟؟؟ نو د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړی تر څو د هيواد پولې يې له تيری خوندی پاتې شی او د سوله دوستو افغانانو د هيواد مقدس حريم ته د تروريسم او بنسټ پالنې د تور وحشت د صدور او ننوتو مخه ونيول شی . نړيوال بايد پوه شی چې: تروريسم او بنسټ پالنه د افغانانو په هيواد کې ، د نړۍ د زبرځواکونو او د هغوی د سيمه ايزو په اصطلاح ستراتژيکو متحدينو صادراتی متاع ده .
مونږ د خپل سوله ايز هيواد څخه د بنسټ پالنې او تروريسم د شړلو په کار کې د نړيوالې ټولنې ملګرتيا کوو او د بنسټ پالنې او تروريسم له شر نه د خلکو خلاصون د خپلې ټولنې بيړنۍ اړتيا اوخپله وطنپالونکی دنده بولو .
نړيوال بايد په دې خبره سر خلاص کړی چې پاکستان د تروريسم او بنسټ پالنې د روزنيز او پالنيز مرکز په توګه د افغانستان او نړۍ امنيت او هوساينه برمته کړی ده .
پاکستان په ډاګه او بې شرمۍ سره د ټولو نړيوالو منل شوو نورمونو پر خلاف د افغانانو په سوله دوست او لرغونی هيواد کې د خپلو جګړه ايزو او تروريستی موخو له پاره د ستراتژيکې ژورتيا په لټه کې دی . ډيره له انصافه ليرې ښکاری چې پاکستان د يوه په دروغو او دسيسه جوړشوی هيواد په توګه ،او د افغانستان د خلکو په واسطه د رټل شوی او شړل شوی استعمار د ګوډاګی په حيث ، غواړی دافغانستان په څېر د يوه لرغونی او تاريخی هيواد ملی واکمنی او ځمکنۍ بشپړتيا تر پوښتنې لاندې راولی . د پاکستان واکمنې کړۍ غواړی ، د بنسټ پالو تروريستانواو سړی وژونکو ډلو ټپلو په مرسته په افغانستان ک
ې د هر ډول بدلون ، ودې او پرمختګ مخه ونيسی او د افغانستان پر خلکو د هغوی د ارادې پر خلاف زورواکی او د تمدن ضداو انسانيت ضد واکمنی تحميل کړی .
پاکستان په سيمه او نړی کې بنسټپالنه روزلی او پاللی ده او عملا د ټولې نړی د بنسټپالو ډلو ټپلو سره اړيکې لری ، په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د هغه د لارښوونې ، ادارې او کنترول چارې په لاس کې لری .
په مختلفو هيوادونو کې په تروريستی بريدونو تورن کسان ، د هغوی د اعترافاتو له مخې پاکستان ته د نظامی او تروريستی زده کړو له پاره راغلی او د لازمو او اړينو مهارتونو د تر لاسه کولو وروسته لويديزو هيوادونو ته د تروريستی بريدونو له پاره ستانه شوی دی .
په سوله ايز هند کې د پاکستانی تروريستی ډلو په لاس جوړ شوی د وينو حمامونه ، او دې ته ورته په لسګونونورې بګنوونکی پيښې زمونږ د پورتنۍ ادعا د ثبوت د پاره انکار نه منونکی حقايق دی . مونږ باور لرو چې نړيوال هم زمونږ په څېر همدغو نتيجو ته رسيدلی دی ، خو پاکستان د بنسټپالنې د ګواښ په لاس کې لرلو سره نړی او دهغه امن او سوله برمته کړی دی . د پاکستان بنسټ پر مذهبی تعصب او کرکه ايښودل شوی ، مذهبی بنسټپالنه د پاکستان د ټولو جوړښتونو زړی جوړوی ، په ځانګړی توګه د پاکستان( آی –اس-آی ) د مذهبی بنسټ پالنې د ودې ، پراختيا او صدور لارې چارې تنظيموی . د جهادی بنسټ پالو �
�رانکارو د روزنې او فعاليتونو ناظم د آی-اس- آی افسر ډګروال يوسف او دمنځنيو پيړيو داستبداد د استازو طالبانو سره د پاکستانی بنسټ پال دولت د مرستو او کومکونو ناظم سلطان آمير تراری ددې دوزخی سازمان د ناولی نقش د ثبوت له پاره انکار نه منونکی دلايل دی .
پاکستان د نړيوالې سولې او امن پر وړاندې د بنسټپالنې او تروريسم ګواښوونکی اختاپوت دی چې القاعده، طالبان ، لشکر طيبه ،لشکراسلام ، لشکرجنګوی ، سپاه صحابه ، جيش محمدی ،جماعت اسلام، جمعيت العلما‌ء ، افغانی جهادی ډلې ټپلې او په لسګونو نورې پټې او ښکاره تروريستی لښکرې يې خونړی پنجې تشکيلوی .
مونږ پوهيږو چې نړيوالې ټولنې د ټاکلو موخو له پاره د پاکستان د اصلی ماهيت په هکله ځان په تجاهل العارف اچولی دی ، خو افغانستان له ديرش کلنو خونړيو لوبو تر ستونی راغلی دی .
دافغانانوله خوا د ديرشو کالوبيا په ځانګړی توګه په را وروسته اتو کالو کې د پرلپسې يادوونو او ټينګار وروسته نړی اوس د پاکستان سره زمونږ ځينو ستونزو ته غوږ کښېښود .
افغانان په دې باور دی چې په غرونو او رغونو کې په وسله والو بنسټپالونکواو تروريستانو پسې د منډو پر ځای بايد د بنسټپالنې او تروريستانو پر قرارګاه او مرکزی رهبری ارګانونو ( پاکستانی دولت ) باندې بايد فشار زيات شی . پاکستان د بنسټ پالنې او تروريزم مور ده .
نړيوالې سولې او امن ته ژمن ځواکونه بايد په دې خبره هم سر خلاص کړی چې بنسټ پالنه ، تروريسم او د زورزياتی ټول ډولونه له وروسته پاتې والی او د قبيلوی ټولنيزو اړيکو له ريښو څخه تغذيه کيږی . که نړيوال غواړی چې د بنسټ پالنې او تروريسم له شره خلاص شی !!! نو بايد د افغانانو سره مرسته وکړی څو د ديرش کلنې خونړۍ جګړې له کومی د تير شوو ، بنسټيز و اقتصادی جوړښتونو بيا رغوونه سرته ورسوی او هيواد يې د ټولنيزې ودې داسې پړاو ته ننوځی په کوم کې چې دموکراتيک ارزښتونه د ټولنيز ژوند په ټولو برخو کې اساس وګرځی او د بنسټ پالنې د ناورين د زرغونيدو او په يوه مرګونی خطر د ب
دليدو زمينې او شرايط د اقتصادی ، سياسی ، ټولنيزو او کلتوری سمونونودانکشافی او پرمختيايي پروژو د تحقق له لارې له منځه و لاړې شی .
مونږ حيرانيږو ، کله چې وينو ، نړيواله ټولنه زمونږ په هيواد کې په سلګونو مليارده ډالر د نظامی موخو له پاره مصرف کوی ، خو د افغانستان د اقتصادی بيا جوړونې له پاره کوم ټاکلی پروګرام نه لری او وعده شوی مرستې د خارجی او داخلی غلو جيبونو ته وراچوی . په هيواد کې د بيکاری ، بې کوری او مزمنو مرضونو عظيم او نه ختميدونکی بحران زمونږد ستړی او له دمې لويدلی ولس لمن نيولی ده .
همدارنګه مونږ پرخپلو وروڼو افغانانو غږ کوو : غواړی چې هيواد مو آزاد ، آباد ، امن ، بسيا او شتمن وی !!! نو بدلونونو ته د خپل هيواد اړتيا په نظر کې ونيسی او د بدلونونو د پروسې ملاتړ وکړی او ددې عمليې د برياليتوب او غوړيدا تر بريده له تنګ نظرانه ځانی ، کورنيو ،ګروپی او قومی ګټو نه د لوړو ملی ښيګڼو په هيله تير شی او په دې لار کې خپلې مادی او معنوی مرستې مه سپموی .
افغان وطنپالونکی هم بايد دا حقيقت درک کړی چې که د افغان ويرجنې غميزې د مخامخ او مستقيم مسؤليت پړه د افغانستان د حريصو او ناځوانه ګاونډيو او په هغو پورې د داخلی تړليو نوکرو ډلو ، ټپلو په غاړه دی ، خو ملی دموکراتيک او ادعا لرونکی ځواکونه هم د خپل هيواد او خلکو د پراخې غميزې د يوې برخې ذمه واری له دې امله لری چې تر دې شيبو ، کله چې د تور ناتار چاړه د خلکو له پوست ، غوښو او هډوکو تېره ده ، تر ننه په بې پروايي سره د خپلو ځانی او ګروپی ګټو له تنګ چاپير يال څخه نه راوځی ، د ملی وفاق پر ځای ملی نفاق ، د يووالی ، متقابل باور او ګډ کار پر ځای ځانځانۍ ، بې باورۍ ا�
� ګوښيتوب ته ترجيح ورکوی . او په دې ډول د هيوادپه سياسی ډګر کې د يوه ځواکمن ملی او دموکراتيک الترناتيف د نه شتوالی له امله ، بنسټ پالې او مافيايي کړۍ د خلکو پر سياسی برخليک واکمنی کوی .

تاريخ بيا د ملی او دموکراتيکو ځواکونو په وړاندې د يوه بل ازمايښت پاڼه خلاصه کړی ده ، پوره طبيعی ده هغوی چې ددې پړاؤ اړتياوې درک کولای شی او د وخت د غوښتنو او دټولنيزې ودې د اړتياؤ سره سم په ځان او خپل چاپيريال کې د بدلونونو د راوستلو جوګه دی ، له دې ازمايښت نه په سرلوړۍ او برياليتوب سره د راوتلو چانس لری .خو هغوی چې په پخوانيو روابطو او ضوابطو کې د بدلون راوستلو اود وضعې د اوښتون سره سم په ځان کې دنرمښت،د نورو سره د ګډ کار، متقابل باور ،تيريدنې او انعطاف د راوستلو وس نه لری ، د ځانځانۍ ، بيلتون او کرکې له چاپيريال نه راوتلای نه شی ، په حقيقت کې د وخت
او زمان د قاضی په حکم خپلې سياسی پانسۍ ( انتهار ) ته شپې او ورځې تيروی .
له نيکه مرغه د هيواد يو شمير وطن پالونکو بدلونونو ته د خپل هيواد او ټولنې اړتيا درک کړی ده او په دې حقيقت پوهيدلی دی چې يواځې د ملی او دموکراتيکو ځواکونو آګاهانه او مسؤلانه اتحاد او يو موټی توب کولای شی چې ټولو هغو حياتی پوښتنو ته ځواب تيار کړی کومې چې نيغ په نيغه زمونږ د خلکو د برخليک سره نه شليدونکی تړاؤ لری .
مونږ په دې باور يو چې بنسټ پالو او د هغو بهرنيو ملاتړو د دوو لسيزو په اوږدو کې ونه کولای شوای چې په هيواد کې يو ځواکمن او غښتلی متمرکز دولت جوړ کړی ، داسې دولت چې د ځنډنه منونکو دندو د سرته رسولو وړتيا او صلاحيت ولری او د خلکو بيړنيو حياتی غوښتنو ته لازم ځواب ووايي . بنسټ پالنه د خپل انارشيک ماهيت له مخې د سياسی واکمنۍ وړتيا نه لری . جهادی او طالبی انارشۍ وښوده چې دوی د ټولنې د ودې او هيوادوالو د ستونزو د حل له پاره نه سياسی اراده لری او نه د سياسی تفکر او نوښت ځواک !!!
جدی اړتيا ده چې د خلکو او وطن په وړاندې يو مسؤول حکومت او د خلکو دغوښتنو او ارادې ممثله واکمنی او اداره را منځته شی . زمونږ له نظره د افغان ټولنې ټول پاټکی، ملی او وطن پالونکی سياسی ګوندونه ، سازمانونه ، ډلې اومستقل شخصيتونه چې له جنګ او جګړی کرکه لری او له بنسټ پالنې سره د جوړې سر نه لری ،بايد ددې ستر مسؤوليت منلو ته په ګډه د خلکو د نيکمرغه راتلونکی په هيله او د هيواد د آبادۍ او سمسورتيا په خاطر په يوه بې ساری متحد، پراخ او لوی صف کې سره يو ځای شی .

ددې بيړنۍ او حياتی اړتيا په نظر کې نيولو سره ، وطن پالونکی بايد د ملی او وطنی مسؤوليت له مخې د واحد او يو موټی ځواک د جوړيدو په منظور،پخپلو کې د ګډ کار بنسټ پر هغه ټکو جوړ کړی ، کوم چې دوی سره متحد او يو موټی کوی او د داسې ټکو له طرحې بايد جدا ډډه وکړی ، کوم چې د هغوی د پاشل کيدو لامل کيږی .
د افغانستان ملی ګوند ددې ملی او وطنی مسؤليت له مخې د خپلې ټولنې د بيړنيو اړتياؤ په نظر کې نيولو سره د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د اتحاد او پيوستون مسلې ته د خپلو دندو په سرليک کې ځای ورکړی دی .
دا ګوند د خپل لنډ خو له وياړه ډک تاريخ په بهير کې لمړی له دوو سياسی ګوندونو سره ، د مرامی موخو او تشکيلاتی اصولو او بنسټونو پر سر له توافق وروسته د يوالی له پاره د عملی ګامونو د اوچتولو د لوی ازمايښت نه سرلوړی راووت . په ډيرې خواشينۍ سره چې بلې خوا د ګډو تصويب شوو اصولو ، پريکړو او اعلاميو پر خلاف د يووالی پر خوا د عملی ګام د اوچتولو زړه نه درلود . په خواشينۍ سره هغوی خپلو ټولو پريکړو ، د يوالی له پاره طرحه شوی او په توافق رسيدلی ميکانيزم ، ګډو تدابيری پلانونو او اعلاميو ته شا کړه .
پاکو ملی او وطنی موخو او مقصود سرمنزل ته د رسيدو لاره د ربړونو او کړاؤونو ، غورځيدو او پرزيدو ارزوګانو او ناهيليو ، لوړو او ژورو، برياليتوبونو او ناکاميو له منځه تيره شوی ده .
د تير سياسی پراکتيک د تجربو په نقادانه ارزولوسره د افغانستان ملی ګوند د يو بل نوی سياسی غورځنګ له پاره الې ګولې پيل کړې . دې ګوند ، د ديارلسو نورو ګوندونو ، سياسی سازمانونواو ډلو سره د يوالی او پيوستون له پاره له خبرو اترو او جوړوونکو مذاکراتو نيولی بيا تر سياسی او تشکيلاتی يووالی پورې په ستره چاره لاس پورې کړ .
د افغانستان د ملی ګوند په ګډون څوارلسو ( ۱۴ ) ګوندونو ، سياسی سازمانونو او ډلو د يوه واحد سرتاسری ګوند د جوړيدو له پاره دا طرزالعمل « طرزالعمل توحيد تشکيلات و تدوير کنفرانسها برای انتخابات کنګره حزب واحد سراسری افغانستان » تصويب کړ
ددې سند په سر کې راغلی دی چې :
« هدف ازين طرزالعمل ايجاد حزب واحد سراسری رهروان جنبش صلح ، دموکراسی، ترقی ، عدالت اجتماعی و وحدت ملی در کشور بر مبنی انتخابات آزاد ، سری ، و شفاف از پايين تا بالا ميباشد . بدين منظور بايد قبل از همه تشکيلات احزاب و سازمانهای شامل اين پروسه بر اساس طرح توافق شده مرامنامه و اساسنامه که بر بنياد بينشهای مشترک ترتيب ګرديده ، در يک ساختار واحد مدغم و با انتخابات آنرا به يک ساختار دموکراتيک مبدل ساخت .»
تر دې لوړه ليکنه او تر دې لوړه اعلاميه ، تر دې لوړې او ښايسته جملې اوزمونږ د جګړه ځپلی هخو له بده مرغه دا نيکې ملی او وطنی هيلې، زمونږ د جګړه ځپلی هيواد او کړيدلی ولس د بې يايه رنځونو او دردونو څخه د خلاصون ارزوګانې بيا د ځان غوښتنود تباه کوونکی اورلمبو را ونغښتې ،په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايو چې : « توحيد تشکيلات » ،« انتخابات کنګره » او« حزب واحد سراسری » بيا هم د آرمان ، هيلو او ايديال په چاپيريال کې پاتې شول . د تصويب شوو اسنادو او پريکړو پرخلاف ،د هيوادنيو موخو او ملی مسؤليتونو څخه په انصراف سره يې ، د خپلوتنګو ځانی او ګروپی ګټو په ننګه او پلو
ی دريځ خپل کړ.
دوی د سازمانونو له ګډيدو ( ادغام ) ، له آزادو ، عمومی ، پټو او روښانه، له لاندې تر لوړو ګوندی او سازمانی ټاکنو مخ واړاوه . دوی له هر ګوند او سازمان څخه د پنځو ، پنځو کسانو، يانې ديوه انتصابی لارښود هيأت وړانديز وکړ ، چې په دې ډول د واحد سراسری او رښتينی دموکراتيک سياسی جوړښت له پاره د سازمانونو د غړو اراده بيا په هيڅ حساب شوه او د يوې ناروا او غير دموکراتيکې معاملې وړانديز وشو .
د افغانستان ملی ګوند له نطره که دموکراتيک ارزښتونه د هر سياسی خوځښت او غورځنګ په پيل کې په پام کې و نه نيول شی ، د داسې سازمانونو او غورځنګونو ماتې د هغه له پيله خامخا ، څرګنده او ضروری ده .
مونږ د يوه پياوړی ، دموکراتيک او بريالی غورځنګ له پاره مټې را نغښتی دی ، يواځې يو غښتلی ، د انسان مقام ته د درناوی په اصولو متکی ، د خلکو په ازاده او دموکراتيکه اراده جوړاو ولاړ ،پراخ او سرتاسری سياسی ګوند ، ملی او وطنی سترو موخوته د رسيدو هيله په واقعيت اړولای شی .
مونږ لوړو ملی مصالحو ته پر تنګو، شرموونکو ځانی او ګروپی ګټو ترجيح ورکوو . مونږ د خپل مظلوم او جګړه ځپلی ملت او په نړيواله ټولنه کې زمونږ د يتيم شوی هيواد دردونه او واويلاوی ژاړوی . مونږ د خپل محروم او مظلوم ولس د نجات او خلاصون له پاره په بې ساری ميړانه ، بيلې درنګه په زړه ورتوب سره له ځانه ، له ځانی او ګوندی ګټو تيريږو . او هغوی چې د ملی لوړو ګټو په خاطر د ځانه د تيريدو زړه نه لری د لوی رحمان دې ټکو ته يې پام اړوو .

ته خطبه په ممبر څه لولې خطيبه
قدم کيږده په ځان باندې ممبر دادی
دمکې سفر آسان دی مرد هغه دی
چې له ځانه سفر کاندی سفر دادی

مونږ د خپلو هيوادوالو ، سياسی ګوندونو ، ډلو، سياسی او ټولنيزو شخصيتونو پام دې ټکی ته راګرځوو چې : تر اوسه د پخوا په څېر د خونړيو او دردوونکو تجربو نه وروسته هم ، زمونږ روشنفکران ، سياسی ګوندونه او ډلې ټپلې لا هم د ځان غوښتنې تر درنو سيورو لاندې دی اوپه خپلو ځانونو کې د مخالفينو سره د ملی او وطنی موخو له پاره د جوړجاړی ، توافق ،مرستې او ګډکار اخلاق نه روزی ، ددې اخلاقو کمزوری او نشتوالی په افغانی سياست کې د فاجعې او غميزې لامل شوی دی . مونږ له ټولو رښتينو او ژمنو وطنپالونکو څخه هيله لرو چې دې غميزې ته د پای ټکی کيږدی ، او د بيلتون او نفاق ټولې
منفورې پخوانۍ کرښې له منځه يوسی ، د خپلو ځوانيمرګو شهيدانو دسپيڅلو ارمانونو، د هغوی د بې وزله کونډو او يتيمانو او د خپل جګړه ځپلی اولس دبې پايه کړاوونو په خاطر د يووالی په لور مخه وکړی .
مونږ له ټولو لوړو ادعالرونکو سياسی مشرانو څخه هيله لرو چې خپلې خبرې په عمل بدرګه کړی . د خپل تالا ترغه او په وينو لړلی هيواد او ربړيدلو خلکوپه وړاندې د مسؤليت له مخې ، له پخوانيو هيپو کريتو، دوه مخو سياستونو، لوړتياغوښتونکواو هژمونيکو هڅو تير شی . د سياسی کسانو لوړتيا او وړتيا په دې کې ده چې دخپل هيواد او ټولنې بيړنۍ اړتياوې او د خلکو په وړاندې خپلې دندې او مسؤليتونه وپيژنی .
د افغانستان ملی ګوند له کيفی لحاظه يو نوی ځواک دی چې د نوو انديښنو او تفکر پر بنسټ د پراخ سياسی مانور او عمل وړتيا لری او ددې وس لری چې د خپلو خبرو سره د عمل پيوستون تأمين کړی .
د افغانستان ملی ګوند د هيواد د سياسی ګوندونو په تاريخ کې لومړنۍ او يواځينۍ ګوند دی چې د خپل لنډ خو وياړلی تاريخ ( ۲۲/ حوت / ۱۳۸۲تر ننه ) يې د بنسټ ايښودونکی غونډې د پاسه دوه کنګرې د دموکراتيکو پرنسيپونو په کلک مراعات سره دايرې کړی دی .
د افغانستان ملی ګوند د هيواد په سياسی تاريخ کې يواځينی سياسی ګوند دی چې د دموکراتيکو پرنسيپونو پر بنسټ يې د دموکراسی د ځليدو او غوړيدو له پاره د خپل محترم او دانشمند مشرعبدالرشيد ( ارين ) پر ځای ، نوی ،ځوان او باانرژی مشر ، ملګری عبدالحی ( مالک ) وټاکه .
زمونږ په هيواد کې انقلابی حکومت جوړ شو ، خورښتينی انقلابيون د ګوتو په شمار وو ! د اسلامی غيرت پر ځای اسلامی غارت پيل شو ! اوس د دموکراسۍ چيغې وهل کيږی ، خو د عمل رښتينی دموکراتان نه شته . د دموکراسۍ د پاره خلک قربانۍ ورکوی ، خو د دموکراسۍ پر ځای فساد او انارشی ده !
ښې خبرې ښې دی ، خو، ښې خبرې بې عمله بې پايلو وی . مونږ د همدې اصل له مخې او د خپلو مرامی موخو پر بنسټ ، د ټولو هغو سياسی ګوندونو، سازمانونو، ډلو ، سياسی او ټولنيزو شخصيتونو ترمنځ ، چې له اوسنۍ وضعې څخه رنځ وړی ، د متقابل باور د راژوندی کيدو ، جوړې روغې ، پخلاينې، ګډکار ، يووالی او پيوستون چارې ته په ستراتژيک اهميت قايل يو .
مونږ نه يواځې په دې هکله روښانه او بربنډې ، سپينې او په ډانګ پييلی خبرې کوو، بلکې د ملی او وطنپالونکو ځواکونو،سياسی ګوندونو او سازمانونو، ډلو ، سياسی او ټولنيزو شخصيتونوسره د يوې له هرې خوا سنجول شوی کړنلارې تر سيورې لاندې د عمل له يووالی واخله آن تر سازمانی او سياسی يووالی پورې عملی ګامونو ته چمتو يو .

د هيواد ملی او دموکراتيک غورځنګ چې د جهادی ملوک الطوايفی اوطالبی انارشۍ د واکمنۍ له امله تس نس شوی او د رنګارنګ لاملونو له امله تر ننه د بيلتون او جلاوالی رنځ ګالی ، ورو ورو د سمبالښت ،
يوالی او پيوستون اړتيا درک کوی . مونږ هيواد او خلکو ته د وقف بچيانو هلې ځلې وينو چې د يوه نوی پراخ او يو موټی ملی او وطنی غورځنګ له پاره يې کوی . مونږ باور لرو چې داسې جوړوونکی هلې ځلې به زمونږ د خلکو تاييد او ملاتړ وګټی او زمونږ د مظلوم ولس د روا او برحقو هيلو غوټۍ به خامخا وغوړيږی
څانګه به نن سبا کې ګل شی
ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلی دينه

په داسې حال کې چې د افغانستان ملی ګوند د هيواد دننه، د ملی او دموکراتيکو ځواکونو د نږدې کولو ، پوهاوی ، دمتقابل باور دبيا راژوندی کولو ، ملی او وطنی موخو ته درسيدو په لور کې د ګډو هڅود تأمين لپاره زغرد او جوړوونکی ګامونه پورته کړی ، او په دې لاره کې به خپلو نه ستومانه کيدونکو هڅو ته دوام ورکړی ، په اروپا کې هم يو شمير ژمنو کسانو د اتحاد او واحد غښتلی سياسی ګوند د جوړولوپه خاطر، د يوه کميسيون له تشکيلولو وروسته ، د خپلو هلو ځلو په لړ کې ، د روان زېږد کال د جنوری د مياشتې په ۳۰ او ۳۱ نيټه په اروپا کې د ميشتو افغانانو له منځه د سياسی ګوندونو د استازو ا
و بې پرې سياسی شخصيتونو يوه غونډه د المان د هامبورګ ښار ته راوغوښته .
مونږ په داسې حال کې چې د داسې هڅو پوخ ملاتړ کوو، او په داسې غونډو کې ، چېرې چې افغان روڼ آندو ته ، پکې د نظرياتو د ادلون بدلون امکان ميسر کيږی ، په ډېره مينه او اخلاص ګډون کوو ، د نوموړی غونډې را بلونکو او ګډونکوونکو ته ، په دې وسيله د لاندې ټکو سپينتيا وړاندې کوو .

۱- د هامبورګ د جنوری د ۳۰ او ۳۱ /۲۰۱۰ نيټې غونډه د تفاهم د کميسيون له خوا ، د وطن ګوند ( پخوا د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند ) له بدنې څخه د جوړو شوو ګوندونو، سازمانونو او کړيو د لارښوونکو ارګانونو او بې پرې کسانو په نوم را بلل شوی وه .
لکه څنګه چې په نوموړی غونډه کې ، دافغانستان ملی ګوند د اروپايی شورا د استازی په وينا کې هم دې ټکی انعکاس موندلی دی ، مونږ د بلنې بنسټ محدود او په ټاکلو کړيو پورې تړلی بولو ،ددې محدوديت برسېره د داسې ګوندونو او سازمانونو څخه هم بلنه نه وه شوی ، چې دافغانستان د خلک دموکراتيک ګوند سره يې له پخوانيواړيکو څخه هېڅوک انکار نه شی کولای . مونږ په ډاګه ويلی او وايو چې : مونږ دبلنې د انحصاری پرنسيپ سره جوړ نه يو . بيلې شکه په هيواد کې ډيرۍ داسې ګوندونه ، سازمانونه او بې پرې سياسی ، اجتماعی او علمی شخصيتونه شته چې د زړه له کومې ملی او وطنی موخو ته کار کوی ، خ�
� د خلک دموکراتيک ګوند سره يې هيڅ وخت هيڅ ډول اړيکې نه درلودې . بله دا چې له نيکه مرغه زمونږ د وياړلی ګوند رهبری د ګران هيواد په خوځنده زړه ( کابل ) کې فعاليت او مبارزه کوی ، خو د ځينو ګوندونو او ډلو رهبرانو ګډون کړی وو . له دې امله ، نوموړی غونډه د ټولو ګډون کوونکو ګوندونواو سازمانونو د « رهبری ارګانونو » غونډه نه شی بلل کيدلای ، ځکه د افغانستان د ملی ګوند څخه ددې ګوند د يوې کوچنۍ برخې يانې د اروپايی سازمان غړو ګډون درلود .
۲- که څه هم د غونډې ګډونکوونکو په ډاګه سره د يو بل پر ضد له څرګندونو تر ممکنه بريده ډډه کوله ، او غونډې وکولای شوای چې ټاکلو پايلو ته نږدې شی ، خو د هرې ډلې په هڅو کې د محور جوړيدو تنده له ورايه ښکاريده . مونږ د هژمونيک جنون پايلې ليدلی او تجربه کړی دی . زمونږ په باور يواځې متواضع او خاکساری او له ځانه تېر کسان کولای شی چې خلکو ته د ځان په سوځولو سره تيارې لارې روښانه کړی . مونږ د ګوندونو، سازمانونو ، ډلو او شخصيتونو ځان غوښتنه او لوړتيا غوښتنه د پوهاوی او ګډو موخو ته د ګډ کار په لاره کې ستر خنډونه بولو .
۳- د بلنې له نوم او يو شمېر هڅو داسې ښکاری چې ځينې کسان د وطن ګوند ( پخوا دافغانستان دخلک دموکراتيک ګوند ) د بيرته راګرځولو او جوړولو شوق لری . زمونږ له نظره دا کار نه کيدونکی دی اونه د هغه د پاره ځانګړی اړتيا ليدل کيږی . د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند يا وروسته د وطن ګوند په ټاکلو شرايطو کې د او ضاعو په اقتضا منځته راغی ، زمونږ د هيواد په سياسی تاريخ کې يې خپل رول ولوباوه او د وخت او شرايطو په حکم له صحنې ووت . ددې ګوندد نقش په هکله د هغه د دوستانو او دښمنانو قضاوتونه يو له بله سره له ريښې توپير لری . پخپله د ګوند د غړو قضاوتونه هم د هغو د اړيکو له امله
چې ددې ګوندد يوې ټاکلی برخې سره يې لرلې ، يو له بله توپير لری . زمونږ باور دادی چې د دې ګوند په اړه به د ناپييلو سرچينو قضاوت حقيقت ته نږدې وی .
۴- هامبورګ غونډې په کابل کې د يوې عالی مجمع د رابللو او دايرولو پر اړتيا ټينګار وکړ ، خو ددې مجمع په فکری بنسټونو يې غور ونه کړ . مونږ په داسې حال کې چې د اروپا د تفاهم د کميسيون له هڅو او پريکړو نه په ټينګه سره ملاتړ اودفاع کوواو د هغو د تحقق په لاره کې خپلې هڅې نه سپموو، خو د هغه د ګټورتوب د پاره د خپل نظر ټکی د هغوی سره شريکوو . مونږ په دې باور يو چې د احتمالی عالی مجمع د رابللود کار تر څنګ بايد ددې مجمع په فکری مبناؤ او اساساتو هم فکر وشی . مونږ بايد د هغو چارو حل چې نن يې غوښتنه کيږی ، بل وخت ته پرې نږدو . مانا دا چې عالی مجمع ته د ستونزو د کمپلکس سره �
�ر نه شو .
۵ - همدارنګه د غونډې په پريکړه يا توافقنامه کې زمونږ د استازی دې وړانديز انعکاس پيدا نه کړ چې : په اروپا کې د تفاهم د کميسيون د هڅو تر څنګ بايد نوموړی کميسيون په افغانستان کې د ګوندونو او سازمانونو مشرتابه هيأتونو ته د ورته کميسيونونو د جوړولو او فعالولووړانديز وکړی . مونږ په کابل کې د فعالو سياسی ګوندونو او سازمانونو رول ته په لومړی درجه اهميت قايل يو . زمونږ په باور د هيواد نه د باندې سياسی هڅې او هاند بايد اصولا د هيواد د ننه هڅو او تلاشونو تر نېغ او مستقيم تأثير لاندې وی .
په پای کې مونږ د هيواد د ننه اود هغه څخه د باندې سياسی ګوندونو ، سازمانونو، ډلو او بې پرې شخصيتونو څخه هيله لروچې د پوهاوی او متقابل باور د بيا راژوندی کولو د پاره ، هغه فاکټونه د مذاکراتو بنسټ وګرځوی ، کوم چې د دوی د نږدې کيدو ، د ګډکار او خپل منځی اعتماد د بيرته را ژوندی کيدو لامل ګرځيدلای شی .
په هيواد کې د وطنپالونکو افغانانود پراخ ، ځواکمن ، غښتلی او نه ماتيدونکی پيوستون په لور !