د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۱۴) CNN

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هدايت الله هدایت
په اټلانټا کي د سي ان ان مرکزي دفتر

زموږپه عصر کي  د رسنيو  تنوع او د هغه خلاقه قدرت داسي  يوه اهمه ځانګړتيا تمثليوي، چي د انساني  ژوندانه پر ټولو اړخو باندي يې  خپل  اثر ايښي دئ  . نن څوک په
ډېره آساني سره  کولای سي په هره برخه کي د رسنيو حضور؛ د خبرو، اطلاعاتو، سیاست، فرهنګ ، هنر  او  د شخصي مسئلو څخه  را نيولې بيا  تر ملي او نړۍ واله مسائلو پوري، په خپل ژوند کي حس کړي . کوم تأثیرات   چي د رسنيو لخوا په انسانانو کي پاتي کيږي نو هغه ددې  باعث سوي دي چي دغه  خبري نهادونه يو دم د يوې  قدرتمندي وسيلې په توګه  د مهاجمو دولتو  او اشخاصو په لاس کي ولوېږي  ، خاصتاً  غربي هيوادونه او  د هغوی په سر کي امريکه  چي غواړي  نړۍ  د جهاني کېدو په نامه د امريکايي کېدو خواته ټېل وهي او د پوځي اډو د ځای پر ځای کېدو سره يو ځای د همدې وسيلې څخه هم  د يوه  پوځي ځواک په حيث  د ټولي نړۍ د تسلط د پاره  کار واخلي .


په دې برخه کي  سي ان ان ( Cable New Network - CNN) د امريکا خبري ټلوېزوني شبکه  چي،د نورو خبري او اطلاعاتي رسنيو تر څنګ د يوې اثر ناکه او خورا  مهمي خبري شبکې په توګه د امريکا ددولت د لويي غوښتني او هژمونيستکي اهدافو د تحقق د پاره په نړۍ واله سطحه ځان را مينځته کړی دئ،خورا    لوی نقش لوبوي .

دسي ان ان د کېبلي خبري  شبکه د مشهور امريکايي تجار  Ted Turner ټډ ټرنر لخوا په ۱۹۸۰ کي تاسيس سوه  . سي ان ان لومړنۍ ټلويوزوني شبکه وه چي ۲۴ ساعته يې  بلا ناغه  ځان د خبرو و خپرېدو ته مختصه  کړی او په همدې حوزه کي  يې   خپل  په فعاليت شروع و  کړ .

په کال ۱۹۹۶ کي د CNN ټلويزوني شبکه ،  دميډيا او رسنيو افسانوي شرکت امريکن آن ﻻين  (American On Line) چي د امريکا د انټرنيټي  خبرو د عرضې تر ټولو لويه شبکه ده  او د  يهودي    ټايم وارنر Time Warnerشرکت  يې مالک دئ،   رانيول سوه  او  په دې توګه سي ان ان هم   په دغه څو سوه ميليارډي  او   غولپيکره شرکت کي ځان مدغمه  کړ .

CNN نن د ۳۳۰۰ په شاوخوا کي کارمندان لري چي څو سوه آزاد خبريالان هم په دغه شمېره کي اضافه کيږي. د سي ان ان CNN مرکزي دفتر د اټلانټا، جورجيا  کي واقع دئ . خو په واشنګټن، لندن او هانګ کانګ کي  هم د برنامو د جوړېدو امکانات لري . د امريکا څخه دباندي د  نړۍ په ۲۱ هيوادو او هم  د واشنګټن او اټلانټا څخه علاوه پخپله د امريکا په نهو ايالاتو کي دفترونه لري .

CNN د پيسو د پيداکېدو دوې عمده منبع لري چي يوه يې په کېبل کي د ګډون وجه ده چي د هر ګډون کونکي څخه يې تر لاسه کوي او بله يې د تبليغاتو او اعلانو د لاري . په هغه احصايه کي چي خپره سوېده د سي ان ان کېبلي خبري شبکه په ټوله امريکا کي د ۹۳ میلیونه کورنيو  او د نړۍ په  ۲۱۲ هيوادونو کي  نيژدې ۸۰۰ ميليونه  تنه  وهغې ته لاس رسي لري  او همدغه لوی رقم سي ان ان د اروپايي سيالو شبکو لکه سکای نيوز او بي بي سي څخه مخکي کوي . دغه شبکه په امريکا کي د فاکس نيوز  نه وروسته چي هغه هم د يهودانو په لاس کي ده، دوهمه  لويه کېبلي خبري شبکه ده چي زيات ليدونکي لري .

دد ې سره سره سي ان ان چي  ونورو  څو اړخيزه شبکو ته  ځان غزولی او پراختيا يې کړېده ،د ويډيويي خبر و عمده  دخرڅلاو بزنس يې  تر ۶ زياتو آژانسو پورياندي  رسولی دئ. دغه کار ښيي  چي امريکا ددې رسنۍ لخوا څخه  هم  خپل فرهنګ او  خپل نړۍ وال  هدفونه تبليغوي، او هم  د خبرو په تجارتي حوزې کي   څونه يوه  ګټندويه منبع ده .

په امریکا کي د نورو ټلويزوني شبکو تر څنګ په مجموع کي  پنځه  عمده او لويي ټلوېزوني شبکې يعني (سي بي ايس (C.B.S) ، ان بي سي (N.B.C) ، اي بي سي (A.B.C) ، سي اين اين (C.N.N) ،  او فاکس نيوز  FOX NEWS) )  دي چي بلا ناغه خپلي خپروني کوي . د دغه تلوويوزني شبکو په عملياتي برخه کي يو عمده  د پام وړ  ټکی دادئ   چي ددې سره سره چي دغه شبکې يو پراخ  او جلا اداري سيسټم لري خو پر دې مجموعې باندي يو واحد تفکر حاکم دئ . دغه واحد تفکر چي هماغه د لويو سرمايه دارانو ګټي او د ليبرالي سیسټم دفاع ده ددې سبب ګرځي چي په خورا ظرافت او کيفيت سره د خپلي خوښي مفاهيم يک په يکه، خو په بېلا بيلو ډولوو خپلو ميليوني مخاطبينو ته  ورسوي .

څو کاله پخوا  د امريکا نامتو  ټيوريسن او فيلسوف  آلوين ټافلر Alvin Toffler)) د رسنيو د نقش اوپه  راتلونکي کي  د هغه د روحي عملياتو پر  جريان باندي  ويلي وه ، چي د راتلونکو جګړو نوې عرصه به  ډله ائزه رسنۍ جوړوي او دا  رسنۍ دي چي   تر جنګي تسليحاتو  او مرميو به   زيات مرګونې  وي . البته  دا يوازي ټافلر نه وو  چي داسي څه يې ويلي وه ، نن ټوله کارپوهان  د رسنيو  د حياتي نقش پر اهميت  باندي آګاهه دي .  په متحده ايالاتو کي د رسنيو مهمه او اصلي وظیفه داده چي په خپرونو کي خپله  معني او مفهوم ځای کړي . موږ وليدل چي  هم د خليج په جګړه کي، هم د سپټامبر د يوولسمي  د چاودنو په جريان کي، او هم د امريکا د جمهوري رياست انتخاباتو او ، د افغانستان او د عراق دجګړو په دوران کي او ....  دا رسنۍ وې چي د عامه افکارو په تشکل    او د دولت د اهدافو پرمخ بېولو کي يې   لومړنۍ دنده  و لوبول  او  د يوه  تر ټولو قدرتمنده اهرم په حيث  يې ځان ښکاره کړ . سي ان ان هم په دغه مواردو کي خپل کردار په خورا مسلکي مهارت سره  اداء کړی دئ .

په ۱۹۹۱ کال  کي کله چي امريکېز د خليج جګړه پيل کړه نو  سي ان ان CNN د لومړي ځل دپاره ځان په ټوله نړۍ کي ددې جګړې د پيښو او د خبرو و انعکاس ته وقف  کړ. دغه جګړه   د سي ان ان د خبري شبکې د شهرت د پاره تر ټولو د عطف يوه نکته و ګرځېدله چي ددې ويډيو ګيمي جګړې  په پوښښ سره يې ځان په ټوله نړۍ  کي مطرح کړ.  خو هم سي ان ان او هم نوري خبري شبکو د امريکا داهدافو د تحقق د پاره تبلیغاتي وسيلې وې او زیاتره يې پر دې ټکي   زور اچاوه  څو دامريکا و  دغه جګړې ته مشروعیت ورکړي . ددغي جګړې جريان د آغازه  څخه بيا تر انجامه پوري د يوه سينمايي فلم په حيث  و نړۍ والو ته وښودل سو، سي ان ان  پر ځای ددې چي د جګړې  د واقعياتوپه خپرولو ځان مصروف کړي نو درګرده يې د امريکا دپوځ پر ټکنالوجيکي  وړتيا او د موډرنه جګړې پر دقت  باندي  تأکيد کاوه او په همدې  ارتباط به يې د جګړې  عملياتي تصويرونه  تا و بالا کول . اصولاً  په رسنيو او  ټلوېزون کي ددغه شاني تسليحاتي مانورو ننداره او د هغوی فوق العاده  دقت  او  بې درکه چټکتيا طبعاً پر ليدونکو باندي زيات رواني  تاثیر کوي . په دغه شاني  کار زار کي اصلي هدف  داوي  چي  دورانيو او مصيبتوتو تصويرونه  پټ  وساتل سي  او د انسانانو د د مرګ ژوبلي  پر بهير باندي پرده وغوړوړل سي . دنړۍ زيات صاحب نظرانو  دخليج په جګړه کي  د سي ان ان دغه شاني  کردار بلکل د پنټاګون د ډيکټو تبلیغاتي  برخه وبلل او د هغه  څخه يې د ملاتړ په حيث و ارزوه  .

سي ان ان د خبري شبکو په کتار کي لومړنۍ  شبکه وه چي د سپټامبر د يولسمي ټروريسټي حملې  صحنې يې  په  يوه پراخه کچه مخابره کړې . جالبه خو لا دا چي د سي ان ان په ګډون  د امريکا څو نوري خبري شبکې ددې پيښي ترمخه لا خپل خبريالان د نړۍ وال تجارت د دوګونو تعميرو په شاو خوا کي ځای په ځای کړي  وه  په هغه وخت کي.د غه شک او ډير  نور داسي  شکمن موارد  را پورته سوه چي ددې حادثې تر شا يې  نوري پټي  دسيسې  او لاسونه په ګوته کول  چي ډېر داسي څه   لا تر اوسه هماغسي په ابهام کي پاتي دي .

همدا رنګه په امريکا کي د جمهوري رياست  د پاره انتخابات  يو  ټولنيز ماهيت لري چي د يوه فرهنګي سنت په بطن کي شکل نيسي . و يوې ستراتژيکي فضا ته  شکل ورکول او د اذهانو په راجلبولو کي هغه څه  چي د جمهوري رياست و  انتخاباتو ته ولسي رنګ ورکوي ، هغه  د رسنيو خورا حساس او تعیینوونکی نقش دئ  .  د امريکا په  حاکم ليبرالي فرهنګ کي رسنۍ يو ځانګړی ځای لري  . د سي ان ان ټلوېزوني شبکه هم د امريکا د جمهوري رياست په انتخاباتو کي د يوې موډرني پروپاګنډي وسيلې  په حيث ځان و ميدان ته را و ايست  او د تبليغاتي پلوه  يې ځان يوه  ډېره ګټندويه منبعه  وګرځول  . هغه مالي مرستي چي اوباما او کلينټن د انتخاباتو د پاره را ټولي کړې وې ، هغه يې يو دم پر خپلو ټلوېزوني پروګرامو ولګولې چي د يوه  سره  د سي ان ان د مالکانو و جيبو ته ننوتلې   .



مآخذونه :
http://www.cnn.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/CNN
http://en.wikipedia.org/wiki/Ted_Turner
http://www.alvintoffler.net/

 

تیره برخه دلته ولولۍ