دبیات بنیاد له مشر ښاغلي احسان الله بیات څخه غبرګې مننې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دلویې پکتیاپه مرکز ګردېزښارکې دکولتوري ټولنودجرګې اودجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانود کولتوري ټولنې په استازیتوب زه محمدامین بسمل په خوراقدرداني اودرناوي سره له ښاغلي احسان الله بیات څخه مننه کوم چې پرون یې په لویه پکتیا کې دشل بستریز زېږنتون ډبره کښېښوده دهمدې زېږنتون په فعالېدوسره به


له خیره ډېرې میندې او ماشومان له مرګ څخه وژغورل شي .
د یادولووړ ده چې زموږ تاریخي لویه پکتیا دکابل ادارې له پام څخه غورځولې ده، د بیارغونې کوم ځانګړی څرک پکې نه لګي آن حامد کرزي د لویې پکتیا په تاریخي لاس ته راوړنو سترګې پټې کړې دي، ژوندی مثال یې د نوموړي په دوره کې له دولتي څوکیوڅخه د پکتیاوالو محرومېدل تاسو ته ښودلای شو .
موږدقام، سمت، مذهب اوژبنیزمعیار پر بنسټ دقدرت وېش محکوموخوخپل حق هم بل چاته نه شو وربخښلی موږ پکتیاوالو تاریخي ازموینې ورکړې دي موږ دقربانیو په لمړۍ او دامتیازاتو په وروستۍ کرښه کې دریږو
زموږ له نظره هسک سر ګرزېدل تر بل هرڅه لوړ امتیاز دی خوبیاهم بایددومره له پام څخه ونه غورځول شو لکه چې اوس یې غورځولي یو .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
دلویې پکتیا فرهنګیانو اوفرهنګپالوپخوا هم تر خپله وسه دګران هیواد فرهنګي او کولتوري ارزښتونه پاللي اوساتلي دي کله چې په ۱۳۸۴وم لمریز کال دلړم په شلمه نېټه دنښتر په نوم کالنۍ مشاعره دود شوه دافرهنګي هڅې لاپسې کړندۍ اوغښتلې شوې ځکه خوزموږ د پیاوړو فرهنګیانودلاس ته راوړنوله کبله دهغه وخت والي شهیدحکیم ټڼیوال دلویې پکتیاکولتوري ټولنې لپاره دکافي ځمکې وعده ورکړه ترڅویوه داسې وداني پکې ودانه شي چې هر اړخیزې کولتوري چارې پکې سمون وموندلای شي خوله بده مرغه تڼیوال صاحب په شهادت ورسېد داوعده هم دولایت مقام لخوا څخه یوڅه له پامه وغورځېده خ
و بیا هم زموږ دپرله پسېو هڅوله کبله د
ولایت مقام دیوې ټوټې ځمکې وعده وکړه چې بیاتېرکال اوسني والي ښاغلي جمعه خان همدرد داوعده تر سره او رسمي اسناد یې راکړل د همدرد صاحب دې کورودان وي خوله دې اسنادوڅخه دادی یوکال تېرشوچې بیاهم موږ ونه شوای کولای چې دهمدې یوې ټوټې ځمکې په سرکومه وداني ودانه کړوالبته داڅه اسانه کارهم نه دی لکه مخکې موچې یادونه وکړه دولت خوهسې هم مرسته نه کوي .
هیـــــــــــــــــــــــــــــــــــله :
موږ له ښاغلي احسان الله بیات څخه هیله کووچې دخپل احساس او پخوانۍ وعدې له مخې له موږ سره مرسته وکړي تر څو دا ځمکه ودانه اود ټولوافغان فرهنګیانو اوفرهنګپالولپاره یوداسې ګډ کور وګرزي چې نمونه یې په دې سیمه کې هم نه وي .

دلویې پکتیا دکولتوري ټولنودجرګې اوبایرن مېشتو افغانانودکولتوري ټولنې په استازیتوب