۱۲ـ۰۳ـ۲۰۱۰ دسپینې ماڼۍ واکمنانوته دبایرن مېشتو افغانانواحتجاجلیک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بســــــــــــــــــــــمل
نن د جرمني په مونشن ښارکې دافغانانو دکولتوري ټولنې په نوښت ګڼ شمېر افغانان تنظیم شوي وو څو د ولسمشر اوباما د ځانګړي استازي ښاغلي ریچاردهولبروک دتعصب امېزو څرګندونو په وړاندې خپل رسمي احتجاج لیک دسپینې ماڼۍ واکمنانوته دامریکادقنسلګیري له لارې ورولېږي خو Odeonsplatzته څېرمه د پولیسودمشورې له کبله وړاندې نه ولاړو پولیسو ووېل چې اول

خوستاسوحرکت ډلیز ښکاري دې ډول حرکت ته رسمي اجازه اخیستل په کاردي چې کم له کمه یوه تر دوو اونیو پورې وخت ته اړه لري دوهم دا چې دامریکا دقنسلکري ساتونکي امریکایان دي ،کېدای شي ستاسود ورتګ په وړاندې خطرناک غ
برګون وښيي چې بیا به یې ټول مسؤلیت ستاسو پر غاړه وي موږ هم ورسره ومنله خو له واره موله قنسلګري سره تیلیفوني اړیکه ونیوه هغوی لمړی مخالفت وښود وروسته مېرمن کروګیر Kroger ووېل چې ستاسو په استازیتوب دې یو تن احتجاج لیک راوړي هغه و چې زموږ دملګرو په خوښه ما محمدامین بسمل زموږ دکولتوري ټولنې رسمي احتجاجلیک وروړ د دې احتجاجلیک نورې دوه کاپي نوموړې قنسلګري ته د پست اوفاکس په وسیله هم ور لېږ ل شوې دي، همدا رازپه برلین Berlinکې د امریکا له سفارت سره هم تیلیفوني اړیکه ونیوه شوه هغوې دا احتجاجلیک د فاکس په وسیله له

موږ څخه وغوښت، په دوزلدو�
�ف Düsseldorf کې مو د امریکاقنسلګري ته هم ورفاکس کړ، دکابل ارګمشرحاجي کرزي ته مو په پښتوژبه د ایمیل په وسیله ورولېږه هیله ده چې سر یې لږ ګرېواون ته ټیټ شوی وي د احتجاجلیک ژباړه په جرمني ژبه شوې وه چې پښتو متن یې په دې ډول دی :
۱ ــ موږ په انسانیت او افغانیت مین افغانان په افغان ولس او هر انسان هر ظالمانه تېری محکوموو.
۲ ــ موږ ستاسو د ځانګړي استازي ښاغلي ریچاردهولبروک هغه غیر عادلانه او غیر مسؤلانه څرګنـــدونې په کلکه غندوکومې یې چې دهاوارډپوهنتون په کنفرانس کې دمارچ په پنځمه نېټه کړې دي هغه په ډېرکبرسره نه تنها چې پښتنو ته په بده سترګه کتلي بلکې د هغه څرګندونې هم د پښتنو دعام وژنې (جینوساید) داعلام په ډول او هم دامریکا دګټوپرخلاف بللای شو ځکه خوباید ریچارد هولبروک له دندې ګوښـه او له پښـــتنو څخه بخښنه وغواړي .
۳ ــ تاسوچې اوس له تروریزم سره د جګړې په پلمه دنړۍ ګوټ ګوټ په تېره بیا په اسیا کې خورا ډېرې مهمې ستراتیژیکې سیمې (افغانستان ) ته ځانونه رسولي اوغواړئ چې لا نورهم پرمخ ولاړشئ ښه به وي چې له دقت او عدالت څخه کار واخلئ، تاسو په دا اتوکلونوکې له یو پلوه دشمال د بدنامې او جنایتکارې ټلوالې په ملاتړ خپل نړیوال شهرت اوشخصیت ته زیان ورساوه له بل پلوه موپه خپلو سرزوریو دنړیوالو پام درواړاو که تاسو په رښتیا هم د خپل بري هیله کوئ نوبیاولې ستاسو دیوې ماڼۍ پر بام دوه هواوې چلیږي د دفاع وزیر ښاغلی رابرت ګېټس مو یو څه او ځانګړی استازی ښاغلی ریچارده
ولبروک مو بل څه وايي ؟
۴ ــ داچې دنړۍ پر مخ خاموش اکثریت لانه خوځي یا په ظاهري ډول ستاسو او نورو زورورو ترمینځ سړه جګړه ختمه او ستاسو په وړاندې کوم جدي غبرګون نه ښیي دا په دې مانا نه ده چې څوک له تاسو سره خواخوږي لري یاموڅوک پر حق بولي بلکې ستاسو ننداره کوي چې کله به دخپلو سهوو له کبله د زمانې ګردابونو ته لاهو شئ .
۵ ــ دسپینې ماڼۍ پرونیو اونننیومشرانو ته دې مالومه وي چې دڅه باندې دېرشو کلونو په موده کې له پښتون قام سره خوراناوړه ظلمونه شوي دي خوپښتنولا خپل زغم له لاسه نه دی ورکړی پښـتنو د تاریخ په اوږدو کې له خپلې خاورې په مېړانه دفاع کړې ، داد پښتنومسلم حق دی چې دخپلې خاورې واک پخپل لاس کې ولري .
ننني افغان مقاومت چې تاسو ګورئ په دې کې خویوازې طالبان نه دي د طالب په نوم خوځښت دیولړځانګړو اهدافو لپاره مینځ ته راغلئ چې تاسوته یې هم ښه پوره پته شته خو له بده مرغه چې ریچارد هولبروک په ټولو پښتنو تور لګولی او وایي چې په هره پښتني کورنۍ کې یو تن دطالبانوملاتړی دی .
ماناداچې داقام بایدله څېرمه ورک اوبربادشي خوهغه په دې نه دی خبرچې نن سبادنړۍ پرمخ له شپېتو میلیونو څخه زیات پښتانه ژوندکوي د دې اتل قام له مینځه وړل ناشونی کاردی هرڅوک که ددې قام تباهي غواړي هغه به پخپله ورک شي تاسو کولای شئ چې د پښتون قام ماضي د تاریخ په زرینو کرښو کې وګورئ .
۶ ــ موږ به له ښاغلي ریچاردهولبروک سره داومنوچې ستاسو په وړاندې طالبان د روانې جګړې رهبري په لاس لري خوداهیڅکله نه شو منلای چې طالبان دخپل واک او په خپل سر اهداف ټاکي، که طالبان دخپل واک وای نو له بل هر چا د مخه به یې د شمال له جنایتکارې ټلوالې څخه خپل غچ اخیستی وخوطالبانودشمالي ټلوالې پر ځای پښتنوته زیان رسولی دی که تاسویې نه منئ نو داداتوکلونو ځانمرګي بریدونه وګورئ چې دچا په وړاندې شوي دي آیا دشمال د ټلوالې په تېره بیا دنظار دجنایتکارې شورا کومه چرګه هم پکې مړه شوې ده؟
زموږ دمنطق پر اساس د ښاغلي ریچاردهولبروک ادعابې بنسټه او پوچه ده، په پښتون مېشتوسیموکې نننی سخت مقاومت هغه څوک کوي کوم چې ستاسودناکردوله کبله پوزې ته رسېدلي دي موږ صرف هغوی ته افغان مقاومت وېیلای شوطالبان دمقاومت هغه برخه جوړوي کومه چې له بده مرغه له ګټې څخه یې تاوان ډېردی ځکه چې دوی دسیمې اونړۍ دمغرضو قوتونوترکنترول لاندې دي یو ځل بیا وایو چې په افغانستان یرغل او ورپسې ستاسو نادودې ددې سبب شوې چې مقاومت را پورته اوجګړه اوږده شي تاسوخو یوځل داد نږدې یوې لسېزې په هنداره کې خپل مخونه وګورئ چې تاسو افغان ولس ته څه ورکړي دي؟
تاسو ولې دافغان ولس زړه په لاس کې ونه نیو تاسوافغانانودا د سړې جګړې قربانیانو ته کومې مهمې تولیدي پروژې یاعلمي موسسې ودانې کړې چې افغان خویندې وروڼه پکې بوخت شوي وای ؟
ولې مودنورنبېرګNürnberg دمحاکمې په ډول جنګي جنایتکاران دافغان ولس په وړاندې محاکمه نه کړل؟
تاسونه تنهاجنګي جنایتکاران دخپلوموخو لپاره ونازول بلکې د فساد، مخدره توکوتولیددشخصي او دولتي ملکیتونوغصب اونوروهراړخیزوبې عدالتیوته موهم دهغوي په وسیله زمینه برابره کړه ، تاسوددموکراسي تر چترلاندې دافغان ولس په اکثریت باندې دلږکیوظالمانه اوبې رحمانه استبداد حاکم کړ، ددې تر څنګ تاسو په پښتون مېشتوسیمو کې په پر له پسې توګه اورونه بل وساتل، په هدیرو، ودونو، د خوښیو په محفلونو او آن پرجنازو موبمونه ور وورول، ژوندی مثال یې دیوڅو ورځومخکې هغه عملیات تاسوته یادولای شوکوم چې له بګرامه څخه ستاسوځانګړوخونړیوقواوودلویې پکتیازرمت ولسوا�
�ې په خټاوه کې ترسره کړل ستاسو ځانګړو قواووهلته په یوه کورنۍ کې درۍ مېرمنې او دوه داسې نارینه ووژل چې دولتي مامورین وو هغوی دخپل نوي زېږېدلي زوی په ویاړ دخوښي مېله نیولې وه چې د تاسو پوځیانو په وینو ورته ولمبوله همدا راز تاسو زموږ په بې وزلوخلګو د شپې چاپې ووهلې ښځې او ماشومان مو په سپیو وروداړل ، په خوست ولایت کې مود کرکټ پیاوړی لوبغاړی رحمت ولي په خپل کورکې په شهادت ورساوه ، که دتاسو په داخپل هیواد(امریکا)کې داډول نادودې کوم بل چاله تروریزم سره دجګړې په پلمه له تاسوسره کړې وای یایې وکړي آیا تاسې به یې په وړاندې مقاومت راپورته نه کړئ؟
نوکه ستاسومقاومت ددې ډول بې عدالتیو په وړاندې راپورته شي تاسوبه بیاداخپل مقاومت مشروع وبولئ
او که یو تروریستي خوځښت ؟
دحقوقي ترمینالوژي له نظره دهر هیواد وګړي دخپلې خپلواکي، ملي ګټواو دخاورې دتمامیت لپاره دوسلوال او سولیز مقاومت حق لري موږ افغان مقاومت له همدې کبله مشروع بولو .
۷ــ هولبروک چې دختیځ تیمور او اندونیزیا په جکړه کې دڅه ناڅه دوو سوو زروتیموریانو په وژنه ، په سویلي کوریا کې په یوه خونړۍ پیښه اوله سویلي کوریا نه دیو شمیر امریکایي پوځونودوتلو په بهیر کې د ۱۹۸۰کال په می کې دامریکايي پوځیانوپه لاس دګوانګجو د ډله ییزې وژنې په پیښه تورن او په بالکان کې درځ او کرکه
اچوونکی ګڼل کیږي اوس غواړي په خپل اویاکلن عمر کې د عادت او کینې له مخې زموږ دسیمې په جغرافعه کې هم د ډېورندپه شان ناولې کرښې کش اودبېګناه ولسونو وینې پکې وبهوي، زموږ له نظره ښاغلي ریچارد هولبروک دخپل کبر او خونړۍ ماضي له کبله دا وروستۍ څرګندونې کړې دي که داسي نه وي نو هرو مرو کومه رواني ستونځه لري چې بایدله دندې څخه ګوښه اوژرتر ژره تر درملنې لاندې ونیو شي که کومه رواني ستونځه
نه لري نوبیایې په څرګند او شعوري ډول هم له(پښتون)قام سره تعصب ښودلی اوهم یې دخپلې ماضي پورتني تورونه اوشکونه په یقین بدل کړي چې بیاهم بایدله دندې څخه ګوښه اوبخښنې ته اړېستل شي باید زیاته کړو چې په نننیوحساسوشېبوکې د هولبروک په ډول څېرې نه تنها دبشري حقونو او دموکراسي په لمن داغونه ږدي
بلکې دامریکا داوږدې ستراتیژي او ګټو په وړاندې به لوی لوی خنډونه رامینځ ته کړي .
یادونــــــــــــــــــــــــــــــــــه :
که تاسو زموږ غوښتنې ونه منئ موږ به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلوحقه حقونو د ترلاسه کولولپاره سولیز لاریونونه او مټینګونه تنظیم کړوچې دهرې پایلې مسؤلیت به یې بیاستاسوپر غاړه وي داهم زیاتوو چې موږ د هر ډول تروریزم د زېږندې او ودې مخالفت کووموږ به دخان عبدالغفارخان د(عدم تشدد) په رڼا کې په مخ ځو .
له افغانانو څخه زموږجدي غوښتنـــــــــــــــــــــــــــې :
په هیواد دننه او بهر کې له ټولو با احساسو افغانانو په تېره بیا له پښتنو څخه غواړو چې زموږ داحتجاج ملاتړ وکړي ، زموږ دکولتوري ټولنې ټول غړي له هغو باتورو افغانانوڅخه مننه کوي کومو چې دمتعصیب ریچارد هولبروک دناروا څرګندونو په وړاندې غبرګونونه وښودل خو بیاهم موږ دا کافي نه ګڼو زموږ غوښتنه له بل هر چا څخه دمخه دکابل په اداره کې له دا ځینو لوړ پوړو پښتنوچارواکو څخه داده چې که ټول نه وي نو کم له کمه خودې یوڅوتنه دریچاردهولبروک ددې ظالمانه څرګندونوپه غبرګون کې استعفأورکړي، خیردی اوس هم لا دا چانس لري چې داستعفأوو په وړاندي کولو سره په خپل
هیواد اوځورېدلي قام کې ځانونه محبوب کړي .
په دوهم ګام کې زموږ غوښتنه له ټولو فرهنګي او ټولنیزو کړیو څخه دا ده چې په همت سره راپورته او په ډلیز ډول له خپلوحقونوڅخه دفاع وکړي، باور مو وشه که دا ځل یو نه شو همدا پردي به مو یو یو ورک کړي .
دلته اړین ګڼوووایو چې دا یو شمېرکولتوري او ټولنیز جوړښتونه دې د تشریفاتي او غیر لازمي چارو پرځای حیاتي چارو ته پام وکړي منظور مو دادی چې ښه به وي لمړی داخپل قام وژغورو بیابه دا نورې چارې تر سره کړو، په دااتوکلونوکې خو یې ښه وینئ چې په څه ډول مکر، پلمواوتورونو زموږ دابې ګناه ولس دجینوساید (قام وژنې)ګړنګ ته ور ټېل وهي، مخکې خو به یې یوطالب او القاعده راته یادول چې په ځینو سیمو کې حاکم دي خو داځل ریچاردهولبروک په هره پښتني کورنۍ تور ولګاوه دلښکر طیبه ببولالې یې هم دادي پیل کړې مانا داچې جګړه به په نوو پلمو پراخوي، لر اوبربه پکې ل�
�نورهم نینه نینه کړي اوبه به تر هغې مودې خړې ساتي تر څو ټول کبان پکې ونیسي ځکه خو په خورا درناوي سره ټولوغمشریکو افغانانو ته ځولۍ نیسوچې یو اوبل ته لاس ورکړي د ملي یوالي، رښتیني او صادق مشر څرک ولګوي تر څو له پورتنیو دسیسو څخه وژغورل شو .

په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنــــــــــــــــه