هر افغان د افغانستان په هر ګوټ کې ژوند کولى شي .

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت الله روان

د عبدالعلي مزاري د ١٥ تلين په غونډه کې افغانان ملي يوالي ته راوبلل شول او د اساسي قانون په رڼا کې دکوچيانو او هزاره قومونو ترمنځ د ستونزې د حل غوښتنه وشوه .
د حزب وحدت اسلامي رهبر عبدالعلي مزاري د ١٣٧٣ کال دکب په ٢٢مه ، د طالبانو له خوا ووژل شو اومړى يې په بلخ کې خاوروته وسپارل شو .


نن ( د کب په ٢١مه ) دکابل ښار په دشت برچي سيمه کې د خاتم الانبيا په مدرسه کې د عبدالعلي مزاري د ١٥ تلين په اړه په جوړه شوې غونډه کې دلوړ پوړيو دولتي چارواکيو په ګډون په زرګونو کابل ښاريانو ګډون کړى وه .
د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبروکې وويل چې ټولنه ديوه کس په مړينې سره له منځه نه ځي ، بلکې په سرټيټولو سره له منځه ځي . ده د عبدالعلي مزاري ترڅنګ د احمدشاه مسعود او عبدالحق نومونه هم ياد کړل او دغه کسان يې د تروريزم قربانيان وبلل .
د شمال ټلوالې مخکښ قوماندان احمدشاه مسعود د ١٣٨٠ کال د ميزان په مياشت کې په تخار کې د خبريالانو په نوم د دوو عربو لخوا په ځانمرګي بريد کې ووژل شو.
او عبدالحق په همدې کال کې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې طالبانو ونيوه او ويې واژه. فهيم په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې داوسني نظام دساتلو او په ملک کې د امنيت د ټينګښت په موخه يوبل ته لاسونه ورکړي او يو موټى شي. د ولسمشر دوهم مرستيال محمدکريم خليلي د يادو شويو کسانو ترڅنګ د حامد کرزي په مشرۍ د لنډ مهالې حکومت د فوايد عامې وزير حاجي عبدالقديرنوم هم ياد کړ او ده هم وويل چې دا کسان د ترهګرۍ قربانيان دي .
حاحې عبدالقدير په کابل کې په يو بريد کې ووژل شو .
خليلي زياته کړه : (( تروريزم افغاني نه، بلکي بهرنۍ پديده ده،له هيڅ قوم سره اړيکي نه لري او له هرقوم څخه يې قرباني اخيستي ده .)) دده په وينا، اوس ملي روغې جوړې ته اړتياده او ټولو افغانانو ته که په حکومت دي اوکه له حکومت څخه دباندې، پکارده، چې د سولې لپاره کار وکړي .نوموړي زياته کړه : (( تروريزم يوځانګړى صف لري، دهغوي له سولې سره جوړه نه ده ، موږله هغوکسانو سره جوړه کوو، چې افغاني فکر اوسوچ ولري .))
کريم خليلي په خپلو خبرو کې د ولسي جرګې په هغو کړنو نيوکه وکړه چې له مخې يې د ولسمشر لخوا ورپېژندل شوي دکابينې ډېرو غړيو ته د باور رايه ورنه کړه .
دده په وينا، ولسي جرګې له کابينې سره داسې چلند وکړ، چې ټول افغانان يې په اندېښنه کې واچول.هغه هېله څرګنده کړه چې دا ځل به ولسي جرګه دلياقت اوپوهې پربنسټ وزيرانوته رايه ورکړي .
ولسي جرګې ته دجمهوري رياست له لوري په دوو پړاونو کې دکانديد وزيرانو لست وړاندې شو ، چې په دواړو پړاوونو کې ١٤ وزيرانو له ولسي جرګې څخه دباور رايې ترلاسه کړې او١١ وزيران به په راتلونکي کې دباور رايې دترلاسه کولو لپاره دې جرګې ته ورپژندل کيږي
د ولسمشر دوهم مرستيال له خلکو وغوښتل چې د کوچيانو او هزاره قومونو تر منځ شته ستونزې ته ته دې قومي او مذهبي رنګ نه ورکوي .
ده غوښتنه وکړه چې دا ستونزه دې د اساسي قانون او عدالت په رڼا کې حل شي او کوچيانو ته د ځمکې ورکړل شي
د اساس قانون په څوارلسمه ماده کې راغلي : (( دولت د كرنې او مالدارۍ د پراختيا، دبزګرانو او مالدارانو د اقتصادي، ټولنيزو او د ژوند د شرايطو د ښه كولو او د كوچيانو د مېشتولو او د دوى د ژوند دسمون لپاره د دولت د مالي توان په حدودوكې اغېزمن پروګرامونه وضع او تطبيقوي.
دولت مستحقو اتباعو ته د استوګنځاى د برابرولو په منظور او دعامه ملكيتونو د وېش لپاره د قانون له حكمونو سره سم او د مالي امكاناتو په حدودو كې لازم تدبيرونه نيسي.))
کوچيان اوځايي هزاره وګړي دميدان وردګو، باميان او غور په ولايتونو کې د مالونو د څړځايونوپرسرله دريو کلو راهيسې ستونزې لري ، چې څو ځله په وسلواله نښته هم بدله شوې دي او د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني زيانونه هم درلودل .
د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزي تر ټولو لوى سيال ډاکټر عبدالله عبدالله، چې ويل يې په دې غونډه کې يې د افغانستان د سياسي ايتلاف په مشرۍ برخه اخيستې وويل چې مزاري او نورو افغانانو د يوه ارمان لپاره قرباني ورکړې ده ده زياته کړه (( زه ژمنه کوم چې ددوى د ارمانونو لپاره به خپله مبارزه جاري ساتم.))
ده هم له دولت څخه وغوښتل چې د کوچيانو او هزاره قومونو تر منځ ستونزه د د اساسي قانون او ټولنيز عدالت په رڼا کې حل کړي
ډاکټر عبدالله وويل چې افغان حکومت مهم تصميمونه د پردې شاته نيسي او سياسي کسان په کې نه پوښتل کيږي .
دده په خبره، ترڅو چې لوږه ،تعصب ،ناروغي او بې سوادي په هېواد کې له منځه ولاړ نه شي ، عدالت او سوله هم نه شي راتلاى په ولسي جرګه کې دکابل دخلکو استازي حاجي محمد محقق غونډې ته وويل چې کوچيانو بيا خپل خوځښتونه شروع کړي دي .هغه هم له دولت څخه وغوښتل چې دغه موضوع درک او د اساسي قانو ن اوعدالت په چوکاټ کې حل کړي او کوچيانو ته ځمکې ورکړي ، تر څو دغه دواړه قومونه په سوله کې ژوند وکړي.
دکوچيانو يوتن قومي مشر حاجي الوک ککوزي د يادو څرګندنو په اړه  وويل چې تراوسه کوچيانو هيڅ ډول خوځښتونه ، نه دي پيل کړي .
هغه دا ډول څرګندونې شرجوړول وبلل او ويې ويل چې دافغانستان د اساسي قانون له مخې، هر افغان د افغانستان په هر ګوټ کې ژوند کولى شي .
ککوزي وويل : (( موږ به دخپلو حقه حقونو د تر لاسه کولو لپاره په سوليزه توګه هلې ځلې کوو .))