شين خالۍ اتمه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سميع الدين افغاني
د شين خالۍ  دکيسو او بنډار نژدې ملګرې د هغې خورلنډې وي خو نژدې خوا خوږې د هغې مور وه چې د زړه خبرې به يې ور سره شريکولې ٠
شين خالې د زيړګل په لرې توب تل غمجنه  وه چې دهغې دغـــم احساس د هغې  په ظاهري بڼه کې له ورايه څرګنديده،  هغې د زيړګل په  اړه  يوه ورځ خپلې مور ته  داسې وويل٠


مورجانې !
ابا خو  زيړ ګل ته ويلي وه چې هغه به د اونيو په رخصتېوکــې کلې ته راځې ، اوس خو شپږ مياشتې تيرې شوې دهغه د راتګ هيڅ پته ونه لګيده ،بيګا مې هم پريشانه خوبونه ليدلې، خدای دې وکړي چې ناروغه شوې نه وي ٠

مورې ورته په جواب کې وويل ٠
شين خالۍ  ته ډير چرتونه مه وهه ، هغه بـله ورځ  پــــلار دې  ددهقان سره د ولايت بازار ته تللې وه ،  د هغه په همغه ورځ د زيړ ګل سره په تيليفون کې خبرې شوې و ې ، پلار دې ويل چې دهغه درسونه زيات دي او واېې چې هغه بايد ډير درس وواېې ځکه چې د ډاکټري اول کــال ډير زحمت پکار لري واېې که څوک په دې کال کې بريالی نه شې بيا نو ډاکتري د فاکولتې چانس له لاسه ورکوي ،همدا وجه  ده چی زيړ ګل  شپه او ورځ درس واې چې په خير کاميابه او ښه ډاکتر ترې جوړ شې٠
او دا يې هم ويلې وه چی څو ورځې ورسته ېې له خيره سره  د دوو اونيو  لپار رخصتي شروع کيږي او کور ته راځې،  ته چرت مه وهه او دوعا وکړه چې په درسو کې بریالی شي ٠

شين خالۍ ددې خبرې په اوريدو ډيره خوشاله شوه او په زغرده ېــــې ځان دزرڅانګې  کورته چې د هغې نژدې خورلنډه وه او په راتلونکوڅو ورځو کې ېـې دواد ه تياري نــــيوله ،هغه ته يې د زيړګل دراتلو خبر ورکړاو خپل   د خوشالې احساس ېې دهغې ترغوږوورساوه٠

زرڅانګې وويل  ٠ زه هم د خدايه دا غواړم چـــې زيړ ګل زما د واده پورې راشې خکه زيړ ګل خو به زما واده  په خپل ښکلې اواز او سندرو نور هم ښکلی کــــړي ، زه همدا اوس مې پلار ته  وايم چې هغه ته زما د واده کارت وليږي ٠

دزيړګل هم د لمړې سمستر پرګرام په ډير کوشش او زحمت پاې ته په رسيدو وه چې د سمستر په اخر کې د دوو اونيو درخصتې لپاره تيــــاري نيوله نو همدا وجه وه چې  شين خالۍ ، اکا او کاکا ناوې ته دسوغاتونو د اخستلو په نيت دخپل دخونې د ملګرې سره ښارته وتلې وه او دعلاقې وړ سوغاتونه  يې هغو ته راونيول٠

شين خالۍ چې د بنجاره سينګار ډير خوښيده، هغې ته يې شنه اوسره بنګړې، جامې  ښکلي ټيک او ډير نور بنجاري سامان ، او همدارنګه د کاکا ناوې ته ښکلې شين رنګه شال او تره ته ېې ښکلې      پالاوۍ  لنګې راونيوله او ټول ېې په مناسب ځاې کې ځاې پرځاې کړل تر څو پس له شپږ مياشتې مساپرۍ د هغو زړونه  د سوغاتونو په ورکولو  خوشاله کړي ٠

څو ورځې وروسته د زيړګل د لمړي سمستر درسونه پای ته ورسيدل او دخپلو هلو ځلو او زيارڅخه راضي معلوميده داسې احساس ېې کاوه چې هغه څــــه چې يې پتيلې وه پــــه همغه ډول يې درسونه تعقيب او د نتجې څخه يې راضې وه   خو ددې رضاېت او خوشالۍ تر څنګ دا چې سبا کلې ته روان
وه او پس له څو مياشتو بيا دا موقعه تر لاسه کوې چې خپل کلو بانډو ته ځې  د ډيري خوښې  شيبې
شميرلې او دځانه سره به يې ويل چې څنګه به سبا ځـــان د موټرو تم ځاي تــــه رسوي او کله به بيا په خپلو کلي او ځمکو ګرځي او دشين خالې خيا لې اوربل ته بــــه په باغچه کــې ښايسته اورنګارنګ ګلان کري٠

سهار زيړګل د سهار د لمانځه ورسته خپل  بيک چې ماښام  يې دسفر لپار جوړ کړي وه تر غاړې کړ اودخپلو د خونې د ملګر څخه يې چې هغوی هم  د رخصتېو څخه په استفاده خپلو کورو ته روان ول خدای په اماني و اخيسته او دخپل ولايت د بسونو تم ځاې ته روان شو ،  د بس پــه تم  ځاې کې يې د خپل ولايت ډيراشنا څيرې تــــر سترګوشــــوې خو د زرڅــــانګې پلار يې دورايه وپيژانده او د هغه سره  تر روغبړ وروسته دواړوپه بس کې څنګ ترڅنګ چوکیوکې کیناستل اود لارې ملګري شول ٠

په لاره کې زيړ ګل د زر څانګې د پلارڅخه مرکز ته د هغه دراتګ وجه وپوښتله اوورته يې وويل٠
کا کا خيريت خو به وه څنګه مو دلته پيښه شوې وه ؟
هغه په جواب کې ورته وويل ٠
زيړ ګله !
ښه شوچې ومې ليدلې ،ما فکرکا وه  چې تا به زه څنګه پيدا کوم ،ښه شو چې خدای دلته را  پيدا  کړې٠هغه دبس  په اخره څوکې کې چې ناست دې هغه ځما ځــــوم دی او د کوزکلي د زمانخان اکا ځوی دې اوهغه تورسرې چې وينې يوه يې زرڅانګه او هغه بله يې مور ده ٠

موږ دلته د واده خريد ته راغلي وؤ ، خريد موکړ ، که د خداې رضاوې بله اونۍ د زرڅانګې واده
دی  ، ښه شو چې ته راغلې چې دواده په کـارو کې برخه راسره واخلې ،تا خو هميش دکلې په مړي  او ژوندي کې کليوالو ته ځان رسولی دي بس د ميــــلمنو پالنه او او هغوسره د ګپ ،شپ او ټنګ ټکور  دنده مو تاته درسپارلې ده ٠
زيړګل ورته په لــــمړي سر کې د خوښی مبــــارکي وو يله اوبياېې ورته  اطمينان ورکړ او وې ويل٠
تاسو بيغمه او سۍ کاکا زه کارونه جوړوم ٠

په همدې ډول تر کلي  پورې دواړو د زړه خواله وکړه اوپس له څه مدې منزله  کلې ته ورسيدل او  د بس څخه کوز او د کلي په لو ر روان شول ٠

زيړ ګل کلي تـــه د رسيدو مــــخکې د اميــــن اکا په  ديره کې  دکلي دځــــوانانو سپين ګــــرو او نورو اوسيدونکو ګنه ګونه  تر سترګو شوه ٠
هغه ځان په چټکی ورساوه چې ګوري د سواد او زدکړې استازي کلي ته راغلي تر څو د بيسوادی د له مينځه وړولو لپار ه سرشميرنه وکړی چې څومره ښځينه او څومره د کلې نارينه اوسيدونکي چې د سواد د نعمت څخه محروم دي ددی کورسونو د تعقيبولو لپاره چمتو دي٠

د کلي اوسيدونکو د زيړګل په لــــيدو خوشاله شول او دهــــغه  د هرکلي لپــــاره مــــخې ته ورغلل ٠
پس له روغبړه زيړګل په احوال ځان خبر کړ او ټول دزيړګل د اکا باغچې ته راغلل او هـــلته زيړګل خپل کلې والو ته داسې ويل ٠

درنو خويندو او ورنو!
سواد او پوهه دا هغه د خداې لوی نعمت دې چــــې لوی خدای  پـــه خپلو بنده ګانو  که نر وی يا ښځه فرض ګرځولی دی،يو مشهور متل دي چې وائې  علم زده کړه که څـه هم په چين کې وي ٠ دامتل ډير پخواني متل دې ٠ داچې او س موږ ته په کلي کی داسې موقه برابريږي د خوښۍ ځاي دي چې زموږ د کلې هغه خويندې او ورونه چې دا فرصت ولر ی  ځان په دې کـورسونو کې شامل کړي ،په څو راتلونکو مياشتو کې به سواد زده کړي ٠
زما  د سواد اموزۍ استازو ته دا وړانديــــز دي چې د کلــــو دښځينه کورس لپاره دې زموږ دکلې د
زمان اکا لور زرڅانګه چې يوه تعليم يافته خور ده د ښوونکې په صفت مقرره شي ٠
د کلي ټولو اوسيدونکو د زيړګل خبری تايد او لاسونه يې ورته وپړکول ٠
استازوهم د زيړ ګل دا وړانديز و مانه او د زرڅانګې دپلار څـخه ېې هيله وکړ ه چې د د زرڅانګې
موافقه پدې برخه کې د يو درخواست په ډول وليکي چې موږ يـــې نور قانونې مراحل د خلاصولو
ورسته په دې دنده وګمارو او د نارينه کورسونو لپاره تکړه استــــاد حبيب الله خــان دي چې دلته تشريف لرې تاسو ته معرفې کوم ٠

د پروګرام ورسته زيړ ګل د کلا انګړ ته ننوت ،  شين خالــۍ او کاکا ناوی چې دمخه د هغه  دراتګ څخه خبر شوي ول  مخې ته راغلل او دهغه سره يې روغبړ وکړاو په ليدو يې ډيرخوشاله شول ٠
شين خالۍ هم د غرمې ډوډي تياره کړې وه او ټـــول يو ځاې په دستر خوان کــــيناستل او  د غرمې ډوډي يې نوشجان کړه٠
د شين خالۍ مور زيړ ګل ته ويل څنګه شوه ځویه درسونه دې خداې دې وکړې چې ښه نتجه دې تر لاسه کړې وي  ؟

زيړګل ورته په جواب کې وويل ٠
موري بې زحمته سړې مطلب ته نشې رسيدلای ، زه د خپل زحمته راضې يم ، ښې نمري مې تر لاسه کړې ،تاسې بيغمه اوسې ما بايد زحمت ويستلې واې ٠
د کاکا ناوې وويل ٠ شکر چې  ښه نتجه دې تر لاسه کړې ده تل خوشاله او بريای اوسی٠

شين خالۍ هم د زيړګل په برې خوشاله وه ،پـــس له ډوډې زيړ ګل د شين خالــۍ سوغاتونه د بيکه راوويستل او ورتـــه يې په  ډیــــره  مینه ډالې کــــړل او همدارنګه د کاکا ناوی شال يې هــــم د هغې  
پر اوږو هموار کړ او د اکالنګۍ هم ورکړه چې اکا کورته راشې او هغه ته يې پر سر وتړي چې هغو هم د زيړ ګل سوعاتونه په ډير خوښې ومنل  او د هغه څخه ئې مننه وکړه ٠

پس له څوشيبوخوږو کيسو او خبرو شين خالۍ د زرڅانګې د واده خبر زيړ ګل ته ورکړ او د هغې دا هیله ېې هم ورته وويله چې واده ته به يې ښکلی شــــعر جوړوي چې بيا په واده کې ئې په سندرو کي ووائې ٠
زيړګل دشين خالۍ دا هيله ومنله  او خپــــله شړې يې تر خــان چارپيره  او د داما ن ځمکو ته د اکا د ليدلو په مقصد ووت٠
زيړګل د دامان ځمکو ته نژدې په يوه وړه غونډې کيناست او داسې زمزمه ېې تر خولې شوه٠

شپــــې دې د برات شــــه شــــه کلــــــونه دې اخــتر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

زرڅانګه چې د شين خالۍ نژدې خورلنډه وه او زيړګل ته يې ورور ويلی وه  زيړګل د هغې د راتلونکې په اړه داسې هیله  لـرله٠
پل دې بختورشــــه ناوې مــیــنه کــې دې کورشو
نوې اشنــایي شــوه نــوی بــــــل د مینــــې اور شو
ستا د حسن شــــمعه چــــې روښانه په هــر لورشو
حســن دې ښــکلا دې چــــیرې مــه شــــه د نــــظر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

او دهغې د واده محفل يې داسې تمثيلوه٠

نن چې دې محفل کـــې خوشحالــي ده هم خــندا
خوښــې دې هــمزولـــې دي په مــینه کــــړي نڅا
یــې د نجــونو مــــیره ټــــول دا سـتا په تمــــاشــا
رب دې په نصیب کړه په ژوندون کې زیب اوزر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

او په اخر کې د هغې د خوشبختې لپار داسې دوعا کوله٠

ناوې نوی ژوندکې خوشحالي دې شه نصیــب
کوردې بختورشه خوږ اشنــــــا دې شه طبــــیب
اور یې چې بلــیږی پاک الله یـې شــــــې قریــــــب
وی دی په امان  کــــــې  افغــانــي  ښـــــــکلی بشر
پــل دې بخـــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

ما هم د زيړګل د زړه خبرې په لاندې شعر کې راټولې او د وطن خوږ ژبي سندرغاړي صديق شباب ته د کمپوز لپاره ورکړ چې هغه هم په خپل ښکلې اواز کې کمپوز کــړی دی چې نن سبا به د درنو هيواد والو د توجه وړ وګرځي ٠
پل دې بختور شه
شپــــې دې د برات شــــه شــــه کلــــــونه دې اخــتر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

پل دې بختورشــــه ناوې مــیــنه کــې دې کورشو
نوې اشنــایي شــوه نــوی بــــــل د مینــــې اور شو
ستا د حسن شــــمعه چــــې روښانه په هــر لورشو
حســن دې ښــکلا دې چــــیرې مــه شــــه د نــــظر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

نن چې دې محفل کـــې خوشحالــي ده هم خــندا
خوښــې دې هــمزولـــې دي په مــینه کــــړي نڅا
یــې د نجــونو مــــیره ټــــول دا سـتا په تمــــاشــا
رب دې په نصیب کړه په ژوندون کې زیب اوزر
پــل دې بخــــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور

ناوې نوی ژوندکې خوشحالي دې شه نصیــب
کوردې بختورشه خوږ اشنــــــا دې شه طبــــیب
اور یې چې بلــیږی پاک الله یـې شــــــې قریــــــب
وی دی په امان  کــــــې  افغــانــي  ښـــــــکلی بشر
پــل دې بخـــتور شــــه ناوې پــــــــل دې بخــــتور
*** ***
سمیع الدین افغاني