داکتر ټنګار کوي چې، هغه د انسان دکلونولو (۱)په حال کې دې: حقیقت او که خیال

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: عبدالملک پرهيز

څو کاله دمخه دا یو شوک ؤ، کله چې څیړونکو یو حیوان کلون کړ ـ‎ هو د ډولي په نامه یو پسه. نن ډیر لږ کسان د حیواناتو د کلونولو مخالفت کوی. اوس د انسان لومړنۍ کلون د چوړیدو په حال کې دی، خو پوښتنه داده چې دا به د خوښۍ او رضایت سبب شې او که د پښیمانۍ او مخالفت؟
دا خبره کیدای شي ډیر ژر ان څو میاشتې او یا څو کاله وروسته مخکې له دې چې ددغه نوي کلون شوي انسان په هکله د بري تصویرونه ، د ټولې نړۍ په تلویزیونونو او ورځپاڼو کې خپرې شي ، زموږ تر غوږونو را ورسیږي . تصویرونه به یو شپږ میاشتنی ماشوم وښييي چې ښکلی او روغ رمټ دي او د خپلې غوره شوې مور سره (هغه ښځه چې د ماشوم د کلنولو کولو غوښتنه یې کړې) خبرې کوي.

هغه څیړونکي او داکتران چې ددغه بیساري علمي خلاقیت تر شا ولاړ دي، په طبیعي ډول هڅه کوي څو د ماشوم د روغتیا په اړوند مخکې له مخکې بي شمیره آزمیښتونه او تجربې تر سره کړي، څو ځان ډاډه کړي چې ماشوم خو به کومه پټه ناروغې او نیمکړتیا له ځانه سره نه لري. د ورځپاڼو پرمخ د يو خوشحاله ماشوم تصویر کیداې شي چې د انسان لومړنې کلون شوي ماشوم نه وي، چې دوې نړیوالو ته څرګند کړی، بلکې دا به هغه لومړی ماشوم وي چې بې له عیبه او نیمګړتیاو، د پوره روغتیا سره نړۍ ته وړاندې شوی دی.

یو شیمر څیړونکي په نړیواله کچه دغه خبره کوي او دا مني چې دوي همدا اوس د انسان د کلونولو په چاره بوخت دي. خو دوي د خپل د کار دځانګړنو په هکله او چې چیرته خپلې تجربې سرته رسوي، هیڅ نه وایې. د غوره شویو میندو هویت پټ ساتل کيږي. د تجربو د پرمختیا په اړوند يوازې ځنې عمومي او محدود معلومات خپریږي.
څرګنده ده چې د ناوړه معلوماتو د خپرولو هیله نه کيږي. که چیرې لومړنی کلون شوي ماشوم د یو ناوړه موجود په څیره کې را څرګند شي، دا به د څیړونکو د کار د پرمخ بیولوتر وړاندې زیاتې ستونزې رامنځ ته کړي، سیاستمداران به د خلکو له خوا تر فشار لاندې راشي څو په بشپړه توګه ددغه څیړنو مخه ونیسي او کلونول بند کړي. خو که د انسان لومړنۍ کلون بشپړه او بې له تیر وتنې تر سره شي نو دا به په دي مانا وي چې څیړونکو ستر بري تر لاسه کړې دي. او دا کار به د مخالیفینو د مخالفت دلیلونه له منځه يوسي.

دنرينه او ښځينې ۶۰۰۰ جوړي، د کلون شوي ماشوم د تر لاسه کولو هیله مند دي:

یو له هغه کسانو څخه چې د انسان د کلونولو له مسالې سره ډیره مینه لري، هغه د سویرينو انتينوری
Severino Antinori
په نامه یو یټالوې داکتر دي. نوموړې په روم کې د القاح کولو د یو کلنیک چلونکې دي چې له واتیکان څخه یوازې یو څو متره واټن لرې. انتینورې یو له هغه تکړه څیړونکو څخه دي چې د مصنوعي القاح په برخه کې یې زیات میتودونه رامنځ ته کړي او نن تري کار اخیستل کيږي. نوموړی د هغه کسانو سره مرسته کوي چې د اولاد د پیداکولو ستونزه لري.

دا انتینورې ؤ چې په ۱۹۹۴ کال کې يې ټول ریکارډونه مات کړل، کله چې د هغه د کار په پایله کې یوه ۶۳ کلنه زړه ښځه امیدواره شوه او یو جوړ او روغ رمټ ماشوم يې وزیږوه.

د انتینورې لپاره د انسان مصنوعي القاح د جنین د طبیعي ودې یو بهیر دي. د هغه د معلوماتو له مخې په ایټالیا کې ۶۰۰ او په امريکې کې ۶۰۰۰جوړه نرینه او ښځو دده په کلینیک کې د مصنوعي القاح له لارې د امیدواره کیدو په هیله د وار (نوبت ) په لست کې خپل نومونه لیکلي دي.دده د څیړنو لګښت د خصوصې لارو په تیره بیا د اسیایې او عربي بډایانو او شتمنو له خوا برابریږې. او که د هغه په خبرو باور وشې، نو هغه د انسان د کلونولوپه برخه کې په نړۍ کې تر بل هر چا زیات پرمختګ کړی دی. نوموړی تاکید کوې چې د ۲۰ حجرو تر بریده يې یو انساني جنین ته وده ورکړې ده، په داسې حال کې چې نور څیړونکي د ۶ حجرو تر بریده وړاندی تللې دي. هغه همدارنګه د ایټالیی تلویزیون ته ویلې جې نوموړی د یو شمیرهغه آزموینو تر شا ولاړ دی چې د هغو له مخې جنین د میرمنو په رحم کې ایښودل شوې. خو وروسته نوموړي ډډه وکړه څو د انساني کلون په اړوند د خپلو آزمیښتونو د ځانګړنو او جزیاتو په اړوند معلومات ورکړې او یا یې ومنې.



(کلونول) يو ساده تخنیک دی: cloning

په پرنسیپ کې د کلنولو تخنیک ډیر ساده دی. څیړونکي يوه رسیدلې تخمه له یوې ښځې څخه اخلي او د حجرې زړی (هسته) يې له منځه وړې کوم چې کروموزوم یانې ارثي مواد له ځانه سره لري. هغه څوک چې په پام کې
نیول شوې چې کلون شې،له هغه څخه يوه حجره لکه د پوستکي حجره اخیستل کیږې او ددغه حجرې زړې (هسته) ایستل کیږې او په هغه حجره کې چې دمخه ترې زړی (هسته) استل شوې ؤه، ایښودل کیږې. په پرنسیپ کې دغه حجره لکه د یوې عادي القاح شوې حجرې په شان ده چې په ویشل کیدو پیل کوې او څیړونکي کولې شې دغه میکروسکوپي هګۍ (تخم) د یوې ښځې په رحم کې چې ددې کاره دپاره چمتو شوې ده، ځای پرځای کړې. د کلونولو دغه وروستۍ برخه د عادي القاح بهیرته ورته ده چې لومړی ځل په کال ۱۹۷۸ کې تر سره شوه او وروسته ورو ورو په ټوله نړۍ کې د کلنیکونو او روغتونونو د ورځنی کار یوه برخه وګرزیده.

خو په عمل کې کلونول د مصنوعي القاح په پرتله يو ډیر پیچلې کار دی ځکه د پوستکي د حجرې زړی (هسته) په آسانۍ سره خپل لومړنۍ ځانګړتیاوې نه هیروي. د کلونولو مقصد هم دادې چې نوموړې حجره بايد ځان لکه د پوستکي د حجرې په شان څرګند نه کړې، بلکې ځان د يوې داسې حجرې په څیر څرګند کړې چې په هغه کې د بدن د راز راز حجرو ځانګړتیاوې وليدل شي. ددې دپاره چې د يو روغ او جوړ ماشوم د رامنځ ته کولو بهیر پرمختیا وکړي، ټول جنینونه بايد خپل فعالیتونه او دندې په دقیقه او څرګنده توګه ترسره کړي، په داسې حالت کې دی چې بدن سمه بڼه (فورم) تر لاسه کوي. او ټول نسجونه او اورګانونه په خپل اصلي او سم ځاې کې وده کوي. ددې کبله د تخمي حجرې زړی (هسته) لکه څنګه چې ویل کيږي باید صفر کړای شي، نو په دې صورت کې هغه کولی شي ځان وویشي او ډول ډول حجرې جوړې کړي . دا هغه وړتیا ده چې يوه طبیعی حجره يې لري. خو ستونزې هغه پيداکيږي کله چې سړی د یوې بشپړه وده موندلې حجرې زړي (هسته) چې د یو ځانګړي مقصد او کار دپاره بیلګه شوي، غوره کړي.
د غواګانو د کلونولو آزمیښتونه ښُي چې ، د نورمال نهه میاشتني بلاربه توب د دوران په اوږدو کې، د بلاربه توب په لومړۍ میاشت کې هره دریمه غوا «ابورت» لاندې راځي ځکه د جنین وده دریږي او مري. او په دویمه مياشت د غوره شویو غواګانو یو پردريمه برڅه «ابورت» کیږي او دغه زیانیز بهیر د زیږیدو تر وخته دوام مومې. همدارنګه که کلون ته د ورځې رڼا ورسیده نو هيڅ ګرانټي نشته چې هغه دې ژوندۍ پاتې شي. زیات کلون شوي په عصبي، هډوکو، زړه اود سږو په سیستم کې نیمګړتیاوﺉ لري او نژدې د ټولو خوسکیانو نیمايې د زیږیدو پروخت د اکسيجن له کمۍ څخه ځوريږي. دا په نړیواله کچه يوازې یو شمیر کلونونه دي چې څیړونکو پرې څيړنې کړي دي او پایلې يې تر لاسه کړي دي خو دا لا ډیره کوچنۍ برخه ده چې ستاتستیک ترې جوړیدای نه شي څوپه هغه کې نیمګړتیاؤې و ښودل شې.

غواړۍ خپل د لاسه تللې ماشوم بیا جبران کړۍ:

د ۲۰۰۱ یو کال د اګست په میاشت کې د امریکې د پوهنې اکاډمۍ (د ساينس ملې اکاډمې) د انسان د کلونولو په اړوند بحث پیل کړ په دغه غونډه کې د حيواناتو د کلونولو ډيرو برلاسه څیړونکو برخه اخیستې وه او د غونډې زیات ګډونکونکې په دغه خبره کې سره يو وه چې د کلونولو کار به په راتلونکې کې هم لا د ډاډ وړ او څرګند نه وي نو ځکه باید د انسان له کلونولو څخه دې ډډه وشي.

انتينوري په څیر څیړونکې بیا دا خبره نه مني، زیات شمیر هغه کسان ددوې ملاتړ کوي چې اولاد نه شي رامنځ ته کولې او عادي مصنوعي القاح هم دوې ته د اولاد د پیداکولو په برخه کې مرسته نه شي رسولې. دا خبره په تيره بیا د هغه ښځو او نارينو په برخه کې چې د چنسي غړو د نیمګوتیا له پلوه تخمه او يا سپرم نه شي جوړولې، اعتبار لري. که چیري د نر او ښځې يوه داسي جوړه د اولاد سخت هیله مند وي او نه غواړي چې د پردیو د تخمي حجرو نه کار واخلي. نو دوي غواړي چې د کلونولو له میتود څخه کار واخلي. نو دوﺉ غواړي چې د کلنولو له میتود څخه په کار اخیستو سره د اولاد خاوندان شي.
خو که د نر او ښځې جوړه په دغه خبره سره چوړ نه وی چې د کوم یو څخه کلون ترسره شي نو ددوو ماشومانو په رامنځ ته کولو سره ددوﺉ دغه اختلاف هم حل کیدی شې. خو د هغه مور او پلار دپاره چې د خپل دلاسه تللی ماشوم « د ترافیکي پيښې او یا ناروغې له کبله يې خپل ماشوم یا اولاد دلاسه ورکړي دي » کاپي کول غواړي، دا ستونزه نشته چې د چا کاپي رامنح ته شي. ډیري کورنۍ چې ماشوم يې د لاسه ورکړې نه غواړي دغه تشه د يو نوي ماشوم په وسیله ډکه کړي بلکې غواړي چې دغه تشه دیو داسي ماشوم په وسیله چې کټ مټ پخواني ماشوم «مړ شوي» ته ورته وي، ډکه کړي، کټ مټ یوه کاپي.
په نامه يوه جوړه چې له سدني څخه ده، همداسې یوه هیله لرې. Tomusyak
دوې خپله ګرانه لور« اولګه» په داسې حال کې د لاسه ورکړه چې يوازې دوه اونۍ وروسته دوې دهغې د اوه کلنۍ کالیزه بايد لمانځلې واې، چې ددوې لور د کور له کړکۍ څخه ولویده او مړه شوه.دغه پيښې دوې داسې وه لړزول او وځورول چې تر يوې اونۍ يې نه شو کولې ان خبرې وکړې. دوې داسې انګیرې چې بې له اولګې ددوې ژوند بيخې بې مانا دی. هغه څه چې دوې ته له خپلې لور نه پاتې دي دا د هغې درې مات غاښونه او څو تاره ويښتان دي. او دوﺉ باور لري چې بس همدغه ددوﺉ د لور د کلونولو د پاره بس دي.

کلون شوی ماشومان یو له بله توپیر لرې:


Tomusyak
په څیر ميندې او پلرونه کيدی شې د خپل کلون شوې ماشوم له پايلو څخه خوښ نه وې، که څه هم دواړه ماشومان ( مړ ماشوم او له هغې څخه کلون شوې ماشوم ) له جنیتیکی پلوه به بیخی سره يو شان وي خو هيڅ ګرانټي نشته چې دوې به ديوه بل بيخې کټ مټ کاپي وي. ددوې ظاهري بڼه کيداﺉ شي سره بيخي يو شان وي. خو شخصې ځانګړتیاوې او چلند او سلوک يې کيداﺉ شي له هغه ماشوم نه چې په پيښه کې له منځه تللي دي، سره بيخي سم نیم توپیر و لري.
موږد غبرګوني (جوړه) ماشومانو له تجربې څخه چې هغوې هم له یوې هګۍ (تخم) څخه منځ ته راځي په دغه خبره پوهيږو، ځکه غبرګوني ماشومان هم له جنیتیکي پلوه سره بیخي ورته وي. خو سړی ډير ژر کولې شي هغوې د شخصي چلند او کړو وړو له مخې سره توپير کړې. يو له دوي کيدای شې خوښ مزاجه او ټوکي اوسي، خو بل يې تند مزاجه او جدي اوسي. يو يې کيدای شي ډیر رمانتيک او د نویو شیانو د زده کړې لیواله وي او بل يې کيدای شې دودپاله، د قواعدو او رواجونونو ټینګ ترسره کوونکی وي. باید وویل شي چې غبرګوني ماشومان په يوشان چاپيريال کې وده کوي خو کلون شوي ماشومان په يو شان چاپیريال کې نه لوییږې او وده نه کوي. د کلون شویو ماشومانو د زیږيدو تر منځ دزياتو کلونو واټن په منځ کې وي که څه هم دوﺉ د هماغه يو پلار او مور له خوا لوﺉ او روزل کيږي او ځوانۍ ته رسيږي خو کيدای شي چې دنده يې اړولې وي، بل ځای ته يې کډه کړﺉ وي ، او یا بيخي د کورنۍ بنسټ يې بدلون کړي وي. هو، خبره له هغه ګران ماشوم څخه چې د يوې پيښې له کبله له منځه تللی، دکلون شوې ماشوم په هکله ده چې مور او پلار يې دهغه پیښې له امله سخت دردیدلې او پریکړه يې کړې چې خپل دغه ماشوم بيخې په بل ډول وروزې.

د انسان د کلونولو پلويان په دې عقیده دي چې د
(science fiction)

د فلم ناساپي پيښې رياليستي نه دي. که څه هم د « د برازیل څخه د هلکانو» په فلم کې ادولف هيټلر کاپي شوې او په هغې کې نړۍ يو احتمالي مشر تر لاسه کوي. او که څوک غواړې يو داسې پوځ رامنځ ته کړي چې پرته له وژلو او ورانولو بل هيڅ ونه پيژني او هيڅ انساني عواطف ونه لري لکه د « ستورو د جګړۍ» فلم ỊỊ کې د کلون شويو سرتيريو يرغل. دا کارکيدای شي لا ډير اغيزمن وي کله چې بې وزلي او کړيدلي ماشومان راټول او فکرونه يې ووينځل شي اوفکري لوري ورکړای شي.
د اختلاف يو بل ټکې د کلون شویو ترمنځ د شخصیت د احساس په اړوند بې باوري ده ، ددوې احساس به څه وي کله چې دوﺉ پوه شي چې دوﺉ د بل چا د تشې د ډکولو په خاطر رامنځ ته شوي دي. خو ددې خبرې بلویان بیا خبل اندونه او باورونه لری. موږ له يوې هګۍ (تخم) څخه رامنځ ته شوي غبرګوني منو او په دغه کار کې هيڅ شان اخلاقي ستونزه نه وينو ، لکه دوی هم په يو ډول خپل شخصیت یوله بل سره ویشي.
يو ماشوم کلون کیږې څو د هغه چا تشه ډکه کړې چې په کومه پيښه کې له منځه تللې، چې دغه کار د ميندو او پلارونو له هغه سختې ليوالتیا څخه سر چينه اخلې چې هيله مند دي د خپل خوږ ماشوم تشه ډکه کړي او خپله ټوله مينه او محبت دغه ماشوم ته ورکړي. کله داسې هم پيښيږﺉ چې يو شمیر ميندې او پلارونه د عادي ماشومانو تر وړاندې ډيرې سترې غوښتنې ږدې او سترې هيلې ترې لري. خو يو کلون شوې ماشوم کيدې شې په دغه مسله بل ډول پوه شې.

په داسې حال کې چې د انسان د کلونولو په باب خبرې اترې کله پر مخ او کله پرشا درومې . د تراپې کلون په باب زياتې او لا زياتې خبرې ترسره کيږې. دلته خبره په دې باب ده چې د انسان د بدن ناروغه غړي (چې له کاره لویدلې ) جبران کړای شې. چې د انسان بدن د پوستکي له حجرې څخه پوستکی او یا د بدن کوم بل غړی رامنځ ته کيږې.
زيات شمیر کسان په دا ډول کلونولو کې د طبې پرمختيا دپاره پراخ لرليد وينې، چې دا کار هم د بنسټيزو حجرو د پلټنې د مقرراتو په اډانه کې ترسره کيږې. تر دي ځايه وينو چې د کلونولو لرلید دومره پراخ نه دې. خو په راتونکې کې کيدای شې چې داکار د هغو ميندو او پلارونو د پاره چې اولاد نه لرې د مصنوعې القاح د الترناتيف په توګه و کارول شې. خو د زيات وخت په تيريدو سره کيدی شې چې د انسان کلونول هم ستر ارزښت او لرليد پیداکړي.

د جينونود سپلایسنينګ نيغه لاره:

د حيواناتو په نړۍ کې د جينونو سپلایسنينګ کول په تیره بیا د سره ورته آزمایښتي (تجربوي) حيواناتو د رامنځ ته کولو دپاره په کاريږي. د بيلګې په توګه که مو غوښتي وي چې يو پسه سپلایسنينګ کړې . دا به ډير ښه امکان رامنځ ته کړې کله چې خپلې تجربې پر داسې حيواناتو تر سره کړې چې له جنيتيکې پلوه سره يو شان وې. د سپلایس کولو په پایله کې سړی هیله مند وې چې بس يو کوچنی توپیر رامنځ ته کړي، کوم چې په طبعې حالت کې په اسانې سره د عادی پسونو په منځ کې پيښيږې او داد یو نورمال او سم ستاتیستیک پر مخ د تجربو د پايلو د سمې شننې او ارزوني کار ستونزمن کوي، ځکه د پايلو د پرتله کولو دپاره هيڅ په واک کې نه نشته دی او دا په عملې توګه ناشونې بريښې چې څرګنده شې چې آيا سپلايس د ځانه سره ناوړه اغيزی درلودې او که نه؟ ځکه په هغه صورت کې هيڅ داسې څه نشته چې پایلې ورسره پرتله کړو. د کلون شویو انسانانو د جينونو سپلایس کول کيدای شي چې د سختو ارثې ناروغيو څخه د خلاصون او ژغورنې په ریښتنې امکان بدل شې. که د ارثې ناروغيو لرونکې ميندې او پلارونه او له طبعې لاری څخه په کار اخیستلو ماشوم تر لاسه کړي نودغه ناروغې به ماشوم ته هم تیره شې، خو څیړونکې کولې شي دغه ناروغه جين د يو روغ جين په وسیله جبران کړې. داکار په يوه ځانګړې حجره ترسره کيږی چې باید کلون شې. ددی کار پایله به يو نوی جنين وي، چې له هره پلوه به اصلي جنين ته ورته وي يوازني توپير به يې دا وي چې ناروغه او وژونکې جين به په کې نه وي. دا کار هم نوي اخلاقې پوښتنې را ولاړوي، ځکه اصلې جنين باید قرباني شي څو د کلون دپاره ځای پیدا شي.
همدا اوس د عادي خلکو،سياستوالو او څيړونکو يو ګڼ شمير د انسان د کلونولو مخالف دي. همدا اوس په زياتو هيوادونو کې ددغه تخنيک څخه کار اخيستل منع کړای شوي دي، د امریکې په متحده ايالاتو کې په پام کې دي چې ددي کار په خلاف عمومې بنديز ولګول شي. ملګرو ملتونو هم د انسان د کلونولو په خلاف يو نړیوال بنديز په لاره اچولې دي.

يوازې څو کاله دمخه د خبرونو له لاري د ډولي په نامه پسه د کلونولو په اړوند د شوک څپې په ټوله نړۍ کې خپرې شوې چې د کلونولو په خلاف يې د بنديز غوښتنه رامنځ ته کړه. نن ډیر کم خلک د حيواناتو د کلونولو سره مخالفت کوي. نو کيدي شي د انسان د کلونولو په خلاف د مخالفت څپې يوه ورځ په شا را وګرځې، کله چې نړیوال مطبوعات د يو ښه کلون شوي ماشوم تصویر د لومړې ځل دپاره رسماء څپور کړي.

مثبت اړخونه:
کلون شوې به لکه د نورو خلکو د فکر کولو پوره آزادی ولرې. د کلون شویو سایکولوژې به يو شان نه وې، ځکه شخصیت د ودې په بهير کې بشپړيږې.
کلون شوی له غبرګونې ماشومانو څخه توپیر نه لرې.
کلون شوی لکه د یوی هګې (تخم) څخه درامنځ ته شویو غبرګونې ماشومانو په څير يو شان جنیتیکې جوړښت لري خو د شخصیت له پلوه سره ورته نه دي.
کلونول کولې شې د کورنۍ له منځه تللی ماشوم جبران کړي.
کلون په يوۍ کورنۍ کې د ارثې ناروغيو د له منځه وړلو دپاره په کاریدای شې.
د ۱۰، ۲۰ او يا ۳۰ کلونو په ترڅ کې به دکلونولو ستونزې له منځه لاړې شي. په لومړې سر کې د عادي القاح کار هم له ستونزو سره مخامخ ؤ. خو اوس د يو عادي کار په توګه د ورځنې کار يوه برخه تشکيلوي. او بيخې د منلو وړ کار دی.
غوره شوې مورکلون شوی ماشوم ځکه زيږوی چې له هغه سره مينه وکړي. قانون د کلون شوی حقوق لکه دنور په شان تضمینوي.

منفې اړخونه:
کلون کیدی شې چې په ډله ایزه توګه د سخت زړو، ظالمو او وژونکو سرتیرو په څير رامنځ ته شي.
ددی خبرې په پوهيدو سره چې هر سړی مستقل شخصیت دی، کلون کيدی شي زموږ شخصيت ته د مين ايښودو مانا ولرې.
کلون شوې کيدای شي تر سخت رواني فشار لاندې وده وکړي، ځکه دوې د بل چا د جبرانيدو په خاطر رامنځ ته شوې دي.
کلون یوه داسې نقشه ده چې د هغې له مخې ماشوم د يو چا د خوښې له مخې ډيزاينيږې.
د کلونولو تخنيکونه دومره بې باوره دي، چې د هغې له امله به د روغ رمټ جنين د رامنځ ته کولو پر ځاې، د ابورتونو شمیر ډير زيات شې.
کلون کيدای شي لکه د عادي رامنځ ته شوې انسان په څير د خپل اساسې انساني حقوقو غوښتنه ونه کړې.





ځنې اړوند لغتونه:
Cloning
کاپي کول يا ورته کول: دیوجنس (تر يا ښځي) څخه دغیر جنسي القاح دلارې دسره ورته جنیتیکي واحدونو رامنځ ته کولو ته وايې.

Clon
دافرادو یوه ډله چې يوشان ارثي چوړښت لري.

Splice
له يو ارګانيزم څخه بل ارګانيزم ته د جينونو استول، د کومې په وسيله چې يو ارګانیزم کولې شي نوې ځانګړتياوې تر لاسه کړې.

abort
د جنين زیانيدل.

د نیشنل جيوګرافې له خپرونې څخه