اخلاق، سلوک او چلند په مغزو کې تنظيميږي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ډنمارک د پوهنتون له علمي خپرونې حځه

ژباړه: عبدالملک پرهیز


د ایمپاتي (۱)، ګناه او شرم احساس د مغزو د کورتکس (۲) په مخکني برخه کې کنتروليږي. که دغه برخه زيانمنه شي نو موږ ته د بې توپيرۍ او بې عاتفې توب حالت راپيداکيږي.


يوه نوې پلټنه چې د امريکې د هاورد په پوهنتون کې د مغزو د څيړونکو له خوا شوې ده، ښُيي چې يو شمیر ټاکلي حسونه اوهمدارنګه د مغزو هغه برخې چې دغه حسي څپې يا امپلسونه رامنځ ته کوي، زموږ د اخلاقو، چلند او سلوک په څرنګوالي کې ټاکوونکی رول لوبوي.


څيړونکو خپلې څيړنې په يو شمير داسې ناروغان ترسره کړي دي چې دهغوې د مغزو دغه برخه زيانمنه شوې وه چې په عادي ډول د ټولنيزحسونو څپې يا امپلسونه ( لکه د خواخوږۍ، ګناه، شرم امپلسونه ) مني او تر کار لاندې يې نیسي. ددې څيړنې هدف دا دی چې د اخلاقي چلند په اړوند د طبيعي حسونو د مفهوم په اړوند چې زموږ د اخلاقي چلند دپاره ارزښت لري، نوي پوهه او زيات مالومات لاس ته راشي.


تر ننه پورې څيړونکو اخلاق او سلوک يوه سچه کلتوري څرګنډيدنه (پديده) بلله، خو په دې وروستيو کلونو کې څيړونکو ته دغه شک پيدا شو چې د ارګانيزم او مغزو بيولوژې هم زموږ د ایمپاتي پر قوه ډيره ستره اغيزه لري.

د مغزو زيانمنيدل په انسان کې سړښت او بې عاطفې توب رامنځ ته کوي:

د اخلاقي ارزونې د پاره د حسونو د رول د غه لومړنۍ کلنيکي زده کړه څرګندوي، کله چې د مغزو هغه برخه چې په عادي ډول سلوک او اخلاق تنظيموي، زيانمنه شي نو د خلکو په چلند کې څرګند بدلون منځ ته راځي. هغه ناروغان چې د مغزو دغه ټاکلي برخه یې زيانمنه شوې ده سوړ او بې عاطفې چلند غوره کوي ، ددوې په چلند او سلوک کې د یو تن په پرتله زيات کسان زيات ارزښت لري. د ناروغ په توګه دوې داسې تمایل لري څو يو له ټولو قربان کړي. څيړنې به له دغه کسانو سره چې د مغزو له دغه زيان څخه ځوريږي ، مرسته وکړي. خو په عمومي ډول دغه څيړنې به یوه داسې پوهه رامنځ ته کړي چې له هغې له مخي به سلوک او اخلاق بيخي يوه سچه فکري او عقلي څرګنديدنه نه وي .
کله چې موږ سوړ، بې عاطفې او قهرجن چلند کوو دا په خپل ذات کې موږ نه ځوروي. موږ له طبيعته داسې خلق شوي يو چې له نورو سره مرسته ، ملګرتیا او غم شريکي ولرو، د ګناه او شرم احساس وکړو اوله مسوولیته ډک ژوند غوره کړو. ددې څيړونو اصلي مقصد هم همدا دي.

نورمونه تل پاتې نه دي
د ناروغانو سوړ او بې عاطفې چلند د دې مانا ورکوي چې ددغه کس د مغزو يوه ټاکلي برخه زیانمنه شوې ده چې دغه برخه د ( وینترومېدیاله فرونتال کورتکس) ۳ په نامه ياديږي. یانې د کورتکس د مخکنۍ برخې د منځ لاندنۍ برخه زيانمنه شوې. د مغزو په دغه برخه کې ټولنيز حسونه لکه خواخوږي ، ګناه او شرم رامنځ ته کيږي. کله چې ددغه حسونو مخه بنديږي اود مغزو د جال له نورو برخو سره اړيکې نه شي ټينګولی، نو په دغه وخت کې د اخلاقو او چلند په برخه کې نورې زياتې ستونزې منځ ته راځي.
ددې کسانو منطقي او فکری وړتياوې او قوه بيخي نورماله وي او کوم ذکاوت چې د( آی کيو) (۴)په وسيله ټاکل کيږي هيڅ ډول نيمګړتيا نه لري.
خو کله چې دوې له نورو سره ګډ ژوند او کار کوي له ستونزو سره مخامخيږي: ددوې کورني ژوند لکه د ښځې او ميړه ترمنځ اړيکې ګډوډ او د بيلتون سبب کيږي، دوې خپل کار له لاسه ورکوي او يوه داسې اقتصادي چلند غوره کوي چې د ځوړ په لور درومي.
دا ستونزه ددې له کبله نه را منځ ته کيږي چې ګنې دوې له نورمونو او اصولو خبرنه دي، دوې ډير ښه پوهيږي چې څه ښه دي او څه بد دي. خو سره ددې دوې نه شي کولی چې نورماله ژوند وکړي، ځکه له نورو سره ددوې ايمپاتي له منځه تللې ده، دا هغه څه دی چې دوې ته ددې وس ورکوي څو په ځان کې احساس ژوندی وساتي.
څيړونکو پر شپږو تنو چې د مغزو دغه ناروغي لري داسې آزموينه ترسره کړه چې د اخلاقي سناريو ګانو تر وړاندې ددوې غبرګون په پام کې نيسي، په دغه آزموينه کې د غوراوي يوازې دوه امکانونه په پام کې نيول شوي ول. ددې پاره چې د ناروغانوغوراوی پرتله کړی شي، نو همدغه پوښتنې د کنترول دوو ډلو ته هم ورکړی شوې. د کنترول په يوه ډله کې ټول کسان روغو ول، خو د کنترول په بله ډله کې داسې کسان ول چې د مغزو نورې ناروغۍ يې درلودې.
دغه درې ډلو ته (۵۰) سناريوګانې وښودل شول چې په ترتيب سره داسې پايلې يې درلودې: هيڅ اخلاق ، شخصي اخلاق او غیرشخصي اخلاق. هر یوه سناريو د درېو تصويرونو په بڼه چې لیکنه يې هم درلوده ، نندارې ته وړاندې شوه: په لومړنيو دوو تصويرونو کې سناريو بیانه شوې وه، په داسې حال کې چې دریم تصویر پوښتنه رامنځ ته کوله: لکه څه بايد وکړې څو....؟
يوازې د شخصي اخلاقود سناريو په برخه کې ددرې واړه ډلو په ځوابونو کې څرګند توپير ليدل کيده.
په دغه څيړنه کې د بيلګې په توګه له ګډون کونکو څخه وغوښتل شول چې دغه پوښتنې ته ځواب ورکړي: تر کومه بريده چمتو ياست خپل اولاد زندۍ کړې که دغه کار دڅو نورو کسانو د ژغورنې سبب شي. يا دا پوښتنه: آيا چمتو ياست ددې دپاره چې يوه ډله وګړي وژغورۍ هغه څوک چې ستاسې تر څنګ ولاړ دی د يو روان موټر مخې ته چې د تيريدو په حال کې دی اوبريک نيولی نه شي، ټيله کړۍ. ددې دريو ډلو د ځوابونو تر منځ ددغه زياتې لانجمنې سناريو په اړوند څرګند توپير ليدل کيږي. له دوو څخه زياتې برخې ناروغانو( چې د مغزو وينترو ميديال يې زيانمن شوی ؤ) داسې ځواب ورکړ چې دوې زيات شمير کسانو برتيا ورکوي. يانې خپل اولاد زندۍ کوي يا د څنګ سړی د روان موټر مخې ته ټيله کوي.
څيړونکي وايې هغه کسان چې د وینترو ميدیال ناروغي لري په څرګنده ليوال دي څو د ډيره کي يا اکثريت په ګټه چلند وکړي خو دې ته هيڅ ليوالتيا نه لري څو يو تن ته له زيان رسولو ډډه وکړي(يو تن چې ددوې تر څنګ ولاړ دی او يا د چا اولاد ). فکر کيږي په دغه کسانو کې هغه احساس له منځه تللی وي چې په نورماله توګه موږ دې ته نه پريږدي څو نورو خلکو ته زيان ورسوو.
د سلوک او اخلاقو اړوند مفهوم داسې فرمولبندي شوی دی: هغه کسان چې احساس يې له لاسه ورکړی دی لکه د خواخوږي، ګناه اوشرم احساس ، په ډيرو سختو حالاتو کې ډيره لیوالتيا ښيي څو د ګټې پر بنسټ چلند وکړي او اخلاق د ډيره کي (اکثريت) د هوساينې دپاره وکاروي خو جلا(انفرادي) وګړو ته له زيان رسولو هيڅ باک و نه لري.

د څيړنې نوې برخه
انتونيو دماسیو(۵) يو له هغه څيړونکو څخه دی چې ددغه څيړنو تر شا ولاړ دی، نوموړي د زياتو کلونو په اوږدو کې د هغه کسانو سره کار کړی چې د مغزو دهمدغه شان زیان څخه ځوریږی. دمیسو د ۱۹۷۶ کال څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې د لووه (۶) په پوهنتون کې د مغزو د څیړنې په مرکز کې کار کاوه او ددغه مرکز مشري يې په غاړه درلوده. په دې وروستيو کالونو کې هغه د جنوبي کلفورنيا په پوهنتون کې د يو نوې مرکز مشري په غاړه لري. هغه په زياتو کتابونو کې ددغه نويوڅيړنو او تجربو پر بنسټ نوې تيورۍ ته وده ورکړې ده.

هغه په خپل وروستي کتاب ( لوکينګ فار سپينوزا) (۷)کې پر دغه مساله تاکيد کوي چې په اوسني وخت کې د ټولنيز وحسونو په برخه کې پلټنو تازه خپلې نړۍ ته ګام ايښی دی. کار له دغه ځایه پيل شو چې څيړونکو غوښتل پوه شي څرنګه زموږ مغزه ټولنيزحسونه رامنځ ته کوي. د مغزو څيړونکو ته تر ټولو لانجمنه موضوع دا وه چې څنګه په طبيعي ډول فزيکي ـ کيمياوي بهيرونه په ذهني بهيرونو آوړي. د نيوروني جوړښت او د ذهني حسونو ترمنځ د ژبې آوښتون شته دی. ( په اوس وخت کې د سکانولو(۸) بيلابيل تخنيکونه کولی شي دهغې نقشه را په ګوته کړي)
دمسيو په بې سارې توګه د فلسفي پوهې هغه اړتياوې پوره کوي چې د مغزو په نوي پوهنه کې نغښتیي دي. تر هر څه دمخه نوموړی دغه خبره په ډاګه کوي، چې موږ تر هغه وخته اخلاقي چلند نه شوکولی که چيرې موږ د خواخوږۍ ، ګناه او شرم د حسونو په څير د مغزو طبيعي تولید ونه لرو.
اخلاق او سلوک او خويونه بيخي سچه کلتوري څرګنديدنه (پديده ) نه ده، ددې خلاف کلتور زموږ په ارګانیزم او مغزو کې خپل بيولوژیکۍ انعکاس لری. خو دغه پوهاوی چې ، څنګه دغه نا پيژاندل شوي بهيرونه په پيژاندل شويو حسونو لکه په ټولنيزو ، اخلاقي اود غوراوي په حسونو آوړي، تر اوسه ډاډمن ځواب نه دی تر لاسه کړی. خو ددې خلاف دا تر زياته بريده يوه ډاډمنه خبره ده چې اخلاق زموږ د طبيعيت پر خلاف یوه انساني سرغړونه نه ده.





Empati. ۱
ایمپاتي يو رواني حالت چې يو څوک کولی شي د بل چا په احساس پوه شي او و کولی شي ځان د هغه کس په پر ځای و دروي يا تصور کړي.

Cortex _ ۲

Ventromediale frontale Cortex _ ۳

IQ_ ۴

Antonio Damasio_ ۵

Lowa _ ۶

Loooking for spinoza_ ۷

Scan_ ۸