اتمه برخه *** حاد برانشیتس ACUT BRONCHITIS 

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عمومیات :
حاد برانشیتس یعنی د قصبه یا( bronch ) دمخاطی غشا له التهاب او له تخریش څخه مینځ ته راځی . د نوموړی تخریش په نتیجه کی اخته کوچنی هم ټوخیږی او هم ځنی نور تنفسی پرابلمونه ورته پیدا کیږی ، ځنی خلک Bronchitis د ساړه سینه (chest cold ) په نامه هم یادوی ، حاد برانشیتس معمولاً دژمی په موسم کی زیات واقع کیږی ، ځکه چی په نوموړی موسم کی دعلوی تنفسی لاری انتانات لکه ریزش (cold ) او انفلو انزا په ماشومانو کی زیات لیدل کیږی ، نوموړی ناروغی د اخته کوچنی له پزی څخه ستونی ته او له هغه ځای شزن یا هوایی پیپ او لاندنی هوایی تنفسی برخو ته انتقال مومی یا خپریږی ، نو په دی بنیاد دتنفسی لاری هره برخه چی په آفت او التهاب مصاب شی د همغه برخی د ناروغی په نامه یادیږی مثلاً که چیری قصبه په التهاب اخته شی د Bronchitis په نامه یادیږی ، چی په حاد ډول مینځ ته راځی ، باید څرګند شی چی حاد برانشیتس چندان خطری او مدهش ناروغی نه ګڼل کیږی اود څو ورځو په تیریدو سره اخته ناروغ جوړیږی خصوصاً فربه او صحتمند کوچنی کی حاد برانشیتس پخپله له مینځه ځی .
اسباب ( Etiology ) :
د حاد برانشیتس عامل معمولاً انتان وی ، هغه انتانات چی د حاد برانشیتس سبب کیږی زیاتر ویرسونه دی ، اما ځنی وختونه د نوموړی ناروغی سبب او عامل باکتریا هم کیدای شی . yeast ، فنګسونه او په مضره کیمیاوی موادو (vapor ) لړلی هوا او د سګرت څکونکی سره زیات تماس هم هغه عوامل دی چی د ناروغی په مینځ راتلو کی ونډه اخلی . د بلی خوا څخه هغه کوچینیان چی ځنی صحی پرابلمونه لکه استما ، الرژی ، قلبی وعایی ، التهابی تانسیلونه او د جیوبو پرابلمونه ولری د نوموړی ناروغی د واقع کیدو چانس په نوموړی کوچینیانو کی زیات وی .
د نا روغی نښی نښانی :
ددی ناروغی ډیر عام اومعمول علامه ټوخی دی ، چی په پیل کی وچ او د څو ورځو په تیریدو سره په مقشح یا بلغمدار ټوخی اوړی . یعنی د تقشح په محتویاتو کی د سږی مکوز (mucose ) هم په سترګو کیږی ، ناروغ د شپی له خوا زیات ټوخیږی چی کله کله دکانګی سره هم مل وی ، اخته ناروغ د سینی له درد څخه هم شاکی وی او دهغه د سږی په اصغا کی ویزنګ هم اوریدل کیږی ، ناروغ عسرت تنفس هم لری ، په هر صورت نوموړی نښی او نښانی د څو ورځو په تیریدو سره د مینځه ځی ، اما ځنی وختونه و تالی انتاناتود مداخلی له کبله ناروغی شدید لوحه ځانته غوره کوی ، یعنی علاوه له ذکر شوی نښی نښانی په ناروغ کی لوړه تبه ، دبدن خارښ ، لرزه ، او د ستونی درد هم را پیدا کیږی ، د اخته کوچنی پزه روان (Runny nose ) وی او دهغه اشتیها ممکن سقوط وکړی او زیات وژاړی .
تشخیص :
د ناروغی تشخیص د اعراضو او علایمو د موجودیت په بنیاد او د یو لړ ټسټونوپه کار وړلو چی د وینی د مکمل ازمایش او د سږی د رادیو ګرافی څخه عبارت دی تر سره کیږی .
تداوی :
داخته ناروغ چاپیریال او دهغه خونه باید مرطوب وګرځول شی ، هغه ته باید زیات مایعات توصیه شی ، ناروغ باید چی لړلی او لوګی لرونکی هوا سره مواجه ونکړل شی ، د ناروغ د ټوخی ، خارښ ، او دلوړی تبی د له مینځ وړلو د پاره هغه ته باید انلجیزیک او انتی پایریتیک دواګانی تجویز او توصیه شی . که چیری نوموړی دواګانی د Nebulizer (تنفسی تداوی کوونکی ماشین ) په واسطه ورکړل شی ګټه به یی زیات وی .
د قصیباتو التهاب
BRONCHIOLITIS
د وړو ماشومانو د ښکتنی تنفسی هوایی لاری حاد انتانی ویروسی ناروغی دی چی د قصیباتو په التهابی کیدو سره ذفیری بندش (Expiratory obstruct ) او ویزنګ مینځ ته راځی . ددی ناروغی سببی عامل زیاترRespiratory syncytial virus (RSV) منل شوی ، اما نور ویرسونه لکه influenza ,adenovirus ,parainfluenza ,Rhinovirus او په کثرت سره M.pneumonia دنوموړی د اسبابو په لست کی شامل دی .
ایپید یمولوژی :
برانشیولیتس دځوانو ماشومانو یو عام ناروغی دی ، ددی ماشومانو تقریباً ۱۵٪د ژوند په لمړیو دوو کلونو کی څو ځلی په نوموړی ناروغی اخته کیږی ، کوچینیان د ناروغی عامل په کسبی ډول سره په مواجه کیدو دکورنی له هعه غړی څخه چی د پورتنی تنفسی لاری وصفی اعراض ولری او یا له هغه شخص څخه چی په تنفسی ویروسی ناروغی باندی اخته وی تر لاسه کوی . ددی ناروغی وقوعات په ژمی او پسرلی کی زیات مینځ ته راځی ، ځکه چی دویرسونو شیوع په ژمی او پسرلی کی زیات وی .
سریری تظاهرات :
په سریریاتو کی اخته ماشوم یو لړ اعراض او علایم ښیی چی عبارت دی له : جاری پزه (Rhinoprrhea )، يړنچیدل ( Sneezing ) ، ټوخی ، او ټیټ درجی تبه ، او څو ورځی وروسته په ناروغ کی سرعت تنفس پیدا کیږی چی دسږی په اصغا کی ویزنګ اوریدل کیږی ، دناروغ اشتیها سقوط کوی .
د ناروغ په فزیکی معایناتو کی تنفسی تشوش لکه دپزی د مناخرو پرش ، Tachypneaمتناوب سیانوزس ، retraction لیدل کیږی اود ذفیر صفحه اوږدیږی ، په اصغا کی ویزنګ او Crackles اوریدل کیږی .د تالی انتان په موجودیت کی د وینی په معاینه کی سپین کریوات زیاتیږی او د صدر په رادیو ګرافی کی په وصفی ډول سره د هوا حبس ( air trapping )، قرب القصیبی پڼډوالی ، Atelectasisاو انفلتریشن لیدل کیږی .
اساسی فزیولوژیک آفت او انورملی Hypoxemiaدی چی په تالی ډول سره د تهویی او د پرفیزیون له خرابیدو څخه مینځ ته را ځی .
پتالوژی :
په دی ناروغی کی عمده پتالوژیکی تغیرات د وړی تنفسی لاری د ایپیتیلیوم نکروز ،قرب القصیبی التهاب ، د وړی تنفسی هوایی لاری اذیما ، د مکوز او debris په واسطه سره د قصیباتو بند ش او plugging دی . د اخته ماشوم د سږی په ځنو برخو کی په صفحوی ډول سره Atelectasis او Interstitial pneumonitis هم لیدل کیږی .
تشخیص :
ددی ناروغی تشخیص د سریری تظاهراتو په موجودیت او د ویروس یا سببی عامل د شیوع او ایپیدیمولوژیکی اساساتو پر بنیاد وضع کیږی ، RSV داخته ماشوم د انفی بلعومی د افرازاتو په کلچر یا د هغه د انتیجن په میندلو سره پیژندل کیږی ، علاوتاً هغه ماشومان کوم چی د پورتنی هوایی لاری د اعراضو او علایمو په ښودلو سره ویزنګ هم ولری د نوموړی ناروغی د موجودیت ا شتباه نه ردوی ، استما کی هم ویزنګ اوریدل کیږی اما تفاوت یی دادی چی د استما حملات متکرر وی او د Bronchodilatatorsسره د استما حملات هم تقریباً د مینځه ځی ، ویزنګ هم له خپل شدت څخه غورځی ، pneumonia معمولاً د لوړ Infiltrationسره مل وی ، او که د pneumonia عامل باکتریا وی طبعاًً د وینی په معاینه کی دسپینو کریواتو شمیر هم لوړ او پورته وی ، د زړه په احتقانی عدم کفایه کی زړه معمولاً لوییږی، چی دا ډول لویوالی د زړه د انورملی له کبله او یا هم دویروسی myocarditis له امله مینځ ته راځی .د اجنبی موادو له aspiration څخه هم ویزنګ مینځ ته راتلای شی چی نوموړی ویزنګ اکثراً موضعی وی ، ددی ډول ویزنګ په اوریدو سره د اجنبی جسم تاریخچه هم باید له پامه ونه غورځوو، ځکه چی د تاریخجی په اخیستلو سره د اجنبی جسم انشاق په ګوته کیږی . cystic fibrosis معمولاً د بطی ودی او د مزمن اسهال سره مترافق وی . او د بلی خوا د فامیلی تاریخچی په اخیستلو سره د cystic fibrosis تشخیص وضع کیدای شی .
تداوی :
د اخته ناروغ وارسی او څارنه د ناروغی په شدت سره اړین وی ، زیات کوچینیان د نوموړی ناروغی خفیف اعراض ښکاره کوی چی په وقایوی او مرستندوی اهتماماتو سره په کور کی تداوی کیدای شی ،تقریباً ۵٪په Bronchiolitsباندی اخته ماشومان په روغتون کی د بستر کیدو ضرورت لری ، د بستر کیدو استطباب په لاندنی ټکو پوری اړینه وی :

که د کوچنی عمر له شپږ میاشتو څخه کم وی .* خفیف یا قابل د ملاحظی تنفسی تشوشات ( د خوب په وخت کی د تنفس دفعات یا شمیر په مینځ د 50-60/min یا زیات ) * Hypoxemia ( po2<60mmHg یا د اوکسیجن د اشباع اندازه ، <92% دخونی په هوا او اقلیم کی ) * د Apnea وقوعات * دخولی دلاری د تغذی عدم تحمل * او په کور کی د کافی اهتماماتو کمښت .



د سږی په مزمن ناروغی باندی اخته کوچینیان لکه Bronchopulmonary dysplasia
ولادی قلبی ناروغی ( خصوصاً چی pulmonary hypertension ولری) ، عصبی عضلی ناتوانی ،او معافیتی عدم کفایه هغه فکتورونه دی چی د ناروغی په شدت کی زیاتوالی راولی
او د ناروغ د مرګ سبب کیږی .نو ددی خطرناکی فکتورونوپه نظر کی نیولو سره ناروغ باید تر ژور پاملرنی لاندی ونیول شی .
مرستندویه اهتمامات او په bronchiolitis باندی د اخته ماشوم څارنه او مواظبت لاندنی تدابیرو ته ضرورت لری :

د خولی د لاری ( هغه په ناروغی اخته کوچنی چی روغتون کی بستر دی ) او یا د ورید دلاری د مایعاتو کافی مقدار تجویزول تر څو چی ضایع شوی مایعات کوم چی په غیر مریی ډول سره د Tachypneaله کبله ضایع شوی بیرته اعاده شی ،او د کوچنی hydrationپه نورمال ډول وساتل شی ، لوړه تبه کوم چی د لوړ تنفسی تشوش سره مترافق وی د antipyretic مستحضراتو په تجویز سره باید تداوی شی ، بستر شوی اخته ناروغ ته باید مرطوب اوکسیجن اماده کړل شی ، او په کافی غلظت سره د اوکسیجن د قسمی فشار د ساتلو دپاره باید تجویز شی ،یعنی pao2 باید په مینځ د 70-90mmHg ( د اوکسیجن د اشباع درجه یا اندازه >90% ) وساتل شی ، د bronchodilatator پکار وړل لکه aerosolized beta-2-agonists یا Theophylineممکن بی ګټه نه وی .

دRibavirin aerosol تجویز کوم چی یو خاص antiviral مستحضر دی دهغو اخته ناروغانو د تداوی دپاره پکار وړل کیږی چی د ناروغی سببی عامل یی RSVوی ، اما ددی دوا په تجویز باندی پوره پاملرنه وشی تر څوچی دخطری فکتورونود شد ت سبب ونه ګرځی . او یا داچی د مزمنو ناروغیو( ریوی مزمن ناروغی ، ولادی قلبی ناروغی)



د لا ودی او پر مختګ زمینه مساعد نه کړی ، که په دی ناروغی کی د تالی انتان موضوع مطرح نه وی د antibiotic تجویز لازم نه ګڼل کیږی،

په دی ناروغی کی د sedativeتجویز مضاد استطباب دی .

د corticosteroid تجویز کوم ګټه نه رسوی

Bronchodilatator هم معمولاً غیر موثر وی



انزار:
ددی ناروغی اختلاطات عبارت دی له :
* Apnea * تنفسی عدم کفایه * Atelectasis * تالی باکتریل انتانات * او pneumothorax یا pneumomediastinum ( ماشوم میکانیکی تهویی ته ضرورت لری ) . په هر صورت آنی انزار ددی ناروغی ښه دی او له (۷-۱۰) ورځو موده کی ناروغ ممکن روغ او جوړ شی ، په دی نژدی وختونو کی ددی ناروغانو ددقیق مطالعی په نتیجه کی داسی څرګندونه په ګوته شوی ، چی ناروغ د ژوند په لمړی مراحلو کی که څوواره په دی ناروغی باندی اخته شی ، او یا دا چی په ناروغی باندی اخته ماشوم په روغتون کی بستر نشی ، نو د ویزنګ د را پیدا کیدو د پاره مساعد زمینه برابریږی ، او په سریریاتو کی الرژیکی اعراض را ښیی ،او د هغه دسږی دندی د کیفیت له نظره را ټیټیږی ،او د ژوند په موخرو صفحو کی که د لوګی او یا د سګرت څکونکی سره په تماس راشی سره له هغه چی ماشوم روغ دی له سره په Bronchiolitisباندی اخته کیږی یعنی ناروغی نکس یا عود کوی .
Bronchiolitis obliterans
Bronchitis obliterans یا constructive bronchiolitis د مزمن برانشیولیتس یو غیر معمول شکل دی چی متصف په Endobronchiolar ګرانیولیرنسج او قرب القصیبی فبروزس دی ، یعنی د قصیباتو په دننه کی ګرانیولر نسج او د قصیباتو په نژدیوالی کی فبروزی نسج مینځ ته راځی ، په کوچینیانو کی ( خصوصاً په نوی زیږیدلی او ځوانو ماشومانو کی ) ددی ناروغی وقوعات زیات په سترګو کیږی ، او دهغه سببی عامل ویروس ښوول شوی دی .
اسباب :
ددی ناروغی اسباب دغه لاندی عوامل تشکیلوی :

کولاجن وعایی ناروغی .

ویروسی انتانات ( ادینوویروس ، RSV ,HIV , CMV ) ) .

Bronchopulmonary dysplasia

دوایی عکس العمل

همدارنګه نور انتانات لکه influenza ، توره ټوخلی ، شری ، او M . pneumonia هم د نوموړی حالت یا ناروغی سره کله کله مترافق وی .

په کاهلانو کی نوموړی ناروغی هغه وخت تاسس کوی چی نوموړی کاهل توکسیک مواد انشاق کړی ،یا د هغه په منظم نسج کی څه تشویش موجود وی اویا دا چی دوایی مواد لکه pencillinamine هغه ته تجویز شوی وی ، ددی حالت وصفی پتالوژیکی آفت قسماً او یا په تام ډول سره د ګرانیولیر نسج او قرب لقصیبی



فبروزس له کبله د قصیباتو تنقیض کیدل دی یعنی قصیبات په obliteration معروضیږی ، یا دا چی ممکن په ناروغ کی interstitial pneumonia ( د سنخ جدار ، پخپله سنخ ، د سنخ قنات ، او قصیبه په ګډه سره التهابی کیدل ) موجود وی ،دا انورملی ممکن موضعی یا منتشر وی .
سریری تظاهرات :
لکه د acut bronchitis په څیر نوموړی ناروغی په وصفی ډول سر ه په تبه ، ټوخی ، Tachypnea او ویزنګ سره شروع کیږی ، په فزیکی معایناتو کی retraction , wheezes , او رالونه لیدل یا اوریدل کیږی .
د ناروغ په صدری رادیوګرافی کی په وصفی ډول سره atelectasis ،اوغیر وصفی منتشر انفلتریشن ساحی په سترګو کیږی ، همدارنګه په صدری رادیوګرافیک کلیشه کی جاورسی ( military ) ډول افات هم ځنی وختونه لیدل کیږی .
ددی ناروغی سیر او بدایت له acut bronchitis څخه متفاوت دی . په غیر اختلاطی برانشیولیتس کی وروسته له یوی لنډی بهبودی حالت څخه اعراض له سره وده او پر مختګ کوی ، چی ددی اعراضو او علایمو له جملی څخه ساه لنډی ، بلغمداره ټوخی ، Hypoxia او دوامداره ویزنګ ډیر متبارز وی .
په سریریاتو کی د هوایی لاری تام بند ش هم کله کله په اخته ناروغ کی لیدل کیږی چی د bronchodilatator په تجویز سره بیا هم قناعت بښونکی لاسته راوړنه نه په سترکو کیږی ، په Bronchography کی قصیبات تړلی او په arterography
کی ریوی بستر( pulmonary Bed ) تنقیض کړل شوی معلومیږی .
ددی ناروغی اختلاطات ، پرمخ تللی تنفسی عدم کفایه ، اتیلیکتازس ، تالی باکتریایی انتانات ، او د ودی په حال یو طرفه hyperleucent Lung syndrome څخه عبارت دی چی په اخته ناروغ کی ځنی وختونه لیدل کیږی . اکثر اخته ناروغان په مرګ محکوم او هغو چی ژوندی پاتی کیږی مکرراً په نوموړی ناروغی اخته کیږی .
تشخیص :
د bronchiolitis obliterans د تشخیص په مورد کی هغه وخت باید پاملرنه وشی ، کله چی یو کوچنی په مکرر ډول او یا په دوامدار ډول سره تنفسی اعراض را ښکاره کړی ،اودیو شدید ویروسی ناروغی څخه وروسته دهوایی لاری د تام بند ش شواهد را وښیی . د وصفی برانکوګرافی لاسته راوړنه تشخیص سره مرسته کوی ،اما د قطعی تشخیص دپاره Biopsy باید واخیستل شی.
هغه وخت چی یو ناروغ ماشوم په متکرر او دوامدار ډول سره ټوخی ولری ، دهغه د سږی په اصغا کی ویزنګ واوریدل شی ،او د هغه د سږی په رادیوګرافی کی په واضح توګه انفلتریشن او atelectasis په سترګو شی دلاندنیو ناروغیو د موجودیت په هکله باید فکر وشی :

cystic fibrosis ، استما ، Gastroesophageal reflux او د اجنبی اجسامو انشاق یا aspiration .



تداوی :
ددی ناروغی دپاره کومه خاصه تداوی تر اوسه په لاس کی نشته ،ګرچی کورتیکوستروید د فبروزس د محدودیت په لحاظ تجویز کیږی چی دهغی دوام ناوړی پایلی لری .
مرستندویه تداوی او اهتمامات د اوکسیجن له تجویز ، صدری فزیوترافی ، د وسعت القصیبی ( bronchodilatator ) مستحضراتو تجویز او د سږی د متهاجموانتاناتو د تداوی څخه عبارت دی .



سینه بغلی
PNEUMONIA
Pneumonia :
دسږی دنسج التهاب او د اسناخو د ترمینځ فاصله را نژدی کیدل یا سره یو ځای کیدل ته چی consolidation هم ورته وایی اطلاق کیږی .
Pneumonitis :
د سږی د التهاب یو عمومی اصطلاح ګڼل کیږی ، چی ممکن consolidation سره مترافق وی او یا نه .
Lobar pneumonia :
یعنی د سږی دیو او یا څو فصونو موضعی التهاب دی چی ماوفه فص یا فصونه مکملاً consolidation کیږی .
Bronchopneumonia :
د سږی د التهاب څخه عبارت دی چی التهابی وطیره په مرکزی قصیباتو کی را پیدا او پر مختګ کوی ، یا په بل عبارت د سږی او د قصیباتو التهاب ته اطلاق کیږی ، چی دمخاطی قیحی Exudate درا پیدا کیدو په نتیجه کی دغه وړی هوایی لاری یا قصیبات تړل کیږی ، مجاور او التهابی پروسی ته نژدی فص کلک او په صفحوی ډول په consolidation معروضیږی ، برانکو پنمونیا په واقیعت کی یوعمومی التهابی پروسه دی چی د سږی متعدد فصونه مصابولی شی. د bronchopneumonia اود bronchiolitis تر مینځ تفریفی تشخیص اختیاری دی .
Interstitial pneumonia :
د interstitium التهابی حالت ته اطلاق کیږی ، چی interstitium پخپله د سنخ له جدار ، د سنخ له کیسه ، د سنخ له قنات او له bronchiol
یا قصیبی څخه تشکیل شوی ، کله چی نوموړی اناتومیک ساختمانونه په ګډه سره په التهاب معروض شی د pneumonia interstitial په نامه یادیږی ، او اکثراً ددی ناروغی سببی عامل ویروس منل شوی چی په حاد شکل سره په سترګو کیږی . هیره مو ونشی چی دا ناروغی یو مزمن پروسه لری .
د تنفسی سیستم انا تومیک سو تشکلات سیستیمیک یا موضعی معافیت ته تغیر ورکوی او سګرت څکول یا د سګرت څکونکی سره زیات مواجه کیدل مساعد کونکی فکتورونه دی
چی ناروغ ممکن په انتانی pneumonia اخته کړی ، د pneumonia سبب د کوچنی په عمر ، معافیتی حالت ، د CF په موجودیت ، د سږی مزمن ناروغی ، د مواجه کیدو تاریخچی او دټولنی په اقتصادی اجتماعی شاخصونو پوری تړلی دی .
اسباب :
pneumonia ممکن له مختلفو انتانی ( باکتریل ، ویروسونه ، فنګسونه ، ریکیتسیل ، پرازیتونه ) التهابی پروسی ( SLE , sarcoidosis ,histocytosis , ) سمی مواد ( هایدروکاربون ، لوګی ، دوړی او خاوری ، کیمیاوی مواد ، ګازات ، معدوی محتویات ) عواملو څخه مینځ ته راشی . په کوچینیانو کی د پنمونیا ډیر عام سبب ویروس منل شوی ،باکتریا یواځی 10-30%,وقوعاتو کی ددی ناروغی سببی عامل تشکیلوی .
انتانی عوامل ( مکرواورګانیزم ) سږی ته د وینی د انتشار په واسطه او یا د موضعی انتشار په ذریعه د شجر القصبی له لاری رسیږی .
د اختلاج په حملاتو کی (convulsion ) ، او یا ددماغی حالت د تشوش په جریان کی ، یا په عصبی عقلی ناروغیو باندی اخته کیدل یا په Gastro esophageal reflux باندی مصاب کوچینیان دا امکان پیدا کوی چی په Aspiration pneumonia باندی اخته شی .
هیموفیلوس انفلو انزا ډول pneumonia اکثراً د باکتریمیا ، میننجیتس ،او دانتان د نورو ( cellulites ,pleuraleffusion, Arthritis ) منابعو سره مل وی .
په وړو ماشومانو کی staphylococ aureus د پنمونیا نادر سببی عامل ګڼل کیږی ، اوکه چیری کوچنی ماشوم دنوموړی انتان په ذریعه په سینه بغلی اخته شی ، داسی فکر کیږی چی ممکن نوموړی ماشوم مخکی دمخکی empyema , pneumatoceles او تنفسی ناتوانی ولری ، اوstaphylococcal pneumonia د نوموړی آفاتو اختلاط وی . دبلی خوا جلدی
Staphylococc انتانات ممکن د Bactremia او pneumonia سبب وګرځی ،.
RSV, influenza virus , او parainfluenza virus په کوچینیانو کی د ویروسی pneumoniaعمده سببی عامل ګڼل کیږی ، ویروسی تنفسی انتانات اکثراً د باکتیریل پنمونیا د مینځ راتلو دپاره زمینه مساعدوی ، وړو ماشومانو چی عمر یی د ۱-۳میاشتو وی اکثراً په
Afebrille pneumoniaباندی مصابیږی ، چی د هغه سبب په ولادی او کسبی ډول سره
Ureaplasma urealyticum , ، Chlamydia trachomatic ( د منظمه د التهاب له کبله)
Cytomegalovirus(CMV) ، pneumocystic carinii یا RSV تشکیلوی . د pneumonia سببی عوامل په معافیتی سازش کوونکی (immunocompromised ) ناروغ کی ، p.carinii ګرام منفی entric bacteria ، فنګس (Histoplasmosis, aspergilloosis , ) ، Mycobacteria ( M. Tuberculosis , M. avium) ، یا CMV ، کوم چی ناروغ CF ولری معمولاً S. aureus ( په infancy کی )
p.aeruginosa. یا P. cepacia ( په غټو کوچینیانوکی ) شمیرل کیږی .
کوچینیانو چی د معا فیتی سیستم په عدم وظیفوی یا غدم کفایه ، سو تغذی اخته یا د نورمال ریوی دفاعی سیستم کی تناقص موجود وی د ریوی انتاناتو په مصابیدو باندی کاملاً مساعد وی . اکثراً غیر معمول سببی عوامل لکه موقع طلب انتانات ( apportunistic organisms ) په شمول د ګرام منفی Entric bacteria , anaerobic , CMV , Measles
Varicella , P .cariniiیا فنګس کله کله د pneumonia سبب کیږی .
سریری تظاهرات :
وصفی سریری تظاهرات د ویروسی یا باکتریل pneumonia
معمولاًسره متفاوت وی ، اما په اخته ناروغ کی ددوی تر مینځ تمایز تل روښان نه وی ، یعنی په دواړو کی معمول تظاهرات عبارت له Tachpnea ، ټوخی ، ستړتیا ، پلورایی صدری درد ، او Rertraction وی ، په ویروسی Pneumonia کی مترافقه اعراض او علایم اکثراً ټوخی ، ویزنګ ،او Stridore وی ، تبه نسبت Bacterial pneumoniaته لږ متبارز وی ، د ویروسی pneumonia اخته ماشوم په صدری رادیوګرافی کی دبرانکوپنمونیا منتشر مخطط ارتشاح لیدل کیږی ، او د WBC شمیر ( لمفوسیتونه متبارز)
نه لوړیږی ، هغه ماشومان چی په باکتریل پنمونیا باندی اخته وی په سریریاتو کی ټوخی ، لوړه تبه ، لرزه ، او Dyspnea ښیی . او د consolidation شوی سږی په اصغا کی تیبیولرتنفسی آوازونه ټیټ اوریدل کیږی ، په قرع کی اصمیت او د سږی په موضعی ساحه کی Egophony یو له وصفی نښو نښانی څخه شمیرل کیږی ، په باکتریل پنمونیا اخته ماشومانو کی ، صدری رادیوګرافی فصی consolidation او Pleural effusion تقریباً
( 10-30% ) را ښیی . د سپینو کریواتو شمیر تقریباً >15000- 20000/cc ته رسیږی .چی متبارز حجرات یی Neutrophil وی ، په سفلی فصی پنمونیا کی د ګیډی له درد څخه اخته ناروغ شکایت کوی .
تشخیص :
د سببی عامل په پیژندنه سره نوموړی ناروغی سمدلاسه تشخیص کیدلای شی .دبلغم رانیول د کلچر دپاره له کوچینیانو څخه اسان نه دی ، په هر صورت ، بی شمیر ویروسی انتانات ( RSV , influenza , parainfluenza , adeno virus ) ممکن دی چی د کلچر یا د منتن Epithelial حجراتو کوم چی د انفی بلعومی ساحی د مینځلو څخه تر لاسه کیږی ، د Immunofluorescent په تلوین سره وپیژندل شی . CMV او Entero virus
ممکن چی د انفی بلعومی ، ادرار ، یا د قصیبی سنخی لواژی مایع په کلچر سره وپیژندل شی . که چیری cold agglutinins دوینی په محیطی دورانی سمپل کی ولیدل شی د
M. pneumonia د موجودیت اشتباه زیاتیږی ، او د Mycoplasma تاییدی تشخیص په سیروم کی د خاص Immunoglobulin( Ig) G په موجودیت سره وضع کیږی .باکتریایی عوامل دوینی او یا د مترافقه pleural effusion په کلچر او یا د هغو د انتیجن په لاسته راوړنو ( هیموفیلوس انفلوانزا ، pneumococcs ) کی معلومیږی .
M . Tuberculosis په جلدی ټسټ او یا د بلغم او معدوی محتویاتو په انالایزس سره څرګندولی شو .
مداخلوی اجراات لکه برانکوسکوپی ، او broncho alveolar lavag ،ریوی aspiration
یا دسږی بیوپسی د کلچر دپاره او د موادو دلاسته راوړنو دپاره ضروری اقدامات ګڼل کیږی ،دغه مداخلوی اجراات دوصفی پنمونیا دپاره ضرور نه دی چی پکار ویوړل شی .بلکه یواځی په ځنو خاصو حالاتو کی لکه په immunocompromised په پنمونیا اخته میزبان یا کله چی د pneumonia سریری لوحه مغشوش او غیر وصفی وی پکار وړل کیږی .
( جدول 12-11 ) په لاندی ډول
د مکرر pneumonia تفریفی تشخیص :
* ارثی تشوشات ( Hereditary Disorde )
- سیستیک فبروزس
- sickle cell diseases
* معافیتی تشوشات ( Disorder of immunity )
- AIDS
- Bruton agammaglobulinemia
- عام متغیر معافیتی عدم کفایوی سندروم
- selective IgG subclass deficiencies
- شدید مرکب معافیتی عدم کفایوی سندروم
* دسپینو کریواتو تشوشات (Disorder of Leukocyt ) :
- مزمن ګرانیولومتوزس ناروغی .
- hyperimmunglobulin E syndrome
- Leukocyt adhesion defect
* داهدابو تشوشات ( Disorder of cilia )
- غیر متحرک اهدابی سندروم .
- kartagener syndrome
* اناتومیک تشوشات ( Anatomic disorder )
- sequestration
- Lobar Emphysema
- Esophageal reflux
- اجنبی اجسام
- Tracheosesophageal fistula (H Type)
- Gastroesophageal reflux
- Bronchiectasis
تداوی :
د pneumonia منجمنت د ناروغ په عمر په سریری تظاهراتواو د ناروغی په سببی عامل پوری تړلی وی . نوزادی یا ولادی pneumonia ژوند تحدید ونکی ناروغی دی ، نو په دی بنیاد ماشومان ددوومیاشتو په لږ عمر لرلو سره باید په روغتون کی بستر او د ورید دلاری لازمه Antibiotic ورته تجویز کړل شی ، که د ولادت نه وروسته په کوچنی ماشوم کی د باکتیریل پنمونیا د موجودیت اشتباه ویوړل شی ، نو باید چی د ګروپ B streptococc او coliform باکتریاوو په ضد خاص انتی بیوتیک پکار ویوړل شی ، د ژوند د لمړی هفتی څخه وروسته د Staphylococc aureusپه ضد antibiotic هغه وخت باید استعمال کړل شی چی په رادیوګرافی کی Effusion یا pneumatocels ولیدل شی .په غټو کوچینیانو کی د باکتیریل پنمونیا په موجودیت کی باید د هیموفیلوس انفلوانزا او .
s.pneumonia پر ضد انتی بیوتیک تجویز شی ،چی انتخابی انتی بیوتیک یی amoxicillin ,ceftriaxon , Erythromycin ,sulfadiazine ,(trimethoprim) دی
سولفامیتازول دلسو ورځو دپاره توصیه کیږی ، کوچینیانو چی د 5-10 کلو عمر ولری د pneumonia سببی عوامل معمولاً M .pneumonia یا S. pneumonia ,وی ،
چی د Erythromycin په تجویز سره تداوی کیږی ، په دی ورځو کی د pencilline پر ضد مقاوم pneumococus شیوع زیات لیدل شوی . دغه اورګانیزم یعنی پنموکوکس اکثراً د ډیرو زیاتو انتی بیوتیکونوپه مقابل کی مقاوم وی ،نو لازم دی چی ددی ډول مقاوم انتان په ضد ceftriaxon یا vancomycin پکار ویوړل شی ،ددی ناروغانولږ فیصدی په روغتون او نور برخه یی په کور کی د پورتنی انتی بیوتیک پکار وړلو سره تداوی کیږی ، په روغتون کی ددی ناروغانو د بستر کیدو استطباب په لاندنیو حالاتو کی لیدل کیږی .
*متوسط یا شدید تنفسی تشوشات * د فمی انتی بیوتیک په تجویز سره نا کافی نتایج
*دکانګی په موجودیت سرهد خولی دلاری په کور کی د antibiotic درانیولوعدم تحمل .
* له یو فص څخه د زیاتو فصونو consolidation * Immunosuppression * امپایما
* ابسی یا pneumatocells *اوقابل دملاحظی قلبی ریوی ناروغی ( ریوی فرط فشار خون ، bronchopulmonar dysplasia )
انزار:
د لازمه دواګانو په تجویز سره اکثر ناروغان بهبودی تر لاسه کوی ،او دسږی نسج د (۶-۸) اونیو په موده کی له آفت ځنی پاک اومنزه کیږی ، یواځی په ځنی کوچینیانو کی نوموړی ناروغی ممکن تر یو میاشتی پوری دوام وکړی ،او یا داچی شاید عود وکړی .
نو په دی بنیاد باید داو لړ ناروغیو څخه چی په (۱۲-۱۱) جدول کی په نښه شوی دی تفریقی تشخیص شی . په ارزیابی کی د توبرکولین جلدی ټسټ په خولو کی د کلوراید اندازه کول په سیروم کی د Immunoglobulin تعین ، bronchoscophy او د باریوم بلع شامل دی

برانشییکتازس
BRONCHIECTASIS
برانشییکتازس یا دقصباتو پراخوالی او توسعه ، نوموړی ناروغی په ولادی او کسبی ډول سره مینځ ته راتلای شی ، مګر اکثراً دهغه سبب په موضعی بڼه په قصبه کی د انتان داوږدی مودی د موجودیت له کبله وی .
اسباب :
د bronchiectasis عمده اومهم اسباب cystic fibrosis غیر متحرک سیلیا سندروم ، د اجنبی اجسامو انشاق ،معافیتی عدم کفایوی حالت ،او بی شمیرpostinfection حالات (adenovirus , pertusis , Meassles , tuberculosis ) تشکیلوی ، مزمن
Sinusitis ، الرژیک قصبی ریوی aspergilosis او نادراً استما هم سببی فکتورونه ګڼل کیږی . مزمن انتان او التهاب د قصبی دجدار د تخریب سبب کیږی ، او په نتیجه کی قصبه
متوسع او د mucociliary ترانسپورت له مینځه ځی ، د ناروغی په مقدمو صفحو کی که د
Bronchiectasis سببی عوامل د مینځه لاړ شی دبهبودی چانس زیات لیدل کیږی .
سریری تظاهرات :
Bronchiectasis ممکن په شدت سره ظاهر شی ، مګر اکثراً په سریریاتو کی د بلغمدار ټوخی ، تبه ، Hemoptysis ، د ګوتی clubbing او دوامدار مرطوب رالونوسره ( د ماوفه ساحی د پاسه ) ظاهریږی ، په ماوفه ساحه کی bronchiectasis د قصبی دموی جریان او اروا لا پسی زیاتوی یعنی په ماوفه ساحه کی
blood supply زیاتیږی ،چی د هغه ډیر مهم اختلاط Hemoptysis دی ، atelectasis
دهغه بل اختلاط دی چی د ماوفه ساحی د قصبه د تړل کیدو او بند ش څخه مینځ ته راځی
په دی ناروغی کی ویزنګ چندان عمومیت نه لری .
تشخیص :
د صدر په رادیو ګرافی کی ممکن هوایی لاری متوسع معلوم شی چی متصف په موازی پنډوالی او Densities(Tram tracks) وی ، او په CT کی متوسع قصبه ممکن د حلقی د سیوری په شکل را څرګند شی ، برانکوګرافی د bronchiectasis
کرکتراو اوصاف را وښیی ، په دی معنی چی استوانوی شکل متوسع قصبه د لازمه تداوی
پر بنیاد بهبود حاصلوی ،حال داچی کیسه مانند ه متوسع قصبه د بهبودی چانس دلاسه ورکوی ، یعنی قصبه بیرته خپل نورمال حالت ته نه راګرځی .
تداوی :
دنوموړی ناروغی تداوی د انتی بیوتیک تجویز او دصدر فزیوتراپی دی . سببی عامل باید تداوی شی ، اما کله چی د موضعی غیر قابل ارجاع bronchiectasis مثله طرحه وی په ریوی Resection باندی باید فکر وشی ،ځکه چی د انتان له محراق څخه دسږی نوری برخی په آفت مبتلا کیږی ،د سږی د Resection بل استطباب دادی چی د خونریزی څخه مخنیوی کول دی .
دسږی ابسی
Lung abscess
د سږی خراج یا ابسی په کوچینیانو کی غیر معمول وی او که احیاناً را پیدا شی ، د کوچینیانو دسږی په ناروغی کی خورا غټ پرابلم شمیرل کیږی ،دنوموړی آفت سبب معمولاًداجنبی اجسامو aspiration یا دتړلی شوی قصبی ترشا د انتان موجودیت وی ،ځنی وختونه دابسی د تشکل سببی عامل له ابتدایی محراق څخه د وینی د انتشار له کبله مینځ ته راځی ، د ابسی د تشکل انتخابی ځایونه په سږی کی د علوی فص خلفی سګمنټ او په سفلی فص کی علوی سګمنټ دی ، دسږی دابسی د تشکل میخانیکت په دی ډول توضیح کیږی :
چی دهغه سببی عامل پخپل موضعی ساحه کی د سږی نسج تخریبوی او ددی تخریبیدو له امله مربوطه ساحه کی یو جوف را تشکیلوی چی ددی جوف په مینځ کی قیح او دتخریب شوی نسج پارچی (Debris ) را ټولیږی ، ددی جوف د راټول شوی موادو څخه کیدای شی
جی د ابسی سببی عامل چی معمولاً anaerobic bacteria دی تجرید کړل شی یا وپیژندل شی ،د ابسی په تشکل کی نور مکروبونه هم مسول ګڼل کیږی ، چی عبارت دی له :
Staphylococcus aureus , klebsiella pneumonia ، فنګس ، او مایکوباکتریا څخه .
سریری تظاهرات :
ددی آفت سریری تظاهرات ، تبه ، اجهزوی یا سیستمیک اعراض وی، ټوخی د آفت په موخرو صفحو کی تاسس کوی .ددی آفت اعراض ځنی وختونه د وصفی pneumonia اعراضو ته ورته والی لری ، د صدر په رادیوګرافی کی د تشکیل شوی جوف خیال لیدل کیږی چی اکثراً دهغه په مینځ کی د هوا او مایع لیبل او سطح په مشخص ډول په سترګو کیږی .چی دهغه چاپیریال په التهابی paranchymal محدود شوی وی ، که نوموړی جوف د کوم قصبی یا قصیبی سره خلاص اړیکی ولری ، کیدای شی چی چی دابسی سببی عامل د اخته شخص دهغی د بلغم په معاینه کی په ګوته شی ،
تشخیصی Bronchoscopy له دی کبله استطباب لری چی له یوی خوا د اجنبی اجسامو انشاق (aspiration ) ردوی او دبلی خواد ماوفه ناحیی څخه لازمه مواد د لابراتواری معایناتو د پاره تر لاسه کیږی ،( خصوصاً کله چی ناروغ بلغم ونه لری ) .
تداوی :
دانتی بیوتیکونو په استطبابی تجویز سره آفت له مینځه ځی ، او ناروغ بهبودی ترلاسه کوی . هغه انتی بیوتیکونه باید انتخاب شی چی سببی anaerobic عوامل له مینځه ویسی ، لکه pencillin ,او clindomycin . نوموړی انتی بیوتیکونه باید تر څو هفتو پوری توصیه شی چی د آفت ټول اعراض اوعلایم نابود او له مینځه لاړ شی . اکثرو ناروغانو وروسته له څو میاشتو مکمل بهبودی تر لاسه کوی . ځنی وختونه ناروغ د نا تشخیص شوی حجاب حاجزی فتق په لرلو سره نسبت د هوا او مایع لیبل چی په رادیوګرافی فلم کی لیدل کیږی د ابسی دموجودیت اشتباه مینځ ته راوړی ، که د ناروغ اعراض دصدری رادیوګرافیکی شواهدو سره تطابق ونکړی .د معدی معایی د پورتنی برخی په لیدو سره د ابسی په تشخیص کی ستر کمک تر لاسه کیږی .
رفرنسونه

د انتر نیټ له ځنی طبی up to date ویب سایتونو څخه .

د AsherMI,Beaudry PH : lung abscess .in chernick v,kendig EL(eds): Disorder of the respiratory Tract in children

Behrman RE(ed): Nelson Textbook of pediatric

Cohen Gi:Management of infection of the lower respiratory tract in children

Denny FW , Muphy TF ,clyde WA ,Jr,et al: croup:An 11- year study in a pediatric practice

له متفرقه المانی طبی نشراتو څخه .




دوام لری
نهمه برخه
استما (ASTHMA )