دخروبېلاري اوچړچې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

س . بلرنګ


وايي په يوه ښه آباد ملک کې يوموړاوبډای اوسېده. ډېرله شنو شپشتوډک دښتونه،غرونه اوفصلونه يې درلودل،حال داچې دخپلې ټولي مځکې لړمون يې ښه راسپړلی اوخالي کړی ووخودمځکې سريې ښه شين او آبادوو.دغه شتمن داهلي اووحشي حيواناتو دساتلو ښه شوقي وو اوهم يې هرډول حيوانات اومرغان درلودل ښه يې ساتل ډېرمزدوران اونوکران يې ورته مؤظف کړي وو چې حيوا ناتوښه روزنه اوپالنه ورکړي.خودغه شتمن يوډول حيوان نه درلود چې هغه خره وو اودخرود پيدا کولو په فکرکې شو چې دخپلونوروحيواناتوپه ډله کې بايدخره هم ولري.نويې نوکرانوته ښې ډېري پيسي ورکړې چې ولاړشي په ټولوملکووګرزي او خره واخلي،که ښه وي اويابد،که زوړوي ياځوان خوچې خروي، په هرقيمت چې وي بايد وايې خلي رايې ولي اود خپلو نوروحيواناتوپه ډله کي يې وساتي. نوکران يې ولاړل اودبادار له امره سره يې سم چيري چي به يې خرپيداکاوو هغه به يې پيرودل او ښايسته لوي ګورم يې خره يې وپېرودل اودخپل بادار حضورته يې راوستل.بډای مزدورانوته دخرو په ساتنه کې لازم هدايت ورکړل. مزدورانو به خره ښه نازول،ښه يې مړول او په چمنو،باغو،ريشقو،شوتلوکې څرېدل خوچې څه به يې زړه غوښتل هغه يې خوړل اوهم يې کول،داخره يې د وچوخوارو ملکو له دښتو څخه راوستي وؤ ډېرې وږي سترګې يې درلودې نودغه له وښواوهرډول خوړوډکو پټيو ته چې راغلل اوهمدانګه په خپل اختيارهم پرېښودل شوي وو کومي خواته چې به زړه وغوښتل هغې خواته به تلل چا به يې مخه نه نيوله داپه دې خاطرچې په بادار باندي خوراګران ول بادار نوکرانوته امر کړی وو چې خروته به نورحيوا نات نه پرې ږدي چې ازاراواذيت يې کړي .نويې خپل اصليت او موقف هېرکړ. نوداسي بده ورځ يې جوړه کړه چې په ټولوحيوانا تو به يې حملې کولې،په لغتو به يې وهل خولې به يې پرې لګولې دټولوحيوانا توغوږونه ملاوي اوځانونه يې ورته زخمي زخمي کړي وواوسرې ويني يې له زخمو څخه بهېدې،
نو رلاڅه کوې. په ډېر لنډ وخت کې داخره دومره چاغ،مست اوسپين ستر ګي شول چې ټول حيوا نات يې تېښتي ته اړکړل آن تردې چې په زمريانو پسي به يې هم منډي وهلې داچې زمريان يې تېښتي ته مجبورکړي وو،دشااوخوا اوسېدونکو ژونديې هم ډېرورتريخ کړی ووکښت اوکرو ندې يې ټولي ورته خرابې کړې، داوسېدونکويومشردخروبادارته په وار واردخرودخرا بکاريود راتلونکوخطرناکوپايلوخبرورکړ مګردخروبادار غوږنه کاڼه واچول.
همدارنګه ددغوخرو دروزني اوپالني نوکران يې هم تردووسپږمورسولي وو. دخروله دغه لچري اوبې لاريتوب څخه بادارته څوڅوځلې شکايتونه رسېدلي وو.
خره ورځ په ورځ قوي کېدل،دباداردټول حيوانات اووسېدونکي دخپل ژوندڅخه دخرودلاسه بېزاره شوي وو خصوصأ چرګي اوچرګوړي چې به له خپلو قفسونوڅخه ددانې خوړلو له پاره راووتلې نودخروګلې به پرې ورهی کړل ځيني به يې ترسوو لاندي کړل اودنوروبڼکي به يې ورته وښکولې اورته بادبادبه يې کړې چرګې به دسترګو په رپ کې وږي تږي بېرته په خپلوقفسونو ننوتلې.خو باداردغه شکايتونه نه اورېدل اود چاخبره يې هم نه منله څه وخت وروسته داخره دومره ورانکاره شول چې دبادار دکېناستلو اومېلمستون چوکۍ اوغالۍ يې ورته چيري چيري اوريتاړي ريتاړي کړې،دخرو دغه ورانکاري اوبې لاري بادار په خپلو سترګووليده نويې ومنله چې خره نوربې لاري شوي بايد خپل اختيار ته پرې نه ښودل شي چې نوره خرابي جوړه کړي. نوکرانوته يې امروکړ چې خره راټول کړي اودنوروورانکاريو مخه يې ونسي. مزدورانو،نوکرا نواوبزګرانودباداردامرسره سم دخرو په راټلولوکې ګړندۍ هلي ځلې شروع کړې مګردغو مزدورانوته چې دخرو دراتم کولوله پاره ګمارل شوي ووداسي لغتي وخوړې چې نوردخروله راتم کوولواودورانکاريود مخنيولوڅخه لاس په سرشول.دخروګورم هم ډلي ډلي شول اوپرهرلور په ورشوګانو،کليو،غرنواوځنګلونو کې خپاره شول بيا نودخروراتم کول دبادارله پاره اسانه کارنه وو بلکه يوه سرخوږي ستونزه شوه.
ستونزه دومره ستره شوه چې باداردخپل دربار پهلوانانوته امروکړ چې تربيه شوي سپي له ځانوسره واخلي،پر آسانوسپاره شي اوخره نورله ورانکاريو څخه راوګرزوي.
ولي دې کارهم چنداني ګټه ونه کړه ځکه خره دومره غټ،غښتلي اوتيت شوي ووچې د آسانودسپرو پهلوانا نواودهغوی دسپوله وسه تېره وه چې خره پرلار برابرکړي.خره له مخي او سپاره پهلوانان اوسپي ورپسي دي، پهلوانان هم ستړي اودآسانو شاوي ځلووهلي پښې يې ګوډي شوي اوښه ډنګر شويدي سپي يې نور دمنډو نه وو او هر سيوري ته به پراته وواوخره دپخواپه شان خپلې چړچې کوي.