ژوبل احساس د اجمل خټک د کتاب د افغان ننګ نه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اجمل خټک





زموږ د کلي په لوۍ بازار کې د لاری دواړو غاړو ته د ريړۍ (ګاډيو) قطارونه ولاړ دي - څوک سبزي خرڅوي ، څوک ميوه دانه او څوک منياري وغيره - دوۍ دومره ګڼه ګوڼه جوړه کړې وي چې په لاره تګ راتګ اسان نه وي



په دې بازار کې يوه زړه غوندې ريړۍ د څه مودې نه اوړي راوړي - دا ريړۍ دومره زړه ده چې يوه پايه يې يوه خوا ته کږه وږه روانه وي او بله پايه يې بلې خوا ته ، او چې سړی ورته ګوري نو وايي - دغه ده راغورزي -



چې اوګورې نو په دې ريړۍ کې يو موټی مړاوي باتينګڼ ، يوه لپه ټماټر ، يو جولۍ بينډۍ او يو قوده ګنده نه پراته وي - او په زړو خړو جامو کې يو د لوړ قد سړی چې په سر يې زړه خيرنه د کپړې ټوپۍ (خولۍ) او په پښو شليدلې ګنډلې چپل وي ، روان وي - لاسونه يې د ريړۍ په پينډل وي چې ديکه ورکوي - په پښو ورو ورو داسې روان وي چې د کمزورۍ نه ټول خوځي - او په سترګو هر خوا اوتر اوتر ګوري - سړی نه پوهيږي چې ددې نابلده ماحول نه بوګنيږي ، که اخوا ديخوا ځکه ګوري چې څوک به راشي او دده نه به څه سودا واخلي



چې کله زه ماځيګر ماښام په دې بازار ځم راځم نو اکثر ټول د سبزۍ دوکانونه بند وي - خو دی کله يو ځايې کله بل ځايې د خپلې ريړۍ شاته ولاړ وي - کله چار چاپيره ګوري ، کله خپلې سبزۍ ته ګوري او کله په فکرونو کې ډوب وي - او ګوتې شميري



ما چې دا ريړۍ او دا سړی په اول ځل او بيا وار په وار يو څو ځلې اوليدلو نو ورته مې فکر شو - چې دا څنګه ريړۍ وال ، څنګه يې سودا او څنګه يې حال دی؟ پوهـ خو شوم چې د بازار د نورو ريړي والو په شان افغان مهاجر دی - خو متوجه ورته ځکه شوم چې نه يې د نورو ريړي والو په شان کړه وړه وو ، نه ډکه ريړۍ ، نه سمه سودا ، نه سم رفتار ، او توجه مې هره ورځ په دې زياتيده چې څه وخت به زه ده ته ښکاره شوم نو چې زه به ده ته نزدې کيدم نو ده به په مخ د شليدلي څادر پيڅکه واچوله - يا به يې مخ په بل لوري واړولو ، يا به يې ريړۍ پريښوه ، يو طرف ته به شو ، چې زه يې اونه وينم - نو په دې زه لا زيات ده ته حيران او متوجه شوم



يوه ورځ دی د يو بوډا غريب فقير خريدار سره په خبرو وو - چې د وروستو نه پرې زه راغلم - او چې راتيريدم نو دده څهره مې په نظر شوه - او په توره لويه ګيره کې د نيمې نه زيات پټ مخ او ځليدونکې سترګې مې اوليدې - سترګو يې زما په زړه او ذهن د يادونو چپه راوسته - خو ما د سړی پوره اونه پيژندو- ځکه چې زه يې اوليدم نو نو زر يې مخ بل خوا واړولو - ولې چې ما د يادونو په شيبه کې په ذهن او زړه زور واچولو نو دا سړی راته هغه ليکوال ښکاره او شاعر ښکاره شو ، چې د افغانستان د ادب او کلتور يو ښاغلی زلمی وو - چې په حافظه مې زور واچولو نو د افغانستان د لوۍ او مشهور اخبار (هيواد) د افغانستان د انقلابي حکومت د ورځپاڼې (حقيقت انقلاب ثور) د ادارې نامتو غړی وو -اوچېدکابلمشاعروکېبهخپلکلاماورولوتهپاڅيدونودانقلابمليجذباتو،هنر،فناوښکلاګلونهبهيېشيندل
خو بيا مې زړه ته اوويل چې نه! دا هغه نه دی - دا حالت ، دا غريبي ، دا بده ورځ ، دا در په در ، دا ريړۍ ، دا ، دا، دا، دا هغ نه دی - هغه دلته څه کوي؟ هغه پيښور کې حيات اباد کې ، کالونۍ کې ، چيرته د ملګرو يا نورو مهاجرو سره به وي - د اکوړي په دې بازار کې په دې حالت کې څه کوي؟ او که هغه وي نو بيا دا زما نه ځان ولې پټوي؟



يوه ورځ چې زه دده د ريړۍ سره تيريدم او ده رانه مخ واړولو نو زه ورته اودريدم - او تر هغه روان نه شوم چې دی مې سم پيژندلی نه وو -هو ، دا هم هغه ليکوال او شاعر وو چې ما ګڼلو - او له دې نه پس يې ما سره تګ راتګ شورو کړو - او که دۀ ډير احتياط کولو چې ماته خپلې مجبورۍ ، تکليف او کړاوونه اونه ښايي او هر ځل چې راشي نو ما سره بس ادبي خبرې کوي - او بل دا تپوس کوي چې افغانستان کې به کله امن راشي؟ ولي ماته ورو ورو دده د خولې تر يو حده خبرې معلومې شولې



دې په کابل کې اوسيدو - او چې کابل د کافرو روسيانو د وتلو او د هغو د ملګرو کيمونستانو نه پس د مسلمان جنګيالو د لاسه په وينو اولمبيدلو او په هور سوزيدو نو ده ليدل کتل او اوريدل - چې د مسلمان افغان د لاسه د مسلمان افغان ژوند ، ناموس ، سر ، مال ، کور ، دوکان ، ماشومان ، بوډاګان ، بازار ، جومات ، لاره کوڅه او ور در هر څه تالا ترغه کيدل او تباه کيدل ولې ده ويئل چې د مرګ د ويرې کور کلی نه پريږدم



يوه ورځ دده په کور راکټ راغلو - دده وريره يې مړه کړه - بله ورځ راکټ راغلو ، دده ورور يې مړ کړو - دده خاندان او ګير چاپيره خلک يو خوا بل خوا لاړل - خو دی د کوره بل خوا تللو ته تيار نه وو -جاده ميوند باندې يې وار بې واوه حملې شورو شوې - چې پکې دده وړوکی دوکانګی وو ، هغه هم تالا ترغه شو - کابل کې دده د مجلس او تسلۍ څوک پاتې نه شول - او که څوک وو نو هغه دده نه لری لری سيمو کې اوسيدل - او د ګولو او راکټو باران کې هغوۍ ته ورتلل يا د هغوۍ نه خبريدل ممکن نه وو - ټوله ورځ او شپه د راکټو ، توپواو ګوليو ډز ډوز دی يا د خلکو ژړا فرياد دی او يا د مسلمانانو غازيانو د لاسه لوټ مار او بدناموسۍ - په دی لړ کې به هر ماښام د يوی سميی او بلی سيمی د يو کور او بل کور دردناکې او وخشتناکې خبرې خوريدې - په دې واقعاتو کې يوه واقعه د کارته سه (دريمې کارتې)ده
په يو کور کې يوه ښځه خاوند د يوې پيغلې لور او يو لس کلن زوي سره اوسيدل - چې کارته سه کې په کورونو لوټمار او ناموس حملې پيئل شوې ، نو يوه شپه د هغې علاقې د محافظه ټولي (مجاهد) په دغه کور ورغلل ، ښځه خاوند يې اوويشتل ، د کور ټول قيمتي سامان ، زيورات او نغدې يې د ځان سره يوړلې او پيغله يې د ځان سره بوتلله - او هلک چې خدايې ساتلو نو چيرته پټ بچ پاتې شو - سحر پيغله د ژوبن د سين په غاړه په بد حال او بد احوال کې داسې مړه پرته وه ، لکه چې د شپې ليونو سپو هډګوډ خوړلی وي يا يې شلولی وژلی وي - ددی واقعې حال دې شاعر ته دده يو انډيوال چې په دغو ورځو کې يی ښاروالۍ سره کار کولو ، اوويئلو - او ده ته يی اوويل چې بس نور کابل کې پاتی کيدل بدناموسي ده - ځکه اوس د هيچا مال ، حال ، او عزت ناموس محفوظ نه دی - ولې چې دغه کور د مجاهدينو د تنظيم همکار هم وو- چې د داسې خلکو ژوند او ناموس محفوظ پاتې کيدلې نه شي نو نور خلک څه توقع کولی شي؟

د شاعر کور خو د غريبۍ کور وو ، خو ماندينه (ښځه) او ماشومانی لوڼه يې لرلې - نو د هوډ په ساتنه د ناموس ويره غلبه شوه او دی سحر وختي پل محمود خان نه د يو بکس ، يوې بسترې سره موټر کې سور شو او شپه يې تورخم ته را اورسوله - سحر پيښور ته راغلو - ولې پيښور ورته توره تيارۀ وو - ځکه چې دلته يې څوک نه پيژندل - د يو مهاجر اشنا درک ورته معلوم وو - هغه ته يې ځان اورسولو - خو هغه خپله په ډير تنګسيا کې وخت تيرولو - نو دی په هغه ديره نه شو - او د اکوړي په نوم او ډاډ راروان شو- دلته هم نه اسره ، نه وسيله ، نه در نه دمه - يو څو واری زموږ حجرې ته راغلو خو دلته به زه نه ووم - نو پټه خلۀ به واپس شو - اخر چې تنګ شو نو د يو مهاجر نه يې په قرض ريړۍ واخسته - او دبل مهاجر نه يې سبزي راوړه - او مازيګر به يې خرڅوله - او دغه شان د کرايې ورکوټی غوندې کور او په نيمه ګيډه ډوډۍ خوړلو جوګه شو





په دغه دوران کې يې زما او د هر واقف سړي نه مخ په دې پټولو چې په داسې حال کې يې ځان معرفي کول مناسب نه ګڼل - نن سبا هم په هغه ريړۍ ګرځولو ورته ځان بد نه ښکاري - ځکه چې يو خو ورسره بلد شو او بل که د بال بچ سره د يو وخت ډوډۍ خوړلو او د تورو د يشيدلو پاڼو ، بې شودو او بې خوږو چايې څښلو او يو تنګ ترش کور کې د اوسيدلو جوګه شويدی نو ټيکاو شويدی - که بستره د ازغو ده ، خو دا تسلي يې شته چې په ځايې خو پرته ده - که د افغانستان غم خوري ولی د ناموس ويره يې نشته - د سفر د سقر هسې کړاؤنو ډير زورولی دی - او د وطن زبون حالت يې هر وخت ډير زهيروي - ولی د وطن د منيې او خدمت جذبه يې تند و تيز ساتي - ځان د افغانستان د هرې ګړۍ د واقعاتو نه خبر ساتي - او د شعر او هنر ميدان کې تر اول زيات پوخ او ګړندی دی - د ريړۍ د سبزۍ په تش د نامې امدن او د بال و بچ د ګيډې نه هره ورځ څه پټ ساتي او چې پيښور کې دده د ملګرو د مشاعرې د جمعې ورځ راشي نو په هغې ځان د يارانو ، سيالانو او انډيوالانو مجلس ته رسوي - او چې واپس راشي نو داسې تازه او مست وي لکه چې د کابل د دفترونو د چوکيو د هوا نه يې په غريبۍ او مسافرۍ کې زياته د غيرت او قربانۍ وږمه په مغزو لګيدلې وي - هو! سره زر چې هور ته واچوې نو هغه پاسه شي - او پښتون چې سختيو سره مخ شي نو جوهر يې څرګند شي



دا شاعر چې کابل کې وو نو دده غوندې زلمي په ډيرو نومونو ياديدل - چې په کابل کې امتحانونو راغلل او راغلي دي نو اوس دوۍ يو نوم ته خوشاليږي او هغه نوم دی - افغان - ميرويس -احمدشاه
چې هلته وو نو ډير بحثونه او تکرارونه به يې کول ، اوس يوه خبره او يو مجلس کوي - امن ، وحدت ، خپله خاوره خپله اختيار
خدايېې دې اوکړي چې داسې وي - زه خو ددې شاعر د خبرو ، اشعارو او ارمانونو نه همدا محسوسووم- او دا د پرون د افتخاراتو ، د نن د مشکلاتو او د سبا د تقاضو زمزمه ده



د کابل په اسمان سرې لمبې خورې دي --- رانه سوزي که ميوې دي که غنچې دي



د تاريخ هاتف په چغه چغه وايي ---- دې تيارو کې د سبا مستې نغمې دي



ستا د زلفو کړکيچن تور تم ته ګورم ----- پکې رنګ د ميمونې د ښکلا دی