کلیوالی پټه مینه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پوهندوی دوکتور سیدحسام (مل)

د ځلمی د روان څخه داسی اټکل کیده چی دهغه دذهن په هنداره کی لاتر اوسه دکومی ښکلی اوزړه وړونکی د لرباانځور نه دی ولویدلی یا نه دی منعکس شوی ، هغه د خپل چاپیریال د موجوداتواواشیاو د پیژند نی په نړی کی لاس او پښی وهل ،اود ځان سره دهغو اړیکو په اړین پوښتنی کول، او په چُرتونو کی ډوبید ل او دا ځکه چی هغه لا د مروجو علوموله اباسین څخه خپل تنده نه وه ماتی کړی،مګر په هر صورت هغه ډ یر زیرک ،هوښیاراو ډ یرمتجسس او پلټونکی ځوان وه اود هر شی په مورد کی پراخ فکر کاوه ، مګر د بلی خواڅخه د هغو د کلی ملا وخت نا وخت خلک ریاضت اوعبا د ت ته بلل او د موجوده نړی پر ښکلا ، طبعی مناظرو او د انسانانو د علایقو اود ژوند ددلګرمی اود مشغولتیا پر اړین یو لړ بی دلیل دلایل راوستل اودی نړی ته بدی ردی ویل او خلک دی ته را بلل چی پردی دنیا باندی مه نازیږی ځکه چی دا دنیا فانی دی هیچ چا ته بقا نه کوی ټول تلونکی دی ، هغه د عقبی د جنتونو اود دوزخونوقصی کول ، او خلک دی ته هڅول چی پر اخرت باندی فکر وکړی ،چی هلته تلپاتی ژوند دی ، اوهغه څوک چی د چا مال نه وی خوړلی ، غیبت نه وی کړی ، بډه نه وی اخیستی ،د چا ناموس ته بد کتلی نه وی، شراب نه وی چښلی ، قمار نه وی وهلی ، زنا نه وی کړی ، ښځو اوپیغلو ته په شهوانی نظر نه وی کتلی اوداسی نور ناروا افعال تری سروهلی نه وی ، نو په اخرت کی هغه جنت ته ځی ،هغه ځای ته کوم چی هلته ښه نعمتونه ، خوراک ا و میوی ، دشرابو اود شدو لښتی ، حور اوغلمان او ....موجود دی او واجب الجنت سړی د خپل خوښی ژوند تیروی چی خدای دی د هر مسلمان په نصیب کړی . نو په دی بنیاد ځلمی د خپل د کلی د ملا د خبرو او مسایلو په اوریدو سره نور هم په چُرتونو کی ډوبیدل اولاره تری ورک وه چی دچا ومنی او د خپل ذهن د سوالونو ځواب له کوم ادرس څخه تر لاسه کړی .مګر ځلمی سره ددی ټولو ستونزو په لرلو سره چی تل دخپل ذهن سره اخته وه ښونځی ته تلل ،اود خپل درسونواوسبقونوسره ډیرعلایق درلود،هغه په ډیر شوق ا وذوق سره خپل درسونه لوستل اودهری ورځی په تیرید و سره دهغه علمی ذ‌خیره کی زیاتوالی راتلل اوهغه د سیانسی مضامینو دلوستلو له برکته په ډیر هغه شیانو او طبعی قوانینو باندی پوه شو کوم چی مخکی هم خپله پری نه پوهیده او هم په کلی کی داسی څوک نه وه چی هغه پوه کړی ، او له ملا صاحب نه چی دهر شی پوښتنه کول نو هغه په ځواب کی ورته ویل چی خدای عالم دی ، په ورخو کی یو ورځ یو بزګر چی د هغه لور د شوتلو په پټی کی له یاده یی وتلی وه او کله چی سبا ته خپل لورپیدا کړ،نودهغه لورزنګ وهلی وه ځلمی چی په لاره تیریده نو د بزګر نظر پر هغه ولوید او له ځلمی څخه پوښتنه وکړه چی ای د باز ګل ماما ځوی ځلمی جانه ، ته چی دومره هر ورځ مکتب ته ځی څه شی دی زده کړی ؟ ځلمی په ځواب کی وویل هوکی یو څه می زده کړی ، نو بزګر خپل زنګ وهلی لور ورته وښود او له ځلمی څخه پوښتنه وکړه چی ځما په لور څه شوی او ولی داسی ښکاری ، پرون رانه د شوتلو په پټی کی چی شوتلی می ریبل له یاده می وتلی وه . نو ځلمی هغه ته وویل چی په ازاده هوا کی اوسپنه چی د اکسیجن سره یو ځای شی نو د اوسپنی اوکساید جوړوی چی د ستا لورهمدا رنګ اخیستی ،بزګرد ځلمی دځواب قصه د کلی ملا ته له سره تر پای وکړ ، نو ملا بزګر ته ویلی وه چی د هغه په خبرو باور کول خطا دی او سړی ګنهګاره کیږی د هغه یعنی د ځلمی خبره مه اوره چی ګنهګار نشی ، په هر صورت له دی پیښی نه ځلمی هم خبر شواو ځلمی دځانه سره وویل چی د ملا صاحب سر په دی مو ضوعاتو باندی هیڅ نه خلاصیږی او هیڅ حاجت نه لیدل کیږی چی دیو نا پوه سړی سره په هغه موضوعاتوباندی جروبحث وشی چی هغه اصلاً پر هغه موضوعاتو باندی د سترسی نه لری .
همدارنګه ځلمی دانسانانو مرودات یو د بله سره او د انسان اړیکی د طبیعت سره د تولید په اړه چی باید طبیعت تر خپل کنترول لاندی راولی اوله طبیعت څخه ګټه پورته کړی تر څو چی ژوند وکړی ، په دی قوانینو باندی هم کوم چی ځلمی پخپل درسونو کی لوستلی وه دبری لاس درلود اوهغه یعنی ځلمی پخپل کلی او د کلی په شاوخوا ګاونډی کلو کی دیو پوه اودانشمند ځوان په صفت مشهور شوی وه اوهرڅوک دهغه درناوی کول . نو د پورتنی توضیحاتو په نظرکی نیولو سره ځلمی د بلوغت له دوری څخه اوړی اوکاهل کیږی اودمینی په نړی کی هم ګام راوچتوی اود مینی په بڼ کی د ګلانوپه ننداره هم کیښینی ، او د ملا صاحب خبری ورته ابلتی ښکاری او له ځانه سره وایی چی بیسواد انسانان څومره ساده او څومره سپیڅلی او معصوم خلک دی ، ګوره چی حتا یو د ینی عالم هغوی څنګه استعمالوی او څرنګه تری ګټی پورته کوی ؟؟؟
ځلمی چی یو تنکی ،خوش ارواح، خوش خلق ، خوش سلیقه او ښایسته ځوان وه اوتل خپل ځان پسی ګرځیدل، ښکلی اوستره کالی اغوستل، پاچ پراشوت لنګی له سره خپل تاوول ، پس زری توری چرمی څپلی په پښو کول ، لاس او پښی یی ستره او هره ورځ خپل ږیره ښریل ، د کلی د ښایسته پیغلو زړونه یی د ځانه سره وړی وه اود کلی هره پیغله دا هوس اوارمان درلوده چی کله ځلمی به دهغه د ژوند شریک شی یا دهغه زلیخا شی ،
ځلمی چی کله ناکله د کلی په کوڅوکی راښکارید ل نو دهغه کوڅی د دواړوغاړو د کورونو له بامونو څخه پیغلی دهغه له لری تما شی کولی او په اصطلاح باندی خپل سترګی ته اوبه ورکول اودهغه له تماشا څخه خوند اخیستل .ځلمی هم په دی ټولو نزاکتونو باندی پوهید ل اوله بلی خوا څخه هغه د خپل کلی په ټول دودونو اورواجونو باندی بلد اوله سره پوهیده ، ډیر هڅه کول چی دټولو رواجونو په نظر کی نیولو سره د مشرانو اود سپین ږیرو پت او عزت وساتی اوتل د هغو درناوی وکړی او د کشرانو سره تل په ورین تندی برخورد وکړی اوهغوی تل تر خپل مهربانی لاندی ونیسی اودهغو دهرستونزی په حلولو کی پوره ونډه واخلی ،ځلمی ډیر هڅه کول چی ور څخه هسی عمل سر ونه وهی چی د کلیوالو د کرکی اود نفرت اود بدبینی سبب وګرځی ،هغه یعنی ځلمی پخپل کلی کی هسی چلند کول چی دهر کلیوال په زړه کی ځای پیدا کړ ، هغه که څه هم د یوغریب سړی ځوی وه ،مګرهغه د ناداری اود غریبی پروانه ساتل او دخپل ورځنی ژوند اوچلند څخه پوره راضی وه اوپخپل کورنی اوکلی کی دیو مهربان اوزړه سواند په څیر ژوند کاوه ، چی د هر کلیوال په زړه کی ځای درلود .
د ځلمی دوی کورد کلی د ملک دکور په ګاونډیتوب کی موقیعت درلود ،ډیر معمول وه چی په وړی کی دهوا د ګرمی له شد ته کلیوال د بام پر سر په کټونو ملاستد یل
ځلمی هم دخپل کور د بام په سرکټ اچولی وه او د شپی له خوا هلته سملا ستید ل اوهره ورځ بیا سبایی وخته مخکی له لمر ختو څخه له خوبه را پاڅیدل او پس له صبرناری څخه خپل کتابونه اخیستل او ښونځی ته تلل ، ځکه چی ښونځی د ځلمی له کور څخه ښایسته لری وه ،ځلمی وروسته له غرمی څخه چی مکتب رسختید ل کور ته راتلل پس له ډوډی خوړو څخه د خپل کلی د سیند غاړی ته تلل اوخپل ورځنی سبقونه چی په ښونځی کی لوستلی وه هغه له سره تکرارول یعنی په اصطلاح سره خپل کارخانګی سرته رسول،ځلمی دجمعی په شپو
ډیر ناوخت بسترته تلل اودا ځکه چی هغه دجمعی ټوله شپه د کلی د همزولو سره په ځانګړی ډول د سپوږمی په شپوکی له دی خوا اوله هغه خوا قصی او مرکی کول ،اود مینی د نړی رنګارنګ پاڼی یو بل پسی اړولی اورا اړولی ،هریو دخپل دمینی داستان اود خپل محبوبی د کرشمو اود نخرو اود ګدر دغاړی له راز اونیاز او زړه بایللو څخه قصی کولی اود خپل د مینی راز یو بل سره شریکول ، ځلمی چی د ملک پر لور زړه بایللی وه له ډیر ډار او خوف څخه دملک د لور نوم نه اخیست او هڅه کول چی په هیڅ ډول د خپل دمینی راز باید افشا نکړی ، ځلمی سره دهغی چی دهغه ملګری ډیر اسرار کول چی د خپل مینی اود خپل د زړه بایللوراز ووایی مګر ځلمی نه غوښتل چی دهغه د مینی راز افشا شی ، اودا له دی خاطره چی ملک په کلی او په منطقه کی دپوره اعتبار اود واک سړی وه او په حکومت کی هم دهغه اعتبار له نورو ملکانو څخه ډیر اوچت وه او هیڅوک دهغی مخی ته راتلای نشو، ځلمی د خپل هدف درسیدود پاره ډیرعلمی پلان لرل چی یواځی خپله خلمی هغه خپله طرح کړی پلان ګام په ګام تطبیقول بی له دی چی افشا ګری وکړی . ځلمی ددی عاشقانه خپله طرح کړی پلا ن له مخی به هر مازدیګری په ډیراحتیاط سره د ګدرله لاری تیریدل او کله نا کله د هغه سترګی د ملک په لور کوم چی هغه د خپل شین منګی اود نورو همزولو پیغلو سره ګدر ته اوبو پسی تله لګیدل اوسره سترګی په سترګی کیدل ، اود سترګو په اشاری سره د ملک لور تورپیکی ته خپل د مینی ډ ک الهام رسول اودمینی په بازارکی دهغه یعنی د تورپیکی یو له مصمم خریدار څخه ورته ځان پیژندل ،تور پیکی په اولو وختونو کی په دی نه پوهیده چی ځلمی پر هغه زړه بایللی دی ، هغه دخپل ځوانی اود پیغلیتوب په نړی کی لاهو او خپل راتلونکی ژوند د ډیرو لوړو هوسونو او خیالاتو په هنداره کی لټول ، مګر دوخت په تیریدو سره کوم چی تور پیکی څو واره دګد ر په لاره کی ځلمی په یو ډول نا ډول تضرع امیزبڼه سره لیده کوم چی ځلمی هغه ته ډیر په مینه ګوری ، نو د تورپیکی د مینی په هنداره کی د ځلمی د مینی انځور را ولوید ،او تورپیکی پوه شو چی د ځلمی د مینی د بڼ په د ننه کی راغوړیدلی دی ، له ځانه سره تر ډیر وختونو فکر کاوه چی څه پریکړی وکړی ، ځکه چی د یوی خوا له ملک یعنی له خپل پلار څخه ډاریده اوله بلی خوا څخه د ځلمی خراب اقتصادی ژوند ته او سره د ټولو د ځلمی ځوانی ، مهربانی ، سړیتوب اوکرکتر ته ، ټول هغه موضوعات وه چی تورپیکی پرهغو باندی کتنی کولی اود فکرونو په سمندر کی ځان لاهو ګڼل ، نو په دی بنیاد هغه نه غوښتل چی خپله مینه ځلمی ته په ډاګه کړی ، له بلی خوا طبقاتی انډول ، شتمنی او نا شتمنی سیالیو او نا سیالیو او ځنی نور تفاوتونه هغه لوی خنډونه دی کوم چی نه یواځی د ژوند په يوه اړخ کی خپل تاثیر غورځوی بلکه ددو مینو تر مینځ هم لوی دیوال دروی او ډیرو ډیرو عاشقانو دمینی له بڼ څخه پخبله خوښه ګلان نشی شکولی او ډیرو له دی نړی څخه نامراد تللی دی او له ځانه د خپل مینی کار نامی او افسانی پریښی دی ، نو په همدی بنیاد ځلمی هم دهمدی دیوال تر شا په سختی سره ورځی او شپی تیر کړی اود تورپیکی د وصال اود ګډ نوی ژوند خوبونه لیدلی اودهغه په هیلو شپی سبا کړی .اود خنډونو سره سره ځان نا امیده نه دی ګڼلی او د پوره باور په لرلو سره خپل د مینی هسی ته دوام ورکړی ، تور پیکی هم دهمدی دیوال په بله خواکی ولاړ او د ځلمی د مینی په سمندر کی غوټی وهلی او لاره تری ورکه او په دی خیال وه چی څرنګه د ځلمی جل وهلی شونډی دخپلی سرو شونډو خوږی سره خړوب کړی او ځلمی ته نوی ساه اوروح ورکړی .
په ورځو کی يوه ورځ ځلمی وروسته د ډیر ژور تعمق څخه د ځان سره پریکړی کوی او وایی:چی د تورپیکی د ګډ ژوند مڼه به هغه وخت تر لاسه کړی ، چی زه باید خپل ښونځی په عالی درجه سر ته ورسوم اووروسته بیا فاکولته ولولم اود پوره کمال او مسلک څښتن شم ، ځکه چی علم ،پوهنه اوتحصیل د سړی ټول نارسایی ، نیمګړتیاوی اوعیبونه له مینځه وړی او سړی ته شخصیت ورکوی او په ټولنه کی د نورو د احترام اود قدر وړ ګرځوی نو په دی بنیاد سره په ورځوکی یوه ورځ کله چی تورپیکی په یو ناڅاپی ډول د ځلمی مخی ته په یو ګوښه اوله ګڼی ګوڼوڅخه تش ځای کی په مخه راځی ،اودواړو سره سترګی په سترګو کیږی،پس له روغبړه ځلمی په ډیراخلاقی جرء ات تورپیکی ته داسی وایی : ګوره تورپیکی جانی زه غواړم چی تاسی ته د خپل دزړه راز ووایم اوهغه داچی له ډیره وخته ستا د مینی سکروټی ځما په رګونو کی ښکته اوپورته ګرځی او پر تا باندی مین شوی یم اوبی له تا ناممکن دی چی ژوند وکړم ، نو په دی بنیاد له تا څخه په ډیر مینه غواړم چی له ما سره ژوند شریکه کړی اودچُرتونوکشتی می له دی ناپایاوه سمندرڅخه وباسی،تورپیکی هم ددی رازپه اوریدو سره د ځلمی د مینی په سمندرکی غورځی اودهغه په سرو شونډوکی مسکا را ټوکییږی ، اوله خوشحالی څخه دتورپیکی په سترګو کی اوښکی را ډ نډیږی مګر له حیا اوشرم څخه څه نه وایی او چُپ پاتی کیږی ،ځلمی چی کله داوضعی ته ګوری نو دهغه جرء ات لا پسی زیاتیږی او خپل محبوبی ته وایی چی ځما اودتا دګډ ژوند دزمینی د برابریدو يواځنی شرط به دا وی چی زه باید په حوصیلی مندی سره خپل تحصیل ته دوام ورکړم اوته هم تر هغه وخته د چا سره کوژده ونکړی ، او په هر پلمه چی کیږی ځان وساته ، او ځما په طمعه اووسیږه ، ځلمی د خپلی خبرو په پای کی زرکوڅه بدلوی او نه غوښتل چی هغه د تورپیکی سره څوک په خبرو ووینی ، تورپیکی د ځلمی د خبرو په اوریدو سره د مینی ډیوه یی لاپسی روښانه کیږی اود ډیرو خوشحالی څخه په زړه ګوړی ماتوی ، او دهغه زړه د ځلمی د مینی څخه خړوب کیږی اود ځلمی به طمعه شپی اوورځی په ډاډه زړه یو بل پسی تیروی اود خپل د زړه راز هیچا حتا خپلی مور ته هم نه وایی ، او هر کله نا کله چی د هغو کور ته روی داری راځی ،نو تورپیکی په دی اويا په هغه پلمو ځان تیروی او نه غواړی چی د بل چا سره کوژده وکړی ،پس دڅو روی دارانو دتګ اوراتګ څخه دهغه مور ، تور پیکی ته وویل چی لوری پر تا څه شوی دی؟ چی هر روی دار ته کوم چی ستا دپلارله سیال اوله قوم څخه هم دی د رد ځواب ورکوی او کوژده ته نه راضی کیږی ؟ د تور پیکی مور چی یو مهربانه اوډیر با تدبیره ښځه وه ، اوتل د خپل لور خوښی غوښتل او تور پیکی ته سره ډیر نژدی وه ، نو تورپیکی هم په همدی باور خپل مور ته د خپل د زړه حال و څپړل اوله خپل مور څخه وغوښتل چی د هغه راز د ځان سره پټ وساتی اود
هغه پلار یعنی ملک صاحب دخپلی مهارتونو په لرلو سره راضی کړی چی که د ځلمی له خوا روی داران راځی نوهغو سره ځما دکوژدی خبری ومنی چی دځلمی د تحصیل په پای کی د هغه سره کوژده وکړم ، دتورپیکی مور د تورپیکی اود ځلمی د راتلونکی شریک ژوند باندی ډیر ژور فکرکولو څخه وروسته داسی پریکړه وکړه : چی زه باید په ډیره قراری سره دتورپیکی اود ځلمی د راتلونکی شریک ژوند په اړه باید سنجول شوی ګامونه پورته کړم اود خپل لور هیلی سر ته ورسوم او خپل میړه یعنی ملک په دی راضی کړم چی د ځلمی سره وروسته دهغه د تحصیلاتو په پای کی د خپل لور د راتلونکی شریک ژوند لاره هواره کړم ، وروسته له څو مودی ځلمی خپل عالی تحصیلات سر ته ورسول اود طب له پوهنځی څخه دداکتری دیپلوم تر لا سه کړ ، او په ډیر سرخ روی سره کلی ته راغی ، اوتر خپل مقرری او د داکتری دندی تر اشغالولو پخپل کلی کی دمه وکړ ، په ورځو کی یوه ورځ مازدیګری چی د خپل د کور دبام په سر پخپل کټ کی ناست وه اود ځان سره په چُرت کی وه ، تور پیکی چی دخپل کور دبام پر سر خپل کشمیالی ګلانوته اوبه ورکول د هغه نظر په داکتر ځلمی باندی ولویدل اوډیره خوشحاله شو ،په همدی وخت کی دتورپیکی مورله خپل حویلی څخه پرتور پیکی باندی غږ وکړ چی تور پیکی جانی ته چیری یی ، تور پیکی چی د ځلمی د نظر د جلبولو د پاره بهانی لټول نو په لوړ آواز سره وویل ، مور جانی زه دلته د بام پرسرخپل ګلانوته اوبه ورکوم،په همدی وخت کی دواړه یعنی تورپیکی او ځلمی سره له لری سترګو په سترګو شول ، او تورپیکی په اشاری سره ځلمی ته ستړی مشی او د داکتری ددیپلوم د اخیستومبارکی ورکړچی ځلمی هم په ډیره مینه د هغه مبارکی ومنله او خوشحاله شو .
په کلی کی ټول کلیوال یو بل پسی خبر شو چی د بازګل ماما ځوی ځلمی د طب پوهنځی سرته ورسول اوډاکتر شوی ،نو د کلی خلک جوقه جوقه دباز ګل ماما کورته د مبارکی د پاره راتلل اوهم د کلی ناروغان د معاینی اوتداوی د پاره ځلمی ته راتلله ،د صاحب ګل ماما څراغ روښانه شو او په کلی کی د اعتبار څښتن شو ، یوه ورځ په ورځو کی تور پیکی ځان په ناروغی واچول او خپل مور ته وویله چی سر می ډیر درد کوی ، دتورپیکی مور له ملک څخه اجازه واخیستل او تور پیکی د معاینی د پاره ځوان ځلمی ډاکتر ته راوست ، داکتر ځلمی د ملک د میرمنی اود ټور پیکی په لیدو سره جوخته له خپل ځایه را پورته شو لاس په سینه د هغوی درناوی وکړ او پس له هغه د لمړی ځل د پاره د تورپیکی لاس ونیول اود هغه نبض وشمیرل دهغه ستونه ، غوږونه ، سږی ، زړه معاینه کړ اود خپل داکتری بکس څخه د لازمه دوا سمپل را وویست او تور پیکی ته وویل چی ددی تابلیتونو څخه یو تابلت سهار او بل تابلیت مازدیګر د یو ګیلاس اوبو سره نوش جان کړه، هیله لرم چی سردردی به دی زر ورک شی .اوپه دی پلمه سره تور پیکی هغه پوه کړ چی د نوی ژوند څراغ باید زر تر زره روښانه شی ، ځلمی هم پوره په خبرو ورسید او څو ورځی وروسته د خپل پلار بازګل ماما سره د خپل کوژده دتورپیکی سره په خبرو راغی اود خپل پلار د موافقی د اخیستلو څخه وروسته ، د ځلمی مور اوخور د ملک کورته د روی داری د پاره ورغله اود ملک د ښځی سره د خلمی اود تور پیکی د کوژدی په اړین سره خبری وکړل ، او د څو وار تګ او راتګ سره ملک او د ملک ښځه په دی راضی شو چی تورپیکی اود ځلمی کوژده دی سره وشی ، لنډه داچی بله ورځ بازګل ماما د کلی د سپین ږیرو سره دملک کور ته وراغی او د ملک څخه غوښتنه وکړچی د داکتر ځلمی سره د تورپیکی کوژده ومنی او خپل رضایت را ښکاره کړی ، ملک د کلی د سپین ږیرو د درناوی او هم د ځلمی د مسلک او دښو اخلاق د لرلو په وجه خپل رضایت وښودل ا وزیاته یی کړچی اجازه راکړی چی دا موضوع د خپل کورنی سره مشوره وکړم ، ملک وروسته له مشوری څخه دی ته چمتو شو چی خپل رضایت او د کورنی رضایت بیا راغلو دکلی سپین ږیرو او باز ګل ماما ته ښکاره کړی ،همغه وه چی د ځلمی اود تورپیکی د نوی ژوند تیږه کیښودل شو او سره کوژده وکړل او دواړه کورنی سره خیښی وکړد تورپیکی او د ځلمی د مینی څراغ بالاخره روښانه شو .

پای