بسم الله الرحمن الرحيم غل سره لوبه لنډه کيسه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ليکوال: محسن امين

په يو ښكلي دوه پوړيزه كور كې يوازې يوه ښځه د خپلو بچيانو سره ويده وه، لاندې پوړ خالي ؤ، پاسنې پوړ په يوې كوټې كې د همدې ښځې دوه زامن چې يو د نهو كالو ؤ، بل يې د اتو كالو په عمر كې ؤ، دواړه په درانه خوب ويده و.
د همدې كوټې ترڅنګ په بله كوټه كې همدا ښځه او سره د يوې كوچنۍ لور چې عمر يې دري كاله ؤ، په يو پالنګ كې ويده ول .
دوي ټول ښه پوره د خوب په نشه كې ډوب شوي ؤ او د شپي دولس نيمې بجي وي .
لانديني پوړ كې يو ډير تكړه او چالاكه غل راننوتى، ټول سر يې په نقاب كې پټ دى، په دې تور نقاب كې يوازې دري سوري شوي ؤ، چې دوه د سترګو لپاره او يو د پوزې لپاره .
غل ډير ويرونكى ښكاريده، په لاس كې يې تكه توره وړه تفانچه نيولي وه، او په سر كې يې ورته يو بل ګرد شى هم اچولى ؤ، چې دا ګرد شى (سايلنسر) د تفانچې لوړ اواز بندوي او شور ماشور ته يې نه پريږدي .
دغه غل چې توره دريشې يې كړي وه، په دهليز كې ګرځيده، هر څه ته يې په ځير او اخواديخوا كتل .
دې بي ساتونکي كور ته غل تازه راغلى ؤ، او تراوسه لا يوې كوټې ته هم نه ؤ ننوتى، دهليز ډير لوى نه ؤ، د غل مخې ته د پاسني پوړ لپاره زينې وي، ښي او چپ لاس ته يې يوه يوه كوټه وه او د زينو ترڅنګ د پخلنځاى مخصوصه كوټه هم وه .
په دهليز كې هيڅ كومه رڼا نه وه، برقونه ټول مړه ول، يوازې د د هليز د كړكيو نه د سپوږمۍ تته رڼا راتله، او د دې رڼا په واسطه غل كولى شول چې څه وګوري .
غل په دې خبر نه ؤ، چې كور واله به په كوم پوړ كې ويده وي، نو ځكه يې تراوسه يوه كوټه هم نه وه ليدلي، غل په لاندي پوړ كې د يوې كوټې مخي ته ودريد، غوږ يې په دروازې كيښود چې واوري ايا پكى په كې ګرځي او كه نه .
غل هـيڅ كوم اواز وانه وريد، يو ناڅاپه لاس يې لږ په زوره د دروازې په دستګير باندې ولګيد چې د دې نه يو اواز پورته شو .
غل زر په خپله سينه لاس كيښود او خپل تنفس يې كنټرول كړ، د دې اواز د پورته كيدو سره سمدلاسه په پاسني پوړ كې هغې ښځې سترګې وغړولي، په ملاسته يې اخواديخوا وكتل او كيناسته .
ژوره ساه يې واخيسته او ساه يې همداسې په خپله سينه كې ټينګه كړه .
په ديوال باندې راځړيدلي ساعت ته يې وكتل، ګوري چې د شپي دولس نيمي بجي دي .
ښځه بلكل پوه نه شوه چې اوس څه وكړي، زړه يې غوښتل چې بيرته څملي، فكر يې كاوه چې ځه دا به هسې يو اواز وي، خو نه دا ښځه لږه نوره هم نيغه شوه، خپله ويده لور يې سمه كړه او په خپله د پالنګ نه پاڅيده او د دروازې په لورې روانه شوه، دروازې ته چې نږدي شوه، بيرته يې شاته وكتل، د پالنګ ترڅنګ يو وړوكى ميز ؤ، په هغه باندې معاصر ټيلفون ايښى ؤ، ښځې ټيلفون ته وكتل، يو څه سوچ ورغى او د ټيلفون په لور راغله .
د ټيلفون غوږۍ يې را اوچته كړه، ګوري چې ټيلفون يې بلكل قطع دى، ښځې خپل ستونى تازه كړ او تنفس يې زيات شو، پوه شوه چې ارومرو يو څوك يې كور ته راننوتى دى، او دې سره سره د ټيلفون كرښه يې هم خوڅه كړي ده .
ښځې د ميز خاني راكش كړي چې موبايل په كې پيدا كړي، خو موبايل يې د زامنو په كوټه كې ترينه پاتي شوى ؤ، ښځه د كوټې منځ كې ودريده، چې اوس به څه كوي؟
ښځې له ځان سره وويل چې زه به ترڅنګ كوټې ته ورشم او موبايل باندې به پوليسو ته خبر وركړم چې زر تر زره دلته راشي .
ښځه ولاړه او د دروازې مخې ته ودريدله، ساه يې ژوره واخيسته، دستګير باندې يو لاس دپاسه او بل لاس لاندې كيښود، چې ښه په ارامه دستګير لاندي كښته كړي او دروازه بغير د شور نه خلاصه كړي .
ښځې ورو دستګير لاندي كښته كوه، دستګير يې چې ښه پوره بغير د اواز نه كښته كړ، بيا يې همداسې يو شيبه ونيوه، دروازه يې ورو ورو وخوځوله، دروازه لږ خلاصه شوه، ښځې خپل سر لږ ور وړاندي كړ او بهر ځاى يې وكوت، ګوري چې د لاندي پوړ د ښي لور د كوټې دروازه ورو بنده شوه، ښځه پوه شوه چې غل لاندي پوړ په هاغه كوټې باندې ور ننوت .
دروازه يې ورو نوره هم وړاندي كړه او ترينه زر ووته او بيرته يې په ارامه بنده كړه .
ښځه لړزيدله، ځان يې په سختۍ قابو كړى ؤ، په دهليز كې يې اخوا ديخوا وكتل او د خپلو زامنو كوټې مخې ته ودريدله .
د دروازې دستګير باندې لاسونه په ارامه كيښودل، او لاندي كش كړل، دروازه په ارامه خلاصه شوه، ښځه په تيزۍ سره ورننوته او په ارامه يې دروازه بنده كړه .
ښځې يو اسويلى وويست، خپلو زامنو ته يې وكتل چې په درانه خوب ويده او خريدل، دواړه په بيلو بيلو كټونو كې ويده ؤ .
ښځې اول پكى بند كړ، بيا يې د يو كټ ترڅنګ د ميز د سر نه موبايل را واخيست چې چارج كې ايښودل شوى ؤ، چارجر يې ترې ووباسه او موبايل كې يې زر زر يو څو بټنې ووهلي .
ښځه په خپل ځاى تاويده راتاويده چې زر اوس نمبر رخ شي، چې څه اوازونه يې د موبايل نه واوريدل " وبخښئ! ستاسې كريډټ ختم شويدى ......"
د ښځې تندى تروش شو، او شونډې يې بوسي كړي، چې اوس به څه كوو؟ تيلفون يې راباندې هم غوڅ كړى، موبايل كې هم څه كارت يا يونيټې نشته؟ په كور كې څه وسله نشته علاوه د يو څو چوړكيو نه چې هغه هم په لاندينې پوړ كې په پخلنځاي كې دې.
ښځه بيخې بي چورته وه، چې اوس زمونږ د تباهۍ وخت رارسيدلى دى، يوه لاره هم نده پاتي .
ښځې ته يو څه سوچ ورغى، زر زر يې خپل دواړه ويده زامن راپاڅول،
ښځې خپل دواړه زامن ورو وخوځول، وويې ويل" نسيمه....ذاكره....بچيانو زر پاڅيږئ ..."
هغوي دواړو سترګې وغړولي، بيا راكيناستل خپل سترګې يې ومښلي، يو زوى يې وويل" مورې! څه خبره ده، دومره زر سهار شو؟ "
ښځې وويل" نه بچيه! زمونږ كور ته يو غل راننوتى، هغه اوس لاندي د ميلمنو كوټه كې دى، كيداشي اوس دلته پاس راوخيژي "
د هغوي دواړو سترګې بوټې راووتي، ستونى يې وچ شو، رنګونه يې زيړ شو، د خوب خمار يې سمدلاسه وتښتيد، مشر زوى يې وويل" مورې! پوليس خبر كړه كنه .........."
ښځې وويل" نسيمه! ما هر څه وليدل، تيلفون يې قطع كړى، موبايل كې كارت نشته، يوه لاره هم نده پاتي، خو ځه الله به خير كړي ماسره يو لاره شته، تاسې دواړه زر پاڅيږئ او خپله بستره ټوله كړئ، او ماسره هغه بلي كوټې ته ولاړ شئ !"
دواړه په يو ټوپ پاڅيدل او خپله بستره يې سمه كړه، دوي د خپلې مور سره ترڅنګ د دروازې مخې ته ودريدل .
ښځې دروازه په ارامه لږه خلاصه كړه، سر يې ترې ووباسه، ګورې چې په لانديني پوړ كې د هغه بلي كوټې دروازه بنده شوه، ښځې دروازه زر خلاصه كړه خو علاوه د كوم اوازه، اول يې دواړه زامن ووتل، او بيا په خپله ووتله. دوي خپلي لومړنۍ كوټې ته لاړل، ځان پسې يې دروازه بنده كړه، ټولو ارامه ساه واخيسته .
ښځه لاړه او خپله بستره يې زر زر ټوله كړه او په پالنګ يې سمه كيښوده، خپلې وړي لور ته يې وكتل چې ويده وه، وويې ويل" اوس د عابدې سره څنګه وكړو، پايڅوو كه نه؟ "
د ښځې زوى وويل" مورجانې! عابده بايد هيڅكله هم پانڅوؤ، چې بي ځايه شور مور پيدا نكړي !"
ښځه په چورت كې وه، زر لاړه او د يوې لوې المارۍ مخې ته ودريده، د المارۍ په خانو كې يې ګوتې ووهلي او اخر يې يو وړكى بوتل چې د عطرو په څير ؤ راواخيست ، د دې بوتل سره څه نور عجب او غريب سامان الات ايښي ؤ،ښځې بوتل ته په ځير يې وكتل .
دې بوتل كې بي سده كوونكى ګاز ؤ، چې خلك يې د بي سده كولو لپاره استعمالوي، ښځې دا بوتل په زروه وغوځاوه او بيا يې د خپلې لور مخې ته دوه ځلي د بوتل سر زور كړ او ترې نه ګاز راووت .
ښځې بوتل بيرته په المارۍ كې كيښود او د هغه عطرو بوتل يې راواخيست چې خلك يې د كوټې د خوشبوي لپاره په كاروي (سپرى)، ښځې سپرى ډير كم استعمال كړ چې صرف د دې پيژندونكي ګازو بوي لمنځه يوسي .
ښځې خپلو بچيانو ته مخ را واړوه، ورته يې وويل" بچيانو! تاسې به د دې پالنګ لاندي په ارامه غلي كينئ! هيڅ غږ وغوږ به نه كوئ، كه چيري غل دې كوټې ته راغى نو هيڅ به نه ورخطاكيږئ، زه د دې غل ډير زر چاره كوم، سهي ده؟ "
هغوي دواړو په نه منونكي انداز سرونه وغوځول، چې زمونږ مور به د غل سره څه كوي او ولي مونږ يوازي دلته پريږدي؟
دې وخت كې په زينو كې د چا د پښو اواز واوريدل شو، ښځې زر زر خپله لور په غيږ كې راواخيسته او خپلو دواړو زامنو ته يې اشاره وكړه چې هلئ زر زر د پالنګ لاندي ورننوځئ هغوي دواړه د پالنګ لاندي ننوتل او ښځې خپله وړه لور هم د پالنګ لاندي څملوله .
ښځې زر زر د پالنګ بستره سمه كړه او په تيزۍ سره د كړكۍ په لوري ولاړه، كړكۍ يې په ارامه خلاصه كړه او ترينه بهر ووته، د بنګلې جوړښت لږ بل ډول ؤ، چې د كړكۍ د ځايونو سره يې د ولاړي لپاره ځايونه هم جوړ شوي ؤ، ښځه په دې ځاى باندې ودريده او بيرته يې كړكۍ ځان پسې بنده كړه .
***
په لانديني پوړ كې چې كله غل لومړنۍ كوټې ته ننوت، نو هلته د يو څو معاصرو سفنجي چوكيو (صوفه) نه علاوه نور هيڅ ونه ليدل، غل په كوټه كې ښه تلاشي وكړه خو داسې څه مهم څيز يې په سترګو رانغى .
غل بيرته په ارامه د دې كوټې نه راووت، هغه سمدلاسه په مخامخ كوټې باندې ورننوت، هلته هم يو كس نه ؤ، هغه پوه شو چې د كورواله به په پاسني پوړ كې ويده وي او لاندينى پوړ خالي دى، په دې كوټه كې يو لوى ميز ؤ، چې مخامخ يې يو څو ګرځنده چوكۍ وي او په ميز باندې د كمپيوټر مكمل سيستم ايښى ؤ او همدارنګه د دې كوټې په يو اړخ كې يو ډير لوى ټيپ ايښى ؤ .
غل په كوټه كې وګرځيد را وګرځيد خو علاوه د يو څو سي ډيګانو (CDs)نور هيڅ نه ؤ .
غل د دې كوټې نه هم راووت، د پخلنځاى په لور ولاړ او پخلنځاى يې وكوت .
غل راغى او د زينو مخې ته ودريد، يو اسويلى يې وويست او مخ په پورته روان شو .
كله چې پاسني پوړ ته ورسيد، نو په پاسني پوړ كې يوازې دري دروازې وي، دوه لويې وي او يوه وړه وه، غل پوه شو چې په پاسني پوړ كې هم دوه كوټې او يو تشناب دى .
غل اول د كيڼ لاس نه شروع وكړه او د هاغه كوټې دروازې مخې ته ودريد، دروازه باندې يې غوږ كيښود، بيا يې دروازه ورو خلاصه كړه، غل كوټې ته ورننوت كوټه كې هيڅوك نه ؤ، غل دې كوټې كې هم وګرځيد او څه بكسونو باندې يې نظر ولګيد، خو غل له ځان سره فكر وكړ چې بايد د كورواله هر څه په خپله راته په ګوته كړي او زما لټونې ته ضرورت نشته، په كوټه كې يو لوى تلويزون هم ايښى ؤ .
غل په ارامه د كوټې نه راووت، او ځان يې ښه پوره برابر كړ چې اوس زما د مقابلي وخت راغلى دى او كورواله به په دې كوټه كې وي .
غل يو وار خپلې تفانچي ته وكتل او بيا يې په ارامه د كوټې دروازه خلاصه كړه، غل كوټې ته ورننوت، ګوري چې په كوټه كې ارامه ارامي ده او هيڅوك په كې نشته .
د غل په پټه او توره څيره باندې د خوښۍ او خوشحالۍ نښې ښكاره شوي، ښه په خلاص زړه كوټې ته راننوت او ارامه اوږده ساه يې واخسيته .
لومړى د يوې المارۍ مخې ته ودريد، او د المارۍ يي نه يې رنګارنګ شيونه را اخيستل او په ځير يي ورته كتل، غل ډير زيات خوشحاله ؤ، چي بي ويرې زه هر څه كولى شم، المارۍ يي وكته، د كوټې په يو اړخ كي د معاصرو بكسونو يو لوړ ځاى جوړ شوى ؤ، چې يو د بل د پاسه ايښودل شوي وي، غل په شرير انداز بكسونو خواته وكتل او خپل ټول هدف يي په همدي كې وليد .
د بكسونو نه يې يوه وړه پرده لري كړه او د اول بكس په خلاصولو يې پيل وكړ، اول بكس يې چې خلاص كړ، نو ټول بكس يې په ځمكه خالي كړ، بيا ورته كيناست او لټونه يې په كې پيل كړه .
د شيونو د لټولو سره سره د غل سترګې په خپلي تفانچې ولګيدي، بيا يې خپله تفانچه په ځمكه كيښوده، لږه شيبه وروسته د غل لاسونه يو ناڅاپه ودريدل، ستونى يې وچ شو، ساه يې زر زر واخيسته، تفانچه يې بيرته زر را واخيسته، نيغ ودريد اخوا ديخوا يې په ځير وكتل، غل سخت حيران شو، د غل پښو په رپيدا شروع وكړه او د خوځيدا نه ووت، د دروازي په لورې منډه واخيسته خو بيرته يې خپله پښه ونيوله،
وار پار ترينه خطا ؤ، دروازې ته چې ورسيد بيرته يې مخ راواړه او د المارۍ په لورې راغى، غل له ځان سره په سوچ كې ؤ چې دې كور كې ولي څوك نشته؟ دا كور ولي خالي دى؟ دا هيڅكله هم نشي كيدلى؟ ځكه چې د كور لويه دروازه د كور د اړخ نه قلف وه او زه په ديوال باندې را واوختم، نو د كور دروازه چا بنده كړه، كه دروازه چا بنده كړي وي نو دلته اوس په كور كې ولي څوك نشته؟ دا هيڅ نشي كيدلى ؟ دلته خو به پيريان نه وي ....
غل دا سوچونه له ځان سره كول او سخت وويريد .
غل خپل د زړه ټكانونه اوريدل، د كوټې په منځ كې حيران دريان ولاړ ؤ، د كوټې تشناب خواته لاړ هغه ځاى يې هم وكوت هلته هم څوك نه ؤ، د ډيرې تالاشۍ نه وروسته غل ستړى په پالنګ باندې كيناست او ساه يې په زوره زوره واخيسته .
غل يو ناڅاپه اخواديخوا وكتل، او بيا يې په پالنګ باندې لاس وواهه، پوه شو چې كيداشي د كورواله د پالنګ لاندې پټ شوي وي، غل چې د پالنګ نه پرده لري كوله نو دې وخت كې د كوټې دروازه خلاصه شوه، د غل پام د دروازې په لور شو، ګوري چې يو اوږد سپين څادر په هوا كې خوځيږي او د دې خواته را روان دى، د غل سترګې بوټې راووتي او د لاس نه يې تفانچه وغورځيده، د سپين څادر په سر كې دوه لوي لوي وراني سترګې، يوه اوږده پوزه او ورانه خوله رسم شوي ؤ، چې دا سپين څادر داسې خوځيده لكه په هوا كې چې روان وي، د غل ساه هم ودريده سترګې او خوله يې خلاص پاتي شوي ؤ او سترګې يې په همدې سپين څادر باندې ميخ پاتي وي، سپين څادر چې نور هم راوړاندي شو نو غل يو ناڅاپه د پالنګ نه را وغورځيد او په ځمكه پړمخ پريوت .
سپين څادر ورديد، د سپين څادر نه يو لاس راووت او سپين څادر يې د خپل مخ نه لري ووغورځاوه .
دا د همدې كور ښځه او د هغه ماشومانو مور وه، ښځه په تيزۍ سره ولاړه او د المارۍ نه يې هماغه بي سده كوونكي د ګازو بوتل را واخيست او د غل پوزي او خولي مخي ته يې د يو ځاى په زور كولو خوشي كړ .
بيا يې د غل د سر نه هغه توره ټوټه لري كړه او د غل څيره راڅرګنده شوه، بيا ښځې د پالنګ لاندې خپلو بچيانو ته ورغږ كړ، دواړه زامن يې د پالنګ لاندې نه راووتل .
د ښځې زامنو چې غل پړمخى پروت وليد حيران شول، بيا ښځې خپل مشر زوى ته وويل" نسيمه! ته كونډيانو كره ورشه او پوليسانو ته ټيلفون وكړه چې زر ترزره راشي او دا غل د دې ځاى نه يوسي "
نسيم د كوټې نه ووت، او ښځې خپله وړه لور د پالنګ لاندې نه راوويسته او پر پالنګ يې واچوله، بيا يې د غل لاسونه او پښې كلك وتړل چې ترڅو پوليس را ورسيږي .
ستاسې په اند دا ښځه به څوك وي چې دې سره دا بي سده كوونكي ګاز موجود ؤ؟ او ولي ورسره موجود ؤ؟