د سترې جرمني ـ پښتو د ډكشنرۍ د چاپ زېرى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د جرمني ـ پښتو ډكشنرۍ ليكوال ډاكټر اكرم ملكزى






د جرمني ـ پښتو ډكشنرۍ ليكوال ډاكټر اكرم ملكزى





جرمني ـ پښتو ستره ډكشنري چاپ شوه
د روان عيسوي ۲۰۰۹ كال د مى په مياشت كې يوه داسې جرمني ـ پښتو ډكشنري له چاپه
راووتله چې سارى يې تر اوسه پورې د نړۍ په ډېرو ژبو كې ندى ليدل شوى. د دې ستر قاموس ليكوال ډاكټر محمد اكرم ملكزى دى. ډاكټر ملكزى نه يوازې د طب ډاكټر دى بلكه د المان د مونشن په ښار كې يې د جرمني ژبې او ادبياتو تحصيل كړى دى. له بلې خوا ډاكټر ملكزى د ۳۵ كالو راهيسې په جرمني كې اوسيږي، ډېر كلونه يې د جرمني ژبې د ژباړندوى په توګه كار كړى دى او د جرمني ژبې د لوى ديپلوم برى ليك يې اخيستى دى. نو له دې كبله په ژباړه كې ډېره تجربه لري. دا ډكشنري څه نا څه ۲۵۰۰۰ الماني لغتونه، ۴۵۰۰۰ تشريحي مثالونه لري او په ۱۰۱۶ مخونو كې په ډېر ښايسته صحافت او په اروپايي ستندرد ليكل شوې ده. په تشريحي مثالونو كې يې متلونه، اصطلاحات، شعرونه، ساده جملې، ادبي جملې او حتى كوڅه ډب اصطلاحات ليدل كېدى شي . د اصطلاحاتو په كارونه كې ياد شوي چې دا د اديبانو ژبه او كه او د كوڅې او بازاراصطلاح ده.
د هر اسم سره د اسم جنسيت (مذكر، مؤنث، مخنث) ، د اسم مفرد او جمع ياد شوي. د بهرنو لغاتو، يعنې د انګليسي يا فرانسوي لغاتو تلفظ ورسره ليكل شوى دى. د هر مصدر سره د مصدر د استعمال وجه، د حال او ماضي يادونه شوې ده. د ډېرو لغاتو سره سمدلاسه د هغه لغت مترادف او متضاد هم ليكل شوي دي
د نورو ډكشنريو په مقايسه په دې ډكشنرۍ كې د هر لغت د صحيح لوستلو لپاره د لغت لاندې يا يو ټكى (د لنډ لوستلو لپاره) او يا يوه كرښه (د اوږد لوستلو لپاره) ليدل كېدى شي.

دا توري په لنډ غږ لوستل Ạ, ạ, Ẹ, ẹ
كيږي



A, a, E, e دا توري په اوږد غږ

لوستل كيږي




دا ډكشنري د ډېرو مشهورو جرمني او افغان پروفيسرانو د كره كتنې نه تېره شوې ده چې په لاندې برخه كې يې نومونه اخيستل كيږي:
1. Prof. David Neil MacKenzie, Universitaet Goettingen
پروفيسر مكنزي د برتانيا وگړى و اوس په حق رسېدلى دى
2. Prof. Dr. Ronald Emmerick, Universitaet Hamburg
3. Prof. Dr. PHIL. Dr. JUR. UNIV. PROF. Hans Joachim Stoerig, Universitaet Muenchen
4. Prof. Jost Gippert, Universitaet Frankfurt/M.
5. Dr. Erhard Bauer, Im Auftrag des BUSKE VERLAGS Hamburg
6. Dr. Peter Kapitza, Muenchen

د پښتو ژبپوهان:
۱ـ قلندر مومند، پېښور، د پښتو ـ پښتو درياب ليكونكى چې ۱۳۲۵ مخه لري
۲ـ پوهاند دكتور محمد رحيم الهام ، د كابل پوهنتون پخوانى استاد، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړى
۳ـ ډاكټر راج ولي شاه خټك، د پېښور د پښتو اكېدمۍ ډايركټر
۴ـ د جرمني ـ پښتو ژبې منل شوي ژباړونكى، ډاكټر فضل ربي ساپى

دا ډكشنري سره له دې چې د داكټر اكرم ملكزي له خوا ليكل شوې ده، خو خپرندوى يې يوه علمې ژبنې منبع ده چې نوم يې په لاندې كې ذكر كيږي :
Lexicographia orientalis,
Herausgeber: Prof. Jost Gippert

د دې كتاب بيه په جرمني كې ۹۸ يورو او په اتريش كې سل يورو ده. د دې كتاب ټوله ګټه او يا تاوان د مطبعې په لاس كې دي، ډاكټر ملكزي دا كتاب په وړيا ډول ليكلى دى او د مطبعې نه څه ګټه ورته نه رسيږي. كه چېرته ډاكټر ملكزي د مطبعې نه ۵۰ په سلو كې ګټه غوښتې واى نو د كتاب نرخ به ۱۵۰ يورو شوى واى. ډاكټر ملكزي د حق الزحمې په بدل كې د مطبعې نه دا حق اخيستى دى چې دا كتاب په افغانستان كې په ارزانه بيه چاپ كړي . كله چې دا ډكشنري په افغانستان كې چاپه شوه نو لوستونكو ته به بې د ګټې او تش د مطبعې د لګښت په بيه وړاندې شي. څنګه چې اوس خبر راورسېد، د دې كتاب د چاپ وظيفه په كابل او پېښور كې د دانش خپرندويې ټولنې په غاړه اخيستى ده او كېدى شي چې د ۲۰۰۹ كال د اګست په پاى كې چاپ يې بشبړ شي او دا كتاب د كابل او پېښور د كتابو د پلورنځيو نه لاس ته راولا شي. د دې كتاب مېنه وال كوى شي چې په لاندې پته د دانش د خپرندويې ټولنې سره اړيكې ونيسي:
E-Mail: دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ.
Tel.: 0092-91-2564513
Tel.: 0093-700639383

په جرمني كې څنګه چې دمخه ياده شوه دا كتاب چاپ شوى دى. د هغه چا چي اقتصاد ښه دى او په ۹۸ يورو د كتاب د اخيستلو توان لري او دې كتاب ته ډېر عاجله اړتيا لري، هغوى كوى شي چې دا كتاب د لاندينۍ جرمنۍ مطبعې نه لاس ته راوړي:

Buske Verlag
Richard Strasse 47
22081 Hamburg
Germany
Tel.: 0049 -40-29 99 58-0



Name des Buches:
Grosses Woerterbuch Deutsch-Paschto
Autor: Akram Malakzay
Erscheinungsjahr: 2009
ISBN: 978-3-87548-516-5





لوستونكي كوى چې چې د دې ډكشنرۍ په برخه كې په لاندينۍ اينترنيتي پاڼه كې معلومات لاس ته راوړي:
http://www.buske.de/product_info.php?products_id=2983

د دې قاموس په برخه كې دغه رسنيو خپرونې كړي دي:


Voice ofe Amerika, Ashna Radioد امريكې غږ، اشنا راډيو
18. Mai 2009, 16.30 (UTC)
http://www.voanews.com/pashto/webcasts.cfm Radio free Europe, Azadai Radio,د ازادۍ راډيو
15. Mai 2009, 07.30 Uhr (UTC),
29. Mai 2009 (05.30 Uhr UTC),
01. Juni 2009 (05.30 Uhr UTC)
http://www.rferl.org/listen/ondemand/bd/af/af-default.asp

Deutsche Welle ( 24. Mai 2009)د المان غږ راډيو
http://www.dw-world.de/dw/0,,639,00.html

د پيام افغان ټلويزيون، د ټلويزيوني مجلې خپرونه
TV-, Payame Afghan, 10. Mai 2009

د پيام افغان ټلويزيون، د ټلويزيوني مجلې خپرونه
TV-, Payamee Afghan, 31. Mai 2009 (ca. 45 Minuten)

د آريانا افغانستان ټلويزيون، د څېرو او خاطرو خپرونه
TV- Ariana Afghanistan, 12.07.2009 (60 Minuten)

د امريكې غږ، اشنا راډيو، د اشنايانو ادبي دېرې خپرونه
Voice ofe Amerika, Ashna Radio
14. Juli 2009, 18.30 (UTC) (50 Minuten)
http://www.voanews.com/pashto/webcasts.cfm

د امريكې غږ، اشنا ټلويزيون
TV-Voice of Amerika, Ashna TV
15. Juli 2009

يوه جرمنۍ ورځپاڼه چې نوم يې لاندې ليكل شوى دى
Hessisch-Niedersaechsische Allgemeine = HNA
18. Juli 2009
http://www.hna.de//rotenburgstart/00_20090717181826_Aeber_Graeben_hinweg.html





د لوستونكو د معلومات لپاره په لاندې كې يو څو مثالونه ښودل كيږي. د دې لاندې لغت په او په پښتو كې ورته تور وايي نور رنګونه schwarz څنګ كې چې په جرمني ژبه كې
هم ليكل شويدي، پعنې سپين ته وايي .... سور ته وايي ...، شين ته وايي .....

دا لاندينۍ جملې كېدى شي چې د كمپيوټري ستونځو په وجه په دې وېبپاڼه كې ګډې وډې ښكاره شي نو په كتاب كې سمې ښكاري:



Pferd, das; -e آس
سپين آس يا نيلي ته وايي:
der Schimmel

تور آس يا سكاڼ ته وايي:
Der Rappe

نر آس ته وايي
der Hengst

ټټو يا ټيټ آس يا يابو ته وايي
der Gaul
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ



schwạrz (Adj.) ، آبي rot ، سور: weissتور ﴿سپين ته وايي:
) gelb ، ژېړ:gruen ، شين يا زرغون: blauيا اسماني رنګ:



schwarzes Haarتور وېښته
schwarze Schuhe ‏ ‎ ‏تور بوټان ‎
s. auf weissليكل شوى، تحريري، مسند (يعنې سل په سلو كې ټيك)
etwas s. auf weiss haben ېو شى پۀ تحريري ډول ‏﴿مسند﴾ پۀ
ﻻس كې درلودل ﴿اصطلاح﴾
aus s. weiss machen [wollen]يو شى بالكل پۀ بل ډول (غير
واقعي) ښودل، يو تور شى په سپين ډول ښودل (اصطلاح)
jmdm nicht das Schwarze unterپۀ ېو چا هېڅ شى نه
dem Nagel goennen ‏پېرزو كېدل، هېڅ نه لورېدل (اصطلاح) ‎
ins Schwarze treffen ‏ ‎ ‏ د نښې مينځ ويشتل، اصلي مطلب (حقيقت) پيدا كول ﴿اصطلاح﴾ ‎
jmdm den schwarzen Peter zuschieben ‏ګناه پۀ ېو بل چا اچول ﴿اصطلاح﴾ ‎
das schwarze Schaf sei n ‏ د بدڙ پۀ وجه د نورو نه توپير
درلودل نو ځكه په يوه ډله كې نه جوړېدل، فقط لكه چې په يوه سپينه رمه كې تور پسونه وي (ځكه چې د سپينو پسونو په ښايسته سپينې وړۍ كې د تورو پسونو د وړيو تور تور داغونه راځي)
der schwarze Markt ‏تور بازار ﴿اصطلاح)

بل دا چې په دې ډكشنرۍ كې د يو مصدر سره ليكل شوي چې دا مصدر لازمي دى او كه متعدي، فاعل ته يا مفعول ته ضرورت لري، يعنې:
Dativ, Akkusativ , transitiv, intransitiv
د لاندې لغت په معنى كې د هغه ماضي يا تېره زمانه، او د هغه خصوصيت چې يو لازمي مصدر دى ليدل كېدى شي او دا هم ليدل كېدى شي چې د يو لغت لپاره څومره تشريحي مثالونه شته :
د لازمي لپاره دغه لنډون كارول شوى:
(itr.) = intransitiv

د متعدي لپاره دغه لنډون كارول شوى دى:
(tr.) = transitiv

ge̱hen, er ging, ist gegangen (itr.) ‎ ‏‏۱- تلل ٢_ ګرځېدل، چلېـدل ﴿كار كول﴾ ‎
1. Sie ging in die Stadt. ‏هغه ښـار ته وﻻړه ‎
Wir gingen zu Fuss dorthin. ‏ ‎ ‏ وﻻړو ‎مـونږ پۀ پښو هلته
Bitte lass mich g.! ‏ما پرېږده چې وﻻړ شم ‎
2. Meine Uhr geht nicht richtig. زما ساعت سم نه ګرځي ‎
Das Geschaeft geht gut. ‏دكان ﴿مغازه﴾ ښه چليږي ‎
Wie geht es dir? Mir geht es gut. ‏ته څنګه ېې؟ ‎ ‏زۀ ښه يم
Der Weg geht geradeaus. ‏ﻻره مخامخ تللې ده ‎
Ist der Preis zu hoch? Das بيه ‏ېې ډېره جګه ده ؟ بده نده
geht ja noch. ‎
Das geht ueberhaupt nicht. ‏دا هېڅ امكان نلري ‎
‎In den Krug geht ein Liter. ‏ ‎ پۀ منګي كې ېو ليتر ‏ځاييږي ‎
Du gehst mir auf die Nerven. ‏ ‎ ‏ته زما اعصاب خرابوې
Dein Wunsch geht in Erfuellung. ‏ ‎ ‏ستا هيله تر سره كيږي
Sie geht mit der Mode. هغه د مـود سره سمې جامې اغوندي ‎
Glaubst du, dass die Sacheفكر كوې چې دا كار به پۀ ښه
gut geht? ‏؟ ‎شان سرته ورسيـږي ‎
Das geht in Ordnung. ‏ ‎دا ټيك دى، دا شى سم دى، پكې څۀ غلطي نشته ‎
Worum geht es hier eigentlich? ‏دلته اصل موضوع څۀ ده ؟ ‎
Es geht um meine Familie. ‏خبره زما د كورنڙ پۀ برخه كې ده ‎
ge̱hen lassen, sich, er laesstپخپل ځان حاكميت نه درلودل
sich gehen, ließ sich gehen, ‏‏ ‎ او هر څۀ چې پۀ مخ راغلل
hat sich gehen lassen ‏ ‏ ‎همغسې كول، بې دسپلينه اوسېدل ‎
Lass dich nicht so gehen! ته پخپل ځان حاكميت پيدا كړه،
‏كار وكړه ‎ ‏پخپله خوښه او پخپل پروګرام ‎
gehe̱u̱er (in der Verbindung) ‏ډاډه نه، ‎ ‏چې خطر پكې وي، چې سړى ورنه لږڅه وډار شي ‎
Der dunkle Wald ist mir دا تياره ‏ځنګل راته بې خطره نه
nicht g. ‏ ‎ ‎ښكاري
Gehịlfe, der; des Gehilfen, die Gehilfen ‏مرستندوى، مرستيال ﴿د خليفه شاګرد﴾ ‎
Gehịrn, das; -e ‎ ‏۱- ماغزه، د سر ماغزه۲- فكر، عقل
Er zog sich bei dem Unfall پۀ ټكر كې د هغۀ د سر ماغزه
eine Verletzung des Gehirns zu. ‏ ‎ټپي شول
2. sein G. anstrengen ‏ ‎ ‏خپلو ماغزو ته تكليف وركول ‎
Gehịrnerschuetterung, dieد مغزو ټكان ﴿قافي ترضيض﴾
= Commotio cerebri ‏﴿طبي لغت﴾ ‎
geho̱ben (Adj.) ‏ ‎ ‏لـوړ، جګ، لوړ مقام، پۀ لوړه سويه، ادبي ‎
eine gehobene Position ‏ېو لوړ مقام ‎
eine gehobene Sprache ‏ادبي ژبه
Gehoe̱r, das; kein Plur. د اورېدو حس، سامعه حس ﴿غوږ﴾ ‎
Sein G. laesst nach. ‏ ‎ ‏د هغۀ د اورېدو حس مخ پۀ كمېدو دى ‎
das G. verlieren ‏سامعه حس له ﻻسه وركول ‎
jmdn um G. bitten ‏ېو چانه د غوږ ايښودو هيله كول ‎
Darf ich die Anwesendenاجازه راكړڙ چې تاسو حاضرينو
um G. bitten? ‏‏ ‎ ‎ ‏ د غوږ ايښودو هيله وكړم ‎نه خبرو ته
jmdm G. schenken ‏د ېو چا خبرو ته غوږ ايښودل ‎
gehọrchen, er gehorchte, اطاعت كول، غاړه ايښودل
hat gehorcht (itr. + Dat.) ‏ ‎
einem Befehl g. ‏‏ېو امر ته اطاعت كول، ېو امر منل ‎
Das Kind gehorchte den Eltern. ‏ ‎ ‏ماشوم مور او پلار ته اطاعت كوي ‎
gehoe̱ren, es gehoerte, ‏۱- د ېو چا شى ﴿مال﴾ اوسېدل ۲ـ د ېوې
hat gehoert (itr.) ‎ ‏ ‎ډلې پۀ شمېر كې راتلل، د ېوې ډلې غړى
‎ ‏اوسېدل، پۀ ېوې ډلې كې حسابېدل ‏٣ ـ مناسب او د اخلاق او
٤ ـ ېو شي ته ‏ پۀ كار ﴿ضرور﴾ اوسېدل ‎ آدابو سره سم اوسېدل
‏ ‎1. (+ Dat.) Das Buch gehoert mir. ‏ ‎ ‏دا كتاب زما دى ‎
Das Haus gehoert meinem Onkel.دا كور زما د تره ﴿كاكا، ماما﴾ دى ‎
2. zu etwas g. ‏پۀ ډله كې راتلل، پۀ شمېر كې راتلل ‎
Er gehoert zu den besten هغه د نړڙ د بهترينو لوبغاړو پـۀ
Spielern der Welt. ‏ ‎ډلـه كې راځي
Er gehoert zu unsererهغه زمـونږ د كورنڙ د ډلې نـه دى
Familie. ‎ ‏ ‎
3. Diese Frage gehoert nicht hierher.نامناسبه ‏دا سوال ‎ ‏دلته دى، دا سوال دلته بې ځايه دى ‎
(+ sich) Was du tust, gehoert ‎ څۀ چې ته كوې هسې كار
sich nicht. ‏‏ ‎څوك نكوي
4. Es gehoert viel Mut dazu. ‏د دې دپاره ډېــر جرأت پكار دى ‎
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
له بلې خوا د ځينو لغاتو په برخه كې اشاره شوې چې دا لغت په پښتو كې څنګه استعماليږي او په جرمني ژبه كې په څه شان استعماليږي، مثال :

Bae̱renhunger, der; - ‏ډېره سخته ولږه ‎
Ich habe einen Baerenhunger. ‏ ‎ ‏يم ‎زۀ ډېر سخت وږى
‏پاملرنه : پۀ پښتو كې وېل كيږي: زۀ وږى ېم، پۀ ‎ ‏ۤلماني كې ويل كيږي: زۀ ولږه لرم ‎

dạnken, er dankte, د ېو چا نه مننه كول، شكريه كول ‎
hat gedankt (itr. + Dativ) ‏ پاملرنه: پۀ پښتو كې وېل كيږي: د ېو چا نه مننه كول، (Dativ! په الماني ژبه كې ويل كيږي: يو چا ته مننه كول

dịr (Personalpronomen/Dativ von: du) ‏تـاتـه ‎
‏ ‎ ته، تا، تا نه، له تانه، ستا پۀ مانا ‎ ‏ پاملـرنه : دا لغـت پۀ ۤلماني ژبه كې د (تاته) مانا لري خو پۀ ژباړه كې كېدى شي د ځينې مصدرونه ‎كې ‏استعمال شي، علت يې دا دى چې پۀ ۤلماني
‎ سره Akkusativ ‏ سـره راځي، خو پۀ پښتـو كې د ‎Genitivد
Dativراځي او يا د‏

Ich gebe d. ein Buch. ‏زۀ تاته ېو كتاب دركوم ‎
Wie geht es d.? ‏ته څنګه ېې؟ ‎
Ich glaube d. ‏زۀ ستا پۀ خبرو باور كوم ‎
Das liegt bei d. ‏اختيار دى﴾ ‎دا تا پورې اړه لري ﴿ستا واك او
Ist d. uebel? ‏كانګه درځي؟ زړه دې ګډوډ دى؟
Wie du mir, so ich d. (Redensart). ‏څنګه چې ته ماته همغسې زۀ تاته
Ich danke d. ‏زۀ له تانه مننه كوم ‎

Gluẹckwunsch, der; -"e ‏مباركي ﴿د كليزې او ېا د ېوې لوبې د ګټلو پۀ وجه﴾ ‎
Herzlichen G. zum Geburtstag. ‏د كليزې پۀ مناسبت د زړه له كومې مباركي وايم ‎
jmdm herzliche Glueckwuensche ‏ېو چاته د زړه له كومې
aussprechen ‎مباركي وېل
(frohes Fest ‏پاملرنه : اختر مو مبارك شه ته وايي





يو څو مثالونه چې په هغو كې جرمني اصطلاحات چې د پښتو اصطلاحاتو سره ورته والى لري ليدل كيږي:

Hochmut. kommt vor dem Fallنسكوره ده ‏د كبر كاسه
gebranntes Kind scheut das Feuer ‏مارچيچلى د پړي نه ډاريږي
‏Luegen haben kurze Beine. ‏ ‎ د درواغـو مزل لنډ دى ‏
Eine Schwalbe macht noch keinen Sommer.په يو ګل نه پسرلى كيږي



د لغاتو غوره كوونه او تشريح
ځينې ډكشنرۍ شته چې په هغو كې د دې لپاره چې ډكشنري ستره ښكاره شي او يا د لغاتو شمېر يې زيات ښكاره شي نو ډېر بې ضرورته تركيبې لغات يې استعمال كړيدي چې د هغوى په ليكلو هسې د كتاب پاڼې ډكيږي . لوستونكي پخپله په مانا يې پوهېدى شي. مثال:
كه څوك پوه شي چې مېز ته
der Tisch
او پښې ته
das Bein
ويل كيږي، نو دې ته ضرورت نشته چې يو تركيبي لغت د يو نوي لغت په حيث وليكل شي چې مانا يې د دواړو لغاتو د پوهېدو نه واضح ده، لكه چې پورته دا دوه لغته ليكل شوي دي، يعنې دې ته ضرورت نشته چې د مېز پښې ته وليكل شي چې :
das Tischbein

نو په دې وجه په دې ډكشنرۍ كې د داسې بې ضرورته تركيبي لغاتو د ليكلو نه ډډه شوې ده او كه نه نو د دې ډكشنرۍ د پاڼو شمېر به څو زره پاڼو ته رسېدلى واى.

پۀ دې قاموس كې هڅه شوېده چې نه ېوازې د ېو ‎ ۤلماني لغت دپاره معادل پښتو لغت وليكل شي بلكه كه ‎ چېرته د معادل لغت پوهېدل سخت وي نو بيا همغه ‎ ‏پښتو لغت په پښتو تشريح شويدى. د جرمني لغت د ﻻپسې ښۀ پوهېدلو او په جملو كې د استعمالولو دپاره تشريحي ‎ ‏مثالونه راوړل شويدي. بل دا چې د ېو لغت دپاره ‎ ‏نور مترادف پښتو لغات او حتى سيمه ايز لغتونه هم ذكر شويدي، د مترادف نه پرته متضاد لغت هم پكې ليكل شويدى. ‎ ‏ځينې لغات چې د هغوى كورنڙ لوېه ده د هغې لغت ‎ ‏كورنڙ نه نور ډولونه ‎يې ‏هم ېاد شويدي، لكه ‎ ‏د آس لغت: ‎ ‏آس ‎das Pferd ‏، نرآس ‎der Hengst ‏، اسپه ‎die Stute ‏، سپين آس ېا نيلى ‎ ‏ ‎der Schimmel ‏ ، ‎ ‏تور ‎ ‏آس ېا سكاڼ ‎der Rappe ‏ او داسې نور﴾. په دې چې هر څوك په پښتو كې د نيلي يا د سكاڼ په مانا نه پوهيږي نو د دې لغاتو په څنګ كې ورته تشريح يې هم ليكل شوې ده يعنې سكاڼ يا تور آس.
●همدا شان ‏پۀ ۤلماني لغاتو كې هڅه شوې ده چې مترادف لغات ‎ ‏ورسره وليكل شي لكه
[zuweilen = manchmal, ab und zu, gelegentlich ]
د ځينو لغاتو متضاد لغات ‏ورسره ليكل شوي دي لكه د [ ‎sowohl ... als auch ‏_ هم دا او ‎ ‏هم دا] متضاد [weder ... noch ‏ نۀ ‎ ‏دا او نۀ دا] هم ليكل شويدى. هغه لغات چې په پښتو كې ډېر معمول ندي نو د هغوي ‎ ‏مآخذ پۀ قوس ‎ ‏كې ليكل شويدى لكه‏ ‎Schubkarre ‏ كراچڙ، رچګاډى [افغان قاموس]. د ‎ ‏طبي لغاتو دپاره كه چېرته ‎ ‏ﻻتيني لغت وي ‎ ‏نو پۀ څنګ ‎ ‏كې ېې ۤلماني لغت ليكل شوى او ېا برعكس لكه‏ ‎Mittelohrentzündung = Otitis media ‏ يعنې د ‎ ‏غوږو التهاب. هغه طبي لغات چې ورته معادل لغت پۀ ‎ ‏پښتو كې نشته او ېا پوهېدل ېې ډېر ګران ‎ ‏دي هغه ‎ ‏تشريح شويدي ‎ ‏لكه:



Q-Fieber, بلقاني تبه
مكروب په واسطه د شودو او وړيو له لارې انسان ته تيريږي او اكثرآ سينه بغل پيدا كوي ‎Rickettsien د
نور مترادف لغات ورته دا دي:
Krimifieberا ,
‎Queenslandfever, Balkangrippe, Pneumo-Rickettsiose





د ځينو كيمياوي ‎ ‏لغاتو جوړښت پۀ قوس كې ليكل شويدى لكه:
مورفين ‎ ‏ ‎ (C17 H19 O5 N + H2 O) ‏ ‎Mọrphin, das; -s
‎اصطلاحات او متلونه پۀ ‎Kursivschrift ‏ ېا پۀ كږو تورو ليكل شوي دي.

بل دا چې د لنډ وخت راهيسې په جرمني ژبه كې يو نوى ريفورم راغى چې هغه د لغاتو د يوځاى يا بېل ليكلو، د ليكدود ريفورم دى. د مثال په توګه به پخوا به (س، ف، ت) توري درې توري شا په شا نه شول ليكل كېدى، خو اوس په يوي ژبني ريفورم كې ليكل كيږي، مثال:
بېړۍ Schiff =
تګ ، مزل = Fahrt
د بېړۍ تګ Schiff + Fahrt = Schifffart
پخوا به د بېړۍ تګ په دوه ff ليكل كېدله او اوس په درې fff ليكل كيږي.


نو په دې ډول په دې په دې ډكشنرۍ كې د الماني ژبې نوى ريفورم هم په نظر كې نيول شوى دى.