په جرمنی کی د کونړ سیند مشاعره جوړه شوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times



په جرمنی کی دکونړ د ځوانانو دکولتوری ټولنى په نوښت او کوربه توب د2008ع کال د مارچ د میاشتی په پنځلسمه ( 15 ) نیټه دالمان د لیورکوزن په ښار کی د »کونړ سیند» تر سرلیک لاندی په لومړی ځل یوه درنه او پرتمینه مشاعره جوړه شوه، چی له جرمنی سربیره د اروپايی هیوادونو څخه هم په سلګونو هیوادوالو پکی ګډون کړی ؤ

دمشاعری دلومړۍ برخی دسټیج چاری د ښاغلی شیرولی شیر له خوا پر مخ بیول کیدی. غونډه د مازیګر په پنځه بجو د ښاغلی قاری نهضت تنها له خوا د قران مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسی ملی سرود واورول شو، بیا د ګلالیو کوچنیانو له خوا د پیروز قاضی خیلی په مشرۍ د «ای زما وطنه ،د لالونو خزانی زما» ترانه په ډیر خوږ اوزړه راښکونکی اوازونو کی وړاندی شوه، چی دګډونکونکو له خوا په تودو چکچکو بدرګه کیده. دغه راز ښاغلی سیدرحیم یوسفی د ټولنی په استازیتوب ګډونوالو ته هرکلی ووایو، پدی لړ ګی دټولنی دکار او فعالیت لنډ راپور او د کونړ سیند د مشاعری د موخی په هکله د فریدالله ساپــی لخوا مالومات ورکړل شول.

ښاغلی انجنیر غفار ستارزوی د کونړ سیند په سیاسی ، جغرافیايي ،او اقتصادی اهمیت او ارزښتونو په هکله هر اړخیزعلمی مالومات وړاندی کړل. ورپسی ښاغلی محمد اسماعیل یون چی د افغانستان څخه راغلی ؤ، د افغانستان او په ځانګړی توګه کونړ ته د خپل سفر په هکله لنډه وینا وکړه، بیا المانی ځوان پښتو څیړونکی ښاغلی زیبستیان هاینه د پښتو ژبــی د لرغونتوب، ارزښت او دداسی مشاعرو د ګټه ورتوب په اړوند په روانه پښتو ژبه خبری وکړی، ددی برخی په وروستی پړاو کی اغلی زرغونی ژواک دداسی غونډو د ارزښت او جوړیدو په هکله په زړه پوری وینا وکړه او د مشاعری په ویاړ یی دخپل پلار ، د پښتوژبــی د نومیالی لیکوال ارواښاد محمد دین ژواک يوه ادبــی ټوټه واوروله.
دغونډی دوهمه برخه مشاعری ته ځانګړی شوی وه چی دښاغلی عزیز سرشار په ویاندۍ د مشاعری لړۍ پیل شوه،د پښتو ژبـی ځوانو او نامتو شاعرانو ښاغلوعاشق الله غریب، وړوکی حماسه روفی،محمداجان یار، صمیم ساپـی، میرمن ګلرخ اشنا، علی محمد مجبور، میرمن شاجان هاجره حرکت،نسیم ستوری،خالد ساپـی، میرمن شکیلا شغله،مصطفی ارین، همت الله، کوچنۍ مینا قاضی خیل،مبارز څاپـی او عزیز سرشارخپل خپل شعرونه واورول.
دغه راز د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو څخه ددی مشاعری لپاره د پښتو ژبـی د نومیالیو او درنو شاعرانو ښاغلو ، شرر ساپـی، داد محمد رسا، لایق زاده لایق ، شفیع الله بابرزی،بصیر بیدار، عبدلوهاب سرتیر،میرمن نورسراج ساپۍ، حکمت الله مالیار،ولایت خان ځدران،او عبدلوکیل متین ښکلی او زړه راښکونکی شعرونه ،د فریدالله ساپـی، مطیع الله روفی، عبدالولی برهان، همایون روفی،ځلمی قاضی خیل او عزیز سرشار له خوا واورول شول، چی د برخه والو له خوا په تودو چکچکو بدرګه کیدل.
دی مشاعری ته لنډو تمثیلی ټوټو،چی د صاحب الله خسرو روفی، مطیع الله روفی، ،فرمان الله هاشمی،ځلمی قاضی خیل ، امیر کروړ ستوری ،نوید روفی،او عبدالولی برهان، پکی برخه اخستی وه لا رنګینی ورکړه.
دمشاعری وروستۍ برخه چی د ټنګ ټکور برخه وه چاری یی د ښاغلی نصیر ستوری له خوا سمبالیدی،چی د پښتو ژبـی ځوان ، پیاوړی، او خوږ ژبـی سندرغاړی ښاغلی کبیر خان امیری په زړه راښکونکی اواز دحماسی سندرو په وړاندی کولو سره د غونډی فضا ډیره توده او په زړه پوری کړه چی د ګډونوالو احساسات يي را بیدار او ژوندی کړل ،چی د ځوانانو له خوا یی ښکلی سندری په اتڼونو بدرګه شوی.
د ښاغلی کبیرخان امیری سره ځوان استعدادلرونکی او تکړه طبله غږونکی نجیب خان امیری ملتیا کوله.
همدا راز د کونړ سیند مشاعری ته ښاغلی ادریس غروال د کونړ څخه مخامخ د تلیفون پر لیکه د کونړ میشتو فرهنګیانو په استازیتوب خپلی پیرزوینی او ملاتړ اعلان کړاو زیاته یی کړه چی په کونړ کی به هم ددی مشاعری «کونړ سیند»لړۍ غزوی.
همدا شان دلوی پکتیا د فرهنګی ټولنی د مبارکۍ پیغام له لوی پکتیا څخه د ښاغلی امین بسمل لخوا د تلیفون په وسیله وړاندی شو.د پیغامونو په لړ کی په جرمنی کی د افغانستان دکولتوری ودی ټولنی پیغام ښاغلی ډاکتر محمد صابر له خوا ولوستل شو.
دیادولو وړ ده چی د کونړ د ځوانانو کولتوری ټولنه د ټولو هغه ټولنو او ځانګړو کسانو نه چی زمونږ دکار ملاتړ يي کړی د زړه له کومی مننه او قدردانی کوی.همدا راز افغان فرهنګپال ښاغلی ډاکتر همایون همت ددی مشاعری په ویاړ دځوانانو دټولنی سره ۱۰۰۰ زر ایرو مرسته د تلیفون له لیاری اعلان کړه، دځوانانوټولنه د ښاغلی ډاکتر همت د وطنپالۍ احساس ستایی او کورودانی ورته وایـی .
غونډه د شپی په دولسو بجو سندرغاړو ته د ګلونو د ګیډو په ورکولو او مننی سره پای ته ورسیده.

د انځورونو د لیدلو لپاره دلته ټک ورکړی
http://www.pashtoonkhwa.com/?page=news&id=490