د" زيار" نيمه پيړۍ او اويايم زيږ پسرلئ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پوهاند مجاور احمد زيار د اويايم زيږ پسرلي له رارسيدو سره سم پښتني – افغاني پوهې او فرهنګ د ودې او پرمختيا په لار كې د نوموړي د تلپاتې هڅو او كارونو نيمه پيړۍ بشپړه شوه .





په دې لړ كې د كابل په پوهنتون كې له كاره نيولې د انګلستان د اكسفورډ تر هغه د نوموړي علمي ،تاريخي ، ادبي او نورو څيړنو هغه څه وننګول چې پښتني-افغاني ضد انګروزو ته يې لمن وهله او ان دا چې د ډيرو په خوله يې د لاځوابۍ ټاپه لګولې ده .

همدا ډول د پوهاند پنځؤنو د پښتني كولتوري غورځنګ كړۍ پر يوه تګلوري سمې كړي دي او ډير پښتانه ليكوال نن پر هغه لار د تګ هڅه كوي چې د يوې كره پښتو د غورځنګ تګلاره يې غواړي .





د ژبپوهاند په توګه نوموړئ د نو لغتونو د رامنځته كولو او دودولو د غورځنګ د مخكښ په توګه هم د پښتو پر هسك لكه روڼ ستورئ ځليږي












دا لكه لمر داسې روښانه ده چې په نوره نړۍ كې حكومتونه د دود او قانون له مخې د ژبې د پرمختيا او پراختيا چارې په رسمي توګه پر غاړه او بيا پر مخ بيايي .

افغانستان هم د نړۍ د يوې برخې په توګه پر حكومت حق لري چې د ژبې د پرمختيا لپاره يې د رسمي منډو ترړو ډګر واوسي خو د افغانستان د چارواكو ټول پام له پيله پوځي او سياسي چارو ته ډير دئ ځكه خو دې برخې ته پاملرنه لږه بريښي .

په دغه هيواد كې روان پوځي او سياسي كړكيچ هم داسې مساله ده چې له كبله يې حكومت ته د پړې ګوته په سختۍ نيول كيږي خو د علومو د اكاډمۍ د يو وتلي غړي په وينا (( چې نوم يې نشم اخيستلئ )) په پوهنيزو دولتي څانګو كې توكميز چال چلند هم د ورته چارو مخه نيولې ده .

د تير كال په لومړيو كې د افغانستان د علومو اكاډمۍ له يو وتلي غړي سره د ناستې لاره راته اواره شوه نو د هغه د خبرو ډيره برخه له حكومت څخه پر شكايتونو پرانيستې وه .













ده د علومو په اكاډمۍ كې د سياسي سيالۍ ترڅنګ ځينې نورو ټكو ته اشاره وكړه چې زه يې دلته يادولئ نشم خو كله چې د همدې څيړونكي خبرې راپه زړه كړم نو يو ټكئ د لمر په څير د سترګو په وړاندې راته روڼ وځليږي چې په دې لړ كې پوهاند زيار په يوازې مټ د افغانستان د علومو د اكاډمۍ په پرتله خورا ګټورې اوبنسټيزې علمي او ادبي هستونې كړي دي .

دپنځه لسيزو په اوږدو كې د ټولو علمي څيړنيزو چارو د تر سره كولو سربيره د پښتني افغاني ټولنې دې نوښتګر پوهاند د يوې كره ليكنې پښتو او د ازاد شعر يوه داسې ناره پورته كړه چې نوي راپورته شوي شاعران ، ليكوالان او خبريالان يې نن د لارې مشال ګڼي .

او بيا په هغو كلونو كې چې پښتني ټولنې د قربانيو په ګاللو سره د سره تاړاك له تيريو ځان او جهان وژغوره او بيا يې برخليك له يو بل ناتار سره وتړل شو نو پښتني علمي او څيړنيزې چارې په ټپه ودريدې او ددغې وياړلې ژبې د غليمانو مټې دهغو لرغونو لاسوندو د له منځه وړلو لپاره راپورته وې چې د پلازمينې او ځينې نورو لويو ښارونو په علمي او پوهنيزو مركزونو كې پراته وو .

په دې پېر كې پوهاند زيار لكه هيوادپال جنګيالئ (( د سيالۍ د ډګر د مخكښ او د لښكرو له بري وروسته يې د غليم پر خاوره د جنډې د هسكولو دنده په غاړه لري )) د پښتو د څيړنيز ډګر جنډه هسكه او رپرپانده وساتله .

د پوهاند زيار سيندګي ( نويزونه ) او بيا (هممانيزونه ) د يو داسې لارښود په توګه د پښتو د روان بهير د سمون لپاره راڅرګند شول چې د يوې كره پښتو ليكنې غورځنګ ته يې د پراختيا او پرمختيا لاره اواره كړه .

همدا اوس پوهاند زيار دده په وينا (( د هغو پښتني ضد انګروزو او پروپاګنډو غاښ ماتي ځوابونه كاږي چې له كابل او تهرانه نيولې په ټولو پنځو وچو كې د كمپيوټري او نورو شبكو له لارې تر سره كيږي )) .

د ژبپوهاند په توګه نوموړئ د نو لغتونو د رامنځته كولو او دودولو د غورځنګ د مخكښ په توګه هم د پښتو پر هسك لكه روڼ ستورئ ځليږي .

د ګوتو په شمار هغو نيوكو ته چې وايي پښتو يې سخته كړې ده ، پوهاند زيار لنډ خو منلئ ځواب لري ، هغه دا چې د نړيوالتوب ، ټيكنالوجۍ او د نورو سيمه ييزو او نړيوالو ژبو د پرمختيا له ځغلنده بهير سره د پښتو د نژدېوالي هڅه ولې د تشو خبرو او انګروزو قرباني شي ؟ .

د زيږدي مياشتې اپريل پر پنځمه نيټه په لندن كې افغان ادبي جرګه ، ملي دريځ ، پښتو ادبي بنډار ، د افغانانو ټولنه او د پوهاند مجاور احمد زيار نور ملګري او مينه وال له ده سره په ګډه د نوموړي اويايم زيږ پسرلئ او دده د كارونو نيمه پيړۍ لمانځي .

موږ هم په دې وياړ پوهاند زيار ته د زړه له كومي مباركي وايو او په ژوند كې يې د ډيرو برياو هيله كو .