نوى کال،نوې هيلې!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امين زى

نوي کال ١٣٨٦لمريزدرته بختورغواړم.
کله چې يخني خپل ټغرټولوي،تودخه په خپل پيوستوالى اونرمۍ سره دسړووهلواوژوبلوصورتونوته ټکورورکوي. دتوروشپوتياره مخ په کموالى اودسپينوورځورڼاګانې مخ په ډېروالي وي. دلمرمهربانې ورځ په ورځ زياتېږي اوخپل تودزرى شال په عالم خوروي،دبادنرى غوټۍ،خزان تالاکړي باغونه،دچمن مرغان،ونې،غنچې دنوى ژونددتيارېدولپاره ورو وروخوځوي چې پاڅي سبادى! دخفګان وخت تېرشواودخوشحالي وخت رارسېدلي،درحمت ورېځې په ډېرې چټکي سره دآسمان په پراخه اوشين درياب کې هرې خواته لامبوګانې وهي، ځغلي،دقدرت دخزانوڅخه په لپولپو،لمنولمنومرغلرې اخلى اودځمکې په شين مخ باندې يې شيندي.
داښايسته ځلېدونکې مرغلرې دقدرت په کرشموسره په غرو،رغو،ډاګو، ميدانونوکې،دسرو،شنو،ژېړو،بانجاني اوسپينوګلانوتخمونوپه دودځمکې څخه ټوکېدلي دوطن ښکلاپه سله کوى اوشکېدلوباغونو،لغړوونو، خړودښتو، سپېرو غرونويورنګ دجنت شنه جامه اغوستې،ګلاب په چمنواوغاټول په دامانوکې دنازپه خنداګانوخولې بېرته کوي،شنوبڼونوڅخه دطوطيانواوبلبلونغمې راځي اودلوړو ونوڅوکې دکوترواوبلبلوپه ناسته ښايسته دي.
اې سپرليه!ستاپه راتلوپه وچوڅانګوکې اوبه په يخورګونوکې وينه وچلېده،ګلان وغوړېدل،سمه اوغرپه رنګارنګ ګلونوښايسته شول. اې ښکليه پسرليه! ستاقدم سترګوته نور،زړه ته سرور،اوروح ته خوښي ورکوي.



سرولعلونو سروګلونوخوازېباکړه
نورزشپه يې په خوښي سره سباکړه
پسرلى دى نوى کال مومبارک شه
نن هوډوکړه چې وروري کړم بس دعاکړه
نصيحت دورورۍ واورئ پکې څه دي
تعصب اوتبعيض پريږده آمناکړه
دغه خلک ټول په خپل وطن مين دي
دورورۍ شمې يې خلکوکې رفاکړه
که په يوسراوپه بل سرکې اوسيږي
يوملت دي په يوه نامه يې يادکړه
پښتانه تاجک ازبک اوهزاره اوس
شوه يوموټي په وحدت يې اکتفاکړه
ټول ورونه ژيړګلونه خپل وطن چې
ودانۍ په لاريې خپلوکي صلاکړه
دسپين ږيرواحترام ورته سبق دى
نيک يې خوي اخلاق په کورکلي برېښناکړه
(امين زى) به يې همېش کړي صفتونه
ده رښتياچې په اخوت يې ابتداکړه

بهارآمد
بهارآمد،ګذشت ايام زاغان ازچمن امروز
زشادى بلبلان رقصندګردنسترن امروز
خوشاابربهارى راکه ساقى وش به هرمحفل
شراب زنده ګې ريزدبه حلق ياسمن امروز
زنقاش ازل ،نقشى دلادرصبح هستى بين
که لاله غرق خون ونسترن برتن کفن امروز
به رګ هاى زمانه آب دررقص وزفيض آن
زمين سبزينه پوشيده لباس خويشتن امروز
به سوګ هرعزيزنکته دان اين چمن دردشت
بګريدآسمان کاندوه داردهمچومن امروز
بيااى دل درين ګلشن بيفشانيم تخم مهر
که غنچه بازبان ګل بګوينداين سخن امروز
بهارصلح (اسماعيل) مى ايدبه صدتمکين
نهال دوستى بنشان به هردشت دمن امروز

ستاسو ورور
ستاسو امين زى