د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هدايت الله هدايت ليکنه
د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر وروستۍ ورځ


اسټر ليا



«پال جوليوس بارون فن رويټر» Paul Julius Reuter چي ويل کيږي په ۱۹مه پېړۍ کي د اروپا د ډېرو ځيرکو او زرنګه سړيانو څخه وو چي د ګټي د تر لاسه کولو دپاريې د خپل کار او زيار په همت د رويټرز د خبري آژانس بنسټ کښېښود . نوموړی د کال ۱۸۱۶ د جولای په ۲۱ مه په آلمان کي زېږېدلی او پلار يې يو يهودي روحاني وو . درويټرز نوم نن د نړۍ د وتلو خبري آژانسو په ډله کي راځي .

خدای خبر چي د رويټر غوندي تجارتي آژانسونهذ به څونه و مقصد ته د هغه کوترو د رسېدو دوعا کوله چي خطونه به يې وړل او څونه به مطمئنه وه چي دغه کوتري به د هغوی د « ښه نيت » د «سولي» کوتري وي، چي روغي رمټي به تر خپل هدفه ځان رسوي او بيرته به را ګرځي !

د نولسمي پېړۍ په لومړيو کلو کي د بورس او بازار مينه وال چي د هغه وخت د ټکنالوژۍ د ابتدايي پرمختياو له برکته د اړيکو فاصلې کمي ليدلې؛ هغوی ددې خبري په ماهيت پوهېدله چي دنړۍ د اوضاع و احواله څخه خبرتيا کېدای سي چي په مشروعه توګه د ټولي نړۍ د اقتصاد او مارکيټ د ګټو مهار په خپل لاس کي ونيسي .!

د مشهوره انګليسي بانک لرونکي ځيرک بارون روتشيلد مشهوره داستان به ښايي ټولو اورېدلی وي چي څرنګه د واټرلو د جګړې په وسيله هغه ته د جګړې لوری معلوم سو ؛ د اسهامو د خاوندانو د سادګۍ او ناپوهۍ نه يې استفاده وکړه او يو دم يې ټوله هغه اسهام چي بيه يې و نه څه ته راټيټه سوې او د سقوط په حالت کي وه، هغه يې رانيوله . کله چي دجګړې نتيجه معلومه سوه ساده سهم لرونکو چي خپل اسهام يې په نه څه خرڅ کړي وه، تازه و پوهېدل چي پر دوی باندي ګاډۍ تېره سوې او روتشيليد خپله سرمايه زر چنده زياته کړېده . ددې کار حکمت او راز په دې کي وو چي روتشيلد په خپلي زيرکتيا سره د « لومړنۍ خبرد تر لاسه کېدو » ګټه تر لاسه کړې وه.!

څو کاله وروسته خبرونه يوازي په داشاني د اقتصاد او د بازار او بورس په حلقو کي نه وه منحصره بلکه سياسي، فرهنګي او پوځي خبرو ته هم پاملرنه کېدله او د ګټي ډيري نوري لويي سوړي پکښې پيدا سوي وې .!

په دې توګه وو چي په لنډ وخت کي د تازه خبرو څخه خبرېدل په نړۍ کي د زياتو ګټو د ترلاسه کولو دپاره د خبري آژانسود جوړېدو لومړنۍ انګېزه و ګزځېدله .

لکه زما د دې ليکني په دريمه برخه کي چي د فرانس پرس ( د فرانسې د خبري آژانس) د پېژندني په سر کي راغلي وه ، چارلز اګوست هاواس په ۱۸۳۵ کي د نړۍ لومړنۍ خبري آژانس، په فرانسه کي د Agence Havas ‏ په نامه تأسيس کړ . په اروپا کي تلګرافي اسانتياوي د لسو کالو وروسته په کار شروع وکړه او په ډېر ه چټکتۍ سره يې د دريابو او بحرو ها خواته ځان پوري واهه او و ټولي نړۍ ته يې ځان و غزاوه .

هاواس چي هغه هم يهودی وو په فرانسه کي يې د نوري تلګراف د لاري د خبرو د لېږلو انحصار په لاس کي ونياوه . هغه د دولت په مرسته او د ځينو هيوادو سره د تجارتي قراردادو په امضا سره د ځانه څخه يو بې سياله مخکښ جوړ کړ .

د هاواس خبري ايجنسۍ لدې لحاظه هم د اهميت وړ وو چي «جوليوس رويټر »Paul Julius Reuter او «برنالډ وولف» « Bernhard Wolff » ؛ دواړه د هاواس دخبري آژانس کارمندان وه، هغوی هم د هاوا س پر پل باندي پل را واخيست ، رويټر په انګلستان کي د رويټر په نامه او وولف په آلمان کي دWolffs Telegraphisches Bureau په نامه پخپلو نومو خبري آژانسونه جوړ کړل .

په ۱۹۵۸ کي ددې درو خبري آژانسو تر مابين د خبرو د راکړي ورکړي يوه لوزنامه امضاء سوه څو د هغوی څخه په نړۍ کي لومړنۍ خبري کارټلان جوړ کړي .

څوک په دې حکمت نه پوهيږي چي ددوی په مينځ کي د دې درو آژانسو جوړېدا دا د يهودانو يو ساش وو او که محض يو تصادوف !!

رويټر په ځواني کي د برلين په يوه بانک کي کارکاوه بيا يې د کتابو په چاپولو لاس پوري کړ . په ۱۸۴۵ کي د يهوديت څخه و مسيحيت ته واوښت او خپل نوم يې چي « اسرائيل بير يوسفاټ » وو په«جوليوس رويټر» مسمی کړ .

رويټر د اروپا د ۱۸۴۸ انقلابو په جريان کي پاريس ته ولا ړ او هلته يې خپل فعاليتونه متمرکزه کړل ، د فرانسې و ورځپاڼو ته يې مقالې ترجمه کولې او هغه يې د چاپ د پاره و آلمان ته هم استولې چي ددې لاري څخه و زيات ثروت او شهرت ته و رسېد . ددې کار په جريان کي نوموړی د مطالبو په لېږلو کي د ستونزو سره مخامخ سو، هغه وو چي د يوه خبري آژانس او د تلګراف د يوه خط د جوړېدو فکريې په سر کي را وګرځېد . رويټر د زياتو څېړنو وروسته په کال ۱۸۴۹ کي په دې و توانېدی چي د مالي خبرو د لېږلو د پاره يو تلګرافي خط د آلمان د آخن او د بلجيم د بروکسل ترمينځ ايجاد کړي . تر هغه دمخه په نړۍ کي درې خبري آژانسو فعالیت کاوه، چي يو يې په فرانسه کي د هاواس آژانس وو ، چي رويټر پخپله هم پخوا هلته کار کړی وو ، او را وروسته د فرانس پرس دخبري آژانس په نامه و نومول سو،بل يې په آلمان کي د کانټنينټل ( وولف Wolffs )وو او دريم يې په امريکا کي داسو شيېټډ پرس آژانس وو چي په هغه کي هم د همدې «وولف» نيکه برخه درلوده . دغه درې سره آژانسونه چي مالکان يې يهودان وه نن د ټولي نړۍ د خبري رسنيو ښارګونه په خپل کنټرول او انحصار کي راوړي دي .

خو د رويټر د آژانس يو ځانګړۍ خصوصيت دا وو چي نوموړي عمدتاً د اقتصادي او د مارکېټ يا بازار د خبرو سره سر و کار درلود . هغه داشاني خبرونه نه يوازي و ورځپاڼو، مجلو ته بلکه و اشخاصو ، بانکو، سوداګرو او شرکتو ته هم لېږل .

پر رويټر باندي چي کله په فرانسه کي ورځ تنګه سوه نو انګلستان (لندن) ته يې مهاجرت وکړ . انګلستان چي په هغه وخت کي يو ه ارته او قدرتمنده امپراتوري درلوده، رويټر هغه د خپل پرمختګ د پاره يو ګټور ځای وباله . هغه وو چي په ۱۸۶۵ کي تر مهاجرت وروسته د رويټر په نامه يې ځانته په لندن کي يو دفتر پرانيست . هغه په لندن کي د رويټر د ټلګرام کمپنۍ Reuter’s Telegram Company) ( تأسیس کړه تر څو د پاريس او لندن تر مينځ د مخابراتي کېبل دلاري د اسهامو د بازار دنرخونو خبرونه سره تبادله کړي . نوموړي بيا د انګلستان تابعيت هم ترلاسه کۍ .

را وروسته رويټر داسي تلاښونه وکړل چي د انګلستان و مقاماتو ته ځان نيژدې او د هغوی د پاره خاص ګزارشونه تهيه کړي . دې کار نوموړی د ملکې ويکټوريا او د هغه وخت د صدراعظمانو پاملرنه ځانته واړوله . رويټر خپل آژانس دربسته د انګلستان د سیاستو و تبليغ ته وقف کړ تر څو همدغه خاصه د«نخبګانو» توجه د ځانه څخه کمه نکړي . هغه په همدې غوړه ماليو سره په دې وتوانېدی د انګلستان د« بارون» په نامه ځانته اشرافي لقب تر لاسه کړي او په دې توګه د انګلستان تر نفوذ لاندي هيوادو کي په آسانۍ سره اقتصادي امتيازو ته ځان ورسوي .

د رويټر آژانس ډېر ژر و افاقي شهرت ته ورسېدی او په لنډ وخت کي يې خپل کار وبار و نورو اروپايي هيوادو ته وغزاوه او ډېره ګټه يې وکړه . همدارنګه نوموړي آژانس خپل دغه د اقتصادي او غير اقتصاي د خبري فعاليتو ساحه و ټولي نړۍ ته پراخه کړه .

لکه څنګه چي ټلګرافي مزي او د اوبو لاندي د مخابراتي کېبلو آسانتياوي پراختيا موندله، د اروپا دباندي د تجارتي او مالي راکړي ورکړو ساحه هم و ليري ختيځ او لاتيني امريکې ته پراخېدله . رويټر په کال ۱۸۸۳ کي د لندن و ورځپاڼو ته د الکټرونيکي سيسټم د لاري د خبرو، اطلاعاتو او پيغامونو په استولو لاس پوري کړ . په ۱۹۲۳ کي د راډيو دلاري د نړۍ د خبرو په لېږلو کي تر ټولو رسنيو مخکي سو. په ۱۹۲۵ کي د لويي برتانيې د مطبوعاتو انجمن او خبري آژانسو ددې شرکت سهمونه رانيول . د رويټرز خبري آژانس په ۱۹۳۹ کي خپل مرکزي دفتر د لندن په مشهوره د فليټ دجادې و ۸۵ لمبر تعمير ته کډه کړ . او را وروسته په ۲۰۰۵ کال کي د رويټرز خبري آژانس دفتر د شرقي لندن د « کنړي ورف ټيوب سټېشن» د سيمي په يوه تر ټولو موډرنه او لوکس تعمير کي مېشته سو .


د لندن په کنړي ورف کي د رويټرز د نوی دفترتعمير

د دوو نړۍ والو جګړو د مابين کلو کي رويټرز د انګليس د دولت تر فشار لاندي راغلی تر څو دهغوی د ګټو سره سم فعاليت وکړي . په رويټرز خبري آژانس کي دهغه مهمو پرمختياوو څخه چي د شلمي پېړۍ د نيمايي کلو راهيسي راغلي دي هغه د رويټر د مانيټور د سيسټم تأسيس دی چي په بهرني اسعارو پوري تړلي خبرونه او په نړۍ کي د اسهامو د نرخونو وړاندي کول دي . په ۱۹۸۴ کي دد ې شرکت سهمونه د لندن د بورس بازار ته عرضه سو ه چي دهغه وروسته په کال ۱۹۸۵ کي د رويټرز خبري ټلوېزوني شبکه هم په خپل کار پيل وکړه .

دم درحاله نيم ميلیونه تنه متخصصان چي په مالي بازار کي فعاليت کوي د خپل کاروبار او د بازار د پيداکولو او ودي ته د رویټر د آژانس څخه استفاده کوي . رويټر د مالي خبرو څخه علاوه ؛ متني، ګرافيک، ويډيويي فلمونه، په بېلابيلو موضوعاتو کي دخبري عکسو سره يو ځای د ټولي نړۍ پر خبري سازمانو او انټرنيټي شبکو باندي خبرونه خرڅوي او هغوی ته خبرونه تهيه کوي .

د رويټر خبري آژانس همدا اوس په نړۍ کي ترټولو لوی خبري آژانس دی چي په يونيم سلو هيواد کي څه کم ۲۵۰۰ فعاله خبريالان او عکاسان لري. په دغه آژانس کي د نړۍ ‏۴۵۰۰ ورځپاڼي او د ۴۰۰ نه زيات راډيويي او ټلويوزني شبکې اشتراک لري او پخپله په ۲۰ ژبو خپل ګزارشونه وړاندي کوي . دورځي ۳۰ زره متني خبرونه چي نيژدې لس میلیونه کلمې پکښي کار يږي و ټولي نړۍ ته مخابره کوي . دغه آژانس د انټرنيټي خدماتو په عرصه کي د څو رسنیزه سازمان په توګه په ټوله نړۍ کي نيژدې ۷۵ ميليونه تنو سره اړيکه لري .

د ۲۰۰۷ کال د مې په ۱۵ مه د کاناډا تامسن کارپرېشن (The Thomson Corporation ) د رويټره سره يوې موافقې ته ورسېدی چي د هغه په اساس دواړي کمپنۍ سره يوځای سوې . ددې معاملې بيه ۱۷ اعشاريه دوه ‏مليارډه امريکايي ډالر ه وه . تامسن اوس ددې نوي کمپنۍ چي نوم يېThomson Reuters دی ،۵۳٪ کنټرول په لاس کي لري .

په ۲۰۰۷ کال کي د رويټر خبري آژانس دوه ميليارډه او ۶۰۳ ميليون سټرلينګ پونډه دوراني سر مايه درلوده چي په همدغه مالي کال کي يې ۲۱۳ ميليونه سټرلينګ پونډه خالصه ګټه کړې وه .

رويټر د ۱۸۹۹ د فروری په ۲۵ مه مړ سو، د هغه د نامه سره د ټلګرافی خبرو د رسولو مخکښ، هغه چي يو ژورناليست او د ميډيا مالک او درويټر د خبري آژانس د بنسټ ايښودنکي وو ، ياديږي .

د کال ۱۹۹۹ د فروري په ۲۵ مه په جرمني کي د رويټر خبري آژانس د خپل بنسټ ايښودونکي د مرګ د سلمي کليزي خاطره د پوهنتون د يوه اوارډ په اعلان سره چي ( د پال جوليوس رويټر د نوښت جایزه) نوميږي ولمانځل .

د سپټمبر د يولسمي نه بعد رويټر د خپلو خبري او نړۍ والو پيښو په مطالبو کي د ټروريسټ کلمه نه کاروي . رويټر که کله د ټروريسټ کلمه يادوي نو هغه کوټه وي او په ګيمه کي يې را ولي . د رويټر د نړۍ د خبرو ايډېټر سټيفن جوکز ليکلي دي« يو شخص که يوه ته ټروريست وايي نو بل يې بيا وهغه ته د آزادۍ دلاري جنګيالی وايي، په دې توګه رويټر د دغه پرنسيپ ساتنه کوي چي موږ د ټروريسټ کلمه نه کاروو » .

که څه هم د رويټر خبري آژانس و خپلو اصولو او مقرراتواو د هغه و تطبيق ته ځان پايبند او وفاداره ګڼي خود رسنيو زيات شرکتونه درويټر خبري آژانس په دې تورنوي چي د خپلو اصولو پر خلاف عمل کوي او په خبرو کي بې طرفه ندی . هغوی وايي چي رويټر زیاتره خبرونه خاصتاً د دريمي نړۍ په هيوادو کي د پيښو او ملي غورځنګو په انعکاس کي حالات برالا تحريفوي او واقعيتونه هغسي چي دي نه بيانوي .



مأخذونه :
زما شخصي ياداښتونه او دغه لاندي ويبپاڼي
http://en.wikipedia.org/wiki/Reuters
http://en.wikipedia.org/wiki/Paul_Julius_Reuter
http://www.reuters.com /
http://thomsonreuters.com /

تیره برخه دلته ولولۍ



ددې لړۍ نورې ليکنې

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۱)هندو

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۳)د فـــرانســې خـبــري آژانــس

د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۴)د الاهـــرام ورځـپـاڼــه

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۵) رويټر

د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه ( ۶) آسوشیېتد پرس خبري آژانس

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه يـونـايټـډ پـريـس انټـرنـېشنـل خبـري آژانـس

ود ايتـار تـاس خبـري آژانـسورځپاڼو

د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (۱۲) نيويارک ټايمز ورځپاڼه