د افغانستان تروريسی بريدونه په پاکستان کې جوړېږی

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمت اله روان

جوبايډن دامریکا دمتحده ایالاتو دولسمشر مرستیال په دی ورستیو ورځو کی په خپله یوه مصاحبه کی داخبره په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې کېدونکې ترهګريزې پېښې او ګواښونه په ګاونډي هېواد پاکستان کې جوړېږي . جوبايډن دغه څرګندونې، د اېم اېس اېن بي سي (MSNBC) په نامه له يوې رسنۍ سره د مرکې پر مهال کړې دي
هغه زياته کړه: د اوباما په مشرۍ زموږ حکومت په دې اړه د اسلام اباد د همکارۍ د زياتولو په موخه، خپلې هڅې دوه برابره زياتې کړې دي .
ددې پوښتنې په ځواب کې، چې امريکا ولې د پاکستان په پرتله له افغانستان سره ډېرې ژمنې کوي، جوبايډن وويل چې دواړه هېوادونه په ستراتيژيک ډول اساسي دي .
خو نوموړي زياته کړه: که چېرې هلته خلا او ګډوډي پيدا شوه او د کرزي په مشرۍ افغان حکومت ناکام شو، نو موږ به ډېرو له ستونزو سره مخ شو
د امريکا مرستيال ولسمشر وويل، چې افغانستان ته د سرتېرو د زياتولو پرېکړه ددغه هېواد د باثباته کولو په موخه شوې ده.هغه زياته کړه،ددغی زیاتونی سره به امریکا وکولی شی چه په پاکستان کی دالقاعدی پرضد خپله وظیفه په ښه وجه تر سره کړی.
په عین حال کی د کریسچن ساینس مانیټور ورځپاڼې دتیری جمعی دورځی دیوه مضمون په ترځ کی خبر وركړئ او ويلي يې دی په افغانستان کی چې كومو وسله والو طالبانو ددې هیواد ملی امنیت ته لوی خطر پیښ کړی دی ددغو اکثرو توندروانو دروزنی اوعملیاتو مرکزونه دپاکستان په خاوره کی دی،ورځپاڼه دغه راز وایی چی دغو ترهګرو ډلو په خپله دپاکستان دامنیت لپاره هم یوه لویه ستونزه منځ ته راوړی ده.
کریسچن ساینس مانیټور ورځپاڼه په نیویارک کی د اسیا د انجمن د یوه څیړونکی حسن عباس له قوله لیکی چی تقریبا پنځه زره پنجابی طالبان له صوبه سرحد څخه پنجاب ته ستانه شوي او په عملیاتو لگیا دي، او لا احتمال لری چی نور ځوان طالبان هم له مدرسو څخه راووزی او په افغانستان او پاكستان كې له دغو توندروانو سره یو ځای شی . اودامریکاضد عملیاتو کی ګډون وکړي اونوموړی ورځپاڼی په غټوټکو کی لیکلی دی چی:(( پاکستانی زړوجهادیانو خپل ملک او افغانستان ته نوي خطرونه پیښ کړی دی.))
کریسچن ساینس مانیټرلیکی د پاکستان پوځ په دې وروستیو کلونو کی د طالبانو پر هغی شبکې باندی حملې کړی دي چی د هغه هیواد په شمال لوېدیځو قبایلی سیمو کی یې مرکزونه جوړ کړی دی. دا هغه سیمی دی چی د ډېره وخته یې د مرکزی حکومت امر ته غاړه نه ده ایښې. مگر اوس دپاکستان د پنجاب په صوبه کی هم توندروانو په عملیاتو لاس پوری کړی دی. دغه سیمه یو وخت کراره ښکارېدله مگر اوس شمال لوېدیځی صوبې ته طالبان لیږی او دغه راز یې هغه صوبه هم ناکراره کړې ده .
ورځپاڼه لیکی د پاکستان حکومت پر دغو توندورانو ځکه حملې نه کوی چی دوی یې زیاتره په هند او افغانستان کی د عملیاتو دپاره روزلی او حمایه کړی دي. مگر دغه توندروان د پاکستان د حکومت خاطر نه ساتی او په روان کال کی یې د پاکستان د پنجاب په صوبه کی حملې کړي دي .
کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکی د اکټوبر په میاشت کی په اصطلاح پنجابی طالبانو په راولپینډی کی پر یوه پوځی مرکز باندی حمله وکړه، جگړې دوه ویشت ساعته دوام وکړ، او په پای کی دیرویشت تنه ووژل سول. څو ورځی وروسته هغوی په لاهور کی د حکومت پر استخباراتی مرکزونو باندی درې حملې وکړې او په هغه ښار کی، چی یو وخت ډېر ارام وو، کاروبار په ټپه ودرېدی .
ورځپاڼه د پاکستان د یوه استخباراتی مامور له قوله چی دنامه د نه یادېدلو په شرط یې خبری کولې لیکی چی یو وخت متحده ایالات او پاکستان دواړه ددغو توندروانو شاته ولاړ وه. کله چی دوی دواړو لاس ورڅخه واخیست نو دوی پخپله پر هغوی باندی مخ راواړاوه .
ورځپاڼه وایی یو له دغو کسانو څخه دلاور نومیږی چی د حزب المجاهدین غړی دی، په کشمیر کی زیږیدلی دی، د گلبدین حکمتیار د حزب اسلامی په پوځی کمپونو کی روزل سوی او په وروستیو شپو ورځو کی یې په صوبه سرحد کی د توندروانو په عملیاتوو کی برخه اخیستې ده . د دلاور یو ملگری اکبر علی علوی وایی جنگ به اوس په وزیریستان او افغانستان کی وي خو انشاالله چی موږ به دغه جگړه د نیویارک او واشنگټن لارو کوڅو ته ورسوو .
کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکی په توندروډلو کی سپاه صحابه، لشکر جنگوی، جیش محمد او لشکر طیبه راځی، چی د ١٩٨٠ او ١٩٩٠ په لسیزو کی تاسیس سوي دي. او متحده ایالاتو څو ځله اندېښنه ښودلې ده چی د پاکستان حکومت هغوی تر کنټرول لاندی نه دي راوستلی. د پاکستان حکومت ښایی ځکه پر دغو ډلو باندی حملو کولو ته زړه نه ښه کوی چی یو وخت د هغوی څخه بیا په هند او افغانستان کی کار واخیستلای سی .
د کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکی سره له هغه چی زیاتره څیړونکي په د ې عقیده دي چی طالبان د پاکستان د نېستمنو جنوبی سیمو څخه راوزی مگر په وروستیو حملو کی څرگنده سوه چی هغوی د پنجاب د صوبې د نورو شته منو سیمو څخه هم راځی .
د پاکستان د اتو زرو مدرسو له جملې څخه شپږ زره د پنجاب په صوبه کی دی. په کال ١٩۴٧ کی چی پاکستان استقلال ترلاسه کړ په ټول هیواد کی دغو مدرسو شمیر ١٣٧ ته رسیدی خو له هغه وخته تر اوسه پوری یې د سعودی عربستان او نورو هیوادونو او موسسو په مرسته شمیر په هر کال چی څو چنده سوی دی .
ځینی دغه مدرسې د ټولی سیمی دپاره توندروان روزي خو په ټولو کی د جهاد تبلیغ نه کیږی. یوازی ځو محدود شمیر مدرسې د اندېښنې وړ دي او په هغو کی هم ځینی شاگردان د توندورانو سره یو ځای کیږی کومی چی په پاکستان کی دبنیادی کړیو تر تاثیر لاندی دي .
په لاهور کی د جامعه محمدیه په مدرسه کی څلور سوه ځوانان تحصیل کوی او هغوی ته د اهل حدیث د مکتب نظریات ورښودل کیږی، چی زیاتره د سعودی عربستان څخه واردېږی. ددغی مدرسې مدیر حافظ عطاالرحمن وایی دا خبره غلطه ده چی دهغه په مدرسه کی د امریکا پر ضد د جنگ تبلیغ کیږی او یا شاگردان پر نورو فرقو باندی د حملو کولو دپاره تشویقېږی. خو ددغی مدرسې په میاشتنی گڼی کی راغلي دي چی خدای تعالی پر هغو کسانو باندی خپل قهر او غضب نازلوی چی د جهاد څخه مخ اړوی . جهاد یو له هغو وسیلو څخه دی چی خدای تعالی پر مسلمانانو باندی مهربانه کوی .

په دغه مجله کی راغلي دی چی په دې ورځ او عصر کی جهاد ته په ناحقه د ټروریزم نوم ورکړه سوی دی . زموږ واکداران کوښښ کوی په دې توگه امریکا او دهغوی انډیوالان خوشاله کړی. ددغی مدرسې یوځوان محصل چی په یوولس کلنی کی دغی مدرسې ته شامل سوی دی وایی هغه غواړی چی باقی پاته اوه کاله مذهبی زده کړی پای ته ورسوی. دی وایی زه به په افغانستان او کشمیر کی د اسلام له دښمنانو سره وجنگېږم او په دې توگه به اسلام ته خدمت وکړم.پای رحمت اله روان