وېبپاڼيزې درغلۍ او يوه حل لاره

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ارشادرغاند – نړۍ اونيزه

يوه وېبپاڼه مې کتله،زما څو ليکنې يې چې په نړۍ اونيزه کې خپرې شوې وې، بې له دې چې نوم او سرچينه يې په ګوته کړې وې خپرې کړې وې، ما ويل ځه خير کله داسې هم کېږي،بله ورځ مې د يوه چا بلاک کوت،څښتن يې اشناغوندې و،زما په بلاک کې يې پر ځينو ليکنو تبصرې هم ليکلې،مايې هم کله،کله په همدې بلاک کوت چې لورېينه يې ورادا کړم،چې کتل مې له هماغې پاڼې يې زما يوه ليکنه راکاپي کړې وه،دې ښاغلي بيا خپل نوم هم ورسره ليکلى و،ما هم نرغوندې پرې تبصره وليکله،خواشيني مې پکې وښوده چې پښتو اوس دې حال ته راغلې چې زه پر خپلې ليکنې خپله تبصرې کښلو ته اړوتى يم،دې تبصرې همدا توره وکړه چې ليکنه يې له وېبلاکه لېرې کړه،له دې پخوا مې د اوس په شان روهي وېبپاڼې سره همکاري وه،چېرته چې به څه پېښه وشوه،د شونتياپرمهال به مې د هماغې سيمې له استوګنو ياچارواکو سره ټليفوني خبرې کولې او ژر به مې يې خبر پرې خپور کړ،همداسې مې له ځينو نورو ژبو مهم بهرني خبرونه پښتوکول خو څو شېبې وروسته چې به مې ځينې پاڼې وليدې،کټ،مټ به يې هماغه زما او يا د نورو همکارانو خبرونه او ليکنې پخپلو نومونو خپرې کړې وې .

دا څو بېلګيزې يادونې وبولئ،راځو دې ته چې د دې کار لامل څه دى؟

زما له انده دا لامل دا کېداى شي چې موږ د خپل عادت له مخې يا يوه کار ته مخه نه کوو او که مو مخه شوه نو بيا پکې د افراط وروستۍ کچې ته ځان رسوو،د وېبپاڼو رامنځته کول هم له همدې کارونو يو دى،لومړى ورته چا پام نه اړاوه خو چې يو ځل د سيالۍ توکى شو نو ډېرو هڅه وکړه چې يو شخصي وېبلاک او وېبپاڼه خو پرېږده چې څو،څو دانې بايد ولري،دا ښه هڅه ده خو هغه مهال چې منځپانګيز ارزښت ته پکې پام وشي،نوى والى ،خپل توليد او خپلې لاسته راوړنې ولري چې له بده مرغه دا ټکي په پښتو وېبپاڼو کې ډېر کم ښکاري،له ګوتو په شمارو هغو پرته د دې ټولو پاڼو چلوونکي د دې پر ځاى چې د کومې خپلې توليدي ليکنې د لرلو هڅه وکړي دا کوي چې ټوله ورځ د ځان برعکسې پاڼې څاري،ليکنې،خبرونه او مطالب يې کاپي کوي او پخپله پاڼه کې ځاى ورکوي .

د يوې نوې خو تقريبا معياري پاڼې چلوونکي راته کيسه وکړه چې هر کله د وزګارتيا پر مهال پخوا چاپ شوي کتابونه په کمپيوټر کې ليکي،بيا يې خپلې پاڼې ته اچوي خو ساعت لا تېرنه وي چې دا مانيزه او ده پورې اړونده شتمني د مانيزو غلو لخوا لوټل کېږي .

اوس پوښتنه دا ولاړيږي چې څه بايد وشي؟

د دې پوښتنې د ځواب په توګه زما ځواب نه بلکې وړانديز دا دى چې اغېزناکې فرهنګي اوکولتوري ټولنې او همدا شان اغېزناک شخصيتونه دې د دې شيندلو او کم اغېزو هڅو د ډېر اغېزه کولو او پياوړتيا لپاره هڅه وکړي،ټول هېواد مېشت او بهر مېشت وېبپاڼه وال دې دې ته قانع کړي چې لس،شل او زرو پاڼو پرځاى يوې،دوې او پينځو خو کرو وېبپاڼو ته اړتيا ده،بايد کار ورته وشي،هرڅوک د خپلې وړتيا په رڼا کې اړوندو چارو ته مخه وکړي،دا هڅه زما په اند شونې هم ده او ګټوره هم .

زه د دې لارې د يوه لاروي په توګه له خپلې خوا د مرستې ژمنه هم لرم .

په همدې او د دې هڅې د بري په هيله !