کرزي اوس د هېواد بېخچنه ستونځه په نښه کړه!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ډاکټر مرادزئ

د کلیو د استازو سره په غونډه کې ولسمشر کرزي ، سره له دې چې ډېر ناوخته شوئ دئ ، د هېواد اصلې ستونځه په ګوته کړه . هغه استازو ته په لوړ اواز وویل : همدغه د ولسې جرګې او د دولت لوړپوړي چارواکي دي چې په هېواد کې د دنګو دنګو ماڼيو ، جایدادونو او بې خړته شتمنیو خاوندان دي . د دغو ښاغلیو او نازولو اولادونه او کورنۍ په بهر کې دي او دوی د شتمنیو د زېرمه کولو لپاره دلته په هېواد کې د خلکو پر ستونو منګولې ښخې کړي دي.
دلته ماته د شاعر یو پخوانئ شعر رایاد شو:

دا موټرې دا باغونه دا قصرونه ................ دا په وینو اباد شوي تعمېرونه
دا به وسپړي یو ورځ د خلکو مخ کې...........د چا غلا د چا تیرئ د چا ظلمونه



دا چې د هېوادمشر له اوږدې چوپتیا یانې شپږو کالو روسته ، د ولس له استازو سره په مخامخ لېدنه کې او د رسنیو په پراخ او خورا خپور جال کې د هېواد او ولس اصلي داړه ماران ، غله او ډاکوان په نښه کوي ، له یو خوا د خوښۍ او پاموړ او له بلخوا د اریانتیا او پوښتنې وړ خبره ده.
د خوښۍ خبره ځکه ده ، چې ولسمشر له دغو ډاکوانو څخه خپله لاره بېله کړې ده ، او د لومړي ځل لپاره يي دغه داړه ماران د خلکو په خولو کې واچول!
ولس خو د شپږکالو راهېسي همدا نارې وهلې چې کرزئ باید ، ددغو بدماشانو ، قاچاقچیانو ، ټوپکیانو ، قومندانانو ، د جهاد ټېکه دارانو ، قاتلانو او جنایتکارانو څخه خپله لاره بېله کړي . که چېري دوی د کرزي په حکومت کې ګډون ولري ، دولت به تل ناکام ، کمزورئ او بدنام وي!
ولس په ټولټاکنو کې په همدې لامل ، له دوی څخه مخ واړاو او د دوی پر ځای يي کرزي ته رایه ورکړه . خو له ټولټاکنو روسته هم کرزي ، په ناوړو مصلحتونو او زیانمنو سازوشونو کې ، دغه ډاکوان په خپل حکومت کې پر لوړو څوکیو او بنسټیزه دندو وګمارل . چې په پایله کې د دولت او ولس ترمنځ شته واټن نور هم پراخ شو ، د نړیوالو مرستې او کومکونه د همدغو بدلمنو په لاس چورشول . د سولې او امنیت پرځای ، ولس په یوې نوې او ناپایه جګړې کې ښکېل شو . په هېواد کې د ولسونو تر منځ د دوستۍ او ورورګلوۍ پر ځای همدغه بېلتونپال او پردي پال د نفرت ، بېلتون او ملي خپګان اور ته لمن وهي.
له دوی څخه یو شمېر په تش نامه ملي جبهه کې سره راټول شوي دي . دوی په ولسي جرګه او حکومت کې ، د کرزي په وړاندې چې د ولس په رایو ټاکل شوې بل حکومت ، یانې په حکومت کې دننه حکومت جوړکړئ دئ . دوی هم حکومت کې ګډون لري او هم د سیاسي اپوزیشیون پېښي کوي . دوی همدا کوي او هم هغه!
خو یوازې تش په نامه ملی جبهه نه ده چې په هغې کې ډاکوانو پنډغالئ جوړکړئ ، بلکې د کرزي پر شاوخوا نور ډاکوان هم ښه په مزو او چړچو کې دي . دوی ټولو په ګډه سره په هېواد کې د یو ملي مرکزي حکومت د جوړونې ، په هېواد کې د سولې او امنیت د بسیا او د وران او ویجاړ افغانستان د بیارغونې مخې ته ډب شوي دي!
کرزي سیب ، شپږکاله د خلکو په سترګو کې خاورې واچولې . په حکومت کې یی له دغو ډاکوانو سره په یارانه کې ، د بن له کنفرانس روسته ټول لاس ته راغلي امکانات له خاورو سره خاورې کړل. د سیاسي مصلحتونو او سازشونو له کبله يي هېواد بلې خونړۍ جګړې ته ټېل وهلئ ، ځان او ولس يي ټول د نېستۍ د ګړنګ پر موړګه کېنولي دي!
ډيرئ افغانان اوس هم ، باور نه لري چې کرزئ به ګوندې ریښتیا له ډاکوانو څخه خپله اداره پاکه کړي او خپله لاره به له دغو غلو څخه جلاکړي . د کرزي په اړه هغه ولسي کېسه لېوه راغئ ، صدق کوي.
ولس به په ډېرې سختۍ سره د کرزي په روستۍ خبره باور وکړي!
خو کرزي ته هم بله لار نه ده پاتې : یا به په خپله پخوانۍ ناکامه او رسوا لار ځي ، د غلو او ډاکوانو سره به د جوال خوله نېسي او د غلا پنډوکي به چلوي او یا به لکه څنګه چئ يي غږ پورته کړئ له ډاکوانو څخه خپله لار بېلوي!


بله هېڅ لېدلئ نه شي په دا منځ کې.....یا مغل له ملکه ورک یا پښتون خوار

خوشحال بابا


که حکومت له ډاکوانو څخه پاک شي ، د ولس او حکومت تر منځ رامنځ ته شوئ واټن به هم له منځه ولاړشي . کله چې حکومت د خلکو باور تر لاسه کړي حکومت به غښتلئ او پیاوړئ شي او په دې توګه به د هېواد بله لویه ستونځه سوله او امنیت ټينګ شي.
د سولې او امنیت ټينګېدل په دې مانا دي چې مرکزي حکومت پياوړئ شوئ دئ او له دې سره به دریمه لویه ستونځه یانې د هېواد بیارغونه پيل شي.
حالات داسې ښۍ چې ولسمشر کرزئ څخه نور د خبرو ، شعارونو ، ناوړو سازشونواو مصلحتونو وخت تېر دئ او د هغه د حکومت د روستي چانسونو مهال رسېدلئ دئ.
تېرو ورځو کې د امریکا متحده ایالاتو ، د رونالډ ریګن په نړیواله سوداګرۍ خونه کې ، ښاغلي خلیل زاد په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازي هم ، د کرزي د حکومت په ناغېړیو ، ناکاریو او ناکامیو باندې په زغرده نېوکې وکړې.
نړیوال فشارونه او کورنۍ ستونځې به د کرزئ د حکومت پخوانۍ تګ توګه شنډه کړي.
اوس چې کرزي خپله خبره کړې ، نو د پلي کولو لپاره يي باید مټې رابډوهي . کرزئ به له حکومت څخه د ډاکوانو په شړلو او د قانون منګولو ته د هغو په سپارلو سره ، د افغان ولس او د هېواد د وطنپالو زامنو له ملاتړ څخه بې برخې پاتې نه شي . لکه څنګه چئ افغان ملت په ټولټاکنو کې کرزئ ځانته پرېنښود ، دا ځل هم له داړه مارانو څخه د حکومت په پاکولو کې ولس ټينګ د خپل ولسمشر په څنګ او ملاتړ کې ولاړ دئ.

ډاکټر مرادزئ